• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قطر کمپ کې بند پاتې افغانان: موږ دلته د بندیانو په څېر ساتل کېږو

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۰

د امریکا له لوري قطر ته لېږدول شوي افغان همکارانو یې له تېرې شپې راهیسې اعتراض او اعتصاب کړی. دوی وايي، له کلونو راهیسې د قطر په کمپ کې په بې‌برخلیکۍ او امریکا ته د لېږد په تمه د بندیانو په څېر ساتل کېږي. دوی له امریکا غواړي، له دې حالت څخه یې وژغوري او امریکا ته یې ولېږدوي

په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام له رانسکورېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لوېدیځوالو خپل یو شمېر افغان همکاران خپلو هېوادونو ته د لېږدولو بهیر د بشپړېدو په موخه درېیمو هېوادونو ته ولېږدول. یو له دغو درېیمو هېوادونو قطر دی.

امریکا په قطر کې د خپلو افغان همکارانو لپاره د لنډمهالې مېشتېدنې او د کډوالۍ د اداري بهیر د بشپړېدو لپاره یو کمپ جوړ کړی دی. امریکا په افغانستان کې خپل افغان همکاران لومړی قطر او بیا هلته د اداري پروسس له بشپړېدو وروسته امریکا ته لېږدول، خو د کډوالو په تړاو د ډونالډ ټرمپ له نویو محدودونکو پالیسیو سره سم، له دغه ډول کمپونو د افغان متحدینو د لېږد بهیر په ټپه ودرېد.

امریکا له قطر سربېره په ابو ظبي، رونډا او البانیا کې هم ورته کمپونه لري او یو زیات شمېر افغانان هلته هم امریکا ته د تګ په تمه شپې او ورځې تېروي.

د قطر په یاد کمپ کې مېشت یو شمېر افغانانو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، په دغه کمپ کې د بې‌برخلیکۍ له امله تر پوزې راغلي او یو شمېرو یې له اعتراض سربېره له تېرې شپې راهیسې د نه‌خوړلو اعتصاب هم کړی دی.

دوی زیاتوي: «په قطر کمپ کې خلک په بې‌برخلیکۍ کې شپې او ورځې تېروي. امریکا د کډوالو په تړاو په نوې پالیسۍ سره موږ دلته بندیان کړي یو.»

دوی شکایت لري، چې له کلونو راهیسې د دوی د برخلیک په تړاو هېڅ پرېکړه نه‌ده شوې او همداراز د امریکا له چارواکو غواړي، چې دوی له دې بې‌برخلیکۍ حالته وژغوري او نور یې امریکا ته ولېږدوي.

دوی خبرداری ورکوي، تر هغې چې د دوی د برخلیک په تړاو پرېکړه ونه‌شي نو دوی به هم خپل د نه‌خوړلو اعتصاب ته دوام ورکړي. د دوی په وینا، د دغه اعتصاب او ګرمې هوا له امله د ځينو اعتصاب کوونکو ښځو روغتیايي وضعیت بد شوی او روغتون ته لېږدول شوې دي.

د قطر په کمپ کې مېشت افغانان وايي، د دغه کمپ مسوول ګواښلي که چېرې خپلو اتاقونو ته لاړ نه‌شي، نو افغانستان ته به یې ولېږدوي.

له دې سره سم، د لوېدیځوالو یو شمېر افغان متحدین په ابوظبي، رونډا او البانیا کې هم له ورته برخلیک سره مخ دي او همداراز په پاکستان کې هم یو شمېر افغانان امریکا ته د تګ لپاره شپې او ورځې تېروي.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۵ کال په سر کې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لومړیو فرمانونو کې پر کډوالو او ورتلونکو کډوالو سخت محدودیتونه ولګول او ورسره زرګونه کسان په درېیمو هېوادونو کې د امریکا له لوري په لنډ مهاله کمپونو کې شپې او ورځې تېروي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

په کندهار کې په یوې چاودنه کې د یوې کورنۍ ۲ غړي وژل شوي او ۷ نور یې ټپيان دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۲ GMT+۰
په کندهار کې په یوې چاودنه کې د یوې کورنۍ ۲ غړي وژل شوي او ۷ نور یې ټپيان دي
100%
ارشیف

د کندهار د میوند ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې په یوه کور کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي. په کندهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وايي، دغه پېښه تېره شپه (یکشنبه د لیندۍ ۲مه) د ناچاودو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د کندهار ولایت لپاره د امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشېد وايي، دغه پېښه د میوند ولسوالۍ د کلا ښامیر سیمې په یوه کور کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو په ناپوهۍ سره په بخارۍ کې زاړه توکو ته اور ورته کړ. په دغو زاړه توکو کې یو ناچاوده بم هم و او هغه ته د اور له رسېدو سره سم چاودنه رامنځته شوه.

د نوموړي په وینا، د دغې پېښې وژل شوي او ټپيان شوي کسان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې په سړه هوا کې د بې‌وزلۍ له امله ډېری خلک د خپلو کورونو د تودولو لپاره زاړه هر ډول اور اخیستونکي توکي سوځوي.

فضلي: د بدلون اساسي شرط دادی چې طالبان له پاکستان سره خپلې ټولې پخوانۍ اړیکې وغندي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۲ GMT+۰
فضلي: د بدلون اساسي شرط دادی چې طالبان له پاکستان سره خپلې ټولې پخوانۍ اړیکې وغندي
100%

د چارو ادارې مخکینی رییس فضل محمود فضلي وايي، په افغانستان کې د وطن‌پرستۍ او ملي دریځ مفهوم تل د اصولو، ثبات او تاریخي حافظې له چینو تغذیه شوی او رښتیني وطن‌پرستان هغه کسان دي چې د پاکستان د هر ډول تېري پر وړاندې یو روښانه او ثابت دریځ لري او د ښه او بد تر منځ هېڅ توپیر نه کوي.

فضل محمود فضلي د دوشنبې په ورځ پر خپل اېکس په یوه یادښت کې لیکلي، چې په مقابل کې مرتجع دریځونه تل هڅه کوي د پاکستان ځینې بریدونه مقدس، د توجیه وړ او ځینې نور مردود وښيي، خو داسې چلند د ملي ګټو او تاریخي حقایقو سره په ټکر کې دي.

فضلي وايي، چېد پاکستان د نیابتي ډلو لنډمهاله شخړې د قدرت د بقا لپاره وې او له پاکستان سره ددوی معامله هم د دین، عقیدې او ملي ګټو معامله نه وه، بلکې د قدرت د بقا لپاره یوه معامله وه.

نوموړی وايي، ډېر کسان فکر کوي چې کله کله د پاکستان او د هغه اړوندو ډلو تر منځ اصطکاک رامنځته کېږي، دا ښايي د افغانستان په ګټه وي خو واقعیت داسې نه دی ځکه کله چې مجاهدینو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، همدغه ډلې چې د پاکستان په مرسته واک ته رسېدلې وې د واک پر سرپه کړکېچ کې ونښتې او پاکستان هم د دغه کړکېچ برخه وه، چې لنډمهاله بدبینۍ یوازې د قدرت پر سر رامنځته شوې وې، نه د افغانستان د ملي موضوعاتو پر سر.

نوموړی وايي، « له دې وروسته چې کله طالبان واک ته ورسېدل، د هغوی له منځه ځینې کړۍ د عربي نړۍ څخه د تمویل غوښتونکې وې. د همدې لپاره له پاکستان سره لنډمهاله تربګنۍ ایجاد شوې خو هېڅکله د افغانستان د ملي حاکمیت لپاره نه وې».

نوموړی وايي، «د طالبانو او پاکستان تر منځ اوسنی کړکېچ هم د پاکستان د کورني امنیت د بقا مساله ده، نه د افغانستان د ملي حاکمیت او د افغانانو د ښې راتلونکې لپاره».

هغه زیاتوي، چېملتپال په ښه ډول دا درک کوي چې له پاکستان سره د دغو ډلو لنډمهاله شخړې هېڅکله د افغانستان په ګټه نه وې او دا شخړې یوازې د پاکستان د فشار د مدیریت او د واکمنو ډلو د داخلي سبقت د جګړې برخه وه. فضلي زیاتوي، « هر ځل چې دوی کمزوري شوي، پاکستان پر هغوی فشار زیات کړی او هر ځل چې یې اړتیا پېدا کړې، دوی ته یې زمینه برابره کړې ده».

فضلي وايي، چې ولس په نظام کې هېڅ ګډون نه لري، اساسي حقوق یې له منځه تللي، د زده‌کړو دروازې پرې تړل شوي او د بیان ازادي زندۍ شوې ده، نو په داسې شرایطو کې له ولسه دا تمه کول چې د حاکمې ډلې ترڅنګ په یو صف کې ودرېږي، له واقعي نړۍ څخه لرې توقع ده.

نوموړی وايي، هغه ولس چې غږ نه شي کولی، خپل حق نه شي غوښتلای او د ژوند له اساسي اړتیاوو بې‌برخې دی، څنګه کولای شي د داسې ډلې ملاتړ وکړي؟ نوموړی وايي، د بدلون اساسي شرط دا دی چې له پاکستان سره د پخوانیو اړیکو ښکاره غندنه وشي او په ښکاره ومنل شي چې د پاکستان ټول تېري له مجاهدینو تر طالبانو او تر اوسنیو یرغلونو پورې د افغانستان پر ضد عمل و.

طالبان د یوې میاشتې په اوږدو کې په ډیلي کې سوداګریز اتشه ټاکي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۸ GMT+۰
طالبان د یوې میاشتې په اوږدو کې په ډیلي کې سوداګریز اتشه ټاکي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له هند سره د ژورو اقتصادي اړیکو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې طالبان غواړي سوداګريزې اړیکې پراخې کړي او پانګونه وهڅوي. هغه ویلي، چې په یوه میاشت کې به په ډیلي کې خپل تجارتي اتشه وټاکي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هند له (WION ) ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې کابل به په راتلونکې یوه میاشت کې په نوي‌ ډیلي کې د افغانستان سوداګریز اتشه وټاکي.

عزیزي وویل: «د افغانستان سوداګریز اتاشه به په یوه میاشت کې په ډیلي کې وټاکل شي».

نوموړي دا کار د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیا او خنډونو د لرې کولو پر لور عملي ګام بللی دی.

هغه د سوداګرۍ د اصلي دهلېز په توګه د ایران د چابهار بندر پر کارولو ټینګار وکړ او هندي شرکتونو، په ځانګړي ډول د کانونو او کرنې برخې شرکتونو ته یې مستقیمه بلنه ورکړه.

عزیزي وویل: «افغانستان په کانونو کې سترې نه‌سپړل شوې سرچینې لري او په کرنه کې لوی ظرفیت موجود دی. موږ هندي پانګوالو ته په پراخ لاس ښه راغلاست وایو».

عزیزي د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځینه کاروباریانو ملاتړ ته اشاره وکړه او کله چې ترې د پاکستان په اړه وپوښتل شول، نوموړي د سوداګرۍ د متنوع کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د هند د صنعت او تجارت له وزیر سره هم کتنه کړې ده.

پایوش ګویال پر خپل اېکس له نورالدین عزیزي سره خپل یو انځور خپور کړی، چې نوموړي ته د ګلانو ګېډۍ ور کوي.

100%

ګویال ویلي، « زموږ خبرې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د متقابلې سوداګرۍ د پراخېدو په ګډه ژمنتیا ولاړې وې، په ځانګړي ډول د توکو او پانګونې د اسانه انتقال د اسانتیا له لارې».

نوموړي ویلي، چې «موږ یو ځل بیا پرېکړه وکړه چې خپل د ګډو ګټو شراکت لا پسې ژور کړو او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې نورې هم قوي کړو».

د طالبانو سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د نهاواشیوا بندر د ننګونو، د امریتسر- کابل هوايي دهلیزونو پراخولو او د سوداګرۍ د ځمکنيو، هوايي او سمندري لارو په اړه خبرې شوې دي.

د یاد وزارت په وینا، په دې ناسته کې د بانکي معاملاتو پر اسانه کولو، سوداګریزو او روغتیايي ویزو، د سوداګریزو اتشو، ګډې پانګونې او ګډو نندارتونونو پر جوړولو هم خبرې شوې دي.

طالبانو له ترکیې نه د سوداګریزو او روغتیایي ویزو د بهیر اسانه کولو غوښتنه کړې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۴ GMT+۰
طالبانو له ترکیې نه د سوداګریزو او روغتیایي ویزو د بهیر اسانه کولو غوښتنه کړې
100%

د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره د مخه ښې په کتنه کې په سیاسي، اقتصادي، روغتیایي او فرهنګي برخو کې د اړیکو د لازیاتې پراختیا غوښتنه کړې ده. حنفي هیله ښودلې، چې د سوداګریزو او روغتیایي ویزو د اسانتیا په برخه کې اقدامات وشي.

د طالبانو د ویاند مرستیال د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ ۳مه په اېکس کې لیکلي، چې ددې ډلې د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال او مل پلاوي سره د مخه ښې کتنه وکړه.

عبدالسلام حنفي د ترکیې سفیر جنک اونال سره په کتنه خوښي څرګنده کړې او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا کې یې د نوموړي د هڅو ستاینه کړې ده.

د طالبانو ویاند د ترکیې د سفیر له قوله لیکلي، چې نوموړي ویلي، ترکیې ته د افغانستان د سوداګریزو مالونو د لېږد او د ټرانسپورتي لارو د رامنځته کولو په اړه هڅې شوې دي.

طالبانو له ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې خپل امنیت دوی ته وسپاري

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۰ GMT+۰
طالبانو له ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې خپل امنیت دوی ته وسپاري
100%

په کابل کې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو ادارې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک ماموریتونو ته یو رسمي لیک لیږلی او له دوی څخه پکې غوښتل شوي چې د خپلو دفترونو د امنیت مسولیت د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته وسپاري.

باوري سرچینو د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ پر۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک سره د طالبانو د کورنیو چارو او مالیې وزارتونو ترمنځ خبرو اترو لا تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.

د سرچینې په وینا، نړیوال سازمانونه ډاډه نه دي، چې طالبان به د دوی د کورنیو او بهرنیو کارمندانو امنیت تضمین کړي.

د طالبانو په منځ کې د ځانمرګو بریدګرو نفوذ او پر بهرنیو وګړو بریدونه په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو ماموریتونو لپاره یو له لویو اندېښنو څخه دی.

د نړیوال بانک د نمایندګۍ یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې که طالبان د امنیت سپارلو لپاره پر دوی فشار ته دوام ورکړي، نو یاد ماموریتونه به له افغانستان څخه ووځي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال په ټول افغانستان کې له ۲۱ میلیون څخه ډیر خلک له لوږې څخه د خلاصون لپاره د دغو نړیوالو سازمانونو مرستو ته اړتیا لري.

له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام په ټول افغانستان کې د لوږې پراخې ساحې ته په اشارې سره، اعلان وکړ چې په هرو پنځو افغانانو کې یو یې اوس مهال له لوږې سره مبارزه کوي.

د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او اروپايي ټولنې استازو تر اوسه ددې خبر په اړه د افغانستان انټرنشنل پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.