اسحاق ډار وايي متقي ورته ویلي و چې په افغانستان کې د ټي ټي پي یو شمیر غړي نیول شوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپله وروستۍ خبري ناسته کې ویلي، چې کابل ته د سفر پرمهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ورته ویلي و، چې د تحریک طالبان پاکستان ځینې غړي یې زنداني کړي دی. ډار زیاتوي، چې دا کافي نه ده او د دوی د ځپلو دوامدارو اقداماتو اړتیا ده.