• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قطر هېواد نوي سفیر خپل باورلیک امیرخان متقي ته وسپاره

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د یاد وزارت وزیر امیر خان متقي ته نن په کابل کې د قطر هېواد نوي سفیر مردف القاشوطي، خپل باورلیک وړاندې کړ. متقي د قطر سفیر ته ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګڼو برخو کې له شته فرصتونو باید ښه گټه پورته شي او اړيکې لا پراخې شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه، دلیندۍ ۳مه وویل چې امیر خان متقي د افغانستان او قطر اړيکې تاريخي وبللې او ټينگار يې وکړ چې د سوداگرۍ د پراختيا ترڅنگ قطر ته د افغان کاري ظرفيت د استولو لړۍ دې چټکه شي.

طالبانو د قطر د نوي سفیر په حواله لیکلی، چې نوموړي په خپل وار د افغانستان او قطر ترمنځ او همدارنګه د دواړو ولسونو اړیکې تاریخي وبللې او ژمنه یې وکړه، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتيا په برخه کې به هڅې زياتې کړي.

مردف القاشوطي همداراز ټينگار وکړ، چې هېواد به يې د منځگړيتوب په برخه کې خپل سياست ته ادامه ورکړي او د افغانستان او نړيوالې ټولنې د دريځونو په لا نږدې کولو کې به هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره د واکمنۍ څلور کاله تېریږي خو تر دې دمه له روسیې پرته هېڅ کوم بل هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۵

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

•
•
•

نور کیسې

طالبان له سعودي عربستان او چین سره ګډ اقتصادي کمیسیونونه فعالوي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۴۵ GMT+۰
طالبان له سعودي عربستان او چین سره ګډ اقتصادي کمیسیونونه فعالوي
100%

د طالبانو ریاست الوزرا وايي، چې ددې ډلې د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې له سعودي عربستان او چین سره د افغانستان د اقتصادي کمیسیونونو پر بیا فعاله کولو هوکړه شوې او نوي غړي یې هم ټاکل شوي.

د طالبانو ریاست الوزرا د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ددې ډلې د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډې ته له سعودي عربستان او چین سره د افغانستان د اقتصادي کمېسیونونو د فعالېدو او په دې کمېسیونونو کې د نویو غړو د زیاتېدو موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه چې له هر اړخیز بحث وروسته د یادو کمېسیونونو بیا فعالېدل تایید او نوي غړي ور زیات شول.

د یادې ادارې په وینا، دغه کمېسیونونه به د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، په افغانستان کې د پانګونې او ګډو اقتصادي همکاریو په اړه همغږي لا پياوړې کړي.

د طالبانو ریاست الوزرا وايي، په غونډه کې افغان صنعتکارانو او پانګوالو ته د بلخ ولایت د حیرتان صنعتي ښارګوټي د ځمکو د ورکولو په اړه د ټاکل شوې کمېټې راپور هم وړاندې شو او پرېکړه وشوه، چې د حیرتان صنعتي ښارګوټي ځمکې لومړی د اداراتو تر منځ د ملکیتونو په معلومولو سره تصفیه شي.

په دې ناسته کې دغه راز ویل شوي چې د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د موجوده تاسیساتو په پام کې نیولو سره د یاد ښارګوټي لپاره اصلاحي انکشافي پلان هم جوړ کړي.

د ژمي په درشل کې؛ په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي د ناورین نوې کچې ته رسېدلې

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۱ GMT+۰
د ژمي په درشل کې؛ په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي د ناورین نوې کچې ته رسېدلې
100%

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د لوږې ناورین په‌کې په بې‌ساري ډول ژور شوی او د ژمي په راتګ سره به د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ کچه لا لوړه شي. دغه اداره خبرداری ورکوي، چې اړتیاوې ډېرې خو امکانات او مرستندویه سرچینې ورځ تر بلې کمېږي.

د یادې ادارې د راپور له مخې، په افغانستان کې د لوږې مخ په پراخېدو ناورین یوازې شمېرې نه دي؛ بلکې د هغه مېلیونونو کورنیو ورځنۍ ننګونې دي چې د ورېجو او اوړو د یوې بوجۍ لپاره مبارزه کوي. راپور زیاتوي، چې «په هېواد کې داسې کورنۍ هم شته، چې نور د یوه وخت ډوډۍ هم په اسانۍ نه‌شي پیدا کولی.»

په دغه راپور کې د هلمند د لرې پرتې ولسوالۍ اوسېدونکي تور جان کیسې ته هم اشاره شوې ده، چې د جګړې او بې‌وزلۍ له امله د یوې لویې کورنۍ یوازینی سرپرست پاتې شوی. تور جان د خپلې مور، پنځو ماشومانو او هغو وروڼو او خوېندو پالنه کوي، چې د فزیکي او رواني ستونزو له امله د کار توان نه‌لري.

هغه وايي، د کور اړتیاوې دومره زیاتې دي چې «د یوې ګوله ډوډۍ ګټل هم خورا ګرانه شوې ده.»

په دغه راپور کې په بامیان ولایت کې د یوې بلې کورنۍ کیسه هم راغلې، چې د ۱۸ کلنې روقیې کیسه ده چې د پلار له مړینې وروسته یې مور بل واده کړی او د خپلو کوچنیو وروڼو د ساتنې مسوولیت لري.

هغې ویلي: «موږ د ژمي لپاره هېڅ چمتووالی نه‌لرو.» د هغې کورنۍ دویم ځل دی، چې د خوړو نړۍوال پروګرام له‌خوا یې مرسته ترلاسه کړې ده. د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام زیاتوي، چې د هلمند او بامیان په څېر سیمو کې د لوږې ناورین یوازې د بېړنیو مرستو پر مټ مهارېدای شي او دا د نړۍوالو مرستندویانو دوامداره ملاتړ پورې تړاو لري.

دغه اداره له هغو هېوادونو او بنسټونو هم مننه کړې، چې د افغانستان د خوړو له کړکېچه د را اېستلو په موخه یې مرسته کړې؛ په ځانګړي ډول د اسیا پراختیایي بانک، اسټرالیا، کاناډا، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، جاپان، سویډن، سویس، برېټانیا، روسیې او نورو مرستندویه شریکانو.

دغه اداره ټینګار کوي، چې د مرستو له کمښت سره هم‌مهاله د افغان کورنیو اړتیاوې ورځ تر بلې لوړېږي.

یوناما: افغانستان کې د تاوتریخوالي د لوړ ګواښ سره د مخ افغان مېرمنو شمېر ۴۰ سلنه زیات شوی

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۴ GMT+۰
یوناما: افغانستان کې د تاوتریخوالي د لوړ ګواښ سره د مخ افغان مېرمنو شمېر ۴۰ سلنه زیات شوی
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه‌ وړلو نړۍواله ورځې په مناسبت په یوه خپور کړي راپور کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د تاوتریخوالي د لوړ ګواښ سره د مخ افغان مېرمنو او نجونو شمېر ۴۰ سلنه زیات شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې ۱۴.۲ مېلیونه مېرمنې ساتنې او مرستې ته اړتیا لري. د راپور له مخې؛ د افغان ښځو او نجونو د خوندیتوب اړتیاوې په بې‌ساري ډول لوړې شوې او نړۍواله ټولنه باید د هغوی د ملاتړ لپاره خپلې هڅې او پانګونې زیاتې کړي.

راپور زیاتوي، چې افغان ښځې د خپلو حقونو له محدودېدو، د تګ راتګ له بندیزونو او له فزیکي، رواني او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د یوناما چارسمبالې جورجیت ګاګنون ویلي:«د افغان ښځو لپاره تاوتریخوالی یوازې هغه نه‌دی چې لیدل کېږي؛ بلکې د هغوی د غږونو ډب کول، د راتلونکې دروازې تړل او د حقونو تر وړل کېدل هم په‌کې شامل دي.»

نوموړې له طالبانو غوښتي، چې باید د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونو پای ته ورسوي او له نړۍوالې ټولنې یې هم غوښتي چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره دې لارې پرانیستې وساتي. ګاګنون وايي:« د سختو خنډونو سره، سره افغان ښځې لا هم د کورنۍ، ټولنې او مدني ژوند په بېلابېلو برخو کې د پام وړ زړورتیا ښيي.»

راپور وړاندې کاږي، د نړۍوالو مرستو کمېدل د دې لامل شوی چې ګڼې ژغورونکې پروژې وتړل شي یا محدودې شي. د یوناما د ښځو څانګې استازې سوزن فرګوسن هم خبرداری ورکړی، چې د ښځو په برخه کې د بودجې د کمښت له امله د هغوی مرستې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې.

فرګوسن زیاته کړې:«افغان ښځې او نجونې یو له بله ملاتړ کوي او د سیمې د نارینه‌ متحدینو په مرسته مبارزه کوي. موږ باید د دوی ترڅنګ ودرېږو؛ ځکه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د هغوی ونډه حیاتي ده.»

ملګري ملتونه وايي، د «ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړۍوالې ورځې» او د ۱۶ ورځني کمپاین په درشل کې به نړۍ ته دا پیغام تکرار کړي چې افغان ښځې او نجونې لا هم پاملرنې، ملاتړ او همکاریو ته سترګې په لاره دي. د یاد سازمان په وینا؛ نړۍواله ټولنه باید له افغان ښځو سره د خواخوږۍ او ملاتړ کچه لوړه کړي.

تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۵۰۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۶ GMT+۰
تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۵۰۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي دي
100%

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د روان ۱۴۰۴لمریز کال د لړم په میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۹۶زره او ۷۹۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه انتقالاتو ۱۵۱۲ ټنه یې صادرات وو چې ډېره برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې موده کې د حیرتان بندر له لارې ۴۲۶زره او ۴۵۱ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۳۸زره او ۹۶۴ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۷زره او ۲۴۲ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۵۴زره او ۱۴۰ ټنه انتقالات شوي چې ټولټال ۵۹۶زره او ۷۹۷ ټنه کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي: «د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی د سوداګرۍ فرصتونه زیاتوي، د ملي عوایدو لوړوالي لامل کېږي، اقتصادي ثبات رامنځته کوي او د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره زمینه برابروي.» یاد وزارت همدارنګه ټینګار کړی، چې هڅه کوي د انتقالاتو لپاره مناسب شرایط او د سوداګرو لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت تېره میاشت هم ویلي و، چې د روان ۱۴۰۴لمریز کال د تلې په میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۹۳زره او ۵۰۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

ترکمنستان له طالبانو سره د سوداګرۍ او صادراتو د پراختیا ژمنه کړې

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۱ GMT+۰
ترکمنستان له طالبانو سره د سوداګرۍ او صادراتو د پراختیا ژمنه کړې
100%

په هرات کې د ترکمنستان جنرال قونسل باتور یولوف د دغه ولایت لپاره د طالبانو له والي مولانا شیخ اسلام‌جار سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیت او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

دغه لیدنه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا او د ترانزیت په بهیر کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه ترسره شوه. په هرات ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ترکمنستان قونسل د یادې ناستې پر مهال څرګنده کړه: «موږ هڅه کوو، چې د افغانستان تازه او وچې مېوې سیمه‌ییزو بازارونو ته انتقال کړو او همدارنګه د سمنټو او درملو صادراتو کې له افغانستان سره بشپړه همکاري ولرو.»

په خبرپاڼه کې د نوموړي په حواله راغلي، چې ترکمنستان د افغانستان د سوداګرۍ او صادراتو په پراختیا کې بشپړ ملاتړ کوي. خبرپاڼه زیاتوي، د طالبانو د هرات والي مولانا شیخ اسلام‌جار د ترکمنستان قونسل ته په دې برخه کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: «موږ به د صادراتو او وارداتو په برخه کې ټولې اسانتیاوې برابرې کړو، د ټرانزیټ چټکول او د سوداګرۍ بهیر نه یوازې اقتصادي ګټه لري؛ بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوامداره پانګونې ته زمینه هم برابروي.»

هغه ویلي، چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه ترکمنستان سره د مثبتو او ګټورو اړیکو په جوړولو کې ژمن دی. په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، چې د ترکمنستان قنسول د هرات له سوداګرو سره د ځانګړې ناستې غوښتنه وکړه؛ تر څو د سوداګرۍ او صادراتو د پراختیا عملي لارې چارې وڅېړل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ په ټپه درېدو وروسته طالبان د بدیلو لارو په لټه کې دي او غواړي له نورو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.