• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: ترکي سوداګرو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ترکیه کې د یاد هېواد د خپلواکو صنعتکارانو او سوداګرو ټولنې(موسیاد) غړو سره کتلي دي. د سوداګرۍ وزارت وایي چې د ترکیې د سوداګرو یاده ټولنه غواړي په افغانستان کې خپل څانګه پرانیزي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نورالدین عزیزي د ترکیې د خپلواکو صنعتکارانو او سوداګرو ټولنې له غړو سره په لیددنه کې په افغانتسان کې د پراخې سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې کړي دي.

طالبانو ویلي، چې د ترکیې د خپلواکو صنعتکارانو او سوداګرو ټولنې (موسیاد) په افغانستان کې د خپلې څانګې پرانستلو ته لیوالتیا ښودلي ده.

د راپورونو له مخې، موسیاد ټولنه په ترکیه کې له لویو او معتبرو اقتصادي ټولنو څخه شمېرل کېږي او په ترکیه کې د لویو، منځنیو او کوچنیو شرکتونه زرګونه غړي لري.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

۵

په سپين بولدک کې د انساني قاچاق تور بازار؛ ولس قرباني خو طالبان او مافیا ګټونکي دي

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ بېنټ د افغانستان د بشری وضعیت په تړاو د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۸ GMT+۰
ریچارډ بېنټ د افغانستان د بشری وضعیت په تړاو د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي
100%

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د بشري وضعیت د ارزونې او همغږۍ د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بېنټ، د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړي.

ملګرو ملتونو په یوې اعلامیې کې ویلي چې بېنټ به د قطر له چارواکو، افغان فعالانو، او نړیوالو استازو سره وګوري او د افغانستان د خلکو د حقونو د ملاتړ په اړه له هغوی سره د همکاریو لارې وڅېړي.

د بېنټ دا سفر چې د نومبر له ۳۰ څخه تر د ډسمبر ۳ پورې ترسره کېږي، د هغه د نوې هڅې یوه برخه ده څو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ګډ دریځ او منسجم عمل رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو په وینا، دا سفر د دې لپاره کېږي چې د افغانستان د بشري حقونو د خراب وضعیت په اړه یو همغږی نړیوال غبرګون رامنځته شي او د «ټولو اړینو لارو چارو» د کارولو پر سر بحث وشي، څو د افغانانو ژوند او اساسي حقونه خوندي پاتې شي.

د بېنټ ماموریت د روان میلادي کال په اکتوبر کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له لوري تمدید شو. هغه په تېرو کلونو کې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د محدودیتونو په اړه پراخ او تفصیلي راپورونه خپاره کړي دي.

قطر چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، په وروستیو کلونو کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د دریو مهمو ناستو کوربتوب هم کړی، او د نړیوالو ډیپلوماټیکو هڅو یوه مهمه مرکز پاتې شوې ده.

رحمت‌الله نبیل:ټرمپ او ټیم یې د واشنګټن پېښه د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره د ډال په توګه کاروي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۰ GMT+۰
رحمت‌الله نبیل:ټرمپ او ټیم یې د واشنګټن پېښه د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره د ډال په توګه کاروي
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل په امریکا کې وروستي ترهګریز برید ته په غبرګون کې ویلی، چې یاده پېښه زړه بوږنوونکې ده او باید تورن کس ته سزا ورکړل شي، خو ټرمپ او د هغه ټیم په چټکۍ سره دا پېښه د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره د ډال په توګه کاروي.

هغه نن جمعه، د لیدنۍ ۷مه په اېکس خواله رسنۍ لیکلی، د امریکا د ترورستي پیښې وروسته ځینو ټول پښتانه، ځینو یې طالبان او ځینو یې د طالبانو مخالفین ملامته کړل، برعکس طالبانو او د هغوی ملاتړو بیا صفر واحدونه، امریکایی وګړي، د جمهوریت ملاتړي او یو شمیر سیاستوالو خو د خلیلزاد په څیر شخصیتونه ملامت کړل.

نبیل همدراز لیکلی، چې د واشنګټن پیښه د کډوالۍ پایله نه ده، نه د غربت، او نه هم دا د یوې ځانګړې توکمیزې ډلې سره تړاو لري.

نوموړی زیاتوي دا پیښه د متحده ایالاتو د پیچلو پالیسیو، سیمه ایزو سیالیو، نیابتي جګړو، او د افراطیت شبکو محصول دی چې خپلې ریښې یې له منځني ختیځ څخه تر سویلي اسیا پورې رسولي دي.

رحمت الله نبیل لیکلی:«سربیره پردې، دا اړینه ده چې د رحمان الله د مېرمن او د هغې د کوچنیو ماشومانو په څیر کورنیو ملاتړ وشي، چې بې ګناه دي، ترڅو دوی د تبلیغاتو، ټولنیزو فشارونو او سیاسي لوبو قرباني نشي.»

د یادونې وړ ده، چې د رحمان الله لکڼوال په نوم یوه افغان دوه ورځې وړاندې په واشنګټن کې د ملي ګارډ دوه عسکر په ډزو ټپیان کړل چې یوې یې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د ډونالډ ټرمپ حکومت د یادې پېښې په غبرګون کې پر افغانانو هر ډول د کډوالۍ پروګرامونه د نامعلومې مودې لپاره بند کړل او همدا راز تر ۲۰۲۱کال وروسته دغه هېواد ته د ورغلو افغانانو د قضیو بیا پلټنو امر یې کړی دی.

امیر خان متقي د اقتصادي همکاریو سازمان په ۲۹مه انلاین غونډه کې ګډون وکړ

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۱ GMT+۰
امیر خان متقي د اقتصادي همکاریو سازمان په ۲۹مه انلاین غونډه کې ګډون وکړ
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي په لومړي ځل د اقتصادي همکاریو سازمان (ايکو) د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۹مه انلاین غونډه کې ګډون وکړ.

د اقتصادي همکاریو سازمان ۲۹مه انلاین غونډه د قزاقستان په کوربه توب جوړه شوې او د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پکې ګډون کړی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې متقي په یاده غونډه کې د امنیت، اقتصاد، نشه يي توکو سره مبارزې او سیمه ییز اتصال په اړه خبرې کړې دي.

متقي د اقتصادي همکاریو د سازمان غړو او د سیمي هېوادونو سره د اړیکو او همکاریو زیاتېدو ته چمتوالی ښودلی.

امیرخان متقي زیاته کړې:«غړي هېوادونه کولای شي، چې د دغه سازمان په چوکاټ کې د افغغانستان له بېلابېلو اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو او فرصتونو څخه استفاده وکړي.»

طالبانو ویلي، چې د غونډې د ګډونوالو له خوا په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې هڅې او اقتصادي پرمختګونه ستایل شوي دي.

طالبانو ویلي، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان د اېکو سازمان نه جلا کېدونکی غړی بللی او افغانستان یې د سویلي اسیا هېوادونو لپاره د سوداګرۍ او ترانزیټ تر ټولو نږدې او اغېزمنه لار بللي ده.

د طالبانو د کرنې وزیر له روسیې څخه د عصري کرنیزو سیستمونو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۰ GMT+۰
د طالبانو د کرنې وزیر له روسیې څخه د عصري کرنیزو سیستمونو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې
100%

د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزیر عطاالله عمر په مسکو کې د روسیې د کرنې له وزیرې اوکسانا لوټ سره کتلي او دواړو لوریو د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبولګو وزارت ویلي، چې عطاالله عمري په مسکو کې د روسیې د کرنې له وزیرې اوکسانا لوټ سره د لېدنې پرمهال د اوبولګولو د سیستمونو د پیاوړتیا، د مالدارۍ د نسل اصلاح د پرواګرامونو پراختیا، د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د روسیې بازارونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

همدارنګه عطاالله عمري د روسیې د کرنې له وزیرې څخه غوښتنه کړې، چې د اوبولګولو د نوې ټیکنالوژۍ، عصري کرنیزو سیستمونو، تخنیکي روزنو او د کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو د اسانتیاوو په برخه کې ورسره همکارۍ وکړي.

طالبانو ویلي، چې د روسیې د کرنې وزیرې اوکسانا لوټ له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د عملي او دوامدارې همکارۍ د پیاوړتیا ژمنه کړې ده.

چین په تاجکستان کې د خپلو دریو وګړو وژل کېدل تایید کړل

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۰
چین په تاجکستان کې د خپلو دریو وګړو وژل کېدل تایید کړل
100%

په پلازمېنه دوشنبه کې د چین سفارت منلې چې په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې د یوه وسله وال برید له امله درې چینایي وګړي وژل شوي دي. سفارت زیاته کړې، چې د چهارشنبې په ورځ د جنوب لویدیځ ولایت ختلون په برید کې یو چینایي وګړی هم ټپي شوې دی.

په تاجکستان کې د چین سفارت نن جمعه، د لیدنۍ ۷مه د دغه پېښې د عاملینو هویت نه دی په ګوته کړی، خو ویلي یې دي چې چین له تاجکستان څخه د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د افغانستان له خاورې څخه په یوه برید کې د «شاهین ایس اېم» د سرو زرو د استخراج شرکت درې چینایي کارکوونکي وژل شوي دي. تاجکستان ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې ورانکارې ډلې لا هم د سرحدي وضعیت د ګډوډولو هڅې کوي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا برید تېره شپه د افغانستان له پولې د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ په پوله کې د یاد شرکت د کارکوونکو پر استوګنځي شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي وو: «دا برید په لاسي وسلو او په بم سمبال ډرون په وسیله شوی دی. د برید له امله د شاهین ایس اېم درې کارکوونکي چې د چین اتباع وو، وژل شوي دي».

تاجکستان دغه برید او د چینایي وګړو وژل کېدل په کلکه غندلي دي او له طالبانو یې غوښتي چې د سرحدي امنیت او ثبات د خوندي کولو لپاره اغیزناک اقدامات وکړي.

تاجکستان د افغانستان په شمال کې پروت هېواد دی او د امو د سیند په امتداد کې له افغانستان سره شاوخوا ۱۳۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري.