• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران او افغانستان سوداګریزې خونې مشر: تهران باید د کابل اقتصادي فرصتونو نه ګټه واخلي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۴ GMT+۰تازه شوی: ۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۴۸ GMT+۰

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګریزې خونې مشر محمود سیادت ویلي چې که تهران نن د کابل د اقتصادي فرصتونو د جذب لپاره اقدام ونه کړي، سبا به دغه بازار د نړۍوالو سیالانو لاس ته ولویږي. هغه وایي، اوس د افغانستان اقتصادي پسرلی دی چې د فني، انجینرۍ او کاني برخو لپاره غوره فرصتونه لري.

محمود سیادت په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان د بنسټیزو جوړښتونو د کمزورتیا او نړۍوالې انزوا له امله نړۍوال شرکتونه په دې هېواد کې کم فعالیت لري، چې دا وضعیت د ایران د شرکتونو، په ځانګړې توګه د فني او انجینري خدماتو د عرضه کوونکو لپاره فرصتونه رامنځته کړي دي.

سیادت زیاته کړې:«افغانستان کې امنیت تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی او په ځانګړې توګه د معدني ظرفیتونو پراخ فرصتونه شته چې د ګډو پانګونو له لارې یې ګټه اخیستلای شو».

نوموړي د فرصت د ضایع کېدو په اړه خبرداری ورکوي او زیاتوي:«د افغانستان اقتصادي بهار اوس دی، که نن اقدام ونه کړو، لکه نورو بازارونو به وروسته افسوس وکړو، فرصتونه همدا اوس شته او سبا به نه وي».

سیادت په دې هم ټینګار کړی چې نړۍوال سیالان د افغانستان په بازار کې فعالیت زیاتوي. د هغه په وینا، د قطر، ترکیې او چین شرکتونه په دې هېواد کې پراخه حضور لري، حتی داسې هېوادونه لکه ازبکستان چې مخکې نه وو، اوس د شمالي ولایتونو په بازار کې فعال شوي دي.

د سوداګرۍ پر وړاندې اصلي خنډ د مالیاتو او دولتي ملاتړ نه شتون دی.

سیادت وویل:«د ایران فني او انجینري خدمات په افغانستان کې د مالیې او جریمې له کبله د ثبت او رسمي فعالیت لپاره ستونزې لري، ډېری کسان ترجیح ورکوي فعالیتونه ثبت نه کړي، چې په پایله کې بانک معلومات نلري او د اړتیا وړ خدمات معلوم نه دي».

سیادت د دې ستونزو د حل لپاره ځینې وړاندیزونه وړاندې کړل، چې د ایرانی پانګوالو د مشورې لپاره په کې د کابل د سوداګرۍ دفتر جوړول ، له افغانستان سره د دولت په کچه خبرې، د صادراتو د پراختیا صندوق ملاتړ، د دوغارون او سیستان ځانګړو سیمو کې پانګونه، او د فعالیتونو لپاره د ارز بیرته راستنولو معافیت شامل دي.

سیادت ټینګار کړی:«د دې طلایي فرصت د ګټې اخیستلو لپاره هم دولت باید ملاتړ زیات کړي او هم خصوصي سکتور باید د خطر منلو ظرفیت لوړ کړي، افغانستان ته اوس د ماشینونو، مشورې او فني او انجینري خدماتو اړتیا ده او موږ توان لرو چې دغه بازار په ښه توګه ونیسو».

له بلې خوا، د ایران او طالبانو د سوداګرۍ ګډې ناستې په ترڅ کې د ایران د خراسان رضوي ولايت والي د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوي زراعتي همکارۍ ماډل جوړولو اهمیت یاد کړ، چې د ایران له فني او تجهیزاتي ملاتړ سره به نه یوازې په افغانستان کې د کار فرصتونه زیات شي، بلکې د ایران د سرحدي ولایتونو اړتیاوې به هم پوره شي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

متقي د ترکیې شارژدافیر سره په کابل کې د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه کتلي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۶ GMT+۰
متقي د ترکیې شارژدافیر سره په کابل کې د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه کتلي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ترکیې له شارژدافیر او د سفارت سلاکار جنک اونال سره د هغه د ماموریت په پای کې په کابل کې لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا پر مهمو مسایلو یې خبرې کړي دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه‌اړخیزو او سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا، د سیاسي او اقتصادي همکارۍ د پراختیا او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو د کوربتوب په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي د ترکیې د حکومت د هڅو مننه وکړه او ویې ویل:«موږ د ټولو هڅو لپاره د ترکیې هېواد منندوی یو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو کوربتوب یې وکړ.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د ترکیې شارژدافیر جنک اونال چې ماموریت یې په افغانستان کې پای ته رسېدلی، د طالب چارواکو له ملاتړ او همکاریو څخه خوشحالي وښوده. د هغه له قوله لیکل شوي:«زه خوشاله یم چې خپل ماموریت مې په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره په ښه توګه بشپړ کړ».

د خبرپاڼې له مخې، مولوي متقي د اونال د خدمتونو قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه یې هغه ته د راتلونکو ماموریتونو لپاره بریاوې وغوښتې.

طالبانو له اندونیزیا نه د علمي او کلتوري همکارۍ غوښتنه کړې

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۹ GMT+۰
طالبانو له اندونیزیا نه د علمي او کلتوري همکارۍ غوښتنه کړې
100%

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریی رفیع الله صمیم په کابل کې د اندونیزیا سفارت شارژدافیر ډاکټر نندا ایوالیست، سره په کتنه کې د افغانستان او د یاد هېواد ترمنځ د دوامدارو علمي او کلتوري همکاریو غوښتنه کړې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان عامه کتابتونونو د فعالیتونو د ملاتړ او د کلتوري پروګرامونو د پراختیا پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د عامه کتابتونونو رییس رفیع الله صمیم په خبرو کې د اندونیزیا د ملاتړ مننه وکړه او وویل:«موږ د لا زیاتو او دوامدارو همکاریو د پراختیا غوښتونکي یو، څو زموږ کتابتونونه د علمي او فرهنګي پروګرامونو په برخه کې پیاوړي شي».

د خبرپاڼې له مخې، د اندونیزیا سفارت شارژدافیر، ډاکټر نندا ایوالیست هم په دې لیدنه کې ډاډ ورکړ چې هېواد یې به د څېړنیزو او کلتوري پروګرامونو د ترسره کولو او د عامه کتابتونونو د تجهیز په برخه کې پوره همکاري وکړي.

نوموړي ویلي: «موږ ژمنه کوو چې له افغانستان سره د علمي او کلتوري همکارۍ په برخه کې ملاتړ وکړو او د دغه ریاست د پرمختګ لپاره عملي ګامونه پورته کړو».

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د دواړو هېوادونو استازو د علمي او کلتوري تجربو پر شریکولو او د کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د اندونیزیا له لوري د افغانستان عامه کتابتونونو ریاست ته یو پايه اسکنر ډالۍ شو.

د افغان اېواک مشر: د امریکا د ځانګړو ویزو پروګرام ځنډول له افغان ټولنې سره بې‌عدالتي ده

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۰ GMT+۰
د افغان اېواک مشر: د امریکا د ځانګړو ویزو پروګرام ځنډول له افغان ټولنې سره بې‌عدالتي ده
100%

د افغانانو د کډوالۍ ملاړ سازمان افغان اېواک مشر شان ونډيور ویلي چې د یوې تاوتریخجنې له امله د افغانانو پر وړاندې د امریکا ځانګړو ویزو ځنډول د ټولې ټولنې پر وړاندې د سزا پلمه او همدا راز د افغان متحدینو او امریکایي سرتېرو پر وړاندې جدي بې‌عدالتي ده.

ونډيور د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له‌خوا د افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو ځنډولو اعلان ته په غبرګون کې پر اېکس لیکلي، داسې ښکاري چې د افغان ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) پروګرام د قانون او محکمه‌یي امرونو سرغړونې په توګه ځنډول کېږي.

نوموړی زیاتوي: «روبیو هڅه کوي چې د افغان ځانګړي کډوالۍ ویزې پروګرام وتړي، چې دا مستقیم د فدرالي قانون او موجوده محکمه‌یي امرونو خلاف اقدام دی، داسې ښکاري چې هغه د ولسمشر ټرمپ او سټیفن میلر په لارښوونه عمل کوي او دا نتیجه هغه هدف دی چې څو میاشتې پرې کار شوی دی».

ونډيور ویلي چې د یوه تاوتریخوالي عامل د ټولې ټولنې د سزا د پلمې په توګه کارول کېږي، پداسې حال کې چې دا یوه اوږدمهاله پلان شوې سیاسي پرېکړه ده.

نوموړی زیاتوي: «دوی خپلې استخباراتي ناکامۍ د یوې پلمې په توګه کاروي ترڅو ټولې ټولنې او هغو سرتېرو ته سزا ورکړي چې له هغوی سره یې خدمت کړی».

شان ونډيور د اېکس په دغه پوسټ کې د افغان متحدینو د کړاوونو او قربانیو یادونه وکړې:«زموږ زړونه د هغو افغانانو لپاره مات دي، چې د زیاتې رواني فشار، تاوان او قربانۍ سره مخ شوي دي، هغوی باید د قدرت لرونکو چارواکو د سیاسي ګټو له کبله وېرې سره ژوند ونه کړي».

نوموړي ټینګار کړی:«دا یوازې د سیاست موضوع نه ده؛ دا زموږ د جګړې متحدینو پر وړاندې قصدي عمل او د امریکا د ژمنې سرغړونه ده، کانګرس باید سمدستي خپله قانوني واکمني وکاروي ترڅو د SIV پروګرام خوندي وساتل شي، او حقوقپوهان باید د اقدام لپاره چمتو وي».

هغه ویلي سرتیري، ملاتړي او سازمانونه به ددغه پرېکړې پر وړاندې ودریږي او افغان ایواک به د خپلو متحدینو ملاتړ ته دوام ورکړي.د افغان اېواک د مشر په وینا، د افغان متحدینو سره ودرېدل زموږ قانوني او اخلاقي مسولیتونه څرګندوي.

د امریکا د کلفرونیا ایالت په یو سوداګریز مرکز کې ډزې شوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۰
د امریکا د کلفرونیا ایالت په یو سوداګریز مرکز کې ډزې شوي
100%

د امریکا پولیسو ویلي چې د جمعې په ورځ د کلفرونیا ایالت د سن‌خوزه ښار په یوه سوداګریز مرکز کې ډزې شوې دي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي دي. اسویشیټېډ اژانس یو راپور کې لیکلي چې دواړه ټپیان د مرمیو د لګېدو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د بریدګر هویت نه دی په ډاګه شوی. د سن‌خوزه ښار پولیسو زیاته کړې چې یاد سوداګریز مرکز یې تخلیه کړی، څو د عامه خوندیتوب پر وړاندې ټول ګواښونه له‌منځه یوسي. د سن‌خوزه د ښاروال مېټ ماهان په وینا: «زما دعاوې له قربانیانو سره دي او زه ډاډه یم چې زموږ پولیس به له هېڅ هغه هڅې ډډه ونه کړي، څو مسوول کس پیدا او قانون ته وسپاري».

نوموړي زیاته کړې چې اوسمهال هېڅ خطر موجود نه دی، خو خلک باید له سیمې لرې پاتې شي.

کریم خُرم: امریکا له طالبانو سره د افغان کډوالو پر اېستل کېدو خبرې کړي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۳ GMT+۰
کریم خُرم: امریکا له طالبانو سره د افغان کډوالو پر اېستل کېدو خبرې کړي
100%

د مخېکني جمهوري نظام پر مهال د ارګ ماڼۍ د دفتر پخواني رییس عبدالکریم خُرم ادعا کړې چې د امریکا د حکومت او د کابل د واکمنو چارواکو ترمنځ د تېرو خبرو اترو یوه مهمه موضوع «له امریکا څخه د ځينو افغان کډوالو بېرته ستنول» دي. هغه شنبه د (لیندۍ ۸مه) پر خپله اېکس پاڼه دا څرګندونې کړي.

خُرم په خپل لیک کې ویلي چې د امریکا د ملي ګارډ پر عسکرو تر برید وروسته د امریکايي چارواکو چټک غبرګون دا ښيي چې «سپینه ماڼۍ د ورته فرصت په تمه وه». د ده په وینا، امکان شته چې واشنګټن له دې پېښې څخه د یوې وسیلې په توګه استفاده وکړي څو هغه افغانان بېرته واستوي چې «د امریکا د استخباراتو سازمان (CIA) د ځانګړو پروګرامونو له مخې روزل شوي او وروسته امریکا ته لېږدول شوي وو».

نوموړي زیاته کړې چې په دغه برید کې تورن کس هم د همدغو قطعاتو غړی و.

خُرم خبرداری ورکړی چې ښايي د دغې ډلې ترڅنګ «نور افغان کډوال هم د بېلابېلو هېوادونو څخه په قصدي توګه اخراج شي» څو اصلي هدف پټ پاتې شي. هغه پوښتنه کړې: «که دا کار وشي، د واشنګټن موخه به څه وي؟» او ټینګار یې کړی چې د سیمې حالات «ورځ تر بلې پېچلي کېږي».

دې پخواني افغان چارواکي په پای کې لیکلي چې «هر ډول ترهګریز عمل، له هر لوري چې وي، د غندنې وړ دی».