• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالو حقونو د څار نړۍوال بنسټ: د افغان کډوالو ساتنه یو قانوني او اخلاقي مسوولیت دی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۴ GMT+۰

د کډوالو حقونو د څار نړۍوال بنسټ ویلي، چې د یو فرد کړنه باید د هغو افغانانو لپاره د ډله‌ییزې سزا لامل نه شي، چې په وفادارۍ سره یې د امریکا ماموریتونو ته خدمت کړی. دغه سازمان همداراز ټینګار کړی، چې د افغان کډوالو ساتنه یو قانوني او اخلاقي مسوولیت دی.

یاد بنسټ نن یکشنبه (د لیندۍ ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یوه افغان له خوا د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو شوی برید په کلکو ټکو غندلی او خپله خواخوږي یې څرګنده کړې ده.

دغه بنسټ زیاتوي، چې د امریکا د کډوالۍ ادارې له خوا د افغانانو د کډوالۍ اړوند لړۍ د ناڅاپي ځنډول ګڼ شمېر ښځې، ماشومان او کورنۍ چې د امریکا له خوا تایید شوي، په نورو هېوادونو کې له سختو شرایطو سره مخ کړي دي.

دغه سازمان د امریکا له حکومت څخه غوښتي، چې سمدستي په دې پالیسۍ غور او بیاکتنه وکړي، د بیا مېشتېدنې پروګرامونه له سره فعال کړي او د هغو افغان متحدینو ژوند خوندي کړي، چې د امریکا د ملاتړ لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی وو.

سازمان ټینګار کوي، چې منل شوي او ارزول شوي افغان متحدین باید د یو فردي کړنې له امله زیانمن نه شي.

دغه بنسټ د امریکا له حکومته څو مهمې غوښتنې کړي دي: د هغو ټولو پالیسیو بیاکتنه چې له امله یې افغان کډوال اغېزمن شوي، د (P1)، (P2) او (SIV) د بیا مېشتېدو پروګرامونو بیا پیل، د افغانانو د توقیف، شړلو او یا ډله‌ییزې سزا مخنیوی، د بند پاتې کورنیو لپاره بېړنی بشري ملاتړ، د هغو افغان همکاریانو خوندیتوب چې د امریکا ماموریتونو ته یې خدمت کړی، او همدارنګه د امریکايي سیاستوالو له لوري د زیان رسونکو څرګندونو په اړه عامه وضاحت.

په پای کې دغه سازمان یو ځل بیا ټینګار کوي، چې د افغان کډوالو ساتنه یو قانوني او اخلاقي مسوولیت دی او د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره د بېړني او همغږي اقدام غوښتنه یې کړې.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خوړو او درملو د احتکار پر مخنیوي ټینګار کړی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۰
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خوړو او درملو د احتکار پر مخنیوي ټینګار کړی
100%

د طالبانو تر واک لاندې د خوړو او درملو ملي بورډ ددې ډلې د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې بورډ د غړو په ګډون ناسته کړې. په دې ناسته کې د خوړو او درملو شرکتونو له خوا د احتکار پر مخنیوي ټینګار شوی.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ نن یکشنبه، د لیندۍ ۹مه په اېکس کې لیکلی، چې په دې غونډه کې لومړی د بورډ غړو د خپلو ورسپارل شويو کړنو او فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.

وروسته د درملو د تولید په برخو کې د اسانتیاوو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هراړخیز بحث او ارزونه وشوه.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ لیکلی، چې د هېواد په مرکز، ولایتونو او ولسوالیو کې د خوړو او درملو د تولید او واردولو ځایونو د څارنې د پیاوړتیا او همدارنګه د شرکتونو له لوري د احتکار د مخنیوي په هکله ټینګار شوی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سره هم مهاله د افغانانو شکایتونه دا دي، چې ځینې دوکانداران په خوراکي توکو او درملو کې له احتکاره کار اخلي.

پاکستان د بلوچستان له ګردي ځنګل پنډغالي څخه ټول افغان کډوال اېستلي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۴ GMT+۰
پاکستان د بلوچستان له ګردي ځنګل پنډغالي څخه ټول افغان کډوال اېستلي
100%

د پاکستان حکومت د بلوچستان ایالت په چاغي ولسوالۍ کې له ګردي ځنګل پنډغالي څخه ټول افغان کډوال اېستلي او افغانستان ته یې ستانه کړي دي. پاکستاني چارواکو ویلي، کډوال یې د حکومت د پالیسۍ له مخې افغانستان ته اخراج کړي او اوس یې په پنډغالي کې د خالي کورونو او ودانیو ویجاړول پیل کړي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د بلوچستان ایالت په چاغي ولسوالۍ کې د ګردي ځنګل په نوم د افغان کډوالو یاد پنډغالی چې پر ۱۹۸۰ کال فعال شوی و او زرګونه افغان کډوال پکې مېشت وو اوس په یو کنډواله بدل شوی دی.

په یاد پنډغالي کې تر ډېره د افغانستان د سویلي ولایتونو اوسېدونکي اوسېدل.

سرچینو ویلي، چې له یاد پنډغالي څخه ټول افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

پر همدغه مهال د پاکستان دولتي راډیو ویلي، چې له ګردي ځنګل پنډغالي څخه ټول افغان کډوال اېستل شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې افغان کډوال یې د حکومت د پالیسۍ له مخې افغانستان ته ستانه کړي او اوس یې په پنډغالي کې د خالي کورونو او ودانیو ویجاړول پیل کړي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزیره وايي چې لکڼوال په امریکا کې افراطي شوی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۴ GMT+۰
د امریکا د کورني امنیت وزیره وايي چې لکڼوال په امریکا کې افراطي شوی
100%

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم د یکشنبې په ورځ وویل، چې په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارد پر غړو د برید تورن عامل امریکا ته له راتګ وروسته افراطیت ته مخه کړې ده. نوم وویل، چارواکي فکر کوي، چې رحمان الله لکڼوال افراطیت ته له مخې کولو وړاندې په واشنګټن ایالت کې اوسېدلی و.

چارواکو ۲۹ کلن لکڼوال د چارشنبې ورځې په ډزو کې تورن معرفي کړی.

د رویټرز د معلوماتو پر بنسټ، هغه د ټرمپ تر ادارې لاندې د اپریل په میاشت کې پناه ترلاسه کړې وه.

د نوم څرګندونې ښيي چې لکڼوال، چې په افغانستان کې دسي ای اې تر ملاتړ لاندې قطعې غړی و، کیدای شي امریکا ته له تګ وروسته افراطیت ته مخه کړې وي.

نوم این بي سي ته وویل: «موږ باور لرو چې هغه دلته په دې هېواد کې افراطیت ته مخه کړې».

نوم وویل چې د امریکا چارواکو تر اوسه د لکڼوال له پېژندویه کسانو «څه مرسته» ترلاسه کړې خو خبرداری یې ورکړ چې امریکا به د دې ډزو په تړاو هر چا ته رسیدګي وکړي.

هغې وویل: «هر څوک چې د دې په اړه معلومات لري باید پوه شي چې موږ به پسې ورشو، او عدالت ته به یې راولو».

طالبانو د واشنګټن ډي سي برید کې د پاکستان د احتمالي لاس لرلو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۹ GMT+۰
طالبانو د واشنګټن ډي سي برید کې د پاکستان د احتمالي لاس لرلو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې
100%

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین وايي، چې دوی د واشنګټن په ډزو کې د پاکستان د لاس لرلو د احتمال په اړه تحقیقات غواړي. شاهین ویلي، چې کابل هیڅ امکان نه ردوي او دا چې یوه بې طرفه او مسلکي څیړنه باید د برید عاملان معلوم کړي.

د هند نیوز ۱۸ خبري اژانس وايي چې طالبانو په واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې له ډزو وروسته سهیل شاهین ددې ډلې د رسمي دریځ وړاندې کولو د مسوول په توګه ټاکلی دی.

شاهین له نیوز ۱۸ سره په یوه مرکه کې وویل چې د طالبانو پالیسي روښانه ده او دا چې "افغان خاوره" باید د کوم فرد یا شبکې له خوا په بهر کې د بریدونو ترسره کولو لپاره ونه کارول شي.

کله چې د پیښې په اړه د پاکستان د پوځي استخباراتو د احتمالي رول په اړه وپوښتل شو، نیوز ۱۸ لیکلي چې هغه دا امکان رد نه کړ، خو ویې ویل چې ترڅو تحقیقات بشپړ نه شي څه نه شي ویلی.

هغه د پاکستان استخباراتي اداره تورنه کړه، چې هڅه کوي د طالبانو اعتبار ته زیان ورسوي او افغانان د امنیتي ګواښ په توګه په داسې وخت کې انځور کړي چې کابل د هند په ګډون نړۍ ته نږدې کیږي.

د طالبانو او ډیلي د اړیکو په اړه، شاهین وویل چې دا تعامل د ملي ګټو پر بنسټ ولاړ دی او د هند او افغانستان اړیکې تاریخي سابقه لري.

له ډزو وروسته د افغان کډوالو د پروسې پر وړاندې د سپینې ماڼۍ د سخت اقدام په اړه راپورونو ته په غبرګون کې سهیل شاهین وویل چې دا د متحده ایالاتو حکومت پورې اړه لري چې جامع تحقیقات وکړي.

د شاهین په وینا لومړني راپورونه ښیي چې بریدګر د پخواني افغان حکومت "په افغانستان کې امریکایي سرتیرو" سره د کار کولو سابقه لري خو حقیقت یوازې د تحقیقاتو له لارې معلومېدلی شي.

په دې وروستیو کې یو افغان رحمان الله لکڼوال د متحده ایالاتو د ملي ګارډ پر دوو سرتیرو ډزې وکړې، چې دواړه سرتیري یې ټپیان کړل خو یوه سرتیرې یوه ورځ وروسته د خپلو ټپونو له امله مړه شوه.

مولانا فضل الرحمن: د پاکستان افغان پالیسي ناکامه ده

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۶ GMT+۰
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان افغان پالیسي ناکامه ده
100%

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي، چې د پاکستان افغان پالیسي ناکامه ده او په تېرو ۷۸ کلونو کې پاکستان ونه کړای شوای، چې افغانستان خپل دوست جوړ کړي. نوموړي زیاته کړه، چې دی د جګړې خلاف دی او باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه ونه شي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان نن یکشنبه، د لیندۍ ۹مه د خیبرپښتونخوا په مردان ولسوالۍ کې الجامعه الاسلامیه مدرسې کې په خبرو کې وویل، چې پاکستان او افغانستان دې پر خپلو پالیسو له سره غور وکړي.

د پاکستان یاد مذهبي مشر نیوکه وکړه، چې پاکستان د خپلې ډيپلوماسۍ له لارې ونه شوای کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې کړي.

مولانا فضل الرحمان وویل:« ما افغانستان ته د یوې اونۍ لپاره دوره وکړه، عالمانو له ماسره ملتیا کوله، په یوه اونۍ کې موږ یوه اجنډا مکمل کړه او بېرته راغلو له بریالیتوب سره، خو هغه زموږ له خوا جوړ شوی کار له تاسې «پاکستان» څخه خراب شو او تاسې هغه هم پرمخ یونه وړای شوای.»

نوموړي د پاکستان پر تکلارې نیوکه وکړه، چې د جګړې پالیسي پرمخ وړي او د اسلام اباد حکومت ته یې په خطاپ کې وویل، چې دا مساله داسې نه شي حل کولی.

مولانا فضل الرحمن وايي، دی د جګړې خلاف دی او دواړو هېوادونو ترمنځه هم جګړه نه غواړي.

هغه دغه راز وویل، چې « په پاکستان کې هم د وسله والې جګړې حلاف یو او وسله والو ډلو ته وایو چې په سیمه کې ناامني نه غواړو باید په خپلې تګلارې بیا له سره کتنه وکړي».

مولانا فضل الرحمان د وینا په یوه برخه کې وویل:« وسله والې ډلې دې جګړه بنده کړي او افغانستان هم په دې برخه کې مرسته وکړي او پاکستان هم په دې برخه کې پرمختګ وکړي او قوم دوستي غواړي.»

دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې په ظاهر د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې دي او په وروستیو اونیو کې د ټي ټي پي او د پاکستان پوځ ترمنځ جګړو او بریدونو زور اخیستی دی.