• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په څو ولایتونو کې یې د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۱۸ تنه نیولي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د مخدره توکو ضد ځانګړوځواکونو یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د نشه‌يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۱۸تنه نیولي دي.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عملیات د بامیان، میدان وردګ، کندز، کاپیسا، بدخشان، لغمان، خوست او فاریاب په ولایتونو کې ترسره شوي دي.

د پولیسو په وینا، نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته د طالبانو عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په ترلاسه شویو نشه یي توکو کې چرس، نشه یي ټابلیټونه، شیشه او تاریاک شامل دي.

د طالبانو پولیس وایي چې د نشه‌يي توکو پر ضد عملیات به په دوامداره ډول روان وي او د قاچاق کوونکو کړیو له منځه وړلو لپاره هڅې زیاتې شوې دي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۵

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

•
•
•

نور کیسې

عبدالباري عمر: د برېښنا د پرچاوۍ یو لامل د میلیونونو کډوالو را ستنېدل دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۳ GMT+۰
عبدالباري عمر: د برېښنا د پرچاوۍ  یو لامل د میلیونونو کډوالو را ستنېدل دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر وایي چې په هېواد کې د برېښنا د کمښت او پرچاوۍ یو علت په وروستیو کې هېواد ته د میلیونونو کډوالو بېرته راستنېدل دي.

هغه د برېښنا د پرچاوۍ په تړاو جوړې شوې خبري غونډه کې وویل: « زمونږ برېښنا ثابته ده، یعنې پينځه کاله پخوا چې کومه برېښنا وه، اوس تر هغې زیاته نه ده، د کډوالو په راتګ سره په ښارونو کې یو متراکم حالت رامنځته شو او موږ اړ وو چې کډوالو ته برېښنا ورسوو.»

هغه زیاته کړه، چې په اوسني وخت کې د برېښنا اعظمي تقاضا په موجوده شبکه کې ۱۱۵۲میګاواټه ده او دوی له دې جملې څخه ۸۲۹میګاواټه برېښنا لري چې په دې سره د ۳۲۲.۶میګاواټه برېښنا له کمښت سره مخ دي.

دغه طالب چارواکي د برېښنا د ویش په اړه ویلي چې دوی دولتي ارګانونو ته ۲۴ساعته، صنعتي پارکونو ته ۱۲ساعته او د استوګنې کورونو ته ۱۰ساعته برېښنا ورکوي.

هغه د اوبو کمښت د یوه بل علت په توګه یاد کړ: «د تېر کال په لومړیو اتو میاشتو کې مو په نغلو بند کې ۲۵۴۹میلیونه متره مکعب اوبه درلودې خو سږ کال په تېرو اتو میاشتو کې د دغه بند اوبه ۱۴۸۵میلیونه متره مکعب ته راټیټې شوې چې دا ۴۲سلنه کمښت ښيي».

د عمر په وینا، د افغانستان برېښنا شرکت سږ کال د شبکو د رغونې لپاره ۱.۱میلیارده افغانۍ مصرفوي او اوسمهال تر ۱۲۰۰میګاواټه برېښنا د تولید تړونونه لاسلیک شوي چې عملي چارې یې روانې دي.

برېښنا شرکت مشر د خپلو خبرو په پای کې پر هېوادوالو غږ وکړ چې د برېښنا د پرچاویو پر وړاندې صبر او زغم ولري او د برېښنا لګښتونو پیسې په وخت پرې کړي.

غږیز پېغام: د طالبانو د پوهنې وزیر پر مکتوبونو د خپلو مامورانو پر نه پوهېدو نیوکه کړې

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۰ GMT+۰
غږیز پېغام: د طالبانو د پوهنې وزیر پر مکتوبونو د خپلو مامورانو پر نه پوهېدو نیوکه کړې
100%

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا یو غږیز پېغام چې د کندهار د پوهنې ریاست ته یې لېږلی، افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی دی. نوموړي نیوکه کړې ده، چې د یاد ریاست مسوولان د وزارت د مکتوب په محتوا نه پوهیږي. نوموړي ویلي:« د کندهار پوهنې ریاست د ګرم سیر او سرد سیر په معنا نه پوهیږي.»

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب اغا په دې غږیز پېغام کې د کندهار د پوهنې ریاست رییس فخرالدین نقشبندي او امرینو ته په خطاب کې ویلي، چې څو ورځې وړاندې د پوهنې وزارت د کندهار پوهنې ریاست ته یو مکتوب لېږلی او لیکلي یې دي، چې سردسیره سیمو ازموینې واخیستل شي خو د طالبانو د کندهار پوهنې ریاست د ټولو ګرمسیره او سردسیره سیمو ښوونځیو او مدرسو ته مکتوب لېږلی، چې ازموینې دې واخیستل شي.

حبیب اغا ویلي:« که پر کار نه پوهېږئ نو استعفاوې ورکړئ. تاسې دومره ناپوه یاست، چې په مکتوب نه پوهیږئ، تر اوسه په ګرمسېر او سردسېر نه پوهیږئ نو بیا مو ولې دومره غټ مسوولیت غاړې ته اچولی دی.»

د طالبانو د کندهار ولایت د پوهنې ریاست کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د وزیر دا غږ د شنبې په ورځ یاد ریاست ته لېږل شوی دی.

په پیغام کې نیوکه شوې، چې د طالبانو د پوهنې وزارت مکتوبونه یو ډول وي او د کندهار د پوهنې ریاست یې ښوونځیو او مدرسو ته په بل ډول ابلاغوي.

د طالبانو پوهنې وزیر په خپل غږیز پېغام کې دا هم ویلي، چې که دا شکایت هبت الله ته ورسیږي نو یاد وزارت به نوموړي ته څه وايي.

حبیب اغا ویلي:« موږ اوس امیرالمنین ته څه ووایو چې تعلیمات اسلامي په خبره نه پوهیږي او مکتوب باندې یې سر نه خلاصیږي او د کندهار ریاست په مکتوب نه پوهیږي نو دا به ورته وایو.»

د څرګندونې په داسې حال کې خپریږي، چې طالبانو په تېرو څلورو کالونو کې هڅې کړې چې په ټولو دولتي ادارو کې د خپلې ډلې ملایان په دندو وګوماري او دې په ادارو کې د مسلکي کسانو مخه نیولې ده.

طالبانو او ازبکستاني چارواکو د وارداتو او صادراتو پر زیاتوالي خبرې کړې دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۰
 طالبانو او ازبکستاني چارواکو د وارداتو او صادراتو  پر زیاتوالي خبرې کړې دي
100%

په بلخ کې د طالبانو اداره وايي، چې د یاد ولایت د والي په سپارښتنه د طالبانو یو پلاوی ازبکستان ته تللی او هلته یې د ډبرو سکرو، سیمنټو، غوښو او درملو د وارداتو او صادراتو په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو پلاوي د ازبکستان د چارواکو ترڅنګ د یاد هیواد له سوداګرو سره هم لیدلي دي.

د طالبانو د بلخ والي ویاند وايي، چې د طالبانو په پلاوي کې ددې ډلې د مسوولینو ترڅنګ یو شمیر افغان سوداګر هم ملتیا کوي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو د زیاتولو او اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.

طالبانو له پاکستان سره د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د سوداګرۍ لپاره هند، ایران، ازبکستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته مخه کړې ده.

پاکستان له افغانستان سره د ټولو سوداګریزو لارو په تړلو سره د افغان سوداګریزو توکو بار موټر په کراچۍ او پیښور کې ایسار کړي دي.

طالبانو له ټولو افغان سوداګرو څخه غوښتنه کړې ده، چې د پاکستان د سوداګریزو لارو بدیل دې پیدا کړي.


ملګري ملتونه: د افغان مېرمنو د حقونو د دفاع لپاره ګډ او دوامدار اقدام ته اړتیا ده

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۰
ملګري ملتونه: د افغان مېرمنو د حقونو د دفاع لپاره ګډ او دوامدار اقدام ته اړتیا ده
100%

د مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې(یو این ویمین)، ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت، له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغان ښځو او نجونو سره کړې ژمنې تازه کړي او د دوی د حقونو د دفاع لپاره دې ګډ او دوامدار اقدام وکړي.

یاد دفتر په خپل خپاره کړي پیغام کې ټینګار کړی چې د جنسیتي تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره باید «انعطاف‌پذیره بودجه»برابره شي او همدارنګه د ښځو په مشرۍ د مدني بنسټونو فعالیتونو ته پراخ ملاتړ ورکړل شي.

د نوامبر۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده؛ یوه ورځ چې په ټولې نړۍ کې د ښځو د خوندي‌توب، حقونو او برابرۍ د ملاتړ او پوهاوي لپاره نمانځل کېږي.

خو په افغانستان کې دا ورځ داسې وخت نمانځل کېږي چې ښځې او نجونې له څلورو کلونو راهیسې د لومړنیو انساني حقونو، په ځانګړي ډول تعلیم، کار، ازاد تګ راتګ او عامه مشارکت څخه بې‌برخې شوې دي.

سره له دې چې نړیوالو هېوادونو په پرله‌پسې ډول د افغان ښځو د حقونو خوندیتوب غوښتنه کړې، خو طالبانو د ښځو او نجونو پر ازادیو لا ډېر محدودیتونه لګولي دي.

ملګري ملتونه وايي، د نړیوال فشار او ګډو هڅو پرته به د افغان ښځو وضعیت لا پسې خرابه شي او د دوی د حقونو د اعادې امکان به کمزوری پاتې شي.

د قطر هېواد نوي سفیر خپل باورلیک امیرخان متقي ته وسپاره

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۰
د  قطر هېواد نوي سفیر خپل باورلیک امیرخان متقي ته وسپاره
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د یاد وزارت وزیر امیر خان متقي ته نن په کابل کې د قطر هېواد نوي سفیر مردف القاشوطي، خپل باورلیک وړاندې کړ. متقي د قطر سفیر ته ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګڼو برخو کې له شته فرصتونو باید ښه گټه پورته شي او اړيکې لا پراخې شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه، دلیندۍ ۳مه وویل چې امیر خان متقي د افغانستان او قطر اړيکې تاريخي وبللې او ټينگار يې وکړ چې د سوداگرۍ د پراختيا ترڅنگ قطر ته د افغان کاري ظرفيت د استولو لړۍ دې چټکه شي.

طالبانو د قطر د نوي سفیر په حواله لیکلی، چې نوموړي په خپل وار د افغانستان او قطر ترمنځ او همدارنګه د دواړو ولسونو اړیکې تاریخي وبللې او ژمنه یې وکړه، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتيا په برخه کې به هڅې زياتې کړي.

مردف القاشوطي همداراز ټينگار وکړ، چې هېواد به يې د منځگړيتوب په برخه کې خپل سياست ته ادامه ورکړي او د افغانستان او نړيوالې ټولنې د دريځونو په لا نږدې کولو کې به هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره د واکمنۍ څلور کاله تېریږي خو تر دې دمه له روسیې پرته هېڅ کوم بل هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.