• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سږکال په ننګرهار کې د مالټو حاصلات نژدې ۲ زره مټريک ټنه اټکل شوي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وایي، چې د دغه ولایت په ۱۳ ولسواليو کې بڼوالو په ۲۱۵.۶ هکتاره ځمکه د مالټو بڼونه جوړ کړي چې سږکال يې حاصل ۲ زره ۲۱۴ مټريک تنه اټکل شوی دی.

دغه بڼونه په کوز کونړ، دره نور، ګوشتې، روداتو، کوټ، بټي کوټ، اچين، شينوارو، مومندرې، سره رود، خوږياڼو، نازيانو او چپرهار ولسواليو کې جوړ شوي دي.

د طالبانو د ننګرهار د کرنې ریيس محمد ولي محسن وايي، چې تېر کال ۲۰۴.۶ هکتاره ځمکه باندې بڼونو ۲۱۰۸.۷۵ مټریک ټنه حاصل ورکړی و، خو سږکال بڼوالي پراخه شوې، چې ورسره حاصل هم زيات شوی او پنځه سلنه زياتوالی ښيي.

دوی زیاتوی، چې د کرنې رياست ياد بڼوال روزلي او ورسره يې د وسايلو مرسته هم کړې او راتلونکي کال کې به ددغه رياست له لوري د ستروسو بڼونو پراختيا ته لا زيات کار وشي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

یو ترکي شرکت په افغانستان کې د سړک او پُل جوړونې برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۷ GMT+۰
یو ترکي شرکت په افغانستان کې د سړک او پُل جوړونې برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې
100%

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، د یاد وزارت وزیر محمدعیسی ثاني د ترکي ودانیزو شرکتونو له استازي بولنت بیلګي سره کتنه کې د زېر بنایي پروژو په هکله هر اړخیزې خبرې اترې کړې دي. بولنت بیلګي ویلي چې دوی په افغانستان کې د سړکونو او پلونو جوړونې په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

د طالبانو د ټولګټو وزارت نن یکشنبه، د لیندۍ ۹مه ویلي، چې د لیدنې په لړ کې، د ترکي بیلګیون ( ام وي جيMVG) ودانیز شرکت استازي بولنت بیلګي له محمدعیسی ثاني سره په ناسته کې وویل، چې د دوی شرکت په ودانیزو چارو کې پراخه تجربه لري.

دغه راز د طالبانو د ټولګټو وزیر محمدعیسی ثاني ویلي: « دامهال په افغانستان کې تر بل هر وخت امنيت ښه شوی او په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د سړکونو په برخه کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې بشپړه زمينه برابره ده.»

نوموړي زیاته کړې، چې «په افغانستان دننه موږ ګڼ شمېر فني او مسلکي کدرونه او مجهز ودانیز او د سړک جوړونې شرکتونه لرو خو بیا هم بهرني ودانیز شرکتونه کولای شي، چې په زیربنایي پروژو کې پانګونه او ګډون وکړي».

د لیدنې په پای کې پرېکړه شوې، چې په نږدې ورځو کې به له ترکيې هېواد څخه یو تخنیکي ټیم افغانستان ته راشي او د طالبانو د ټولګټو وزارت تخنیکي ټیم سره به د سړکونو او پلونو د پروژو د تطبیق په تړاو دوامداره ناستې وکړي.

ځانګړی رپوټ: لکڼوال د بې‌ کارۍ او انزوا ښکار و

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۲ GMT+۰
ځانګړی رپوټ: لکڼوال د بې‌ کارۍ او انزوا ښکار و
100%

اسوشیټیډ پریس په خپل ځانګړي رپوټ کې لیکلي چې د ځینو ایمیلونو له ترلاسه کولو وروسته څرګنده شوې چې پر دوو امریکايي سرتېرو بریدکوونکی افغان عبدالرحمان لکڼوال له کلونو راهیسې له رواني ستونزو، بې‌کارۍ او اوږدمهالې انزوا سره مخ و.

عبدالرحمان لکڼوال، چې په ۲۰۲۱ کال کې د «متحدینو هرکلي» پروګرام له لارې له خپلې مېرمنې او پنځوماشومانو سره امریکا ته انتقال شوی و، اوس د لومړۍ درجې قتل په تور تورن دی.

یو ټولنیز فعال چې لکڼوال له نږدې پېژني، تېرکال د یاد افغان کډوال د وضعیت په اړه د «امریکایي کډوالو او مهاجرینو کمیټې» ته، چې یوه غیرانتفاعي موسسه ده او کډوالو ته خدمات وړاندې کوي، څو ایمیلونه استولي وو.

دغه ټولنیز فعال ویلي چې د لکڼوال غیرمنظم او غیرواضح چلندونه یې وښودل چې هغه د ځان وژنې په خطر کې دی، له همدې امله یې له یادې موسسې مرسته غوښتې وه. خو هغه په مرکې کې څرګنده کړې چې هېڅ نښه یې نه ده لیدلې چې لکڼوال د نورو پر وړاندې تاوتریخوالی ترسره کول غواړي.

په یوه ایمیل کې چې د ۲۰۲۴ کال په جنوري کې لیکل شوی، راغلي: «د ۲۰۲۳کال له مارچ راهیسې رحمان‌الله نور د یوه شخص، پلار یا د کورنۍ د ډوډۍ راوړونکي په توګه عادي ژوند نه کاوه. هغه په همدې میاشت کې خپل کار پرېښود او چلند یې خورا بدل شو».

لکڼوال کله نا کله څو اونۍ په «تیاره خونه» کې کښېناسته او د خپلې ښځې او ماشومانو په ګډون یې له چا سره خبرې نه کولې. د ۲۰۲۳ کال په یوه موده کې یې کورنۍ د څو میاشتو کرایې نه ورکولو له امله د ایستلو خطر سره مخ شوه.

په یوه ایمیل کې راغلي چې د لکڼوال کورنۍ ډېر وخت مجبورېده چې د هغه کوچني زامن د پیغامونو یا تلیفون ځوابولو لپاره ور ولیږي، ځکه هغه له هیچا سره خبرې نه کولې. حتا کله یې چې مېرمنې د خپلو خپلوانو لیدو لپاره یوه اونۍ سفر کړی و، ماشومان یې ونه مینځل، کالي یې نه بدلول، او مناسب خواړه یې نه خوړل. د ماشومانو ښوونځي هم د دوی د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی و.

په ایمیل کې ویل شوي چې لکڼوال «کله نا کله د موټر په وسیله سفرونه کول».

د واشنګټن محکمې قاضي ژنین پیرو تېره اونۍ وویل چې لکڼوال په ټول هېواد کې بې‌وقفې موټر چلولو څو پلازمېنې ته ورسېږي او خپل برید ترسره کړي.

اسحاق ډار وايي متقي ورته ویلي و چې په افغانستان کې د ټي ټي پي یو شمیر غړي نیول شوي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۲ GMT+۰
اسحاق ډار وايي متقي ورته ویلي و چې په افغانستان کې د ټي ټي پي یو شمیر غړي نیول شوي
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپله وروستۍ خبري ناسته کې ویلي، چې کابل ته د سفر پرمهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ورته ویلي و، چې د تحریک طالبان پاکستان ځینې غړي یې زنداني کړي دی. ډار زیاتوي، چې دا کافي نه ده او د دوی د ځپلو دوامدارو اقداماتو اړتیا ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تېره ورځ د لیندۍ ۸مه په اسلام کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې د کابل د سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هغه ته وویل، چې طالبانو شاوخوا سل تنه د ټي ټي پي وسله وال او د دوی څو مرسته کوونکي نیولي دي.

ډار همدراز زیاته کړه، چې طالبانو پاکستان ته بلنه ورکړې وه، چې د بندیانو د تایید لپاره یو پلاوی واستوي خو اسلام اباد ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې څخه د فعالیت کوونکو ټي ټي پي عناصرو پر وړاندې لا ډېر پرېکنده او دوامداره اقداماتو ته اړتیا ده.

تر اوسه پورې طالبانو د اسحاق ډار ددې څرګندونو پر وړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو سرچینو ویلي و، چې په بېلابیلو ولایتونو کې د تحریک طالبان پاکستان ځینې غړي نیول شوي او زندان ته لېږل شوي دي.

طالبانو او ایران دوغارون کې د افغان بانکونو د څانګو پرانېستل کېدو په اړه خبرې کړي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۴ GMT+۰
طالبانو او ایران دوغارون کې د افغان بانکونو د څانګو پرانېستل کېدو په اړه خبرې کړي
100%

د طالبانو د مرکزي بانک رییس نوراحمد آغا او د ایران د مرکزي بانک مشر محمدرضا فرزین په کابل کې لیدلي او د مالي او بانکي همکاریو په اړه يې خبرې کړې دي. د دې لیدنې پر مهال په ایران کې د دُوغارون آزادې سیمې کې د افغانستان د بانکونو د څانګو د پرانېستل کېدو پر موضوع هم بحث کړی.

د ایران د کورنیو رسنیو په وینا، په دوغارون کې د افغان بانکونو د څانګو جوړول د ایران او د طالبانو د ادارې تر منځ د مالي تبادلو د اسانتیا لپاره د یوه ممکنه حل لارې په توګه وړاندې شوي دي. په دې ناسته کې د خراسان رضوي والي غلام‌حسین مظفري هم ګډون درلود او د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو بانکي فعالیتونو او د مالي معاملو اړوند میکانیزمونو په اړه خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او طالبانو حکومتونه د نړۍوالو تر سختو بندیزونو لاندې دي.

د طالبانو د مرکزي بانک پخواني رییس هدایت‌الله بدري د روان کال د ثور په میاشت کې د ملګرو ملتونو له مرستیال سرمنشي سره په لیدنه کې ویلي وو چې له بندیزونو سره سره، «نړۍوالې مالي معاملې د غیر رسمي لارو ترسره کېږي».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي مخکې ویلي وو چې د دغه هېواد سوداګري له افغانستان سره د ټولو اروپايي هېوادونو له مجموعي سوداګرۍ هم زیاته ده.

ازادۍ جبهه ادعا کوي چې په بدخشان کې یې ۳طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۲ GMT+۰
ازادۍ جبهه ادعا کوي چې په بدخشان کې یې ۳طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي
100%

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، په بدخشان ولایت کې یې په طالب وسله والو راکټي برید کړی چې درې طالبان یې په‌کې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغه جبهې یکشنبه د (لیندۍ ۹مه)‌ یوې اعلامیه کې ادعا کړې چې د شنبې په ماښام، د بدخشان ولایت فیض اباد کې یې وسله والو د طالبانو پر امنیتي حوزه برید کړی چې په ترڅ کې یې دوه طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دواړو خواوو ترمنځ نږدې ۱۵ دقیقې نښته شوې، چې په کې د سپکو او درنو وسلو څخه استفاده شوې ده. تر اوسه طالبانو ددغه برید په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

دغه برید د افغانستان په شمال کې د ازادۍ جبهې د عملیاتو تازه پېښه بلل کېږي، چې د طالبانو پر حضور او امنیتي مرکزونو یې کړي دي.