باوري سرچینو د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ پر۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک سره د طالبانو د کورنیو چارو او مالیې وزارتونو ترمنځ خبرو اترو لا تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.
د سرچینې په وینا، نړیوال سازمانونه ډاډه نه دي، چې طالبان به د دوی د کورنیو او بهرنیو کارمندانو امنیت تضمین کړي.
د طالبانو په منځ کې د ځانمرګو بریدګرو نفوذ او پر بهرنیو وګړو بریدونه په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو ماموریتونو لپاره یو له لویو اندېښنو څخه دی.
د نړیوال بانک د نمایندګۍ یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې که طالبان د امنیت سپارلو لپاره پر دوی فشار ته دوام ورکړي، نو یاد ماموریتونه به له افغانستان څخه ووځي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال په ټول افغانستان کې له ۲۱ میلیون څخه ډیر خلک له لوږې څخه د خلاصون لپاره د دغو نړیوالو سازمانونو مرستو ته اړتیا لري.
له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام په ټول افغانستان کې د لوږې پراخې ساحې ته په اشارې سره، اعلان وکړ چې په هرو پنځو افغانانو کې یو یې اوس مهال له لوږې سره مبارزه کوي.
د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او اروپايي ټولنې استازو تر اوسه ددې خبر په اړه د افغانستان انټرنشنل پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.