طالبانو په کابل او هلمند کې ۱۷ کسان په دُرو وهلي

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په کابل او هلمند ولایتونو کې یې ۱۷ کسانو ته د «زنا»، نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په جرم تعزیري سزاګانې ورکړې دي.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په کابل او هلمند ولایتونو کې یې ۱۷ کسانو ته د «زنا»، نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په جرم تعزیري سزاګانې ورکړې دي.
یادې محکمې نن د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ ۹مه په دوو جلا جلا خپرپاڼو کې ویلي، چې د یادې ډلې د کابل ولایت د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخینوي ابتدایه محکمې ۱۵ کسان د نشه يي ټابلیټو، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو له ۷ میاشتو څخه تر دوو کاله تنفیذي بند محکوم کړي او هر یو يې له ۱۰ تر ۲۰ دُرو وهلی دی.
همدارنګه یادې محکمې ویلي، چې د هلمند ولایت په موسی کلا او ګرشک ولسوالیو کې یې دوه کسان د «زنا» په تور په عام محضر کې له ۲۰ تر ۳۹ دُورې وهلي او هر یو يي پر لس او شپږ میاشتې تنفیذي بند محکوم کړی دی.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي، چې د پاکستان افغان پالیسي ناکامه ده او په تېرو ۷۸ کلونو کې پاکستان ونه کړای شوای، چې افغانستان خپل دوست جوړ کړي. نوموړي زیاته کړه، چې دی د جګړې خلاف دی او باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه ونه شي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان نن یکشنبه، د لیندۍ ۹مه د خیبرپښتونخوا په مردان ولسوالۍ کې الجامعه الاسلامیه مدرسې کې په خبرو کې وویل، چې پاکستان او افغانستان دې پر خپلو پالیسو له سره غور وکړي.
د پاکستان یاد مذهبي مشر نیوکه وکړه، چې پاکستان د خپلې ډيپلوماسۍ له لارې ونه شوای کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې کړي.
مولانا فضل الرحمان وویل:« ما افغانستان ته د یوې اونۍ لپاره دوره وکړه، عالمانو له ماسره ملتیا کوله، په یوه اونۍ کې موږ یوه اجنډا مکمل کړه او بېرته راغلو له بریالیتوب سره، خو هغه زموږ له خوا جوړ شوی کار له تاسې «پاکستان» څخه خراب شو او تاسې هغه هم پرمخ یونه وړای شوای.»
نوموړي د پاکستان پر تکلارې نیوکه وکړه، چې د جګړې پالیسي پرمخ وړي او د اسلام اباد حکومت ته یې په خطاپ کې وویل، چې دا مساله داسې نه شي حل کولی.
مولانا فضل الرحمن وايي، دی د جګړې خلاف دی او دواړو هېوادونو ترمنځه هم جګړه نه غواړي.
هغه دغه راز وویل، چې « په پاکستان کې هم د وسله والې جګړې حلاف یو او وسله والو ډلو ته وایو چې په سیمه کې ناامني نه غواړو باید په خپلې تګلارې بیا له سره کتنه وکړي».
مولانا فضل الرحمان د وینا په یوه برخه کې وویل:« وسله والې ډلې دې جګړه بنده کړي او افغانستان هم په دې برخه کې مرسته وکړي او پاکستان هم په دې برخه کې پرمختګ وکړي او قوم دوستي غواړي.»
دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې په ظاهر د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې دي او په وروستیو اونیو کې د ټي ټي پي او د پاکستان پوځ ترمنځ جګړو او بریدونو زور اخیستی دی.
واشنګټن پوسټ په یوه رپوټ کې ویلي، چې د هند او طالبانو ترمنځ وروستۍ نږدې اړیکې په اسلام اباد کې د اندېښنې لامل شوې دي او د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه مرګونو بریدونو ته په کتو سره ښايي افغانستان او پاکستان د یوې نوې شخړې پر لور ولاړ شي.
په راپور کې ویل شوي، چې افغان طالبانو د افغانستان په ختیزو ولایتونو کې د تیرې اونۍ مرګونو هوايي بریدونو تور پر اسلام اباد لګولی او ژمنه یې کړې، چې د یادو بریدونو غچ به اخلي، خو پاکستان ویلي، چې پر افغانستان یې هوايي بریدونه نه دي کړي.
یاد بریدونه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې شاوخوا ۱۰ کسان ووژل شول، طالبان داسې انګیري چې پاکستان د هغه برید په غبرګون کې کړی، چې له یادو بریدونو څخه یوه ورځ وړاندې په پېښور کې د نیمه نظامي ځواکونو پر مرکز وشو.
پر همدغه مهال اسلام اباد پر نوي ډیلي او کابل له ټي ټي پي سره د اړیکو تور پورې کړی، خو نوی ډیلي او کابل دغه ډول ادعاوې ردوي.
واشنګټن پوسټ ویلي، چې له ټي ټي پي سره د کابل او نوي ډیلي اړیکو په اسلام اباد کې ویره رامنځته کړې، چې ګواکي ګاونډیان یې پر وړاندې دسیسې جوړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي واشنګټن پوسټ ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې «موږ له دې اړیکو ژوره اندېښنه لرو.»
هند لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو خپل ډیپلوماټیک ماموریت یې سفارت ته لوړ کړی.
کاناډا کې د اسیا پسیفیک بنسټ غړی مایکل کوګلمن وايي:« افغانستان له ډېره وخته د هند او پاکستان د نفوذ لپاره د میدان په څېر پاتې شوی دی. پاکستان چې اوس له طالبانو سره په اړیکو کې شاتې پاتې شوی، هند ورسره د اړیکو فرصت ویني.»
پر همدغه مهال ځینو شنونکو ویلي، چې طالبان ښايي د هند لپاره ګټور ملګري ثابت شي.
په ډیلي کې د ستراتیژیکو او دفاعي مطالعاتو بنسټ مشر هیپیمون جېکب وايي:« د نوي ډیلي له خوا د ظالمانه رژیم سره نږدې کېدل، چې نړیواله ټولنه یې د ښځو او نورو په وړاندې په سختو محدودیتونو نیوکه کوي، له دې درک څخه سرچینه اخلي چې طالبانو ته په سیمه کې نور ملګري نه دې ورپاتې. که موږ له شمالي کوریا سره اړیکې لرلی شو، نو له طالبانو سره اړیکه درلودل هم معقول ګڼم.»
واشنګټن پوسټ ویلي، چې طالبانو له هند سره د ګرمیدونکو اړیکو هرکلی کړی او دا اړیکې د مهمو اقتصادي مرستو په توګه ګڼي.
اوس له نږدې دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې بندې دي او طالبان سوداګر هڅوي چې د ایران او مرکزي اسیا هېوادنو سره سوداګري پراخه کړې او نوې لارې ولټوي.
واشنګټن پوسټ له ۱۹۹۰ کلونو څخه د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکو یادونه کړې او وايي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د دوهم ځل لپاره واک ته د طالبانو له رسېدو سره د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د طالبانو هرکلی وکړ، خو طالبانو د پاکستان هیلې پوره نه کړې او په یاد هېواد کې د ټي ټي پي برېدونه زیات شول.
پاکستان د افغان کډوالو په شړلو، افغانستان کې بمبار کولو او د سوداګریزو لارو په تړلو سره د ټی ټي پي د مهار لپاره پر افغان طالبانو فشارونه اچولي خو لا هم اسلام اباد او کابل د ټی ټي پي په اړه کومې پریکنده پایلې ته نه دي رسیدلي.
د طالبانو د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وایي، چې د دغه ولایت په ۱۳ ولسواليو کې بڼوالو په ۲۱۵.۶ هکتاره ځمکه د مالټو بڼونه جوړ کړي چې سږکال يې حاصل ۲ زره ۲۱۴ مټريک تنه اټکل شوی دی.
دغه بڼونه په کوز کونړ، دره نور، ګوشتې، روداتو، کوټ، بټي کوټ، اچين، شينوارو، مومندرې، سره رود، خوږياڼو، نازيانو او چپرهار ولسواليو کې جوړ شوي دي.
د طالبانو د ننګرهار د کرنې ریيس محمد ولي محسن وايي، چې تېر کال ۲۰۴.۶ هکتاره ځمکه باندې بڼونو ۲۱۰۸.۷۵ مټریک ټنه حاصل ورکړی و، خو سږکال بڼوالي پراخه شوې، چې ورسره حاصل هم زيات شوی او پنځه سلنه زياتوالی ښيي.
دوی زیاتوی، چې د کرنې رياست ياد بڼوال روزلي او ورسره يې د وسايلو مرسته هم کړې او راتلونکي کال کې به ددغه رياست له لوري د ستروسو بڼونو پراختيا ته لا زيات کار وشي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، د یاد وزارت وزیر محمدعیسی ثاني د ترکي ودانیزو شرکتونو له استازي بولنت بیلګي سره کتنه کې د زېر بنایي پروژو په هکله هر اړخیزې خبرې اترې کړې دي. بولنت بیلګي ویلي چې دوی په افغانستان کې د سړکونو او پلونو جوړونې په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
د طالبانو د ټولګټو وزارت نن یکشنبه، د لیندۍ ۹مه ویلي، چې د لیدنې په لړ کې، د ترکي بیلګیون ( ام وي جيMVG) ودانیز شرکت استازي بولنت بیلګي له محمدعیسی ثاني سره په ناسته کې وویل، چې د دوی شرکت په ودانیزو چارو کې پراخه تجربه لري.
دغه راز د طالبانو د ټولګټو وزیر محمدعیسی ثاني ویلي: « دامهال په افغانستان کې تر بل هر وخت امنيت ښه شوی او په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د سړکونو په برخه کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې بشپړه زمينه برابره ده.»
نوموړي زیاته کړې، چې «په افغانستان دننه موږ ګڼ شمېر فني او مسلکي کدرونه او مجهز ودانیز او د سړک جوړونې شرکتونه لرو خو بیا هم بهرني ودانیز شرکتونه کولای شي، چې په زیربنایي پروژو کې پانګونه او ګډون وکړي».
د لیدنې په پای کې پرېکړه شوې، چې په نږدې ورځو کې به له ترکيې هېواد څخه یو تخنیکي ټیم افغانستان ته راشي او د طالبانو د ټولګټو وزارت تخنیکي ټیم سره به د سړکونو او پلونو د پروژو د تطبیق په تړاو دوامداره ناستې وکړي.
اسوشیټیډ پریس په خپل ځانګړي رپوټ کې لیکلي چې د ځینو ایمیلونو له ترلاسه کولو وروسته څرګنده شوې چې پر دوو امریکايي سرتېرو بریدکوونکی افغان عبدالرحمان لکڼوال له کلونو راهیسې له رواني ستونزو، بېکارۍ او اوږدمهالې انزوا سره مخ و.
عبدالرحمان لکڼوال، چې په ۲۰۲۱ کال کې د «متحدینو هرکلي» پروګرام له لارې له خپلې مېرمنې او پنځوماشومانو سره امریکا ته انتقال شوی و، اوس د لومړۍ درجې قتل په تور تورن دی.
یو ټولنیز فعال چې لکڼوال له نږدې پېژني، تېرکال د یاد افغان کډوال د وضعیت په اړه د «امریکایي کډوالو او مهاجرینو کمیټې» ته، چې یوه غیرانتفاعي موسسه ده او کډوالو ته خدمات وړاندې کوي، څو ایمیلونه استولي وو.
دغه ټولنیز فعال ویلي چې د لکڼوال غیرمنظم او غیرواضح چلندونه یې وښودل چې هغه د ځان وژنې په خطر کې دی، له همدې امله یې له یادې موسسې مرسته غوښتې وه. خو هغه په مرکې کې څرګنده کړې چې هېڅ نښه یې نه ده لیدلې چې لکڼوال د نورو پر وړاندې تاوتریخوالی ترسره کول غواړي.
په یوه ایمیل کې چې د ۲۰۲۴ کال په جنوري کې لیکل شوی، راغلي: «د ۲۰۲۳کال له مارچ راهیسې رحمانالله نور د یوه شخص، پلار یا د کورنۍ د ډوډۍ راوړونکي په توګه عادي ژوند نه کاوه. هغه په همدې میاشت کې خپل کار پرېښود او چلند یې خورا بدل شو».
لکڼوال کله نا کله څو اونۍ په «تیاره خونه» کې کښېناسته او د خپلې ښځې او ماشومانو په ګډون یې له چا سره خبرې نه کولې. د ۲۰۲۳ کال په یوه موده کې یې کورنۍ د څو میاشتو کرایې نه ورکولو له امله د ایستلو خطر سره مخ شوه.
په یوه ایمیل کې راغلي چې د لکڼوال کورنۍ ډېر وخت مجبورېده چې د هغه کوچني زامن د پیغامونو یا تلیفون ځوابولو لپاره ور ولیږي، ځکه هغه له هیچا سره خبرې نه کولې. حتا کله یې چې مېرمنې د خپلو خپلوانو لیدو لپاره یوه اونۍ سفر کړی و، ماشومان یې ونه مینځل، کالي یې نه بدلول، او مناسب خواړه یې نه خوړل. د ماشومانو ښوونځي هم د دوی د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی و.
په ایمیل کې ویل شوي چې لکڼوال «کله نا کله د موټر په وسیله سفرونه کول».
د واشنګټن محکمې قاضي ژنین پیرو تېره اونۍ وویل چې لکڼوال په ټول هېواد کې بېوقفې موټر چلولو څو پلازمېنې ته ورسېږي او خپل برید ترسره کړي.