• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ژمي په درشل کې؛ په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي د ناورین نوې کچې ته رسېدلې

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۱ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د لوږې ناورین په‌کې په بې‌ساري ډول ژور شوی او د ژمي په راتګ سره به د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ کچه لا لوړه شي. دغه اداره خبرداری ورکوي، چې اړتیاوې ډېرې خو امکانات او مرستندویه سرچینې ورځ تر بلې کمېږي.

د یادې ادارې د راپور له مخې، په افغانستان کې د لوږې مخ په پراخېدو ناورین یوازې شمېرې نه دي؛ بلکې د هغه مېلیونونو کورنیو ورځنۍ ننګونې دي چې د ورېجو او اوړو د یوې بوجۍ لپاره مبارزه کوي. راپور زیاتوي، چې «په هېواد کې داسې کورنۍ هم شته، چې نور د یوه وخت ډوډۍ هم په اسانۍ نه‌شي پیدا کولی.»

په دغه راپور کې د هلمند د لرې پرتې ولسوالۍ اوسېدونکي تور جان کیسې ته هم اشاره شوې ده، چې د جګړې او بې‌وزلۍ له امله د یوې لویې کورنۍ یوازینی سرپرست پاتې شوی. تور جان د خپلې مور، پنځو ماشومانو او هغو وروڼو او خوېندو پالنه کوي، چې د فزیکي او رواني ستونزو له امله د کار توان نه‌لري.

هغه وايي، د کور اړتیاوې دومره زیاتې دي چې «د یوې ګوله ډوډۍ ګټل هم خورا ګرانه شوې ده.»

په دغه راپور کې په بامیان ولایت کې د یوې بلې کورنۍ کیسه هم راغلې، چې د ۱۸ کلنې روقیې کیسه ده چې د پلار له مړینې وروسته یې مور بل واده کړی او د خپلو کوچنیو وروڼو د ساتنې مسوولیت لري.

هغې ویلي: «موږ د ژمي لپاره هېڅ چمتووالی نه‌لرو.» د هغې کورنۍ دویم ځل دی، چې د خوړو نړۍوال پروګرام له‌خوا یې مرسته ترلاسه کړې ده. د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام زیاتوي، چې د هلمند او بامیان په څېر سیمو کې د لوږې ناورین یوازې د بېړنیو مرستو پر مټ مهارېدای شي او دا د نړۍوالو مرستندویانو دوامداره ملاتړ پورې تړاو لري.

دغه اداره له هغو هېوادونو او بنسټونو هم مننه کړې، چې د افغانستان د خوړو له کړکېچه د را اېستلو په موخه یې مرسته کړې؛ په ځانګړي ډول د اسیا پراختیایي بانک، اسټرالیا، کاناډا، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، جاپان، سویډن، سویس، برېټانیا، روسیې او نورو مرستندویه شریکانو.

دغه اداره ټینګار کوي، چې د مرستو له کمښت سره هم‌مهاله د افغان کورنیو اړتیاوې ورځ تر بلې لوړېږي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۵

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

•
•
•

نور کیسې

یوناما: افغانستان کې د تاوتریخوالي د لوړ ګواښ سره د مخ افغان مېرمنو شمېر ۴۰ سلنه زیات شوی

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۴ GMT+۰
یوناما: افغانستان کې د تاوتریخوالي د لوړ ګواښ سره د مخ افغان مېرمنو شمېر ۴۰ سلنه زیات شوی
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه‌ وړلو نړۍواله ورځې په مناسبت په یوه خپور کړي راپور کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د تاوتریخوالي د لوړ ګواښ سره د مخ افغان مېرمنو او نجونو شمېر ۴۰ سلنه زیات شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې ۱۴.۲ مېلیونه مېرمنې ساتنې او مرستې ته اړتیا لري. د راپور له مخې؛ د افغان ښځو او نجونو د خوندیتوب اړتیاوې په بې‌ساري ډول لوړې شوې او نړۍواله ټولنه باید د هغوی د ملاتړ لپاره خپلې هڅې او پانګونې زیاتې کړي.

راپور زیاتوي، چې افغان ښځې د خپلو حقونو له محدودېدو، د تګ راتګ له بندیزونو او له فزیکي، رواني او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د یوناما چارسمبالې جورجیت ګاګنون ویلي:«د افغان ښځو لپاره تاوتریخوالی یوازې هغه نه‌دی چې لیدل کېږي؛ بلکې د هغوی د غږونو ډب کول، د راتلونکې دروازې تړل او د حقونو تر وړل کېدل هم په‌کې شامل دي.»

نوموړې له طالبانو غوښتي، چې باید د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونو پای ته ورسوي او له نړۍوالې ټولنې یې هم غوښتي چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره دې لارې پرانیستې وساتي. ګاګنون وايي:« د سختو خنډونو سره، سره افغان ښځې لا هم د کورنۍ، ټولنې او مدني ژوند په بېلابېلو برخو کې د پام وړ زړورتیا ښيي.»

راپور وړاندې کاږي، د نړۍوالو مرستو کمېدل د دې لامل شوی چې ګڼې ژغورونکې پروژې وتړل شي یا محدودې شي. د یوناما د ښځو څانګې استازې سوزن فرګوسن هم خبرداری ورکړی، چې د ښځو په برخه کې د بودجې د کمښت له امله د هغوی مرستې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې.

فرګوسن زیاته کړې:«افغان ښځې او نجونې یو له بله ملاتړ کوي او د سیمې د نارینه‌ متحدینو په مرسته مبارزه کوي. موږ باید د دوی ترڅنګ ودرېږو؛ ځکه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د هغوی ونډه حیاتي ده.»

ملګري ملتونه وايي، د «ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړۍوالې ورځې» او د ۱۶ ورځني کمپاین په درشل کې به نړۍ ته دا پیغام تکرار کړي چې افغان ښځې او نجونې لا هم پاملرنې، ملاتړ او همکاریو ته سترګې په لاره دي. د یاد سازمان په وینا؛ نړۍواله ټولنه باید له افغان ښځو سره د خواخوږۍ او ملاتړ کچه لوړه کړي.

تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۵۰۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۶ GMT+۰
تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۵۰۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي دي
100%

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د روان ۱۴۰۴لمریز کال د لړم په میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۹۶زره او ۷۹۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه انتقالاتو ۱۵۱۲ ټنه یې صادرات وو چې ډېره برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې موده کې د حیرتان بندر له لارې ۴۲۶زره او ۴۵۱ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۳۸زره او ۹۶۴ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۷زره او ۲۴۲ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۵۴زره او ۱۴۰ ټنه انتقالات شوي چې ټولټال ۵۹۶زره او ۷۹۷ ټنه کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي: «د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی د سوداګرۍ فرصتونه زیاتوي، د ملي عوایدو لوړوالي لامل کېږي، اقتصادي ثبات رامنځته کوي او د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره زمینه برابروي.» یاد وزارت همدارنګه ټینګار کړی، چې هڅه کوي د انتقالاتو لپاره مناسب شرایط او د سوداګرو لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت تېره میاشت هم ویلي و، چې د روان ۱۴۰۴لمریز کال د تلې په میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۹۳زره او ۵۰۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

ترکمنستان له طالبانو سره د سوداګرۍ او صادراتو د پراختیا ژمنه کړې

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۱ GMT+۰
ترکمنستان له طالبانو سره د سوداګرۍ او صادراتو د پراختیا ژمنه کړې
100%

په هرات کې د ترکمنستان جنرال قونسل باتور یولوف د دغه ولایت لپاره د طالبانو له والي مولانا شیخ اسلام‌جار سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیت او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

دغه لیدنه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا او د ترانزیت په بهیر کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه ترسره شوه. په هرات ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ترکمنستان قونسل د یادې ناستې پر مهال څرګنده کړه: «موږ هڅه کوو، چې د افغانستان تازه او وچې مېوې سیمه‌ییزو بازارونو ته انتقال کړو او همدارنګه د سمنټو او درملو صادراتو کې له افغانستان سره بشپړه همکاري ولرو.»

په خبرپاڼه کې د نوموړي په حواله راغلي، چې ترکمنستان د افغانستان د سوداګرۍ او صادراتو په پراختیا کې بشپړ ملاتړ کوي. خبرپاڼه زیاتوي، د طالبانو د هرات والي مولانا شیخ اسلام‌جار د ترکمنستان قونسل ته په دې برخه کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: «موږ به د صادراتو او وارداتو په برخه کې ټولې اسانتیاوې برابرې کړو، د ټرانزیټ چټکول او د سوداګرۍ بهیر نه یوازې اقتصادي ګټه لري؛ بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوامداره پانګونې ته زمینه هم برابروي.»

هغه ویلي، چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه ترکمنستان سره د مثبتو او ګټورو اړیکو په جوړولو کې ژمن دی. په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، چې د ترکمنستان قنسول د هرات له سوداګرو سره د ځانګړې ناستې غوښتنه وکړه؛ تر څو د سوداګرۍ او صادراتو د پراختیا عملي لارې چارې وڅېړل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ په ټپه درېدو وروسته طالبان د بدیلو لارو په لټه کې دي او غواړي له نورو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

د طالبانو والي او د پاکستان قونسل په ننګرهار کې سره ولیدل

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۶ GMT+۰
د طالبانو والي او د پاکستان قونسل په ننګرهار کې سره ولیدل
100%

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو ترېنګلتیا سره، سره په جلال‌اباد کې د پاکستان جنرال قونسل شفیع‌الله خان د ننګرهار لپاره د طالبانو له والي محمد نعیم اخند سره لیدلي دي. دغه لیدنه څو ساعته وروسته له هغې شوې، چې په پېښور کې په یوه ځانمرګي برید کې درې پولیس ووژل شول.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دا په وروستیو میاشتو کې پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د طالبانو او پاکستاني چارواکي لومړۍ ناسته وه. محمد نعیم اخوند چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده نږدې کسانو کې شمېرل کېږي، پخوا د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د سرحدونو او د هوایي چلند مرستیال وزیر پاتې شوی او د شل کلنې جګړې پرمهال یې د طالبانو په پوځي جوړښت کې هم مهم رول لاره.

ډان د خپلو سرچینو په حواله لیکي، چې په لیدنه کې پاکستاني ډېپلوماټ د اسلام‌اباد د امنیتي اندېښنو په اړه د خپل حکومت دریځ تشریح کړی او د ننګرهار والي بیا ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترېنګتیا د کمېدو لپاره هڅې روانې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس هم د یادې لیدنې پخلی کړی او لیکي یې دي، چې دواړو لورو د قومي، ژبنیو، دیني او فرهنګي ګډو اړیکو، د سیمې وضعیت او د خلکو د ورځنیو اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو اړیکې هغه مهال خړې پړې شوې، چې اسلام‌اباد د تحریک طالبان پاکستان بریدونه له افغانستان نه تنظیم شوي وبلل. پاکستان وايي، د یادې ډلې بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي؛ خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي.

یاده دې وي، چې پر ډيورنډ کرښه تر نښتو وروسته په دوحه او استانبول کې درې پړاوه خبرې ترسره شوې؛ خو بې‌پایلې پای ته ورسېدې. له دغه ناکامو ناستو وروسته طالبانو له پاکستان سره سوداګري ودروله او پاکستان هم تر اکتوبر وروسته افغانستان ته د تګ لپاره ځمکنۍ لارې تړلې دي.

هیله نجیب پاکستان ته: طالبان، مجاهدین، ټي‌ټي‌پي او داعش ستاسو «ګنده‌ګي» ده

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۶ GMT+۰
هیله نجیب پاکستان ته: طالبان، مجاهدین، ټي‌ټي‌پي او داعش ستاسو «ګنده‌ګي» ده
100%

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب احمدزي لور هیله نجیب د بلوچستان د اطلاعاتو د پخواني وزیر جان اڅکزي د یوې لیکنې په ځواب کې ویلي، طالبان، مجاهدین، ټي‌ټي‌پي او داعش ستاسو [پاکستان] ګنده‌ګي ده او په وینا یې د «ګنده‌ګي» د پالنې پایله همدا وي.

هیله نجیب د سې شنبې په سهار وختي (د لیندۍ ۴مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي: «ښه ده چې اوس د پاکستان ولس پر دې پوه شوی چې د ترهګرۍ تر شا نظامیان دي.»

هیلې نجیب د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳مه) هم په خپله اېکس پاڼه لیکلي و، چې پاکستان له ۱۹۵۰ کال راهیسې د لوېدیځوالو په لارښوونه سخت دريځې ډلې د افغانستان پر خلاف پاللې او له امله یې میلیونونه افغانان کړول شوي دي.

په دې وروستیو کې سعودي عربستان، روسیې، ایران او ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی، خو هیلې نجیب ویلي، چې باید دا تل په پام کې ونیول شي چې په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان په تړاو د یادو هېوادونو پالیسۍ څه وې او همداراز یې څرګنده کړې: «اوس داسې وخت رارسېدلی چې افغانستان باید یو بې پرې هېواد وي او خلک یې د خپلو مشرانو د غوراوي حق ولري او د استعماري روایتونو په لومو کې ونه‌نښلي.»

نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ټي‌ټي‌پي پر سر لانجه اوس هم دوام لري او دواړه خواوې د یادې ډلې په ملاتړ یو بل تورنوي. د پاکستان حکومت وايي، چې د طالبانو ځینې کړنې د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو ملاتړ ته لاره هواروي، خو طالبانو بیا دا ادعاوې ردوي او ټینګار کوي، چې دوی د افغانستان د خاورې د هر ډول غېرقانوني فعالیتونو پر وړاندې جدي دي.