• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پشتین پر افغانستان د پاکستان بریدونه ترهګري او د نړیوالو قوانینو خلاف وبلل

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین پر افغانستان د پاکستان په بمباریو کې د بې‌ګناه ماشومانو او ښځو وژل ترهګري، غیرانساني، غیراسلامي او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی. پشتین وايي، پاکستاني جنرالانو یو شمېر پښتانه سیاستوال، مشران او خبریالان په پیسو اخېستي.

نوموړي د سې شنبې په ورځ پر ټولنیزو شبکو په خپل یادښت کې ویلي، « چون لوبه د پښتون په سیمه کوي، نو په دې لوبه کې په سیاسي میدان کې د پښتنو د وېشلو، بې‌اتفاقه ساتلو او د یو بل سره د مرستې نه‌کولو فضا د جوړولو لپاره پنجابي جرنیلانو یو شمېر پښتانه سیاستمداران، سیمه‌ییز مشران او صحافیان په بیه اخیستي دي، څو دوی په سیاسي توګه د پښتنو ترمنځ دښمني، یو بل سره د مرستې نه‌کول او بې‌اتفاقه ساتلو کار په دوامداره توګه وکړي».

پشتین وايي، ماشومان اوښځې وژل، بېګناه میشت کډوال وهل او ژړول د ترهګرۍ ضد کړنې نه دي بلکې پخپله ترهګري ده.

هغه زیاته کړې، « په اسلام اباد کې اروپایي هیوادونو ته د تګ په انتظار کې د لږ مودې لپاره میشت افغانانو باندې پاکستاني چارواکو سخت تشدد پیل کړی دی، او بندي کوي یې».

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر، چې د پاکستان د پوځ او څارګرو ادارو منتقد دی او په ګڼو غونډو او پرلتونو کې یې ددغه هېواد پر ترهګرۍ ضد جګړه او سیاستونو نیوکې کړې، وايي، چې «پاکستان په افغانانو ظلم جبر کوي، او د پنځوسو کالونو راهیسې په افغانستان کې منفي مداخلت کوي او بیا هیله کوي چې د دې په بدل کې دې افغانان د دوی سره مینه او احترام وکړي».

نوموړی وايي، چې په انساني فطرت کې داسې څه ممکن نه دي.

منظور پشتین زیاتوي، «پاکستان اوس د کوزې پښتونخوا د بې‌ګناه پښتنو ماشومانو او ښځو د وژلو تر څنګ، په بر طن کې هم د پښتنو ماشومانو او ښځو د وژلو لړۍ پیل کړې ده».

هغه ترهګري یوه پلمه ګڼي او په دې باور دی، چې په اصل کې د پښتنو ماشومان، ښځې او کورونه په نښه کیږي.

منظور پشتین پاکستان تورن کړی، چې د لویدیزونو ځواکونو د جګړې پروژه پرمخ وړي چې سي پیک بند شي، خو وايي، لوبه به پاکستان په داسې ډول، چې ده ورته د شیطانت اصطلاح کارولې، مخ ته وړي چې «چین ته به دا هر څه سم ښکاري، د مغربي قوتونو د چین کاروباري لار اودرولو منصوبه به هم پوره کیږي، د هغو څخه به هم ډالر اخلي او چین ته به هم داسې ماحول جوړ کړي چې د "سی‌پیک د تحفظ" په نوم پیسې ورکړي».

هغه وايي، چې دا لوبه د پښتنو په سیمه کې کوي، نو په دې لوبه کې په سیاسي د پښتنو د بې اتفاقۍ هڅې کوي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۵

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو سفیر د پوتین له استازي سره په شانګهای سازمان کې د افغانستان پر رول غږېدلی

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۰
د طالبانو سفیر د پوتین له استازي سره په شانګهای سازمان کې د افغانستان پر رول غږېدلی
100%

په مسکو کې د طالبانو سفیر مولوي ګل حسن حسن، د شانګهای همکارۍ سازمان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي بختیار حکیموف سره کتلي او په شانګهای سازمان کې د افغانستان د ناظر غړیتوب د بیا فعالېدو په اړه یې خبرې کړي دي.

په مسکو کې د طالبانو سفارت پر ایکس لیکلي، چې دواړو لوریو د شانګهای سازمان د وروستۍ غونډې پر نتایجو او په راتلونکو ناستو کې د افغانستان د ناظر غړیتوب د بیا فعالېدو پر موضوع خبرې کړې دي.

د سفارت له خوا د خپرو شویو جزییاتو له مخې، په خبرو اترو کې د نظرونو تبادله شوې او د افغانستان د ناظر رول د فعالولو د اړتیا په اړه بحث شوی.

حکیموف ټینګار کړی چې باید شته خنډونه لرې شي او اړوندې خواوې روانې اړیکې او خبرې دوامدارې وساتي.

هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د ناظر په توګه ګډون د ټولو غړو هېوادونو په ګټه دی او کولی شي د ګډ امنیت، اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییزو اړیکو په پیاوړتیا کې رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان تر دې مخکې د شانګهای همکارۍ سازمان ناظر غړی و، خو په وروستیو کلونو کې یې فعالیت غیرفعال شوی.

د پاکستان او تاجکستان سفیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۷ GMT+۰
د پاکستان او تاجکستان سفیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان او په اسلام اباد کې د تاجکستان سفیر یوسف شریف زاده د افغانستان او له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو د همکارۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

له دې وړاندې یوسف شریف زاده او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په یوه لیدنه کې ویلي وو چې د افغانستان وضعیت په مستقیم ډول د سیمې امنیت اغیزمنوي.

طالبانو په دې وروستیو کې له تاجکستان سره د اړیکو رغولو هڅه کړې او یو تاجکستانی جګپوړی پلاوی همدا میاشت کابل ته د دوه اړخیزو امنیتي او سرحدي مسایلو په تړاو تللی و.

تاجکستان په افغانستان کې له میشتو وسه والو جنګیالیو اندېښمن دی.

پاکستان هم په وار وار پر طالبانو تور پورې کړی، چې د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي، خو طالبان ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ موضوع ګڼي.

طالبان وايي په څو ولایتونو کې یې د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۱۸ تنه نیولي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۳ GMT+۰
طالبان وايي په څو ولایتونو کې یې د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۱۸ تنه نیولي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د مخدره توکو ضد ځانګړوځواکونو یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د نشه‌يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۱۸تنه نیولي دي.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عملیات د بامیان، میدان وردګ، کندز، کاپیسا، بدخشان، لغمان، خوست او فاریاب په ولایتونو کې ترسره شوي دي.

د پولیسو په وینا، نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته د طالبانو عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په ترلاسه شویو نشه یي توکو کې چرس، نشه یي ټابلیټونه، شیشه او تاریاک شامل دي.

د طالبانو پولیس وایي چې د نشه‌يي توکو پر ضد عملیات به په دوامداره ډول روان وي او د قاچاق کوونکو کړیو له منځه وړلو لپاره هڅې زیاتې شوې دي.

عبدالباري عمر: د برېښنا د پرچاوۍ یو لامل د میلیونونو کډوالو را ستنېدل دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۳ GMT+۰
عبدالباري عمر: د برېښنا د پرچاوۍ  یو لامل د میلیونونو کډوالو را ستنېدل دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر وایي چې په هېواد کې د برېښنا د کمښت او پرچاوۍ یو علت په وروستیو کې هېواد ته د میلیونونو کډوالو بېرته راستنېدل دي.

هغه د برېښنا د پرچاوۍ په تړاو جوړې شوې خبري غونډه کې وویل: « زمونږ برېښنا ثابته ده، یعنې پينځه کاله پخوا چې کومه برېښنا وه، اوس تر هغې زیاته نه ده، د کډوالو په راتګ سره په ښارونو کې یو متراکم حالت رامنځته شو او موږ اړ وو چې کډوالو ته برېښنا ورسوو.»

هغه زیاته کړه، چې په اوسني وخت کې د برېښنا اعظمي تقاضا په موجوده شبکه کې ۱۱۵۲میګاواټه ده او دوی له دې جملې څخه ۸۲۹میګاواټه برېښنا لري چې په دې سره د ۳۲۲.۶میګاواټه برېښنا له کمښت سره مخ دي.

دغه طالب چارواکي د برېښنا د ویش په اړه ویلي چې دوی دولتي ارګانونو ته ۲۴ساعته، صنعتي پارکونو ته ۱۲ساعته او د استوګنې کورونو ته ۱۰ساعته برېښنا ورکوي.

هغه د اوبو کمښت د یوه بل علت په توګه یاد کړ: «د تېر کال په لومړیو اتو میاشتو کې مو په نغلو بند کې ۲۵۴۹میلیونه متره مکعب اوبه درلودې خو سږ کال په تېرو اتو میاشتو کې د دغه بند اوبه ۱۴۸۵میلیونه متره مکعب ته راټیټې شوې چې دا ۴۲سلنه کمښت ښيي».

د عمر په وینا، د افغانستان برېښنا شرکت سږ کال د شبکو د رغونې لپاره ۱.۱میلیارده افغانۍ مصرفوي او اوسمهال تر ۱۲۰۰میګاواټه برېښنا د تولید تړونونه لاسلیک شوي چې عملي چارې یې روانې دي.

برېښنا شرکت مشر د خپلو خبرو په پای کې پر هېوادوالو غږ وکړ چې د برېښنا د پرچاویو پر وړاندې صبر او زغم ولري او د برېښنا لګښتونو پیسې په وخت پرې کړي.

غږیز پېغام: د طالبانو د پوهنې وزیر پر مکتوبونو د خپلو مامورانو پر نه پوهېدو نیوکه کړې

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۰ GMT+۰
غږیز پېغام: د طالبانو د پوهنې وزیر پر مکتوبونو د خپلو مامورانو پر نه پوهېدو نیوکه کړې
100%

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا یو غږیز پېغام چې د کندهار د پوهنې ریاست ته یې لېږلی، افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی دی. نوموړي نیوکه کړې ده، چې د یاد ریاست مسوولان د وزارت د مکتوب په محتوا نه پوهیږي. نوموړي ویلي:« د کندهار پوهنې ریاست د ګرم سیر او سرد سیر په معنا نه پوهیږي.»

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب اغا په دې غږیز پېغام کې د کندهار د پوهنې ریاست رییس فخرالدین نقشبندي او امرینو ته په خطاب کې ویلي، چې څو ورځې وړاندې د پوهنې وزارت د کندهار پوهنې ریاست ته یو مکتوب لېږلی او لیکلي یې دي، چې سردسیره سیمو ازموینې واخیستل شي خو د طالبانو د کندهار پوهنې ریاست د ټولو ګرمسیره او سردسیره سیمو ښوونځیو او مدرسو ته مکتوب لېږلی، چې ازموینې دې واخیستل شي.

حبیب اغا ویلي:« که پر کار نه پوهېږئ نو استعفاوې ورکړئ. تاسې دومره ناپوه یاست، چې په مکتوب نه پوهیږئ، تر اوسه په ګرمسېر او سردسېر نه پوهیږئ نو بیا مو ولې دومره غټ مسوولیت غاړې ته اچولی دی.»

د طالبانو د کندهار ولایت د پوهنې ریاست کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د وزیر دا غږ د شنبې په ورځ یاد ریاست ته لېږل شوی دی.

په پیغام کې نیوکه شوې، چې د طالبانو د پوهنې وزارت مکتوبونه یو ډول وي او د کندهار د پوهنې ریاست یې ښوونځیو او مدرسو ته په بل ډول ابلاغوي.

د طالبانو پوهنې وزیر په خپل غږیز پېغام کې دا هم ویلي، چې که دا شکایت هبت الله ته ورسیږي نو یاد وزارت به نوموړي ته څه وايي.

حبیب اغا ویلي:« موږ اوس امیرالمنین ته څه ووایو چې تعلیمات اسلامي په خبره نه پوهیږي او مکتوب باندې یې سر نه خلاصیږي او د کندهار ریاست په مکتوب نه پوهیږي نو دا به ورته وایو.»

د څرګندونې په داسې حال کې خپریږي، چې طالبانو په تېرو څلورو کالونو کې هڅې کړې چې په ټولو دولتي ادارو کې د خپلې ډلې ملایان په دندو وګوماري او دې په ادارو کې د مسلکي کسانو مخه نیولې ده.