• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فضلي: د بدلون اساسي شرط دادی چې طالبان له پاکستان سره خپلې ټولې پخوانۍ اړیکې وغندي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۲ GMT+۰

د چارو ادارې مخکینی رییس فضل محمود فضلي وايي، په افغانستان کې د وطن‌پرستۍ او ملي دریځ مفهوم تل د اصولو، ثبات او تاریخي حافظې له چینو تغذیه شوی او رښتیني وطن‌پرستان هغه کسان دي چې د پاکستان د هر ډول تېري پر وړاندې یو روښانه او ثابت دریځ لري او د ښه او بد تر منځ هېڅ توپیر نه کوي.

فضل محمود فضلي د دوشنبې په ورځ پر خپل اېکس په یوه یادښت کې لیکلي، چې په مقابل کې مرتجع دریځونه تل هڅه کوي د پاکستان ځینې بریدونه مقدس، د توجیه وړ او ځینې نور مردود وښيي، خو داسې چلند د ملي ګټو او تاریخي حقایقو سره په ټکر کې دي.

فضلي وايي، چېد پاکستان د نیابتي ډلو لنډمهاله شخړې د قدرت د بقا لپاره وې او له پاکستان سره ددوی معامله هم د دین، عقیدې او ملي ګټو معامله نه وه، بلکې د قدرت د بقا لپاره یوه معامله وه.

نوموړی وايي، ډېر کسان فکر کوي چې کله کله د پاکستان او د هغه اړوندو ډلو تر منځ اصطکاک رامنځته کېږي، دا ښايي د افغانستان په ګټه وي خو واقعیت داسې نه دی ځکه کله چې مجاهدینو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، همدغه ډلې چې د پاکستان په مرسته واک ته رسېدلې وې د واک پر سرپه کړکېچ کې ونښتې او پاکستان هم د دغه کړکېچ برخه وه، چې لنډمهاله بدبینۍ یوازې د قدرت پر سر رامنځته شوې وې، نه د افغانستان د ملي موضوعاتو پر سر.

نوموړی وايي، « له دې وروسته چې کله طالبان واک ته ورسېدل، د هغوی له منځه ځینې کړۍ د عربي نړۍ څخه د تمویل غوښتونکې وې. د همدې لپاره له پاکستان سره لنډمهاله تربګنۍ ایجاد شوې خو هېڅکله د افغانستان د ملي حاکمیت لپاره نه وې».

نوموړی وايي، «د طالبانو او پاکستان تر منځ اوسنی کړکېچ هم د پاکستان د کورني امنیت د بقا مساله ده، نه د افغانستان د ملي حاکمیت او د افغانانو د ښې راتلونکې لپاره».

هغه زیاتوي، چېملتپال په ښه ډول دا درک کوي چې له پاکستان سره د دغو ډلو لنډمهاله شخړې هېڅکله د افغانستان په ګټه نه وې او دا شخړې یوازې د پاکستان د فشار د مدیریت او د واکمنو ډلو د داخلي سبقت د جګړې برخه وه. فضلي زیاتوي، « هر ځل چې دوی کمزوري شوي، پاکستان پر هغوی فشار زیات کړی او هر ځل چې یې اړتیا پېدا کړې، دوی ته یې زمینه برابره کړې ده».

فضلي وايي، چې ولس په نظام کې هېڅ ګډون نه لري، اساسي حقوق یې له منځه تللي، د زده‌کړو دروازې پرې تړل شوي او د بیان ازادي زندۍ شوې ده، نو په داسې شرایطو کې له ولسه دا تمه کول چې د حاکمې ډلې ترڅنګ په یو صف کې ودرېږي، له واقعي نړۍ څخه لرې توقع ده.

نوموړی وايي، هغه ولس چې غږ نه شي کولی، خپل حق نه شي غوښتلای او د ژوند له اساسي اړتیاوو بې‌برخې دی، څنګه کولای شي د داسې ډلې ملاتړ وکړي؟ نوموړی وايي، د بدلون اساسي شرط دا دی چې له پاکستان سره د پخوانیو اړیکو ښکاره غندنه وشي او په ښکاره ومنل شي چې د پاکستان ټول تېري له مجاهدینو تر طالبانو او تر اوسنیو یرغلونو پورې د افغانستان پر ضد عمل و.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

طالبان د یوې میاشتې په اوږدو کې په ډیلي کې سوداګریز اتشه ټاکي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۸ GMT+۰
طالبان د یوې میاشتې په اوږدو کې په ډیلي کې سوداګریز اتشه ټاکي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له هند سره د ژورو اقتصادي اړیکو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې طالبان غواړي سوداګريزې اړیکې پراخې کړي او پانګونه وهڅوي. هغه ویلي، چې په یوه میاشت کې به په ډیلي کې خپل تجارتي اتشه وټاکي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هند له (WION ) ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې کابل به په راتلونکې یوه میاشت کې په نوي‌ ډیلي کې د افغانستان سوداګریز اتشه وټاکي.

عزیزي وویل: «د افغانستان سوداګریز اتاشه به په یوه میاشت کې په ډیلي کې وټاکل شي».

نوموړي دا کار د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیا او خنډونو د لرې کولو پر لور عملي ګام بللی دی.

هغه د سوداګرۍ د اصلي دهلېز په توګه د ایران د چابهار بندر پر کارولو ټینګار وکړ او هندي شرکتونو، په ځانګړي ډول د کانونو او کرنې برخې شرکتونو ته یې مستقیمه بلنه ورکړه.

عزیزي وویل: «افغانستان په کانونو کې سترې نه‌سپړل شوې سرچینې لري او په کرنه کې لوی ظرفیت موجود دی. موږ هندي پانګوالو ته په پراخ لاس ښه راغلاست وایو».

عزیزي د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځینه کاروباریانو ملاتړ ته اشاره وکړه او کله چې ترې د پاکستان په اړه وپوښتل شول، نوموړي د سوداګرۍ د متنوع کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د هند د صنعت او تجارت له وزیر سره هم کتنه کړې ده.

پایوش ګویال پر خپل اېکس له نورالدین عزیزي سره خپل یو انځور خپور کړی، چې نوموړي ته د ګلانو ګېډۍ ور کوي.

100%

ګویال ویلي، « زموږ خبرې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د متقابلې سوداګرۍ د پراخېدو په ګډه ژمنتیا ولاړې وې، په ځانګړي ډول د توکو او پانګونې د اسانه انتقال د اسانتیا له لارې».

نوموړي ویلي، چې «موږ یو ځل بیا پرېکړه وکړه چې خپل د ګډو ګټو شراکت لا پسې ژور کړو او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې نورې هم قوي کړو».

د طالبانو سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د نهاواشیوا بندر د ننګونو، د امریتسر- کابل هوايي دهلیزونو پراخولو او د سوداګرۍ د ځمکنيو، هوايي او سمندري لارو په اړه خبرې شوې دي.

د یاد وزارت په وینا، په دې ناسته کې د بانکي معاملاتو پر اسانه کولو، سوداګریزو او روغتیايي ویزو، د سوداګریزو اتشو، ګډې پانګونې او ګډو نندارتونونو پر جوړولو هم خبرې شوې دي.

طالبانو له ترکیې نه د سوداګریزو او روغتیایي ویزو د بهیر اسانه کولو غوښتنه کړې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۴ GMT+۰
طالبانو له ترکیې نه د سوداګریزو او روغتیایي ویزو د بهیر اسانه کولو غوښتنه کړې
100%

د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره د مخه ښې په کتنه کې په سیاسي، اقتصادي، روغتیایي او فرهنګي برخو کې د اړیکو د لازیاتې پراختیا غوښتنه کړې ده. حنفي هیله ښودلې، چې د سوداګریزو او روغتیایي ویزو د اسانتیا په برخه کې اقدامات وشي.

د طالبانو د ویاند مرستیال د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ ۳مه په اېکس کې لیکلي، چې ددې ډلې د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال او مل پلاوي سره د مخه ښې کتنه وکړه.

عبدالسلام حنفي د ترکیې سفیر جنک اونال سره په کتنه خوښي څرګنده کړې او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا کې یې د نوموړي د هڅو ستاینه کړې ده.

د طالبانو ویاند د ترکیې د سفیر له قوله لیکلي، چې نوموړي ویلي، ترکیې ته د افغانستان د سوداګریزو مالونو د لېږد او د ټرانسپورتي لارو د رامنځته کولو په اړه هڅې شوې دي.

طالبانو له ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې خپل امنیت دوی ته وسپاري

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۰ GMT+۰
طالبانو له ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې خپل امنیت دوی ته وسپاري
100%

په کابل کې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو ادارې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک ماموریتونو ته یو رسمي لیک لیږلی او له دوی څخه پکې غوښتل شوي چې د خپلو دفترونو د امنیت مسولیت د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته وسپاري.

باوري سرچینو د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ پر۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک سره د طالبانو د کورنیو چارو او مالیې وزارتونو ترمنځ خبرو اترو لا تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.

د سرچینې په وینا، نړیوال سازمانونه ډاډه نه دي، چې طالبان به د دوی د کورنیو او بهرنیو کارمندانو امنیت تضمین کړي.

د طالبانو په منځ کې د ځانمرګو بریدګرو نفوذ او پر بهرنیو وګړو بریدونه په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو ماموریتونو لپاره یو له لویو اندېښنو څخه دی.

د نړیوال بانک د نمایندګۍ یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې که طالبان د امنیت سپارلو لپاره پر دوی فشار ته دوام ورکړي، نو یاد ماموریتونه به له افغانستان څخه ووځي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال په ټول افغانستان کې له ۲۱ میلیون څخه ډیر خلک له لوږې څخه د خلاصون لپاره د دغو نړیوالو سازمانونو مرستو ته اړتیا لري.

له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام په ټول افغانستان کې د لوږې پراخې ساحې ته په اشارې سره، اعلان وکړ چې په هرو پنځو افغانانو کې یو یې اوس مهال له لوږې سره مبارزه کوي.

د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او اروپايي ټولنې استازو تر اوسه ددې خبر په اړه د افغانستان انټرنشنل پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر د "مجرمو " افغان پناه غوښتونکو د ډله ییز اخراج غوښتنه کړې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۲ GMT+۰
د اتریش د کورنیو چارو وزیر د "مجرمو " افغان پناه غوښتونکو د ډله ییز اخراج غوښتنه کړې
100%

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرارډ کارنر وايي، چې د «مجرمو» افغان او سوري پناه غوښتونکو ډله ییز اخراج باید په ټوله اروپا کې عمومي قانون شي. هغه وویل چې د اروپايي اتحادیې سرحدي ادارې باید په ځانګړي ډول د افغان او سوري پناه غوښتونکو په اېستلو کې عملي ګامونه واخلي.

د جرمني ورځپاڼې ویلټ سره په یوه مرکه کې، د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرارډ کارنر وویل چې د اروپايي اتحادیې وګړي نور د کډوالۍ له ستونزې سره مخ کیدو پر مهال د یووالي کلمه نه شي اوریدلی.

د مجرمو کډوالو د اېستلو په برخه کې د اتریش نوښت ته په اشارې سره، هغه زیاته کړه: «په وروستیو اونیو کې، درې سوري او دوه افغانان چې په اتریش کې یې خطرناک جرمونه کړي وو، مستقیم خپلو هیوادونو ته بېرته واستول شول.»

د اتریش د کورنیو چارو وزارت د لړم ۱۸مه اعلان وکړ، چې دوی یو بل افغان پناه غوښتونکی چې د مخدره توکو پورې اړوند جرمونو په تور محکوم شوی و، افغانستان ته شړلی دی.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر وویل، چې هیواد یې د شاوخوا ۷۰۰۰ سوري وګړو د ساتنې وضعیت بیاکتنه کوي او د افغانانو لپاره ورته اقدام پلان شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې د اتریش حکومت هڅه کوي د اتباعو د بیرته منلو په پروسه کې له اصلي هیوادونو سره یوې موافقې ته ورسیږي. له همدې امله، د طالبانو یوه پلاوي په سپتمبر کې د اتریش پلازمینې ویانا ته سفر وکړ او د اتریش له چارواکو سره یې خبرې وکړې.

د طالبانو مالیې وزارت وايي چې نړیوال بانک په افغانستان کې فعالیتونه بېرته پیل کړل

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۷ GMT+۰
د طالبانو مالیې وزارت وايي چې نړیوال بانک په افغانستان کې فعالیتونه بېرته پیل کړل
100%

د طالبانو مالیې وزارت وايي، چې ددغه وزارت په هڅو نړیوال بانک خپل دفتر یو ځل بیا په افغانستان کې پرانیست. د یاد وزارت د ویاند په وینا، نړیوال بانک په افغانستان کې له فعالیت سره سم د قراردادي شرکتونو او د نیمه پاتې پروژو ۴۵میلیونه ډالر پور هم ورکوي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر نن دوشنبه، د لېندۍ پر ۳مه، وویل، چې نړیوال بانک په څلورو پړاوونو کې د هغو پروژو او قراردادي شرکتونو د پورونو د ورکولو لړۍ پیل کړې چې د یاد بانک د څارنې ټیم او د طالبانو د مالیې وزارت له لوري یې اسناد څېړل شوي او نهايي شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، نړیوال بانک به خپلې نیمه پاتې پروژې هم له سره پیل کړي.

تر اوسه پورې نړیوال بانک په افغانستان کې د خپل دفتر د بېرته پرانېستلو په تړاو څه نه دي ویلي.