• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د رسنیو د ملاتړ سازمان: پاکستاني پولیسو په تاوتریخوالي سره افغان خبریالان نیولي دي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۹ GMT+۰

په جلاوطنۍ کې فعال د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ یو بنسټ «نی» وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په اسلام‌اباد کې پنځه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په تاوتریخوالي سره نیول شوي دي.

دغه بنسټ د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۴مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه خبریالان په جبري توګه افغانستان ته د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. یاد بنسټ په پاکستان کې د خبریالانو او نورو افغانانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د دغه هېواد له حکومته یې غوښتي، چې د طالبانو د فشار لپاره له افغان خبریالانو څخه د وسیلې په توګه کار وانه‌خلي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نه یوازې له خپلې ازادۍ بې‌برخې شوي؛ بلکې د نیولو پرمهال له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره هم مخ شوي دي.

نی ټینګار کړی، چې د ازادۍ څخه محرومیت او د نیول شویو پر وړاندې د فزیکي او رواني تاوتریخوالي کارول «غیر انساني» چلند دی. د دغه سازمان په وینا؛ د پاکستان ملکي او پوځي ځواکونو د داسې کړنو په ترسره کولو سره له نړۍوالو قوانینو او ان د پاکستان د ملي قوانینو نه سرغړونه کړې ده.

دغه بنسټ د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان خبریالانو له اېستلو ډډه وکړي. په خبرپاڼه کې ویل شوي: «افغان خبریالان، د رسنیو کارکوونکي او د مدني ټولنې نور غړي که خپل هېواد ته لاړ شي؛ نو د مرګ له جدي ګواښ سره به مخ شي، د دغه زیان منونکو د ژوند ساتنه د هغو هېوادونو مسوولیت دی، چې دوی یې په خاوره کې ژوند کوي. »

په جلاوطنۍ کې دغه بنسټ دا هم ویلي، چې د طالبانو د فشار لپاره د یوې وسیلې په توګه د افغان ملکي وګړو او کډوالو کارول د دیني او اسلامي اصولو او د کډوالو د ساتنې لپاره د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه ده.

د خبریالانو ملاتړي دغه بنسټ زیاته کړې، د پاکستان حکومت باید پوه شي چې طالبان «د ژورنالیستیکې او مدني ټولنې دښمنان» دي او د دوی په نظر د دغه څانګو کارکوونکي «واجب‌القتل» ګڼل کېږي.

په وروستیو اونیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو ډله‌ییزې نیونې او جبري ستنېدنې زیاتې شوې دي، د دوشنبې په ورځ د پناه غوښتونکو او په ځانګړې توګه د ښځو د وهلو، ډبولو راپورونه ورکړل شوي دي. اسلام‌اباد وروسته له هغې چې د طالبانو سره یې اړیکې ترینګلې شوې، د افغان کډوالو د بشپړ اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۵

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

•
•
•

نور کیسې

په بامیان او دایکنډي کې د«نسیم» راډیو نشرات بېرته پیل شول

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۰
په بامیان او دایکنډي کې د«نسیم» راډیو نشرات بېرته پیل شول
100%

د «نسیم» په نوم سیمه‌ییزه راډیو چې له څو میاشتو راهیسې یې نشرات بند و، د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا خپرونې پیل کړې. د طالبانو تر واک لاندې د بامیان مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې دغې راډیو د بامیان د والي په همکارۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ فعالیت پیل کړی دی.

د اعلامیې له مخې، په بامیان کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي د دې راډیو مسوولینو ته په ټینګار سره ویلي، چې د طالبانو د رسنیزو اصولو، ارزښتونو او پالیسیو بشپړ رعایت وکړي. هغه زیاته کړې، چې د بامیان سیمه‌ییزه اداره له هغو رسنیو هر اړخیزه ملاتړ کوي، چې د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د «نسیم» په نوم یادې رسنۍ د روان کال د زمري په میاشت کې وویل، چې له ۱۳ کلونو وروسته یې خپل نشرات بند کړي دي. د دغې راډيويي شبکې په یوې اعلامیه کې ویل شوي و: «کله زمانه دومره بې رحمه شي چې غږونه هم نه شي زغملی.»

د یادې راډيويي شبکې د نشراتو د بندېدو خبر ۵ ورځې وروسته له هغې خپور شوی و، چې په دایکنډي کې د طالبانو استخباراتو د دغې راډيو مدیر مسوول او دوه خبریالان ونیول.

د راپورونو له مخې، د یادې شبکې خبریالان هر یو سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې د یوې خبري غونډې په څنډه کې نیول شوي و او بیا د یادې راډیو مدیر مسوول سلطان علي جوادي هم د طالبانو د استخباراتو له لوري احضار شو، چې وروسته بیا په ضمانت سره خوشې شول.

د طالبانو استخباراتو په تېرو څلورو کلونو کې په کور دننه پر رسنیو محدودیتونه او څارنه زیاته کړې او همدارنګه په رسنیو کې سانسور یې هم ډېر شوی دی.

په دې موده کې ګڼ شمېر خبریالان او د رسنیو نور فعالین نیول شوي او یاد کسان د طالبانو له استخباراتو څخه تر راوتلو وروسته د سانسور تابع شوي او هر وخت په زړه کې وېره لري.

په افغانستان کې د رسنیو ځپنې د خبریالانو چارې ډېرې محدودې کړي او ورسره د اطلاعاتو سیستم ډېر پېچلی شوی دی.

د پاکستان دفاع وزیر: له دې وروسته له طالبانو څخه د کوم مثبت اقدام تمه نه لرو

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۰ GMT+۰
د پاکستان دفاع وزیر: له دې وروسته له طالبانو څخه د کوم مثبت اقدام تمه نه لرو
100%

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، طالبان یوه ځان غوښتونکې ډله ده او پر هغوی باور کول «بې ګټې» دی. خواجه اصف ومنله، چې په افغانستان کې د طالبانو د بریا هرکلی پر دوی د ملنډو وهلو لامل شوی و، خو دوی د طالبانو لپاره هیله درلوده.

د پاکستان دفاع وزیر د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) له «جیونیوز» سره په مرکه کې وویل، چې د طالبانو چلند هېڅ ډول بدل شوی نه دی او دا ډله افغانستان «د تباهۍ خواته بیايي.»

خواجه اصف د طالبانو هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې پاکستان د افغانستان په ختیځ کې په هوايي بریدونو کې لاس لري. هغه وویل: «زموږ له لوري هېڅ برید نه دی شوی او هېڅ ملکي کس نه دی په نښه شوی. زموږ ځواکونه منظم دي او اصولو ته ژمن دي؛ موږ د طالبانو برعکس چې یوه خپره او بې‌ قاعدې ډله ده، هېڅکله ملکيان هدف نه ګرځوو.»

هغه ټینګار وکړ: «په هېڅ دین او ټولنه کې د منلو وړ نه ده، چې په یوه خاوره کې اوسې او هماغه ځای کې وینې تویې او ګډوډي رامنځته کړې. طالبان د کوم شریعت خبرې کوي؟»

د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړه، چې اسلام‌اباد په سیمه کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی او د کړکېچ دوام د هېچا په ګټه نه دی.

هغه پر طالبانو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې خلک اوس د هغه پوسټ لپاره ملنډې وهي چې هغه یو وخت د طالبانو په ملاتړ کې خپور کړی و. د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې له تړون وروسته اصف د افغان طالبانو په ملاتړ ټوېټ وکړ او ویې ویل، «ځواک ستاسو سره دی، مګر خدای زموږ سره دی. الله اکبر.»

خواجه اصف همدارنګه وویل، چې که طالبان غواړي د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې پیدا کړي یا له هند سره خپلې اړیکې پراخې کړي هېڅ خنډ او مخالفت ورسره نشته.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د افغانستان ختیځو سیمو کې د سې شنبې په شپه د پاکستان له لوري د هوایي بریدونو راپورونه خپاره شول. د سیمې اوسېدونکو او د طالبانو ځايي مسوولینو ویلي، چې په بریدونو کې ۹ماشومان او یوه مېرمن وژل شوي دي.

خو د پاکستان پوځ د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې دوی په افغانستان کې کوم هوايي برید نه دی کړی.

په سیمه کې لا هم د وژل شویو کسانو د دقیق شمېر، د برید نوعیت او د بمبارد د موخې په اړه جزییات روښانه نه دي، خو د ملکي مرګ ژوبلې راپورونو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې طالبان «دغه سرغړونه او جنایت په کلکه غندي.» نوموړي زیاته کړې، چې طالبان به «په مناسب وخت کې دې بریدونو ته لازم ځواب ورکړي.»

د افغان ښځو څلورو اعتراضي غورځنګونو په یو ګډ پرېکړه‌لیک کې د طالبانو حکومت «نامشروع» بللی

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۱ GMT+۰
د افغان ښځو څلورو اعتراضي غورځنګونو په یو ګډ پرېکړه‌لیک کې د طالبانو حکومت «نامشروع» بللی
100%

د افغان ښځو څلورو اعتراضي غورځنګونو یو ګډ پرېکړه‌لیک خپور کړی، چې له مخې یې په افغانستان کې د ښځو اوسنی وضعیت «په معاصر تاریخ کې د تاوتریخوالي او تبعیض تر ټولو بد مثال» بلل شوی دی. دغو غورځنګونو اعلان کړی، چې «افغانې ښځې به تسلیم نه شي او د دوی ازادي د مذاکرې وړ نه ده.»

دا پریکړه‌لیک چې د افغان ښځو د خودجوش په نوم غورځنګ، د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ، د افغان ښځو د ازادۍ لار غورځنګ او د افغان مترقي ځواکونو غورځنګ له خوا خپور شوی، ټینګار کوي چې په افغانستان کې ښځې قربانیانې یا نندارچیانې نه دي، بلکې په ټولنه کې د بدلون لپاره ځواک دي.

په پرېکړه‌لیک کې راغلي، چې نجونې له زده کړو محرومې دي او ښځې له کار، سیاست، سپورت، روغتیا او ټولنیزو فعالیتونو څخه منع دي. د دې پریکړه‌لیک له مخې، افغان ښځې د وهل ټکولو، اعدامونو، خپل سر نیونو، جبري ودونو، جنسي تېري او د ښځینه فعالانو د ځپلو په څېر قضیو له امله د «سیستماتیک تاوتریخوالي» د ډولونو په توګه یادې شوې دي او دې مسلې ته جنسي وژنې، کلتوري جنسي وژنې او جنسیتي پارټایډ ویل شوي دي.

په پرېکړه‌لیک کې د هغو افغان ښځو او ماشومانو وضعیت چې په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې پناه غوښتونکي دي، د «جوړښتي تاوتریخوالي یوه څرګنده بېلګه» وبلل شوه او د نیونو، ګواښونو، شړلو، د پولیسو ظلم، بې‌کوره کېدو، اساسي خدمتونو ته د لاسرسي نه لرلو او محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده شوه.

دغو غورځنګونو د طالبانو حکومت «نامشروع او غېرقانوني» بللی او ټینګار یې کړی، چې د ښځو د حقونو له تضمین پرته هېڅ سیاسي تړون د منلو وړ نه دی. دوی په نړۍوالو سازمانونو او کوربه حکومتونو غږ کړی، چې د افغان ښځو د مقاومت څخه په اغېزمنه توګه ملاتړ وکړي د پناه غوښتونکو نیونې او جبري ستنېدنې ودروي، قانوني خوندیتوب او مرستې چمتو کړي او د بشري حقونو سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي.

د پرېکړه‌لیک په وروستۍ برخه کې راغلي، چې «د طالبانو تر حاکمیت لاندې هېڅ مساوات یا اصلاحات ممکن نه دي او د دوی اصلي غوښتنه د طالبانو د واکمنۍ بشپړ پای او د ښځو ضد جوړښتونو له منځه وړل دي.

یادو غورځنګونو دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د نومبر ۲۵مه هر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. د دې ورځ شالید د دومینیکن جمهوریت د میرابل خویندو له وژنې سره تړاو لري، چې د ۱۹۶۰م کال د نومبر په ۲۵مه د یوه ظالم رژیم پروړاندې د خپلې مبارزې له امله ووژل شوې.

اسټرالیا: د نړۍ هېڅ ځای کې د افغانستان په څېر د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی ژور نه دی

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۰ GMT+۰
اسټرالیا: د نړۍ هېڅ ځای کې د افغانستان په څېر د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی ژور نه دی
100%

د افغانستان لپاره د اسټرالیا ځانګړې استازې وايي، په هېڅ بل هېواد کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی دومره «ریښې لرونکی، جوړښتي او پراخ» نه دی لکه په افغانستان کې چې دی.

هغې د ملګرو ملتونو له لوري د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین د پیل په اړه وویل، چې ښځې په افغانستان کې په عملي ډول له عامه ژوند څخه اېستل شوې دي.

امندا مک ګریګور زیاته کړې، چې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ختمول د هېڅ بل هېواد راتلونکی هومره نه شي بدلولی لکه افغانستان.

په ورته وخت کې یوناما او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوې ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پروړاندې د تاوتریخوالي د ۴۰سلنې اندېښنو د زیاتوالي خبر ورکړ. دغو دوو بنسټونو له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغان ښځو سره خپل ملاتړ او پیوستون زیات کړي.

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، هغه ښځې چې د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي شمېر یې په یوازې دوو کلونو کې نږدې ۴۰سلنه لوړ شوی او اوس په افغانستان کې له ۱۴ میلیونو څخه ډېرې ښځې د ساتنې خدماتو او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ریچارډ بېنېټ: د نجونو او ښځو پروړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۴ GMT+۰
ریچارډ بېنېټ: د نجونو او ښځو پروړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وايي، د نجونو او ښځو پروړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی. نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې نجونې او ښځې د ساتنې، عزت او مساواتو مستحقې دي.

بېنېټ د سې شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې «د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړۍوالې ورځې» په مناسبت لیکلي: «د ښځو او نجونو پروړاندې تاوتریخوالی د منلو نه دی.»

هغه ټینګار کړی، چې عدالت ته لاسرسی د افغانستان او نړۍ د نجونو او ښځو امتیاز نه، بلکې د دوی حق دی.

نوموړي همداراز په ماشومتوب کې جبرې ودونه هم جرم ګڼلی.

د نومبر ۲۵مه هر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. د دې ورځ شالید د دومینیکن جمهوریت د میرابل خویندو له وژنې سره تړاو لري، چې د ۱۹۶۰م کال د نومبر په ۲۵مه د یوه ظالم رژیم پروړاندې د خپلې مبارزې له امله ووژل شوې.

دا ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په رسمي توګه په ۱۹۹۹م کال کې ومنله.

د دې ورځې د نمانځلو موخه د ښځو د حقونو ساتنه، د تاوتریخوالي د ستونزې په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د هغو هڅو پراختیا ده، چې د ښځو لپاره یو خوندي او عادلانه چاپېریال رامنځته کوي.