• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

افغان لوبغاړي فضل کریم ترکمن د وزن پورته کولو نړیوالو سیالیو کې د برونزو درې مډالونه کټلي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۸ GMT+۰

افغان لوبغاړي فضل کریم ترکمن د وزن پورته کولو په شپږم پړاو فجر کپ په نړیوالو سیالیو کې وکولای شول چې د افغانستان لپاره درې د برونزو مډالونه وګټي او په ۱۱۰ کیلوګرام مثبت کټګورۍ کې دریم مقام ترلاسه کړي، چې ټولټال ۳۰۵ کیلوګرامه وزن یې ثبت کړ.

د فجر کپ په نوم د وزن پورته کولو نړیوالې سیالۍ کې د افغانستان درې لوبغاړو ګډون کړی و، چې له دې ډلې فضل کریم ترکمن د ۱۱۰ ګرامه وزني کټګورۍ کې درې د برونزو مډالونه وګټل او په یادو سیالیو کې درېیم مقام په خپل نوم کړ.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۴

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۵

۲۲ خپلوان، یوه دوسیه او د بریتانیا اندېښنې؛ د افغان کډوالو د پروګرام نااشنا کیسه

•
•
•

نور کیسې

کرېکټ بورډ د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو لپاره د لوبډلې نوملړ اعلان کړ

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۰
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د کرېکت اسیايي شورا اړوند د ۱۹ کلنو لوبغاړو د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالیو لپاره د افغان ۱۹ کلنې کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ. دغه سیالی د دسمبر په ۱۲ مه د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یادې سیالۍ به د ډسمبر میاشتې تر ۲۱ نیټې پورې د متحده عربي اماراتو په دوو لوبغالو کې ترسره شي.

کرېکټ بورډ ویلي، چې د نوولس کلنو اسیا جام سیالیو لپاره د افغان لوبډله کې محبوب تسکین، خالد احمدزی، عثمان سادات، فیصل خان شینوزاده، عزیرالله نیازی، عزیزالله میاخېل، نظیف الله امیري، خاطرخان ستانکزی، نصرت الله نورستاني، عبدالعزیز خان، سلام خان احمدزی، واحدالله ځدراڼ، زیت الله شاهین، روح الله عرب او حفیظ الله ځدراڼ شامل دي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې مشر احمدشاه سلیمانخېل ویلي:«افغان لوبډلې په تېرو څو میاشتو کې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې ګڼ تمریناتي کمپونه او غوره چمتوالی ترسره کړی دی. د دغو تمریناتو پر مټ افغان لوبډلې په بنګله دېش او اسیا جام سیالیو کې خورا ښې لوبې ترسره کړې. موږ ډاډه یو چې د بنګله دېش او هند پر وړاندې سیالیو کې به افغان لوبډله لا زیاته چمتو شوې وي او هیله من یو چې افغان ځوانان به راتلونکو اسیا جام سیالیو کې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي.»

افغان لوبډله اوسمهال د هند په بنګلور ښار کې ده او د درې اړخیزې لوبلړۍ له پایلوبې وروسته به په اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي. افغان لوبډله د یادو سیالیو په دویم ګروپ کې د بنګله دېش، سریلانکا او دویم کوالیفایر لوبډلې سره چې په نږدې ورځو کې به په ډاګه شي، ځای لري او خپله لومړۍ لوبه به د راتلونکې دسمبر میاشتې په ۱۳مه نېټه د بنګله دېش د نوولس کلنې کم عمره لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان د «اېم‌اېم‌اې» لوبغاړی صفي‌الله حسیني سبا د خپل سویډني سیال پر وړاندې لوبېږي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۳ GMT+۰
100%

د افغانستان د ازاده سیالیو لوبغاړی صفي‌الله حسیني په سویډن کې د سوپریر چلېنج سیالیو په ۲۹م پړاو کې د سویډني لوبغاړي بنیامین حاجیان پر وړاندې لوبه لري. دغه لوبه به سبا (د لېندۍ ۸مه) د ۶۱ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ترسره شي.

حسیني تر اوسه پورې په شپږو مسلکي سیالیو کې څلور بریاوې او دوه ماتې لري. له بلې خوا، بنیامین حاجیان خپلې دواړه مسلکي سیالۍ ګټلې دي او تراوسه پورې یې ماتې نه‌ده خوړلې.

د حسیني د بریاوو په ریکارډ کې یو ناک اوټ هم شامل دی، چې د هغه د ټولو بریاوو ۲۵ سلنه جوړوي. دغه افغان لوبغاړي دوه ځلې ماتې خوړلې ده؛ یو ځل د تخنیکي ډلې له امله او یو ځل د لوبې د داورانو د پرېکړې له امله.

100%

د افغانستان د «اېم‌اېم‌اې» لوبغاړی سخي قنبري سبا د خپل برازیلي سیال پر وړاندې لوبه لري

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۳ GMT+۰
100%

د افغانستان د ازاده سیالیو ۲۵کلن لوبغاړی سخي قنبري به سبا (د لېندۍ ۸مه) په سویډن کې د سوپریر چلېنج سیالیو په ۲۹م پړاو کې د برازیل له ماریو اراجو سره مخامخ شي. له دې سره به قنبري د لومړي ځل لپاره د دغه سازمان په سیالیو کې ولوبېږي.

سخي قنبري تر اوسه پورې د اېم‌اېم‌اې په اتو مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې ده، چې له دې ډلې شپږ یې ګټلې او په دوو کې یې ماتې خوړلې ده. د سوپیریر چلېنج سازمان قنبري یو له سترو مبارزو یاد کړی او ویلي یې دي، چې هغه په ​​وار، وار د خپلو شانداره او پیاوړو نندارو سره د لیدونکو او کارپوهانو له‌خوا ستایل شوی دی.

تمه کېده، چې په دغه لوبه کې قنبري د هسپانیې له کیون روبلېډو سره مخ شي؛ خو د سوپریر چلېنج سازمان وایي، چې دغه لوبغاړی له لوبې وتلی دی او پر ځای به یې قنبري د ۳۴ کلن ماریو اراجو پر وړاندې ولوبېږي. دغه سیالي به د سټاکهولم په انېکس لوبغالي کې ترسره شي.

له بلې خوا، اراجو په اوو مسلکي مبارزو کې د پنځو بریاوو او دوو ماتو سره ښه ریکارډ لري. هغه په ​​جوجېتسو کې هم تور کمربند لري.

100%

د اسیا جام غوراوي سیالۍ؛ د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډلې د سوریې پر وړاندې ماتې وخوړه

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۰ GMT+۰
100%

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډلې د اسیا جام د غوراوي سیالیو په دویمه لوبه کې د سوریې پر وړاندې د ۳-۱ په توپیر ماتې وخوړه. دغه لوبه تېر ماښام چهارشنبه (د لېندۍ ۵مه) په میانمار کې ترسره شوه. له دې سره دا په روانو سیالیو کې د افغان لوبغاړو پرله‌پسې دویمه ماتې وه.

په دغه سیالیو کې افغانستان په «جي» ګروپ کې له عمان، نیپال، سوریې او میانمار سره هم‌ډلی دی. افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې هم د میانمار په وړاندې د ۳-۱ په توپیر ماتې خوړلې وه.

په وروستۍ لوبه کې افغان لوبغاړو په لومړۍ پاڼۍ کې دوه ګولونه ورکړل او په دویمه پاڼۍ کې یې بیا یو ګول وواهه. د افغانستان یوازینی ګول د لوبې په وروستیو شېبو کې ترسره شو.

د «جي» ګروپ په ډلبندۍ کې عمان په ۶ نمرو او +۷ ګولونو سره په سر کې ځای لري. کوربه میانمار د ۶ نمرو او +۶ ګولونو سره په دویم ځای کې د سوریې لوبډله بیا د ۶ نمرو او +۲ ګولونو سره په درېیم ځای کې ده.

افغانستان او نیپال بیا په ترتیب سره څلورم او پنځم مقام لري، چې له دوو او درېیو لوبو څخه یې هیڅ نمرې نه‌دي ترلاسه کړې. د افغانستان د ځوانانو ملي لوبډله به د دغه سیالیو پر دوام د نیپال او بیا د عمان لوبډلو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.

د موی‌تای افغان ملي لوبغاړي مشعل اسلامزي په ټایلنډ کې خپل مراکشی سیال ناک‌اوټ کړ

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۰
100%

د افغانستان د موی‌تای ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي مشعل اسلامزي په ټایلنډ کې د «راجا» په معتبرو مسلکي سیالیو کې خپل مراکشی سیال په لومړیو ۳۰ ثانیو کې ناک‌اوټ کړ. دغه سیالي (د لېندۍ په ۳مه) په بنکاک ښار کې ترسره شوه.

دغه سیالي چې د ۵۲ کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې جوړه شوې وه او باید له پنځو تر درېیو دقیقو پاڼیو کې ترسره شوې وای؛ خو اسلامزي د لومړۍ پاڼۍ په پیل کې په یوه پیاوړي سوک سره د مبارزې برخلیک بدل کړ او بریا یې خپله کړه.

مشعل اسلامزی چې نږدې یوه میاشت کېږي ټایلنډ ته د مسلکي تمریناتو لپاره تللی، د افغانستان د موی‌تای ملي لوبډلې د تجربو اوږد تاریخ لري. د ده لویه موخه د ONE Championship په نړۍوال سازمان کې ګډون کول دي.

اسلامزي په دغه سیالیو کې د «کروس جېم» د استازي په توګه برخه اخیستې وه او په دغه سیالیو کې د ۱۱ هېوادونو لوبغاړو ګډون کړی و. نوموړی د جواد ازاد او څو ټایلنډي روزونکو تر څارنې لاندې تمرین کوي.

اسلامزی په ۱۳۹۲کال کې د نوي ځوان په توګه د افغانستان ملي لوبډلې غړی شو. هغه وایي، چې په تېرو ۱۲ کلونو کې د ملي لوبډلې غړی و او په دې موده کې یې درې ځله په نړۍوالو او اسیايي سیالیو کې د افغانستان استازولي کړې ده.

اسلامزي په ۲۰۱۸کال کې د بنکاک د ځوانانو له نړۍوالو سیالیو د سپینو زرو مډال وګاټه او په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۳ کلونو کې یې په ترتیب سره د ټایلنډ په نړۍوالو سیالیو او د ایران په اسیايي سیالیو کې د برونزو او سرو زرو مډالونه ګټلي وو.

100%