• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ترکیې نه د سوداګریزو او روغتیایي ویزو د بهیر اسانه کولو غوښتنه کړې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۴ GMT+۰تازه شوی: ۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره د مخه ښې په کتنه کې په سیاسي، اقتصادي، روغتیایي او فرهنګي برخو کې د اړیکو د لازیاتې پراختیا غوښتنه کړې ده. حنفي هیله ښودلې، چې د سوداګریزو او روغتیایي ویزو د اسانتیا په برخه کې اقدامات وشي.

د طالبانو د ویاند مرستیال د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ ۳مه په اېکس کې لیکلي، چې ددې ډلې د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال او مل پلاوي سره د مخه ښې کتنه وکړه.

عبدالسلام حنفي د ترکیې سفیر جنک اونال سره په کتنه خوښي څرګنده کړې او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا کې یې د نوموړي د هڅو ستاینه کړې ده.

د طالبانو ویاند د ترکیې د سفیر له قوله لیکلي، چې نوموړي ویلي، ترکیې ته د افغانستان د سوداګریزو مالونو د لېږد او د ټرانسپورتي لارو د رامنځته کولو په اړه هڅې شوې دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې خپل امنیت دوی ته وسپاري

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۰ GMT+۰
طالبانو له ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې خپل امنیت دوی ته وسپاري
100%

په کابل کې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو ادارې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک ماموریتونو ته یو رسمي لیک لیږلی او له دوی څخه پکې غوښتل شوي چې د خپلو دفترونو د امنیت مسولیت د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته وسپاري.

باوري سرچینو د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ پر۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک سره د طالبانو د کورنیو چارو او مالیې وزارتونو ترمنځ خبرو اترو لا تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.

د سرچینې په وینا، نړیوال سازمانونه ډاډه نه دي، چې طالبان به د دوی د کورنیو او بهرنیو کارمندانو امنیت تضمین کړي.

د طالبانو په منځ کې د ځانمرګو بریدګرو نفوذ او پر بهرنیو وګړو بریدونه په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو ماموریتونو لپاره یو له لویو اندېښنو څخه دی.

د نړیوال بانک د نمایندګۍ یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې که طالبان د امنیت سپارلو لپاره پر دوی فشار ته دوام ورکړي، نو یاد ماموریتونه به له افغانستان څخه ووځي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال په ټول افغانستان کې له ۲۱ میلیون څخه ډیر خلک له لوږې څخه د خلاصون لپاره د دغو نړیوالو سازمانونو مرستو ته اړتیا لري.

له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام په ټول افغانستان کې د لوږې پراخې ساحې ته په اشارې سره، اعلان وکړ چې په هرو پنځو افغانانو کې یو یې اوس مهال له لوږې سره مبارزه کوي.

د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او اروپايي ټولنې استازو تر اوسه ددې خبر په اړه د افغانستان انټرنشنل پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر د "مجرمو " افغان پناه غوښتونکو د ډله ییز اخراج غوښتنه کړې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۲ GMT+۰
د اتریش د کورنیو چارو وزیر د "مجرمو " افغان پناه غوښتونکو د ډله ییز اخراج غوښتنه کړې
100%

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرارډ کارنر وايي، چې د «مجرمو» افغان او سوري پناه غوښتونکو ډله ییز اخراج باید په ټوله اروپا کې عمومي قانون شي. هغه وویل چې د اروپايي اتحادیې سرحدي ادارې باید په ځانګړي ډول د افغان او سوري پناه غوښتونکو په اېستلو کې عملي ګامونه واخلي.

د جرمني ورځپاڼې ویلټ سره په یوه مرکه کې، د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرارډ کارنر وویل چې د اروپايي اتحادیې وګړي نور د کډوالۍ له ستونزې سره مخ کیدو پر مهال د یووالي کلمه نه شي اوریدلی.

د مجرمو کډوالو د اېستلو په برخه کې د اتریش نوښت ته په اشارې سره، هغه زیاته کړه: «په وروستیو اونیو کې، درې سوري او دوه افغانان چې په اتریش کې یې خطرناک جرمونه کړي وو، مستقیم خپلو هیوادونو ته بېرته واستول شول.»

د اتریش د کورنیو چارو وزارت د لړم ۱۸مه اعلان وکړ، چې دوی یو بل افغان پناه غوښتونکی چې د مخدره توکو پورې اړوند جرمونو په تور محکوم شوی و، افغانستان ته شړلی دی.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر وویل، چې هیواد یې د شاوخوا ۷۰۰۰ سوري وګړو د ساتنې وضعیت بیاکتنه کوي او د افغانانو لپاره ورته اقدام پلان شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې د اتریش حکومت هڅه کوي د اتباعو د بیرته منلو په پروسه کې له اصلي هیوادونو سره یوې موافقې ته ورسیږي. له همدې امله، د طالبانو یوه پلاوي په سپتمبر کې د اتریش پلازمینې ویانا ته سفر وکړ او د اتریش له چارواکو سره یې خبرې وکړې.

د طالبانو مالیې وزارت وايي چې نړیوال بانک په افغانستان کې فعالیتونه بېرته پیل کړل

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۷ GMT+۰
د طالبانو مالیې وزارت وايي چې نړیوال بانک په افغانستان کې فعالیتونه بېرته پیل کړل
100%

د طالبانو مالیې وزارت وايي، چې ددغه وزارت په هڅو نړیوال بانک خپل دفتر یو ځل بیا په افغانستان کې پرانیست. د یاد وزارت د ویاند په وینا، نړیوال بانک په افغانستان کې له فعالیت سره سم د قراردادي شرکتونو او د نیمه پاتې پروژو ۴۵میلیونه ډالر پور هم ورکوي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر نن دوشنبه، د لېندۍ پر ۳مه، وویل، چې نړیوال بانک په څلورو پړاوونو کې د هغو پروژو او قراردادي شرکتونو د پورونو د ورکولو لړۍ پیل کړې چې د یاد بانک د څارنې ټیم او د طالبانو د مالیې وزارت له لوري یې اسناد څېړل شوي او نهايي شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، نړیوال بانک به خپلې نیمه پاتې پروژې هم له سره پیل کړي.

تر اوسه پورې نړیوال بانک په افغانستان کې د خپل دفتر د بېرته پرانېستلو په تړاو څه نه دي ویلي.

د متحده عربي اماراتو نوي سفیر خپل باورلیک امیرخان متقي ته وسپاره

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۰
د متحده عربي اماراتو نوي سفیر خپل باورلیک امیرخان متقي ته وسپاره
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د یاد وزارت وزیر امیر خان متقي ته نن په کابل کې د متحده عربي اماراتو نوي سفیر سيف محمد الکتبي د خپل باورلیک نسخه وړاندې کړه. متقي د اماراتو سفیر ته ویلي، چې په ګڼو برخو کې د اړیکو د پراختیا فرصتونه موجود دي چې باید ترې ګټه پورته شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه، دلیندۍ ۲مه وویل، چې امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو لاپراختیا او افغانانو ته د اماراتو ویزو کې د اسانتیاوو رامنځ ته کول مهم وبلل.

طالبانو د متحده عربي اماراتو نوي سفیر په حواله لیکلی، چې نوموړي په خپل وار د اماراتو او افغانستان اړیکې تاریخي وبللې او ژمنه یې وکړه چې د دوه اړخیز تجارت او ټرانزیټ په برخو کې پر نویو پروژو کار کوي.

سيف محمد الکتبي همداراز یادونه کړې، چې افغان سوداګرو ته به د اماراتو د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو لپاره هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره د واکمنۍ څلور کاله تېریږي خو تر دې دمه له روسیې پرته هېڅ کوم بل هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.

اریانا افغان الوتکه په نوي ډیلي کې پر غلطه ځغل لیکه ښکته شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۰
اریانا افغان الوتکه په نوي ډیلي کې پر غلطه ځغل لیکه ښکته شوې
100%

د اریانا افغان هوايي شرکت یوه اې ۳۱۰ الوتکه د هند د ډیلي په هوايي ډګر کې د اېل ۲۹ ځغل لیکې پرځای پر ار ۲۹ ځغل لیکې کوزه شوې، چې هممهاله ترې بله الوتکه پورته کېده.

د هند د ملکي هوايي چلند د لویې ادارې د یوه لوړپوړي چارواکي په وینا، دا پېښه د یکشنبې په ورځ شاوخوا غرمه مهال شوې او هممهاله ایر انډیا الوتکه له همدې ځغل لیکې نه والوته.

اېل ۲۹ځغل لیکه یوازې د ښکته کېدو لپاره کارېدله، په داسې حال کې چې ار ۲۹یوازې د پورته کېدو لپاره فعاله وه.

د هند د ملکي هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې، له ښکته کېدو مخکې د الوتکې په ای اېل ایس سیسټم کې خرابي راغلې وه، چې له امله یې الوتکې د لږې لیدنې په شرایطو کې خپل مسیر له لاسه ورکړ او په غلطه ځغللیکه کې ښکته شوه.

پیلوټ دا منلې چې د هوايي چلند کنټرول پر اېل ۲۹ ځغل لیکې د ښکته کېدو اجازه ورکړې، خو وايي، چې د الوتکې عملې ته یې نه وو ویلي چې الوتکه له خپل مسیر څخه منحرفه شوې او غلطې ځغل لیکې ته روانه ده.

سرچینې وايي، د ایر انډیا الوتکه ریاض ته همغه وخت له همدې ځغل لیکې پورته شوې وه.

هندي رسنۍ وايي، چې د هند د هوايي چلند اداره اوس دغه وضعیت ارزوي.