• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مکسیکو لوی څارنوال له خپلې دندې استعفا وکړه

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۶ GMT+۰

رویټرز خبري اژانس د دوو حکومتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د مکسیکو لوی څارنوال الخاندرو ګیرتس د پنجشنبې په ورځ استعفا ورکړې ده. ۸۶کلن ګیرتس داسې مهال خپله استعفا وړاندې کړې چې د دغه هېواد ولسمشرې کلودیا شاینباوم پر حکومت د امنیتي ستونزو له امله نیوکې ډېرې دي.

ولسمشرې شاینباوم د پنجشنبې په سهار (د لیندۍ ۶مه) خپلې ورځنۍ خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د سنا له‌خوا د ګیرتس د احتمالي استعفا په اړه یې یو لیک ترلاسه کړی، هغه یې څېړي او د جمعې په ورځ به تازه معلومات وړاندې کړي.

د ګیرتس استعفا باید د مکسیکو سنا له‌خوا تصویب شي. ګیرتس چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د لوی څارنوال په توګه کار کاوه، په اصل کې د نهه کلن ماموریت لپاره ټاکل شوی و، چې تر ۲۰۲۸ کال پورې دوام مومي.

دا چې د ګیرتس د استعفا دقیق دلیل څه دی لا څرګنده نه ده.

کله چې د ګیرتس استعفا تصویب شي، نو ولسمشره شاینباوم به د لویې څارنوالۍ دندې لپاره د درېیو نوماندانو نومونه سنا ته وړاندې کړي او سنا به بریالی نوماند د رایو په اساس غوره کړي.

ګنګوسې دي چې د ارنستینا ګودوې د ګیرتس ځای‌ناستې شي. هغه پخوا د مکسیکو ښار لویه څارنواله وه، او دا مهال د ولسمشرې حقوقي سلاکاره ده.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

۵

په سپين بولدک کې د انساني قاچاق تور بازار؛ ولس قرباني خو طالبان او مافیا ګټونکي دي

•
•
•

نور کیسې

بریتانیا:د افغان ښځو د پرمختګ لپاره باید د زده‌کړو او اساسي ازادیو پر وړاندې خنډونه لرې شي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۵ GMT+۰
بریتانیا:د افغان ښځو د پرمختګ لپاره باید د زده‌کړو او اساسي ازادیو پر وړاندې خنډونه لرې شي
100%

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي وایي، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو له ښځو سره یې په انلاین بڼه د هغوی د ستونزو، ننګونو او اوسنیو محدودیتونو په تړاو خبرې کړې دي.نوموړي زیاته کړې:«د افغان ښځو د پرمختګ لپاره باید د زده‌کړو، کار او اساسي ازادیو پر وړاندې خنډونه لرې شي.»

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د پنجشنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۶مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغان ښځو زړورتیا الهام بښوونکې ده او یو ځل بیا یې د افغان ښځو پر وړاندې د ستونزو او محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې له پراخو بندیزونو سره مخ دي. د افغان ښځو پر وړاندې د زده کړو، کار او ټولنیزو ازادیو بندیزونه ورځ تر بلې زیاتیږي.

نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او افغان سیاستوالو په وار وار له طالبانو د دغو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

طالبان بیا پرته له دې چې د نړۍ اندېښنو ته ځواب ووايي یوازي دومره وایي، د «شریعت» په پلي کولو کې د هیچا پروا نه‌کوي.

یونېسف: نړۍ کې له هرو ۴ ماشومانو یو یې له داسې مور سره ژوند کوي چې د زور زیاتۍ ښکار شوې

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۰ GMT+۰
یونېسف: نړۍ کې له هرو ۴ ماشومانو یو یې له داسې مور سره ژوند کوي چې د زور زیاتۍ ښکار شوې
100%

د ښځو پر وړاندې له زورزیاتي د مخنیوي ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین په ترڅ کې یونېسف په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په نړۍ کې له هرو څلورو ماشومانو یو یې، (نږدې ۶۱۰ میلیونه)، له داسې مور سره اوسیږي چې په تېرو دولسو میاشتو کې د خپل ژوند له ملګري څخه د زورزیاتي ښکار شوې ده.

دغه بنسټ وایي، پر ښځو زورزیاتی یوازې د دوی روغتیا او خوندیتوب نه‌زیانمنوي، بلکې د ماشومانو راتلونکې هم له جدي خطر سره مخ کوي.

د دې تحلیل له‌مخې، اوقیانوسیه، سویلي افریقا او د مرکزي او سویلي اسیا هغه سیمې دي چې ماشومان یې تر ټولو ډېر له کورني زورزیاتي سره مخ دي. په اوقیانوسیه کې له نیمايي ډېر ماشومان، په سویلي افریقا کې ۳۲سلنه او په مرکزي او سویلي آسیا کې ۲۹ سلنه ماشومان په هغو کورونو کې ژوند کوي، چې میندې یې په وروستیو کې د خپل ملګري له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

یونېسف وايي، څېړنې ښيي هغه ماشومان چې په دې ډول چاپېریال کې لویېږي، ډېر احتمال لري چې په‌خپله هم د فزیکي او رواني تاوتریخوالي ښکار شي او کېدای شي دغه کړۍ د لویوالي پر مهال د قرباني یا عامل په توګه تکرار کړي.

دغه بنسټ له حکومتونو غوښتي، چې د ښځو او ماشومانو د خوندي کولو لپاره پر ثابت حل لارو پانګونه وکړي، لکه د قربانیانو لپاره د ملاتړ خدمتونو پراخول، د کورنیو او ښوونیزو ادارو د مخنیوي پروګرامونو پیاوړي کول او له هغو ټولنیزو دودونو سره مبارزه چې نابرابري او تاوتریخوالی زېږوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړۍوالې ورځې (نوامبر له ۲۵) وروسته د زورزیاتي پر وړاندې د مبارزې ۱۶ ورځنی نړۍوال کمپاین روان دی.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال کلني راپور کې ویلي و، چې په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه د خپل ملګري یا د کورنۍ د غړي له‌خوا وژل کیږي.

د افغان کونسلي استازولیو شورا: د واشنګټن بریدګر د ټول افغان ملت استازی نه‌شي ګڼل کېدای

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۶ GMT+۰
د افغان کونسلي استازولیو شورا: د واشنګټن بریدګر د ټول افغان ملت استازی نه‌شي ګڼل کېدای
100%

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیاسي او کونسلي استازوليو د همغږۍ شورا په واشنګټن ډي‌سي کې د امریکا د ملي ګارد پر غړو برید غندلی او د امریکا له خلکو سره یې خپله خواخوږي شریکه کړې ده. دغې شورا ټينګار کړی: «د یوه فرد کړنې باید د افغان ملت د استازي په توګه ونه‌ګڼل شي.»

د افغان سیاسي او کونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) په یوې اعلامیه کې د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو برید غندلی او زیاته کړې یې ده: « دا ډول تاوتریخوالی په هېڅ ډول د توجیه وړ نه‌دی.»

دغې شورا ټینګار کړی، چې له پېړیو راهيسي افغانانو د سولې، ازداۍ او ګډ ژوند لپاره خپله مينه ښودلې او د یوه فرد کړنې باید د افغان ملت د استازي‌ په توګه ونه‌ګڼل شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له ځورونو تښتېدلي افغانان، چې دا مهال لا هم په خطر کې دي- بیا مېشتېدنې، ملاتړ او نړۍوالې ساتنې ته اړتیا لري.

شوار د افغانانو د ثبات او اوږدمهاله ملاتړ لپاره د امریکا له حکومت او خلکو مننه کړې ده.

100%

پرون د امریکا‌ پلازمېنه واشنګټن ډي‌سي کې د سپینې ماڼۍ مخې ته یوه کس د ملي‌ګارد پر دوو عسکرو ډزې وکړې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پېښه کې ښکېل کس افغان بللی دی.

هغه ویلي، دغه افغان بریدګر د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې د بایډن حکومت له لوري امریکا ته لېږدول شوی او اعلان یې کړی چې له یاد کال راهیسې تر اوسه پورې امریکا ته د ټولو ورغلو افغانانو په تړاو جدي څېړنې پیلوي.

د امریکا د کډوالۍ ادارې مشر: د اندېښنې وړ هېوادونو ګرین کارتونه به له سره وڅېړل شي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۷ GMT+۰
د امریکا د کډوالۍ ادارې مشر: د اندېښنې وړ هېوادونو ګرین کارتونه به له سره وڅېړل شي
100%

د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې مشر جوزف بي ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ یې خپل لاس لاندې ادارو ته امر کړی، چې د اندېښنې وړ هېوادونو د ټولو بهرنیو اتباعو ګرین کارتونه چې د امریکا د دایمي استوګنې اجازه ورکوي، باید له سره په جدي توګه وڅېړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د امریکا د خلکو امنیت تر هر څه مخکې دی او د پخوانۍ ادارې د بې‌پروا کډوالو د مېشتولو پالیسۍ لګښت به امریکاییان نور ونه‌زغمي.

جوزف بي اېډلوف د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «د امریکا امنیت هېڅکله د معاملې وړ نه‌دی.»

د امریکا په کډوالۍ او امنیتي تګلارو کې د بیاکتنې او احتمالي بدلونونو بحثونه له هغه وروسته تاوده شول، چې پرون چهارشنبه د رحمن الله لکڼوال په نوم یوه افغان په واشنګټن ډي‌سي کې د ملي ګارد پر سرتېرو برید وکړ او دوه کسان یې ټپیان کړل.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، چې لکڼوال په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د «متحدینو د هرکلي عملیاتو» په نوم پروګرام کې په بشري ویزې امریکا ته دننه شوی و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي ګارډ پر عسکرو برید یو «ترهګریز» عمل بللی دی.

ټرمپ ویلي: «دا زموږ د ټول ملت پر وړاندې نه یوازې یو جرم دی؛ بلکې د ټول انسانیت پر وړاندې جرم دی». ټرمپ د پېښې افغان عامل «حیوان» وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دغې کړنې بیه به پرې کړي.

د ټرمپ په خبره: «دغه برید د امریکا ملي امنیت ته یو ګواښ دی، بایډن د هېواد لپاره دغه ناورین رامنځته کړی دی.» هغه همداراز نیوکې وکړې، چې زرګونه سومالیایي وګړي هم امریکا ته داخل شوي او دغه هېواد کې یې وسله‌والې ډلې جوړې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو عسکرو د برید په غبرګون کې ویلي، چې تاوتریخوالی په امریکا کې ځای نه‌لري.

همدا راز ځینو افغان سیاستوالو او د کډوالو ټولنو دغه برید یو شخصي عمل یاد کړی او ویلي یې دي،‌ چې دا باید له افغان ټولنې سره ونه‌تړل شي.

پاپ لیو په خپل لومړني بهرني سفر کې ترکیې ته تللی

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۹ GMT+۰
 پاپ لیو په خپل لومړني بهرني سفر کې ترکیې ته تللی
100%

د کاتولیکانو مشر څوارلسم پاپ لیو د خپل لومړي بهرني سفر په ترڅ کې ترکیې ته رسېدلی دی. هغه په انقره کې د مصطفی کمال اتاترک له مقبرې څخه لیدنه کړې او وروسته به له ولسمشر رجب طیب اردوغان او نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

پاپ د دې سفر موخه د سولې، یووالي او ددینونو ترمنځ همکارۍ ترویج بللی او ویلي یې دي چې د ترکیې او لبنان سفر خلکو ته د ګډ ژوند او د بېلابېلو دینونو ترمنځ د درناوي پیغام ورکوي.

هغه به په استانبول کې له مذهبي مشرانو سره وګوري او د دینونو ترمنځ خبرو اترو او غونډو کې به برخه واخلي. وروسته به لبنان ته سفر وکړي، چې هلته له سیاسي او مذهبي مشرانو سره وګوري او د دغه هېواد د ټولنیز او مذهبي وضعیت په اړه به خبرې وکړي.

پاپ هیله څرګنده کړې چې ټول خلک باید وکولی شي د سولې، یووالي او همغږۍ په ترویج کې خپل رول ولوبوي.