• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کوهاټ کې د اهل حدیث اړوند یو جومات او د امام کور په نښه شوی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۹ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ولسوالۍ کې د اهل حدیث مسلک اړوند یو جومات د چاودنې هدف ګرځېدلی. له چاودنې سره هممهاله د جومات د امام کور ته لاسي بم اچول شوی. د اهل حدیث مسلک پر پلویانو په دې وروستیو کې بریدونه ډېر شوي، خو هیڅ وسله والې ډلې یې مسوولیت نه دی اخېستی.

د کوهاټ پولیسو ویلي، چې دا پېښه په نصرت خېل سیمه کې شوې ده.

په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا سره هممهاله په خیبر پښتونخوا کې د اهل حدیث اړوند څو دیني عالمان په نښه شوي دي.

تر اوسه هیڅ پاکستانۍ وسله والې ډلې د دغسې بریدونو مسوولیت پرغاړه نه دی اخېستی.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د عمران خان د روغتیا په اړه اندښنې؛ تحریک انصاف د پاکستان سترې محکمې مخې ته لاریون کوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۱ GMT+۰
د عمران خان د روغتیا په اړه اندښنې؛ تحریک انصاف د پاکستان سترې محکمې مخې ته لاریون کوي
100%

د خېبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي د جمعه د (لیندۍ ۷مه) په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی به د دوشنبې په ورځ د خپلو پارلماني غړو په ګډون د پاکستان سترې محکمې مخې ته لاریون وکړي. وایي، د پاکستان حکومت د پخواني لومړي وزیر عمران خان سره د ملاقات لپاره دوی زندان ته نه پرېږدي.

په دې خبري کنفرانس کې د عمران خان خور حلیمه خان هم وه. د دې لاریون نېټه داسې مهال ټاکل کېږي چې پاکستان کې په خواله رسنیو کې د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د روغتیایي وضعیت په تړاو پوښتنې راولاړې شوې دي.

څو ورځې وړاندې ان په اډیاله زندان کې د هغه د مړینې خبرونه په خواله رسنیو کې لاس په لاس شول؛ خو وروسته رویټرز اژانس د یاد زندان د چاراکو له قوله خبر ورکړ چې عمران خان ژوندی دی او روغتیايي وضعیت یې هم ښه دی.

روان کال په خیبر پښتونخوا کې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال ۹۵۵ وسله‌وال وژل شوي دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۴ GMT+۰
روان کال په خیبر پښتونخوا کې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال ۹۵۵ وسله‌وال وژل شوي دي
100%

د خیبر پښتونخوا پولیسو خبر ورکړی، چې روان کال په پښتونخوا کې د پولیسو او د ترهګرۍ ضد څانګې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال ۹۵۵ وسله‌وال وژل شوي دي. په دې تړاو په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو عملیاتو پرمهال له وسله‌والو ځینې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسانو شمالي او سویلي وزیرستان، بنو، ډېره اسماعیل خان، مردان، کورمې، اورکزیو، ملاکنډ او کوهاټ په ګډون له بېلابېلو ولسوالیو سره تړاو لاره. خبرپاڼه زیاتوي، چې د یادو عملیاتو پرمهال د وسله‌والو ډلو ۳۳ مهم قوماندانان هم وژل شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، چې تر ټولو ډېر وسله‌وال په بنو، ډېره اسماعیل خان، شمالي او سویلي وزیرستان او خیبر ولسوالیو کې وژل شوي دي؛ خو په دغه راپور کې بیا په روان کال کې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

ورته مهال د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې جمعه (د لېندۍ ۷مه) خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په یو لړ عملیاتو کې ۲۲ وسله‌وال وژلي دي.

پاکستاني ځواکونو د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې ۲۲وسله‌وال وژلي دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۷ GMT+۰
پاکستاني ځواکونو د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې ۲۲وسله‌وال وژلي دي
100%

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په یو لړ عملیاتو کې ۲۲ وسله‌وال وژلي دي.

د یادې ادارې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد عملیات د سې‌شنبې په ورځ د استخباراتي عملیاتو پر بنسټ شوي. د خبرپاڼې له مخې؛ په یاده سیمه کې لاهم چاڼیز عملیات روان دي.

په خبرپاڼه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

ورته مهال د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یاد عملیات بریالي بللي. هغه تر دې وړاندې هم په وار، وار ویلي، چې د ترهګرۍ د بشپړې له‌منځه وړلو پورې به دغه ډول عملیات دوام وکړي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۴مه) هم خبر ورکړی و، چې د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په یو لړ عملیاتو کې ۲۲ وسله‌وال وژلي دي.

په بنو کې د ډرون څرخکې په برید کې ۲ پاکستاني پولیس ټپیان شوي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۰ GMT+۰
په بنو کې د ډرون څرخکې په برید کې ۲ پاکستاني پولیس ټپیان شوي
100%

د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني پولیسو پر یوه پوسته د کواډکاپټر ډرون په برید کې دوه پولیس ټپیان شوي دي. ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې جنګیالیو د شیخ لنډک پر پوسته د ډرون له لارې چاودېدونکي توکي غورځولي دي.

سرچینو زیاته کړې چې په برید کې د اسماعیل او اسلم شاه په نومونو دوه پولیس ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا، په برید کې د بنو د «هوید پولیسو مرکز» اړوند شیخ لنډک پوسته زیانمنه شوې او ټپي شوي سرتېري یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

د سرچینو په وینا، ځایي امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د برید د عواملو د معلومولو لپاره یې پلټونکي عملیات پیل کړي دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی، خو ګومان کیږي چې وسله والو جنګیالیو به کړی وي.

افغانستان انټرنشنل له دې وړاندې ځانګړی رپوټ درلود، چې پاکستاني طالبانو ډرون څرخکو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

سرچینې: ناڅرګندو ډرون الوتکو په خېبرپښتونخوا کې د داعش پر مرکزونو بریدونه کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۵ GMT+۰
سرچینې: ناڅرګندو ډرون الوتکو په خېبرپښتونخوا کې د داعش پر مرکزونو بریدونه کړي
100%

سرچینې وایي، چې نن ماښام شاوخوا شپږ بجې ناڅرګندو ډرون الوتکو د خېبرپښتونخوا ایالت د خېبر ولسوالۍ جبار میلې په سیمه کې د داعش پر دوو مرکزونو برید کړی دی.

عیني شاهدانو ویلي، چې په دغو ودانیو کې د عبدالحکیم توحیدي، ګل نظیم او صدیق یار په نوم د داعش خراسان څانګې یو شمېر مهم غړي مېشت وو. د معلوماتو له مخې، یادو کسانو په سیمه او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ځینو خونړیو بریدونو په ترسره کولو کې لاس درلود.

د یادولو ده چې په دې پېښه کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه لا پوره معلومات نشته.

شاهدانو همداراز ویلي، چې ډرون الوتکې له برید وروسته د افغانستان لوري ته تللي او تېره شپه هم په همدې سیمه کې الوتکې ګرځېدلې.

ویل کېږي، چې د برید پر مهال د پاکستاني ځواکونو له خوا پر ډرون الوتکو د درنو ماشینګڼو ډزې هم شوې دي، خو د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.