• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو مالیې وزارت وايي چې نړیوال بانک په افغانستان کې فعالیتونه بېرته پیل کړل

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۷ GMT+۰تازه شوی: ۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۴ GMT+۰

د طالبانو مالیې وزارت وايي، چې ددغه وزارت په هڅو نړیوال بانک خپل دفتر یو ځل بیا په افغانستان کې پرانیست. د یاد وزارت د ویاند په وینا، نړیوال بانک په افغانستان کې له فعالیت سره سم د قراردادي شرکتونو او د نیمه پاتې پروژو ۴۵میلیونه ډالر پور هم ورکوي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر نن دوشنبه، د لېندۍ پر ۳مه، وویل، چې نړیوال بانک په څلورو پړاوونو کې د هغو پروژو او قراردادي شرکتونو د پورونو د ورکولو لړۍ پیل کړې چې د یاد بانک د څارنې ټیم او د طالبانو د مالیې وزارت له لوري یې اسناد څېړل شوي او نهايي شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، نړیوال بانک به خپلې نیمه پاتې پروژې هم له سره پیل کړي.

تر اوسه پورې نړیوال بانک په افغانستان کې د خپل دفتر د بېرته پرانېستلو په تړاو څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

•
•
•

نور کیسې

د متحده عربي اماراتو نوي سفیر خپل باورلیک امیرخان متقي ته وسپاره

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۰
د متحده عربي اماراتو نوي سفیر خپل باورلیک امیرخان متقي ته وسپاره
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د یاد وزارت وزیر امیر خان متقي ته نن په کابل کې د متحده عربي اماراتو نوي سفیر سيف محمد الکتبي د خپل باورلیک نسخه وړاندې کړه. متقي د اماراتو سفیر ته ویلي، چې په ګڼو برخو کې د اړیکو د پراختیا فرصتونه موجود دي چې باید ترې ګټه پورته شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه، دلیندۍ ۲مه وویل، چې امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو لاپراختیا او افغانانو ته د اماراتو ویزو کې د اسانتیاوو رامنځ ته کول مهم وبلل.

طالبانو د متحده عربي اماراتو نوي سفیر په حواله لیکلی، چې نوموړي په خپل وار د اماراتو او افغانستان اړیکې تاریخي وبللې او ژمنه یې وکړه چې د دوه اړخیز تجارت او ټرانزیټ په برخو کې پر نویو پروژو کار کوي.

سيف محمد الکتبي همداراز یادونه کړې، چې افغان سوداګرو ته به د اماراتو د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو لپاره هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره د واکمنۍ څلور کاله تېریږي خو تر دې دمه له روسیې پرته هېڅ کوم بل هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.

اریانا افغان الوتکه په نوي ډیلي کې پر غلطه ځغل لیکه ښکته شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۰
اریانا افغان الوتکه په نوي ډیلي کې پر غلطه ځغل لیکه ښکته شوې
100%

د اریانا افغان هوايي شرکت یوه اې ۳۱۰ الوتکه د هند د ډیلي په هوايي ډګر کې د اېل ۲۹ ځغل لیکې پرځای پر ار ۲۹ ځغل لیکې کوزه شوې، چې هممهاله ترې بله الوتکه پورته کېده.

د هند د ملکي هوايي چلند د لویې ادارې د یوه لوړپوړي چارواکي په وینا، دا پېښه د یکشنبې په ورځ شاوخوا غرمه مهال شوې او هممهاله ایر انډیا الوتکه له همدې ځغل لیکې نه والوته.

اېل ۲۹ځغل لیکه یوازې د ښکته کېدو لپاره کارېدله، په داسې حال کې چې ار ۲۹یوازې د پورته کېدو لپاره فعاله وه.

د هند د ملکي هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې، له ښکته کېدو مخکې د الوتکې په ای اېل ایس سیسټم کې خرابي راغلې وه، چې له امله یې الوتکې د لږې لیدنې په شرایطو کې خپل مسیر له لاسه ورکړ او په غلطه ځغللیکه کې ښکته شوه.

پیلوټ دا منلې چې د هوايي چلند کنټرول پر اېل ۲۹ ځغل لیکې د ښکته کېدو اجازه ورکړې، خو وايي، چې د الوتکې عملې ته یې نه وو ویلي چې الوتکه له خپل مسیر څخه منحرفه شوې او غلطې ځغل لیکې ته روانه ده.

سرچینې وايي، د ایر انډیا الوتکه ریاض ته همغه وخت له همدې ځغل لیکې پورته شوې وه.

هندي رسنۍ وايي، چې د هند د هوايي چلند اداره اوس دغه وضعیت ارزوي.

له افغانستان سره د لارو بندېدو له امله په پاکستان کې د میوې او سبزیو بیې لوړې شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۳ GMT+۰
له افغانستان سره د لارو بندېدو له امله په پاکستان کې د میوې او سبزیو بیې لوړې شوې
100%

د پاکستان په پنجاب ایالت او خیبر پښتونخوا کې له افغانستان سره د سوداګرۍ له درولو وروسته د مېوو او سبزیو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې دي. د چرګانو د عمده پلورونکو اتحادیې مشر عبدالباسط وايي، چې د چرګانو بیې هم خورا ټیټې شوې دي.

د چرګانو د عمده پلورونکو اتحادیې مشر عبدالباسط د یکشنبې په ورځ وویل چې «د مهمو توکو د بیو دا بې‌ثباتي په مستقیم ډول د سرحدي سیمو د تقاضا او عرضې پایله ده».

باسط زیاته کړه چې له افغانستان سره ورځنۍ سوداګري د چرګانو، مېوو او سبزیجاتو په څېر ضروري تازه توکو د صادراتو او وارداتو په شمول وه.

هغه وویل: «د چرګانو د محصولاتو بیې راټیټې شوې ځکه اوس افغانستان ته صادرات نه کېږي او په داخلي بازار کې اضافي عرضه ده».

د ژوندیو چرګانو قیمت اوس په بازار کې هر کیلو ۳۵۰ او۳۶۰ روپۍ دی، په داسې حال کې چې په سپتمبر میاشت کې دا ۴۶۰ او۴۷۰ روپۍ و. په ورته ډول بې هډوکو غوښه کیلو په ۷۰۰ تر۸۰۰ روپۍ پلورل کېږي، چې په سپتمبر کې یې قیمت ۱۰۰۰ روپۍ و.

په ورته وخت کې له افغانستان نه د سبزیجاتو او مېوو واردات د سوداګرۍ نشتوالي له امله محدود شوي او د توکو بیې لوړې شوې دي.

د مېوو او سبزیجاتو اتحادیې مرستیال مشر محمد فهد اقبال اوټلوک بیزنس ته ویلي، چې «پاکستان له افغانستان نه رومیان، پیاز، مېوې او ګڼې وچې مېوې د سړک له لارې واردوي، خو د لارو د بندېدو له امله بیې لوړې شوې دي».

کچالو هر کیلو په ۲۰۰ او۳۰۰ روپیو پلورل کېږي، پیاز ۲۵۰ تر۴۰۰ روپۍ او هوږه ۶۰۰ روپۍ، شنه زنجبیل ۸۰۰ روپۍ دی.

د سبزیجاتو یو عمده پلورونکي وویل: «وروستیو سیلابونو په هیواد کې محلي کرنې ته ډېر زیان اړولی او په ډېرو سیمو کې مېوه او سبزیجات له منځه تللي، نو موږ په پراخه کچه د افغانستان وارداتو ته اړتیا لرو».

طالبان: که څوک پر افغانستان سوداګریزې لارې بندوي افغانان به یې په خپلو شرایطو خلاصوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۷ GMT+۰
طالبان: که څوک پر افغانستان سوداګریزې لارې بندوي افغانان به یې په خپلو شرایطو خلاصوي
100%

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد په کابل کې د وچې مېوې سوداګریز مارکېټ په پرانیست‌غونډه کې ویلي، چې که څوک پر افغانستان سوداګریزې لارې بندوي افغانان به یې بیا په خپلو شرایطو بېرته پرانیزي. نوموړي ویلي، چې د کارخونو شمېر له درې زره او ۵۰۰ څخه ۶ زرو ته لوړ شوی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد نن دوشنبه، د لیندۍ ۳مه په کابل کې د وچې مېوې سوداګریز مارکېټ په پرانیستغونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې طالبان له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزې او ډېپلوماتیکې اړیکې غواړي.

خو هغه زیاته کړه، که څوک د افغانستان پرمخ سوداګریزې لارې بندوي نو بیا به افغانان په خپلو شرایطو بېرته خپلې لارې خلاصوي.

نوموړي وویل، چې د طالبانو پالیسي دا ده، چې اقتصاد او سیاست باید سره جلا وي.

احمدالله زاهد مستقیم د پاکستان نوم واخیست او په ډاګه یې کړه، چې اوس مهال دغه هېواد د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرونه و=درولي دي او دا د سوداګریزو نړیوالو قوانینو خلاف کړنه ده.

نوموړي زیاته کړه، «موږ پاکستان ته نه وایو چې لارې خلاصې کړه بلکې د نړیوالو قوانینو له مخې افغان سوداګر حق لري، چې د خپلو سوداګریز توکو کانټینرونه هېواد ته انتقال کړي».

د یادونې وړ ده، چې پاکستان له افغانستان سره د ټولو سوداګریزو لارو تړولو سره د افغان سوداګریزو توکو بار موټر په کراچۍ او پیښور کې ایسار کړي دي.

طالبانو هند ته د افغانستان د ناسپړل شویو کانونو د سپړنې وړاندیز کړی

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۰
طالبانو هند ته د افغانستان د ناسپړل شویو کانونو د سپړنې وړاندیز کړی
100%

د طالبانو پلاوي هند ته د افغانستان د اوږدې مودې غیر فعالو کانونو د سپړنې او استخراج وړاندیز کړی، چې د سرو زرو کانونه هم پکې شامل دي. د هند د سوداګرۍ او صنعت ټولنې ویلي، چې کان کیندل تر یوې کچې پېچلی کار دی او بشپړې جیولوژیکي څېړنې غواړي.

د طالبانو له یوه جګپوړي پلاوي سره د ناستې په تړاو د هند د سوداګرۍ او صنعت ټولنې سکرتر جنرل منیش سینګال هندي رسنیو ته وویل: « هغوی وویل چې په افغانستان کې ډېر کانونه شته، چې څو لسیزې مخکې کشف شوي وو، خو اوس فعال نه دي. افغان لوري هند ته د ګډون دروازه پرانېستې او ویې ویل چې د کانونو د استخراج هندي شرکتونو ته هرکلی وايي».

په غونډه کې د طالبانو پلاوي د سرو زرو د غیر فعالو کانونو یادونه هم کړې ده.

افغانستان د سرو زرو ستر نااستخراج شوي کانونه لري، خو ډېری کانونه د زیربنا نشتوالي، تخنیکي ستونزو او امنیتي اندېښنو له امله غیر فعال پاتې دي.

منیش سینګال د طالبانو د هدف په اړه وویل چې غواړي د هند د کانونو د استخراج شرکتونه دا منرالونه راوباسي او یا یې هند ته انتقال کړي، یا یې له افغانستان څخه نورو ځایونو ته صادر کړي. خو هغه ټینګار وکړ چې د کان کیندنې په کاروبار کې عملي ستونزې شته، ځکه هر کان جیولوژیکي څېړنو ته اړتیا لري، چې وخت نیسي.

سینګال وویل، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د اقتصادي همکارۍ لپاره له مشخصې اجنډا سره راغلی و، د تجارت او پانګونې د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د وضعیت د ښه والي یادونه وکړه، چې د خلکو د حرکت او فعالیت لپاره ګټور دی.

سینګال ټینګار وکړ چې هند او افغانستان لا هم قوي او ګرمې اړیکې لري.

طالبانو څرګنده کړې چې دوی له هند سره سوداګري غوره ګڼي، ځکه هند او افغانستان ستراتیژیکې او نږدې اړیکې لري.

د دواړو هېوادونو ترمنځ شاوخوا یو میلیارد ډالره سوداګري کېږي، چې ۷۰ یې له هند څخه واردات او یوازې ۳۰ صادرات دي.

د اېن این ای د رپوټ له مخې، که هندي شرکتونه په تجارت کې فعاليت زیات کړي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لا زیاتېدای شي.

سینګال زیاته کړه چې د بانکدارۍ اسانه کانالونه د تجارت د پراختیا لپاره حیاتي دي.

هغه وویل، چې افغان او هندي بانکونه باید داسې اړیکې ولري چې سوداګرو، واردوونکو او صادروونکو ته ستونزه پیدا نه شي.