• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې د «صنعت او کلتور» په نوم ملي او نړۍوال درې ورځنی نندارتون ترسره کېږي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د شرکتونو ریاست وایي، چې ټاکل شوې د صنعت او کلتور په نوم ملي او نړۍوال درې ورځنی نندارتون پیل کړي.

دغه ریاست نن یکشنبه (د لیندۍ ۹مه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې دغه نندارتون به د سینمای پامیر په تالار کې د یوه کورني شرکت «تسل د نندارتون جوړولو شرکت» او د دغه ریاست د لاسي صنایعو د پراختیا شرکت له لوري په ګډه جوړه شي.

د دغه ریاست په وینا، په یاد نندارتون کې به سلګونه تولیدوونکي، پانګه‌وال، سوداګر او لسګونه زره لیدونکي ګډون وکړي.

د یادولو ده، چې په خبرپاڼه کې په دې نندارتون کې د ښځو د برخې اخیستو په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د افغانستان ښځې له زده کړو او کار څخه منع دي، خو یوه محدوده برخه بیا په سوداګرۍ، لاسي صنایعو او انلاین کاروبارونو بوخته ده. له دې سره، د دغو ښځو په ګډون ډېری نارینه سوداګر او د کوچنیو کاروبارونو خاوندان د بازار د نشتوالي له ستونزې شکایت لري.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د یونېسکو مشرې طالب چارواکو سره د بامیان تاریخي اثارو د ساتنې او بیارغونې په اړه خبرې کړي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۱ GMT+۰
د یونېسکو مشرې طالب چارواکو سره د بامیان تاریخي اثارو د ساتنې او بیارغونې په اړه خبرې کړي
100%

د افغانستان لپاره د یونېسکو سازمان مشر پاتریشیا مک‌فلپس د بامیان ولایت لپاره د طالبانو له والي سره په کتنه کې د تاریخي اثارو د ساتنې او د بامیان کلتوري میراثونو ته د نړۍوالو بنسټونو د پام اړولو اهمیت ته په اشارې ټينګار وکړ، یونېسکو د دغه ولایت د تاریخي سیمو بیارغونې ته ژمنه ده.

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، پاتریشیا مک‌فلپس په دې کتنه کې وویل: «یونېسکو د بامیان د تاریخي سیمو د بیارغونې په موخه د خپلو فعالیتونو دوام ته ژمنه ده.»

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالله سرحدي په دغه ولایت کې د لرغونو اثارو د بیارغونې په برخه کې د یونېسکو له هڅو په ستاینې سره وویل: «د غُلغُله ښار، ضحاک، کاروان سرای شش پل او په ولسوالیو کې د نورو لرغونو اثارو ساتنه د سیمه‌ییز حکومت په لومړیتوبونو کې ده.»

عبدالله سرحدي همداراز د یونېسکو له مسوولینو وغوښتل، چې د ولایت په کچه خپلو فعالیتونو ته همداراز دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په افغانستان کې د خپل لومړي پړاو د واکمنۍ په وروستیو کې (د ۲۰۰۱ کال په لومړیو کې) د بامیان بوتان په بمونو سره والوزول او دغه تاریخي اثار یې د تل لپاره نیمګړي کړل.

جرمني: له دې وروسته به «مجرم کډوال» په عادي الوتنو کې هم خپلو هېوادونو ته ولېږدول شي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۱ GMT+۰
جرمني: له دې وروسته به «مجرم کډوال» په عادي الوتنو کې هم خپلو هېوادونو ته ولېږدول شي
100%

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندټ وایي، چې له دې هېواد څخه به د «مجرمو کډوالو او پناه غوښتونکو» د شړلو بهیر چټک شي او له دې وروسته به دغه ډول کډوال نه‌یوازې د چارټر الوتکو له لارې، بلکې د مهالوېش لرونکو یا عادي الوتنو په وسیله هم افغانستان او سوریې وشړل شي.

د جرمني رسنیو د راپور له‌مخې، دوبریندټ د ساکسوني اتحاد د ایالتي ګوند په کنفرانس کې وویل، چې د افغانستان او سوریې له چارواکو سره خبرې روانې دي، څو د محکوم شویو کسانو منظم شړل عملي شي. هغه زیاته کړه: «موږ به خبرو ته دوام ورکړو و دا ډاډ به ترلاسه کړو چې دا شړل په ساده ډول هم ترسره کېږي.»

د دوبریندټ په وینا، د جرمني خلک دا غواړي، چې دغه ډول کساند دوی له ټولنیز چاپېریال څخه لرې وساتل شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، هر هغه څه چې د دغو «مجرمینو» د لېږلو لپاره اړتیا وي ترسره به یې کړي. هغه وویل: «موږ به دا پروسه په کلک هوډ سره وڅارو.»

تر دې مخکې د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي و، هغه څوک چې د امنیتي پلټنې بهیر کې بریالی نه‌شي، جرمني ته نه‌شي تللی. نوموړي د دغه هېواد پارلمان ته د نومبر په ۲۷مه وویل، چې قانوني وعده لرونکو افغانانو ته به جرمني ته د راوستلو اجازه ورکړل شي، خو په یوه شرط؛ هغه دا چې له امنیتي پلټنو بریالي ووځي.

له دې سره سم، د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر مګنوس برنر د کډوالو د ستنولو لپاره له طالبانو سره خبرې مهمې بولي او زیاتوي: «له درېیمو هېوادونو سره اړیکه خورا مهمه ده، ان که موږ د دوی حکومتونه او تګلارې نه خوښوو.» هغه زیاته کړه: «دا نه جالبه ده او نه هم اسانه، خو خبرې نه‌کول هم ښه انتخاب نه‌دی.»

برنر وویل، چې اروپايي ټولنه باید د طالبانو له ادارې سره په «تخنیکي کچه» خبرې وکړي. د طالبانو له ادارې سره د اروپا او په ځانګړې توګه د جرمني خبرې د افغان فعالانو له سختو نیوکو سره مخ شوې دي.

امسو: په پاکستان کې د افغان خبریالانو حیات او انساني کرامت له جدي ګواښ سره مخ دی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۷ GMT+۰
امسو: په پاکستان کې د افغان خبریالانو حیات او انساني کرامت له جدي ګواښ سره مخ دی
100%

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان په پاکستان کې د افغان خبریالانو پر ناوړه وضعیت د خواشینۍ په څرګندولو سره وايي، په دې هېواد کې افغان خبریالان له خپل‌سري نیونو، ګواښونو، جبري اېستلو او د اساسي خدمتونو له نه‌شتوالي سره مخ دي او د هغوی پروړاندې د دغه هېواد پالیسي ورځ تر بلې سختېږي.

په پاکستان کې له افغان کډوالو او په ځانګړې توګه له افغان خبریالانو سره د ناوړه چلند او په یو مخیز ډول د اېستنې پر دوام، د دغه هېواد پولیسو په تېره یوه میاشت کې ۶ افغان خبریالان نیولي او افغانستان ته یې په جبري توګه اېستلي دي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان یا «امسو» د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي: «همدا نن هم پاکستاني پولیسو د هامون خاموش په نوم یو افغان خبریال نیولی او له خپلې کورنۍ سره به یې یو ځای افغانستان ته په زوره وشړل شي.»

دغه سازمان زیاته کړې: «افغان خبریالان د خپلو مسلکي رسنیزو فعالیتونو، سانسور، امنیتي ګواښونو او سیاسي فشارونو له امله اړ شوي، چې خپل هېواد پرېږدي او پاکستان ته پناه یوسي، خو اوس په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې حیات او انساني کرامت یې له جدي ګواښ سره مخامخ دی.»

پاکستان له څو میاشتو راهیسې د افغان کډوالو د ویزو تمدید بهیر درولی او د خبریالانو په ګډون افغان کډوال په یوه ناڅرګند وضعیت کې ایسار دي او د امسو په وینا: «له افغان خبریالانو سره د پاکستاني پولیسو چلند له انساني کرامت څخه لرې دی او دا د بشري حقونو یوه ښکاره جدي سرغړونه ده.»

دغه سازمان یو ځل بیا له نړۍوالو ادارو غوښتي، چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو سملاسي خوندیتوب او د هغوی د خپل‌سري نیولو یا اېستلو بهیر ودروي او همداراز یې غوښتي، چې خوندي هېوادونو ته د افغان خبریالانو د بیا مېشتېدنې بهیر چټک او اسانه شي.

امسو زیاته کړې: «موږ له ملګرو ملتونو، د کډوالو لپاره د دغه سازمان عالي کمېشنرۍ (UNHCR)، اروپایي ټولنې، د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) او نورو نړۍوالو او بشري حقونو بنسټونو هم غواړو، چې د افغان خبریالانو غږ واوسي او له هغوی سره د روانو ناانساني شرایطو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي.»

د یادونې وړ ده، چې له څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې د افغان خبریالانو په ګډون له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو چلند ډېر بد شوی او ډېری کورنی ان د ناروغیو پر مهال پر خپلو ځانونو کړاو تېروي، خو د پولیسو له لوري د نیول کېدو له وېرې له خپلو کورونو نه‌وځي، خو پولیس بیا هم په ځينو مواردو کې د هغوی د کورونو د دروازو په ماتولو او ډېر وحشت سره نیسي او بیا یې په جبري توګه افغانستان ته استوي.

د افغانستان او تاجکستان پر پوله یو ځل بیا پر چینايي وګړو برید شوی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۰ GMT+۰
د افغانستان او تاجکستان پر پوله یو ځل بیا پر چینايي وګړو برید شوی
100%

د بدخشان ځايي سرچینو افغانستان انترنشنل ته ویلي، چې د یکشنبې په ماښام (د لیندۍ ۹مه) د بدخشان ولایت د مایمي ولسوالۍ د رضوي کلي د تاجکستان شادک مرزي سیمه کې پر دوو چینايي وګړو برید شوی دی.

سرچینې وايي، یادو دوو چینايي وګړو د دې سیمې د سړک جوړولو په پروژو کې کار کاوه او پرې د سپکو وسلو ډزې شوې دي.

د چین، تاجکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزارتونو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ هم د تاجکستان د ختلان ولایت په یوه سیمه کې درې چینايي وګړي د افغانستان له خاورې د ډرون په برید کې وژل شوي وو.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې د افغانستان له خاورې څخه د ختلان ولایت د سرحدي سیمې په شاوخوا کې د «شاهین اېس‌اېم» د سرو زرو د استخراج شرکت پر کاري ځای برید شوی، چې په پایله کې یې درې چینايي کارکوونکي وژل شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د تاجکستان پر پوله د چینايي وګړو وژل کېدل غندلي. یاد وزارت ویلي، چې د ابتدایي ارزونو او د طالبانو د اړوندو ادارو د معلوماتو له مخې دا پېښه د هغو ډلو کار دی، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډوډۍ، بې ثباتۍ او بې باورۍ د رامنځته کېدو هڅې کوي.

سرچینې: په کابل کې د درملو بیې تر ۷۰ سلنې لوړې شوې دي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۹ GMT+۰
سرچینې: په کابل کې د درملو بیې تر ۷۰ سلنې لوړې شوې دي
100%

سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، د موسمي ناروغیو د ډېرېدو او له پاکستان سره د لارو د بندېدو له امله په افغانستان او په ځانګړې توګه کابل کې درمل کم شوي او بیې هم تر ۷۰ سلنې لوړې شوې دي. ناروغ لرونکي هم د درملو له کم کیفیت او د بیو له لوړېدو شکایت لري.

د ژمي موسم په پیلېدو او همداراز په پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا د زیاتېدو له امله ناروغۍ هم ډېرې شوې دي. ناروغ لرونکي وايي، لومړی خو درمل نه‌مومي او که بیا وموندل هم شي، نو بیې یې کابو ۳ برابره لوړې شوې دي.

د ډاکټرانو په وینا، په دې یخنۍ موسم کې له موسمي ناروغیو سربېره د ساه لنډۍ ناروغۍ ډېرېږي او ورسره د مناسبو درملو د نه‌موندلو له امله ناروغ لرونکي سخت اندېښمن وي.

یو شمېر کابل مېشتي وايي، له یوې خوا بېکاري او له بلې خوا ناروغي او ورسره سم د مناسبو درملو نه‌موندل کېدل وارخطا کړي او له اړوندو مسوولینو غواړي، په بازارونو کې د درملو پر کمیت، کیفیت او همداراز بیو جدي څار ولري.

له دې سره سم، یو ډاکټر د نوم د نه‌خپرېدو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، له افغانستان سره د پاکستان د لارو د بندېدو او د موسمي ناروغیو له امله هېواد د درملو له کمښت سره مخ دی او د شته درملو بیې هم تر ۷۰ سلنې لوړې شوې دي.

دغه سرچینه زیاتوي: «هغه درمل چې پخوا له پاکستان څخه افغانستان ته واردېدل اوس یې واردات بند شوي او په هېواد کې د درملو ګودامونه هم مخ په خلاصېدو دي او د لارو د بندښت له امله اوس یې په بازارونو کې د درملو کمښت احساسېږي او بیې هم ډېرې لوړې شوې دي.»

د دغې سرچینې په وینا، طالبانو له نږدې دوو میاشتو راهیسې په هېواد کې له پاکستان څخه له واردوونکو شرکتونو شاوخوا ۱۶۰یې د معیارونو د نه‌پوره کولو او په منځ کې یې د قاچاقي درملو د واردولو له امله بند کړي دي.

سرچینه زیاتوي: «پخوا به مو یوه ناروغ ته تر ۵۰۰ افغانیو نسخه ورکوله، اوس د همدې نسخې بیه تر ۱۸۰۰ افغانیو رسېدلې او په دې حساب سره د درملو بیه تر ۷۰ سلنې لوړه شوې ده.»

نوموړی ډاکټر وايي: «د شکر، هضمي سیستم او سرطاني ناروغیو لپاره پاکستاني درمل ښه کیفیت لري او تر نورو اغېزناک دي.»

د رسمي ورکړل شویو معلوماتوله‌مخې، افغانستان ته شاوخوا ۸۰ سلنه درمل له بهره راواردېږي.

یاد ډاکټر زیاتوي: «افغانستان د لومړنیو درملو په برخه کې تر ۳۰ سلنې ځان بسیاینې ته رسېدلی او پاتې نور یې له پاکستان، بنګله‌دېش، هند، ازبکستان، ایران او ترکیې راواردېږي.»

طالبان په دې وروستیو کې د هر قلم وارداتي درملو د راجسترولو لپاره ۱۰۰۰ډالره اخلي او بیا تر هغې وروسته د واردولو اجازه ورکوي.

په کابل کې ډاکټران له طالبانو او پاکستان څخه غواړي، چې لارې پرانیزي او یا هم لږ تر لږه د درملو د صادر او واردېدو لپاره یوه حل لاره جوړه کړي، څو د موسمي ناروغیو پر مهال ناروغان تر دې ډېر ونه‌کړېږي.

طالبانو لا تر اوسه په بازارونو کې د درملو د بیو د لوړېدو په تړاو څه نه‌دي ویلي.