• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازادۍ جبهه ادعا کوي چې په بدخشان کې یې ۳طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۲ GMT+۰تازه شوی: ۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۳ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، په بدخشان ولایت کې یې په طالب وسله والو راکټي برید کړی چې درې طالبان یې په‌کې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغه جبهې یکشنبه د (لیندۍ ۹مه)‌ یوې اعلامیه کې ادعا کړې چې د شنبې په ماښام، د بدخشان ولایت فیض اباد کې یې وسله والو د طالبانو پر امنیتي حوزه برید کړی چې په ترڅ کې یې دوه طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دواړو خواوو ترمنځ نږدې ۱۵ دقیقې نښته شوې، چې په کې د سپکو او درنو وسلو څخه استفاده شوې ده. تر اوسه طالبانو ددغه برید په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

دغه برید د افغانستان په شمال کې د ازادۍ جبهې د عملیاتو تازه پېښه بلل کېږي، چې د طالبانو پر حضور او امنیتي مرکزونو یې کړي دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو کرنې وزارت وایي، سږ کال هېواد کې د انځرو ۱۵۲زره ټنه حاصلات ترلاسه شوي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۹ GMT+۰
د طالبانو کرنې وزارت وایي، سږ کال هېواد کې د انځرو ۱۵۲زره ټنه حاصلات ترلاسه شوي
100%

د طالبانو د کرنې،‌ اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، سږ کال په بېلابېلو ولایتونو کې د انځرو له بڼونو نه ۱۵۱زره او ۷۰۰ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوې دي. وایي، دا شمېر تېر زېږدیز کال کې د انځورو حاصلات ۱۱۱مټریک ټنه و چې ۳۹زره ټنه زیاتوالی په‌کې راغلی.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند شیر محمد حاتمي په خبره: «په ټول هېواد کې د تېر کال پرتله د انځرو حاصلاتو کې ۳۹زره او ۹۸۰ټنه زیاتوالی راغلی». هم مهاله‌ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په خبره،‌ په روان ۱۴۰۴کال کې د ۲۱۴مېلیونه ډالرو ارزښت ۴۳زره ټنه انځر بهرنیو هېوادونو ته صادر شوې دي.

د نوموړي په وینا: «په تېرو اتو میاشتو کې ډېر صادرات هندستان،‌ متحده عربي اماراتو، چین، پاکستان، عراق، امریکا او اسټرالیا ته ترسره شوي دي». کندهار کې د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رییس محمد حنیف خلیل وایي، د حاصلاتو د پراختیا یو مهم لامل بزګرانو ته روزنیز پروګرامونه او عامه پوهاوی دی.

د فرید احمد عظیمي په نوم یو افغان سوداګر له طالبانو نه غواړي چې د وچې میوې په برخه کې د سوداګرو لپاره د ویزو تر څنګ د ټرانسپورټي خدمتونو، ټرانزیټي خدمتونو، بانکي راکړې ورکړې او نورو برخو کې باید اوارې کړې. د هغه په خبره، که دا اسانتیاوې برابرې شي؛ نو سوداګري به لا پراخوالی ومومي.

افغان سوداګر شکایت لري چې ډېر کله په افغانستان کې د بانکي خدمتونو د بندیزونو او محدودیتونو له امله نورو هېوادونو ته په اسانۍ پیسې نه‌شي لېږلی او له همدې کبله یې په راکړو ورکړو کې خنډونه او ځنډونه رامنځته کېږي.

ایرانی ډېپلوماټ: ترکیه کې د طالبانو او پاکستان مذاکرات د تاوتریخوالي ‌مدیریت لپاره ګټور وو

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۶ GMT+۰
ایرانی ډېپلوماټ: ترکیه کې د طالبانو او پاکستان مذاکرات د تاوتریخوالي ‌مدیریت لپاره ګټور وو
100%

پخوانی ایرانی ډېپلوماټ او سیمه‌ییز تحلیلګر سید رسول موسوي وايي چې د افغانستان او پاکستان درېیمه دوره مذاکرات، که بریالي شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي مدیریت او د «ټي‌ټي‌پي» د فعالیتونو کنټرول ممکن کوي.وایي، د شخړو بشپړ حل اوږدمهاله خبرو او قوي سیاسي ارادې ته اړتیا لري.

سید رسول موسوي په خپل تحلیل کې وايي: «ريښتنی حل‌وفصل یوازې په محدودو مذاکراتو نه راځي؛ د دواړو هېوادونو لپاره اړینه ده چې اوږدمهاله، ژورې او د باور پر بنسټ خبرې وکړي».

هغه ټینګار کوي چې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو مخنیوی یو مهم ګام دی، خو دډيورنډ کرښې، امنیت، نفوذ سیمه‌ییزه، او د اوبو شخړې تر دې ساده مسلو ډېر ژورې او پېچلې دي.

پاکستان دعوه لري چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته په افغانستان کې ځای ورکړی او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.

طالبانو بیا د تحریک طالبان پاکستان حضور په افغانستان کې رد کړی او دا مساله د پاکستان داخلي موضوع ګڼي، خو وايي چمتو دي چې د پاکستان حکومت او مخالفینو ترمنځ د سولې رامنځته کولو لپاره همکاري وکړي.

په ټولیزه توګه، د سیمې کارپوهان باور لري چې حتی که مذاکرات بریالي هم شي، نو یوازې د شخړو مدیریت ممکن دی، او د دواړو هېوادونو د ژورو اختلافاتو حل لا هم وخت او د پیاوړې سیاسي ارادې غوښتنه لري.

خوشال سادات: اسلام‌اباد سختدریځې ډلې د «کورنیو بوټو» په شان روزلي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۰
خوشال سادات: اسلام‌اباد سختدریځې ډلې د «کورنیو بوټو» په شان روزلي
100%

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال خوشال سادات د د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) پر تګلارو کلکې نیوکې کړي. هغه ویلي چې اسلام‌اباد له کلونو راهیسې سختدریځې ډلې د «کورنیو بوټو» په شان روزلي او اوس د همدې پالنې له پایلو شکایت کوي.

جنرال خوشال سادات پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: « ای اېس ای مهرباني وکړه، نفس ونیسه، دا ډېره خواشینوونکې ده چې نور په خلکو د ‘طالب پلوه’ تور لګوې، په داسې حال کې چې تاسې نیمه پېړۍ سختدریځان لکه د باغ د بوټو په شان روزلي».

هغه په طنزيه ژبه زیاته کړې چې پاکستان اوس له دې امله شکایت کوي چې امریکا ورباندې نور د «لویو مرستو باران» نه کوي.

سادات لیکلي: «اوس، چې نور عادي ملاتړ نه شته، غږ اوچتوئ او غوښتنه کوئ چې نړۍ دې ستاسو درد درک کړي، شاید لږ نوره ژړا وکړئ، څوک به یې د ‘ستراتېژیک ژوروالي’ په نوم تعبیر کړي».

سادات دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي دي چې اسلام‌اباد په وار وار ادعا کوي د پاکستان ضد وسله‌وال د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، خو پر کابل واکمن طالبان دا ادعاوې ردوي.

د اوکراین په کېیف اوبلاست کې د روسیې ډرون بریدونو یو تن وژلی او ۱۱ کسان یې ټپیان کړي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۳ GMT+۰
د اوکراین په کېیف اوبلاست کې د روسیې ډرون بریدونو یو تن وژلی او ۱۱ کسان یې ټپیان کړي
100%

د اوکراین سیمه‌ییز چارواکي وايي، روسیې د نومبر پر ۳۰مه د شپې له خوا پر کېیف اوبلاست ډرون برید کړی چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی اود یو ماشوم په ګډون ۱۱ نور ټپیان دي.

د کېیف د پوځي ادارې مشر میکولا کلاشنېک د روسیې له خوا ددغه تازه برید په اړه ویلي چې په ویشهوروډ ولسوالۍ کې یوې لوړ پوړیزې استوګنیزې ودانۍ اور اخیستی او یو شخصي کور په بشپړ ډول له‌منځه تللی دی.

د نوموړي په وینا، د پېښې له ځایه شپږ ټپیان روغتون ته لیږدول شوي او د ژغورنې ډلې، ډاکټران او رواني متخصصین اوس هم د قربانیانو او سیمه‌والو د مرستې لپاره په سیمه کې دي.

د اوکراین چارواکي زیاتوي چې روسیې په وروستیو اونیو کې د کېیف پر ښار او اوبلاست بریدونه زیات کړي دي. یوازې د پرون ورځې د ډرونونو او توغندیو ګډ برید دوه کسان وژلي، ۳۸یې ټپیان کړي او د پلازمېنې شاوخوا نیمايي برخه یې له برېښنا محرومه کړې وه.

طالبانو تېره اونۍ په بلخ کې شاعر او فرهنګي فعال سید سکندر بامداد نیولی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۳ GMT+۰
طالبانو تېره اونۍ په بلخ کې شاعر او فرهنګي فعال سید سکندر بامداد نیولی
100%

سیمه‌ییزو سرچینو تایید کړې چې د طالبانو استخباراتو ریاست تېره یکشنبه د (لیندۍ لومړۍ نېټه) په بلخ ولایت کې ځايي شاعر او فرهنګي فعال سید سکندر حسینی بامداد هغه مهال نیولی چې کار ته روان و. د سرچینو په وینا، بامداد یوازې د خپلو ادبي او فرهنګي فعالیتونو له امله نیول شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې تر اوسه د هغه د بند ځای او د حالت په اړه هېڅ راز مالومات نشته. یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «نن یوه اونۍ بشپړېږي چې بامداد نیول شوی، خو لا هم هېڅ مالومات نه لري چې چېرته ساتل کېږي او څه وضعیت کې دی».

د بامداد دوستان او خپلوان وایي چې د هغه د برخلیک د مالومولو لپاره یې د طالبانو اړوندو ادارو ته څو ځله مراجعه کړې، خو چارواکو یو ځل دعوه کړې چې موضوع «پلټنې غواړي» او بل ځل یې ویلي چې نوموړی کابل ته لېږدول شوی دی.

خو کابل کې طالب چارواکو لا تر اوسه پورې د دې شاعر د بندي کېدو، ځای او وضعیت په اړه ناخبري ښودلې ده. یوې سرچینې زیاته کړې چې د نوموړي د نیولو یو لامل دا بلل شوی چې د ده په یو فرهنګي پروګرام کې ځینو ښځو هم ګډون کړی و.

سید سکندر حسيني بامداد په ۱۳۷۰ کال کې د بلخ ولایت په مزارشریف کې زېږېدلی. د ده د شعرونو درې چاپ شوې ټولګې د «بوسه بر گلوی نی»، «شاه شمشادقدان» او «مظلومیت بی‌مرز» په نومونو دي. طالبانو له هغه وروسته چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زېږدیز میاشتې پر ۲۴مه نېټه پر افغانستان واکمن شول، په پراخه کچه د مدني ټولنې فعالان، خبریالان، فرهنګي څېرې او د بشري حقونو مدافعان نیولي دي.

د بشري حقونو بنسټونه وایي چې ډېری نیول شوي کسان د مدافع وکیل له حقه محروم وي او د عادلانه قضایي بهیر اصول یې په ګڼو قضیو کې نه مراعت کېږي.