• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بریتانیا:د افغان ښځو د پرمختګ لپاره باید د زده‌کړو او اساسي ازادیو پر وړاندې خنډونه لرې شي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۵ GMT+۰تازه شوی: ۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي وایي، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو له ښځو سره یې په انلاین بڼه د هغوی د ستونزو، ننګونو او اوسنیو محدودیتونو په تړاو خبرې کړې دي.نوموړي زیاته کړې:«د افغان ښځو د پرمختګ لپاره باید د زده‌کړو، کار او اساسي ازادیو پر وړاندې خنډونه لرې شي.»

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د پنجشنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۶مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغان ښځو زړورتیا الهام بښوونکې ده او یو ځل بیا یې د افغان ښځو پر وړاندې د ستونزو او محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې له پراخو بندیزونو سره مخ دي. د افغان ښځو پر وړاندې د زده کړو، کار او ټولنیزو ازادیو بندیزونه ورځ تر بلې زیاتیږي.

نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او افغان سیاستوالو په وار وار له طالبانو د دغو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

طالبان بیا پرته له دې چې د نړۍ اندېښنو ته ځواب ووايي یوازي دومره وایي، د «شریعت» په پلي کولو کې د هیچا پروا نه‌کوي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

هه‌نګاو: ایران د یوه افغان په ګډون ۱۱ کسان اعدام کړي دي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۸ GMT+۰

د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان په یو تازه راپور کې ویلي، چې ایران په تېرو څو ورځو کې د یوه افغان په ګډون ۱۱ کسان اعدام کړي دي. دغه سازمان د پنجشبنې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) په خپل راپور کې زیاته کړې، چې دا کسان د قصدي وژنو او د نشه‌یي توکو جرمونو په تور اعدام شوي دي.

په اعدام شويو کې لس نور کسان د لُر، کورد، تُرک او فارس تبعه دي.

د یاد سازمان د راپور پر بنسټ، ایران د چهارشنبې په ورځ قزلحصار کرج زندان کې یو افغان اعدام کړ. اعدام شوی افغان فرهاد حیدر نومیده او ۴۰ کلن و.

هه‌نګاو دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه تر اوسه په ایران کې د ۷۸ افغانانو په ګډون ۱۵۰۳ کسان اعدام شوي دي. د دغه سازمان په وینا، ډېری دغه کسان د قصدي وژنو او د نشه يي توکو اړوندو جرایمو په تړاو اعدام شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړې وه، چې په دغو اعدام شویو کسانو کې ۷۸ افغانان، ۲۳۱ کُردان، ۱۹۶ لُر، ۱۳۸ تُرک، ۱۲۸ یې بلوچان او ۴۵ ښځې هم شامل دي.

علي‌خېل: د قدرتونو او سیمه ییزو رقابتونو له امله افغانستان د تاوتریخوالي څنډې ته رسېدلی

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۳ GMT+۰

په پاکستان کې پخوانی افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل وايي، افغانستان له بده مرغه له اقتصادي پلوه د نړۍ د لږ وده کوونکو او بشري خدماتو له نظره د اسیا تر ټولو وروسته پاتې هېواد ګڼل کیږي. هغه زیاته کړې، افغانستان په داسې یوه لانجمن چاپيریال کې له بېلابېلو ستونزو او ناورینونو سره مخ دی.

نجیب‌الله علي‌خېل د پنجشنبې په ماښام (د لیندۍ ۶مه) د سیمې او افغانستان په اړه په یوه تحلیل کې ویلي، د سړې جګړې په کلونو کې افغانستان او سیمه کې افراطیت ته وده ورکړل شوې، امنیتي ثبات، اقتصادي پرمختګ او سیمه ییزه همکاري له پامه غورځول شوې ده.

نوموړي‌ د خپل تحلیل په یوې برخه کې زیاته کړې: «په ۲۰۲۱ کې د امریکایي پوځونو له وتلو وروسته د پاکستان هغه اهمیت چې امریکا ورته له تروریزم سره د مبارزې په نامه قاېله وه، را کم شو. په دې توګه کومې اقتصادي او مالي مرستې یې چې په‌خوا تر لاسه کولې، هغه قطع یا کمې شوې چې له امله یې پاکستان مجبور شو د خپل مات او ګوډ اقتصاد لپاره له نړۍوال بانک څخه د قرضې غوښتنه او هم د خلیج هېوادونو ته مراجعه وکړي.»

د هغه په خبره، د سترو قوتونو ترمنځ په سیمه ییزو سیالیو کې یو نوی تحرک رامنځته شوی، په سویلي او مرکزي اسیا کې ګټې او رقابتونه د ودې په حال کې دي.

علي خېل ویلي: «له امنیتي او اقتصادي پلوه، مرکزي اسیا د امریکا، چین او روسیې تر منځ دسیالیو پر ساحه بدله شوې. جنوبي اسیا کې کشمکش په زیاتېدو دی چې د ډسمبر میاشت کې هند ته د ولایمیر پوتین سفر به په اړیکو کې نوې پړاو پرانیزي.»

هغه د افغانستان روان حالت اندېښمن یاد کړ: «افغانستان چې په‌خپله له هر ډول ستونزو او ناورینونو سره مخ دی، د سیمې امنیتي مخ په خرابېدو حالات به د هېواد پر امنیتي، اقتصادي او بشري وضعیت مستقیم اثر او اغېز ولري.»

نوموړي د افغانستان روان وضعیت ته په کتو د ولس ژغورل د ټولو افغانانو تاریخي مسوولیت وګاڼه.

یونېسف: نړۍ کې له هرو ۴ ماشومانو یو یې له داسې مور سره ژوند کوي چې د زور زیاتۍ ښکار شوې

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د ښځو پر وړاندې له زورزیاتي د مخنیوي ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین په ترڅ کې یونېسف په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په نړۍ کې له هرو څلورو ماشومانو یو یې، (نږدې ۶۱۰ میلیونه)، له داسې مور سره اوسیږي چې په تېرو دولسو میاشتو کې د خپل ژوند له ملګري څخه د زورزیاتي ښکار شوې ده.

دغه بنسټ وایي، پر ښځو زورزیاتی یوازې د دوی روغتیا او خوندیتوب نه‌زیانمنوي، بلکې د ماشومانو راتلونکې هم له جدي خطر سره مخ کوي.

د دې تحلیل له‌مخې، اوقیانوسیه، سویلي افریقا او د مرکزي او سویلي اسیا هغه سیمې دي چې ماشومان یې تر ټولو ډېر له کورني زورزیاتي سره مخ دي. په اوقیانوسیه کې له نیمايي ډېر ماشومان، په سویلي افریقا کې ۳۲سلنه او په مرکزي او سویلي آسیا کې ۲۹ سلنه ماشومان په هغو کورونو کې ژوند کوي، چې میندې یې په وروستیو کې د خپل ملګري له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

یونېسف وايي، څېړنې ښيي هغه ماشومان چې په دې ډول چاپېریال کې لویېږي، ډېر احتمال لري چې په‌خپله هم د فزیکي او رواني تاوتریخوالي ښکار شي او کېدای شي دغه کړۍ د لویوالي پر مهال د قرباني یا عامل په توګه تکرار کړي.

دغه بنسټ له حکومتونو غوښتي، چې د ښځو او ماشومانو د خوندي کولو لپاره پر ثابت حل لارو پانګونه وکړي، لکه د قربانیانو لپاره د ملاتړ خدمتونو پراخول، د کورنیو او ښوونیزو ادارو د مخنیوي پروګرامونو پیاوړي کول او له هغو ټولنیزو دودونو سره مبارزه چې نابرابري او تاوتریخوالی زېږوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړۍوالې ورځې (نوامبر له ۲۵) وروسته د زورزیاتي پر وړاندې د مبارزې ۱۶ ورځنی نړۍوال کمپاین روان دی.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال کلني راپور کې ویلي و، چې په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه د خپل ملګري یا د کورنۍ د غړي له‌خوا وژل کیږي.

پاکستان د افغانستان او تاجکستان په پوله کې د درېیو چینایي کارکوونکو وژل غندلي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۷ GMT+۰

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله کې د درېیو چینایي کارکوونکو د وژلو په اړه خواخوږي ښودلې او برید یې غندلی دی. دغه وزارت ادعا کړې، چې د وسله‌والو له‌خوا د ډرون الوتکې کارول دا څرګندوي چې له افغانستان څخه راولاړېدونکی ګواښ څومره جدي دی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه د لیندۍ ۶مه) وویل، چې د افغانستان له خاورې په یوه برید کې د «شاهین اس‌اېم» د سرو زرو د استخراج شرکت درې چینایي کارکوونکي وژل شوي دي. تاجکستان ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې جنایتکارې ډلې لا هم د سرحدي وضعیت د ګډوډولو هڅې کوي.

دغه وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دا برید تېره شپه د افغانستان له پولې د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ په پوله کې د یاد شرکت د کارکوونکو پر استوګنځي شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) په خپلې اعلامیه کې ادعا کړې، چې د افغانستان له خاورې څو ځله تنظیم شوي ترهګریز بریدونه ترسره شوي دي. پاکستان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پوځ یې څو ځله د افغانستان پر څو سیمو هوایي بریدونه کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي: «پاکستان تل ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ لپاره د خپلو ګاونډیانو یا د بل هر هېواد پر ضد ونه‌کارول شي. د ترهګرو عناصرو له‌خوا د افغانستان خاورې تکراري کارونه او د طالبانو د رژیم تر سرپرستۍ لاندې یې دوامداره حضور د ټولې سیمې او نړۍوالې ټولنې لپاره د جدي اندېښنې وړ موضوع ده.»

اعلامیه کاږي، چې پاکستان به له چین، تاجکستان او نورو سیمه ییزو شریکانو سره د سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره ژورو او نږدې همکاریو ته دوام ورکړي.

طالبانو سره له دې چې لا تر اوسه د افغانستان او تاجکستان د ګډې پولې په شاوخوا کې د چینايي کارکوونکو د وژل کېدو په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې یې تل په ډاګه ویلي، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

د افغان کونسلي استازولیو شورا: د واشنګټن بریدګر د ټول افغان ملت استازی نه‌شي ګڼل کېدای

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۶ GMT+۰

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیاسي او کونسلي استازوليو د همغږۍ شورا په واشنګټن ډي‌سي کې د امریکا د ملي ګارد پر غړو برید غندلی او د امریکا له خلکو سره یې خپله خواخوږي شریکه کړې ده. دغې شورا ټينګار کړی: «د یوه فرد کړنې باید د افغان ملت د استازي په توګه ونه‌ګڼل شي.»

د افغان سیاسي او کونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) په یوې اعلامیه کې د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو برید غندلی او زیاته کړې یې ده: « دا ډول تاوتریخوالی په هېڅ ډول د توجیه وړ نه‌دی.»

دغې شورا ټینګار کړی، چې له پېړیو راهيسي افغانانو د سولې، ازداۍ او ګډ ژوند لپاره خپله مينه ښودلې او د یوه فرد کړنې باید د افغان ملت د استازي‌ په توګه ونه‌ګڼل شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له ځورونو تښتېدلي افغانان، چې دا مهال لا هم په خطر کې دي- بیا مېشتېدنې، ملاتړ او نړۍوالې ساتنې ته اړتیا لري.

شوار د افغانانو د ثبات او اوږدمهاله ملاتړ لپاره د امریکا له حکومت او خلکو مننه کړې ده.

100%

پرون د امریکا‌ پلازمېنه واشنګټن ډي‌سي کې د سپینې ماڼۍ مخې ته یوه کس د ملي‌ګارد پر دوو عسکرو ډزې وکړې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پېښه کې ښکېل کس افغان بللی دی.

هغه ویلي، دغه افغان بریدګر د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې د بایډن حکومت له لوري امریکا ته لېږدول شوی او اعلان یې کړی چې له یاد کال راهیسې تر اوسه پورې امریکا ته د ټولو ورغلو افغانانو په تړاو جدي څېړنې پیلوي.