• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو والي او د پاکستان قونسل په ننګرهار کې سره ولیدل

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۶ GMT+۰

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو ترېنګلتیا سره، سره په جلال‌اباد کې د پاکستان جنرال قونسل شفیع‌الله خان د ننګرهار لپاره د طالبانو له والي محمد نعیم اخند سره لیدلي دي. دغه لیدنه څو ساعته وروسته له هغې شوې، چې په پېښور کې په یوه ځانمرګي برید کې درې پولیس ووژل شول.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دا په وروستیو میاشتو کې پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د طالبانو او پاکستاني چارواکي لومړۍ ناسته وه. محمد نعیم اخوند چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده نږدې کسانو کې شمېرل کېږي، پخوا د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د سرحدونو او د هوایي چلند مرستیال وزیر پاتې شوی او د شل کلنې جګړې پرمهال یې د طالبانو په پوځي جوړښت کې هم مهم رول لاره.

ډان د خپلو سرچینو په حواله لیکي، چې په لیدنه کې پاکستاني ډېپلوماټ د اسلام‌اباد د امنیتي اندېښنو په اړه د خپل حکومت دریځ تشریح کړی او د ننګرهار والي بیا ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترېنګتیا د کمېدو لپاره هڅې روانې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس هم د یادې لیدنې پخلی کړی او لیکي یې دي، چې دواړو لورو د قومي، ژبنیو، دیني او فرهنګي ګډو اړیکو، د سیمې وضعیت او د خلکو د ورځنیو اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو اړیکې هغه مهال خړې پړې شوې، چې اسلام‌اباد د تحریک طالبان پاکستان بریدونه له افغانستان نه تنظیم شوي وبلل. پاکستان وايي، د یادې ډلې بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي؛ خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي.

یاده دې وي، چې پر ډيورنډ کرښه تر نښتو وروسته په دوحه او استانبول کې درې پړاوه خبرې ترسره شوې؛ خو بې‌پایلې پای ته ورسېدې. له دغه ناکامو ناستو وروسته طالبانو له پاکستان سره سوداګري ودروله او پاکستان هم تر اکتوبر وروسته افغانستان ته د تګ لپاره ځمکنۍ لارې تړلې دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

هیله نجیب پاکستان ته: طالبان، مجاهدین، ټي‌ټي‌پي او داعش ستاسو «ګنده‌ګي» ده

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۶ GMT+۰
هیله نجیب پاکستان ته: طالبان، مجاهدین، ټي‌ټي‌پي او داعش ستاسو «ګنده‌ګي» ده
100%

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب احمدزي لور هیله نجیب د بلوچستان د اطلاعاتو د پخواني وزیر جان اڅکزي د یوې لیکنې په ځواب کې ویلي، طالبان، مجاهدین، ټي‌ټي‌پي او داعش ستاسو [پاکستان] ګنده‌ګي ده او په وینا یې د «ګنده‌ګي» د پالنې پایله همدا وي.

هیله نجیب د سې شنبې په سهار وختي (د لیندۍ ۴مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي: «ښه ده چې اوس د پاکستان ولس پر دې پوه شوی چې د ترهګرۍ تر شا نظامیان دي.»

هیلې نجیب د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳مه) هم په خپله اېکس پاڼه لیکلي و، چې پاکستان له ۱۹۵۰ کال راهیسې د لوېدیځوالو په لارښوونه سخت دريځې ډلې د افغانستان پر خلاف پاللې او له امله یې میلیونونه افغانان کړول شوي دي.

په دې وروستیو کې سعودي عربستان، روسیې، ایران او ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی، خو هیلې نجیب ویلي، چې باید دا تل په پام کې ونیول شي چې په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان په تړاو د یادو هېوادونو پالیسۍ څه وې او همداراز یې څرګنده کړې: «اوس داسې وخت رارسېدلی چې افغانستان باید یو بې پرې هېواد وي او خلک یې د خپلو مشرانو د غوراوي حق ولري او د استعماري روایتونو په لومو کې ونه‌نښلي.»

نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ټي‌ټي‌پي پر سر لانجه اوس هم دوام لري او دواړه خواوې د یادې ډلې په ملاتړ یو بل تورنوي. د پاکستان حکومت وايي، چې د طالبانو ځینې کړنې د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو ملاتړ ته لاره هواروي، خو طالبانو بیا دا ادعاوې ردوي او ټینګار کوي، چې دوی د افغانستان د خاورې د هر ډول غېرقانوني فعالیتونو پر وړاندې جدي دي.

پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو پر مېشت ځایونو چاپې وهلي دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۷ GMT+۰
پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو پر مېشت ځایونو چاپې وهلي دي
100%

د پاکستان پولیسو په نیمه شپه شاوخوا ۱ بجه (دوشنبه د لیندۍ ۳مه) د اسلام‌اباد په ارجنتینا پارک کې پر مېشتو افغان کډوالو چاپه ووهله او سلګونه کسان یې ونیول. افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په رارسېدلو ویډيوګانو کې لیدل کېږي، چې د ښځو په ګډون ځينې کسان د پولیسو له لوري وهل ټکول شوي هم دي.

د پاکستان د پلازمینې اسلام‌اباد په ارجنتینا پارک کې سلګونه داسې افغان کورنیو، خبریالانو او د بشري او ښځو د حقونو فعالانو شپې او ورځې تېرولې، چې د کورونو مالکانو د ویزې د نه‌لرلو له امله له کرايي کورونو اېستلي و.

افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په رالېږل شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې پولیس په ډېره تاوتریخجنه بڼه د افغانانو له لوري جوړې شوې کېږدۍ ورانوي او په‌کې مېشتې کورنۍ له یوې مخې نیسي او موټرو ته یې لېږدوي. له دې سربېره پولیسو د ښځو په ګډون ځينې کسان وهلي ډبولي هم دي.

دیبا فرهمند د ښځو حقونو فعاله
100%
دیبا فرهمند د ښځو حقونو فعاله

په دغو ویډیو ګانو کې پولیس وايي: «موږ تاسو یوه مناسب ځای ته لېږدو.» خو لا تر اوسه په کره توګه روښانه نه‌ده، چې دغه کورنۍ چېرته لېږدول شوي، خو پولیس هر افغان چې نیسي نو د حاجي کمپ په نوم او یا دې ته ورته مرکزونو ته د بایومتریک لپاره لېږدوي او تر هغې وروسته یې افغانستان ته په زوره شړي.

افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په رارسېدلو ویدیوګانو کې لیدل کېږي، چې په دغو نیول شویو کسانو کې له ښځو سربېره ماشومانو او سپين‌ږیري هم شامل دي.

له دې سره سم، د نن ورځې (دوشنبه د لیندۍ ۳مه) په اوږدو کې د اسلام‌اباد او راولپنډۍ په شاوخوا سیمو کې د پولیسو له لوري ورته چاپې وهل شوي او د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون لسګونه نور کسان هم نیول شوي دي.

د راولپنډۍ د یوه ښارګوټي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پولیسو نن سهار پر څو بلاکونو چاپه وهلې او د ځینو کورونو د دروازو په ماتولو سره په‌کې مېشتې افغان کورنۍ نیولي او افغانستان ته د لېږدونې مرکزونو ته لېږدولي دي.

د پاکستان پولیسو د افغانانو د کورونو دروازې ماتې کړي
100%
د پاکستان پولیسو د افغانانو د کورونو دروازې ماتې کړي

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان د پاکستان له حکومت څخه په کلکه غواړي، چې د نړۍوالو اصولو او قوانینو له‌مخې ورسره چلند وکړي او له زورزیاتیو لاس واخلي.

دوی همداراز د ملګرو ملتونو د کډوالو او بشري حقونو سازمانونو څخه غواړي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیسو د ناوړه چلند مخنیوی وکړي.

په تېرو ۱۱ میاشتو کې په ایران کې د ۷۸ افغانانو په ګډون څه باندې ۱۵۰۰ کسان اعدام شوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۸ GMT+۰
په تېرو ۱۱ میاشتو کې په ایران کې د ۷۸ افغانانو په ګډون څه باندې ۱۵۰۰ کسان اعدام شوي
100%

د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو د یوه ایراني سازمان د موندنو له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه تر اوسه په ایران کې د ۷۸ افغانانو په ګډون ۱۵۰۳ کسان اعدام شوي دي. د دغه سازمان په وینا، ډېری دغه کسان د قصدي وژنو او د نشه يي توکو اړوندو جرایمو په تړاو اعدام شوي دي.

د هه‌نګاو په نوم د بشري حقونو یاد ایراني سازمان د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، په دغو اعدام شویو کسانو کې ۷۸ افغانان، ۲۳۱ کُردان، ۱۹۶ لُر، ۱۳۸ تُرک، ۱۲۸ یې بلوچان او ۴۵ ښځې هم شامل دي.

راپور کاږي، وروستی افغان هم چې محمد تاجک نومېده د تېرې شنبې په ورځ (د لیندۍ لومړۍ) د خراسان رضوي په تایباد زندان کې د عمدي وژنې په تور اعدام شو.

د چارو ځینې شنونکي وايي، مستبد حکومتونه د خپلې بقا لپاره دغه ډول چارو ته مخه کوي او په وینا یې په ایران کې په دغه ډول پېښو کې هېڅ ډول روڼتیا نشته او بندیان په ځانګړې توګه پر اعدام محکوم کسان د وکیل نیولو حق هم نه‌لري.

سره له دې چې په دې وروستیو کې له ایران څخه د بندي افغانانو د لېږدونې بهیر پیل شو، خو لا هم یو شمېر افغانان چې کره شمېر یې روښانه نه دی د ایران په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي او ځینې یې پر اعدام هم محکوم شوي دي.

د چارو د شنونکو په وینا، طالبان باید په ایران کې د بندي افغانانو پوښتنه وکړي او د حقوقي قضایاو بهیر یې له نږدې وڅاري او همداراز د رالېږدونې بهیر یې چټک کړي، خو دا لا هم روښانه نه ده چې ایران به پر اعدام محکوم افغانان طالبانو ته وسپاري او که نه؟

د ایران د بشري حقونو سازمان تر دې مخکې ویلي و، چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې ۸۰ افغان بندیان اعدام شوي او دغې چارې بیا د نړۍوالو بشري حقونو د سازمانونو تُند غبرګونونه راپارولي و.

ایراني چارواکو او همداراز طالبانو لا تر اوسه د دغو اعدامونو په تړاو په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي.

د قطر کمپ کې بند پاتې افغانان: موږ دلته د بندیانو په څېر ساتل کېږو

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۰
د قطر کمپ کې بند پاتې افغانان: موږ دلته د بندیانو په څېر ساتل کېږو
100%

د امریکا له لوري قطر ته لېږدول شوي افغان همکارانو یې له تېرې شپې راهیسې اعتراض او اعتصاب کړی. دوی وايي، له کلونو راهیسې د قطر په کمپ کې په بې‌برخلیکۍ او امریکا ته د لېږد په تمه د بندیانو په څېر ساتل کېږي. دوی له امریکا غواړي، له دې حالت څخه یې وژغوري او امریکا ته یې ولېږدوي

په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام له رانسکورېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لوېدیځوالو خپل یو شمېر افغان همکاران خپلو هېوادونو ته د لېږدولو بهیر د بشپړېدو په موخه درېیمو هېوادونو ته ولېږدول. یو له دغو درېیمو هېوادونو قطر دی.

امریکا په قطر کې د خپلو افغان همکارانو لپاره د لنډمهالې مېشتېدنې او د کډوالۍ د اداري بهیر د بشپړېدو لپاره یو کمپ جوړ کړی دی. امریکا په افغانستان کې خپل افغان همکاران لومړی قطر او بیا هلته د اداري پروسس له بشپړېدو وروسته امریکا ته لېږدول، خو د کډوالو په تړاو د ډونالډ ټرمپ له نویو محدودونکو پالیسیو سره سم، له دغه ډول کمپونو د افغان متحدینو د لېږد بهیر په ټپه ودرېد.

امریکا له قطر سربېره په ابو ظبي، رونډا او البانیا کې هم ورته کمپونه لري او یو زیات شمېر افغانان هلته هم امریکا ته د تګ په تمه شپې او ورځې تېروي.

د قطر په یاد کمپ کې مېشت یو شمېر افغانانو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، په دغه کمپ کې د بې‌برخلیکۍ له امله تر پوزې راغلي او یو شمېرو یې له اعتراض سربېره له تېرې شپې راهیسې د نه‌خوړلو اعتصاب هم کړی دی.

دوی زیاتوي: «په قطر کمپ کې خلک په بې‌برخلیکۍ کې شپې او ورځې تېروي. امریکا د کډوالو په تړاو په نوې پالیسۍ سره موږ دلته بندیان کړي یو.»

دوی شکایت لري، چې له کلونو راهیسې د دوی د برخلیک په تړاو هېڅ پرېکړه نه‌ده شوې او همداراز د امریکا له چارواکو غواړي، چې دوی له دې بې‌برخلیکۍ حالته وژغوري او نور یې امریکا ته ولېږدوي.

دوی خبرداری ورکوي، تر هغې چې د دوی د برخلیک په تړاو پرېکړه ونه‌شي نو دوی به هم خپل د نه‌خوړلو اعتصاب ته دوام ورکړي. د دوی په وینا، د دغه اعتصاب او ګرمې هوا له امله د ځينو اعتصاب کوونکو ښځو روغتیايي وضعیت بد شوی او روغتون ته لېږدول شوې دي.

د قطر په کمپ کې مېشت افغانان وايي، د دغه کمپ مسوول ګواښلي که چېرې خپلو اتاقونو ته لاړ نه‌شي، نو افغانستان ته به یې ولېږدوي.

له دې سره سم، د لوېدیځوالو یو شمېر افغان متحدین په ابوظبي، رونډا او البانیا کې هم له ورته برخلیک سره مخ دي او همداراز په پاکستان کې هم یو شمېر افغانان امریکا ته د تګ لپاره شپې او ورځې تېروي.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۵ کال په سر کې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لومړیو فرمانونو کې پر کډوالو او ورتلونکو کډوالو سخت محدودیتونه ولګول او ورسره زرګونه کسان په درېیمو هېوادونو کې د امریکا له لوري په لنډ مهاله کمپونو کې شپې او ورځې تېروي.

په کندهار کې په یوې چاودنه کې د یوې کورنۍ ۲ غړي وژل شوي او ۷ نور یې ټپيان دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۲ GMT+۰
په کندهار کې په یوې چاودنه کې د یوې کورنۍ ۲ غړي وژل شوي او ۷ نور یې ټپيان دي
100%
ارشیف

د کندهار د میوند ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې په یوه کور کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي. په کندهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وايي، دغه پېښه تېره شپه (یکشنبه د لیندۍ ۲مه) د ناچاودو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د کندهار ولایت لپاره د امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشېد وايي، دغه پېښه د میوند ولسوالۍ د کلا ښامیر سیمې په یوه کور کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو په ناپوهۍ سره په بخارۍ کې زاړه توکو ته اور ورته کړ. په دغو زاړه توکو کې یو ناچاوده بم هم و او هغه ته د اور له رسېدو سره سم چاودنه رامنځته شوه.

د نوموړي په وینا، د دغې پېښې وژل شوي او ټپيان شوي کسان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې په سړه هوا کې د بې‌وزلۍ له امله ډېری خلک د خپلو کورونو د تودولو لپاره زاړه هر ډول اور اخیستونکي توکي سوځوي.