• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: په کابل کې د درملو بیې تر ۷۰ سلنې لوړې شوې دي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۹ GMT+۰

سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، د موسمي ناروغیو د ډېرېدو او له پاکستان سره د لارو د بندېدو له امله په افغانستان او په ځانګړې توګه کابل کې درمل کم شوي او بیې هم تر ۷۰ سلنې لوړې شوې دي. ناروغ لرونکي هم د درملو له کم کیفیت او د بیو له لوړېدو شکایت لري.

د ژمي موسم په پیلېدو او همداراز په پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا د زیاتېدو له امله ناروغۍ هم ډېرې شوې دي. ناروغ لرونکي وايي، لومړی خو درمل نه‌مومي او که بیا وموندل هم شي، نو بیې یې کابو ۳ برابره لوړې شوې دي.

د ډاکټرانو په وینا، په دې یخنۍ موسم کې له موسمي ناروغیو سربېره د ساه لنډۍ ناروغۍ ډېرېږي او ورسره د مناسبو درملو د نه‌موندلو له امله ناروغ لرونکي سخت اندېښمن وي.

یو شمېر کابل مېشتي وايي، له یوې خوا بېکاري او له بلې خوا ناروغي او ورسره سم د مناسبو درملو نه‌موندل کېدل وارخطا کړي او له اړوندو مسوولینو غواړي، په بازارونو کې د درملو پر کمیت، کیفیت او همداراز بیو جدي څار ولري.

له دې سره سم، یو ډاکټر د نوم د نه‌خپرېدو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، له افغانستان سره د پاکستان د لارو د بندېدو او د موسمي ناروغیو له امله هېواد د درملو له کمښت سره مخ دی او د شته درملو بیې هم تر ۷۰ سلنې لوړې شوې دي.

دغه سرچینه زیاتوي: «هغه درمل چې پخوا له پاکستان څخه افغانستان ته واردېدل اوس یې واردات بند شوي او په هېواد کې د درملو ګودامونه هم مخ په خلاصېدو دي او د لارو د بندښت له امله اوس یې په بازارونو کې د درملو کمښت احساسېږي او بیې هم ډېرې لوړې شوې دي.»

د دغې سرچینې په وینا، طالبانو له نږدې دوو میاشتو راهیسې په هېواد کې له پاکستان څخه له واردوونکو شرکتونو شاوخوا ۱۶۰یې د معیارونو د نه‌پوره کولو او په منځ کې یې د قاچاقي درملو د واردولو له امله بند کړي دي.

سرچینه زیاتوي: «پخوا به مو یوه ناروغ ته تر ۵۰۰ افغانیو نسخه ورکوله، اوس د همدې نسخې بیه تر ۱۸۰۰ افغانیو رسېدلې او په دې حساب سره د درملو بیه تر ۷۰ سلنې لوړه شوې ده.»

نوموړی ډاکټر وايي: «د شکر، هضمي سیستم او سرطاني ناروغیو لپاره پاکستاني درمل ښه کیفیت لري او تر نورو اغېزناک دي.»

د رسمي ورکړل شویو معلوماتوله‌مخې، افغانستان ته شاوخوا ۸۰ سلنه درمل له بهره راواردېږي.

یاد ډاکټر زیاتوي: «افغانستان د لومړنیو درملو په برخه کې تر ۳۰ سلنې ځان بسیاینې ته رسېدلی او پاتې نور یې له پاکستان، بنګله‌دېش، هند، ازبکستان، ایران او ترکیې راواردېږي.»

طالبان په دې وروستیو کې د هر قلم وارداتي درملو د راجسترولو لپاره ۱۰۰۰ډالره اخلي او بیا تر هغې وروسته د واردولو اجازه ورکوي.

په کابل کې ډاکټران له طالبانو او پاکستان څخه غواړي، چې لارې پرانیزي او یا هم لږ تر لږه د درملو د صادر او واردېدو لپاره یوه حل لاره جوړه کړي، څو د موسمي ناروغیو پر مهال ناروغان تر دې ډېر ونه‌کړېږي.

طالبانو لا تر اوسه په بازارونو کې د درملو د بیو د لوړېدو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

ایران له افغانستان سره د کرنیزو محصولاتو په سوداګرۍ کې د اوږدمهاله همکاریو ژمنه وکړه

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۷ GMT+۰
ایران له افغانستان سره د کرنیزو محصولاتو په سوداګرۍ کې د اوږدمهاله همکاریو ژمنه وکړه
100%

په کابل کې د ایران د سفارت مسوولینو او د کرنې وزارت لوړپوړو چارواکو د طالبانو د کرنې او مالدارۍ خونې له غړو سره لیدنه کې ویلي، چې ایران د افغانستان له کرنیز سکتور سره اوږدمهاله همکاریو ته ژمن دی او ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د نباتاتو د ساتنې او قرنطینه تړون لاسلیک شي.

په کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد هېواد د سفارت چارسمبالي په کابل کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ خونې له غړو سره د لیدنې پر مهال څرګنده کړه، چې د افغانستان د امنیت او اقتصاد د ښه کېدو په پایله کې ایراني شرکتونه چې د مېوې د اوبو د تولید په برخه کې فعالیت کوي، د افغانستان د مېوې بازار ته تر پخوا ډېر پام کوي.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان کرنیز محصولات او وچه مېوه د ایران او سیمې په بازارونو کې ښه اقتصادي ارزښت لري.

همداراز کابل کې د ایران تجارتي اتشې ژمنه وکړه، چې د ایراني شرکتونو او افغان پانګه‌والو ترمنځ به د سوداګرۍ د پیاوړتیا په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

همدارنګه، د ایران د کرنې وزارت مرستیالې او د نباتاتو د ساتنې ادارې رییسې جلیلي مقدم وویل، چې له افغانستان سره د ایران د همکارۍ لیدلوری اوږدمهاله او دایمي دی. هغې ټینګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو د کرنې، مالدارۍ او کب نیونې په برخه کې د سوداګرو د اسانه تجارت ملاتړ کوي.

د هغې په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د قرنطینه او نباتاتو د ساتنې د همکاریو رسمي تړون به د ایران د کرنې وزیر له خوا افغانستان ته د سفر پر مهال لاسلیک شي.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ خونې غړو په دې لیدنه کې د کرنیزو محصولاتو او وچې مېوې د لېږد په چټکتیا، د بندرونو او سرحدونو پر اوږدو کې د درېدلو وخت د کمولو او د ټرانزیټ د اسانتیاوو غوښتنه وکړه.

بلخوا بیا په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعید ویلي، چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې له هرات څخه ۱۹،۹۷ میلیونه کیلوګرامه وچه مېوه اتریش، بلجیم، کاناډا، هالنډ، جرمني، امریکا، ایران، قطر، ترکیې، هند او سعودي عربستان ته صادره شوې ده.

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند په خپل اېکس کې لیکلي، چې له هرات څخه بهرنیو هېوادونو ته د وچو مېوو په صادراتو کې بادام، پسته، وچ انځر، کشته، ممیز، الو بخارا، د پستې مغز، چارمغز، ممپلي او نخود شامل وو، چې ټولییز ارزښت یې ۵۷۷۰۳۱۹۶ ډالرو ته رسېږي.

نوموړي ویلي، چې له هرات څخه نورو هېوادونو ته د مېوو په صادراتو کې د تېرکال د ورته مودې په پرتله درې برابره زیاتوالی راغلی دی.

د کډوالو حقونو د څار نړۍوال بنسټ: د افغان کډوالو ساتنه یو قانوني او اخلاقي مسوولیت دی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۴ GMT+۰
د کډوالو حقونو د څار نړۍوال بنسټ: د افغان کډوالو ساتنه یو قانوني او اخلاقي مسوولیت دی
100%

د کډوالو حقونو د څار نړۍوال بنسټ ویلي، چې د یو فرد کړنه باید د هغو افغانانو لپاره د ډله‌ییزې سزا لامل نه شي، چې په وفادارۍ سره یې د امریکا ماموریتونو ته خدمت کړی. دغه سازمان همداراز ټینګار کړی، چې د افغان کډوالو ساتنه یو قانوني او اخلاقي مسوولیت دی.

یاد بنسټ نن یکشنبه (د لیندۍ ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یوه افغان له خوا د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو شوی برید په کلکو ټکو غندلی او خپله خواخوږي یې څرګنده کړې ده.

دغه بنسټ زیاتوي، چې د امریکا د کډوالۍ ادارې له خوا د افغانانو د کډوالۍ اړوند لړۍ د ناڅاپي ځنډول ګڼ شمېر ښځې، ماشومان او کورنۍ چې د امریکا له خوا تایید شوي، په نورو هېوادونو کې له سختو شرایطو سره مخ کړي دي.

دغه سازمان د امریکا له حکومت څخه غوښتي، چې سمدستي په دې پالیسۍ غور او بیاکتنه وکړي، د بیا مېشتېدنې پروګرامونه له سره فعال کړي او د هغو افغان متحدینو ژوند خوندي کړي، چې د امریکا د ملاتړ لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی وو.

سازمان ټینګار کوي، چې منل شوي او ارزول شوي افغان متحدین باید د یو فردي کړنې له امله زیانمن نه شي.

دغه بنسټ د امریکا له حکومته څو مهمې غوښتنې کړي دي: د هغو ټولو پالیسیو بیاکتنه چې له امله یې افغان کډوال اغېزمن شوي، د (P1)، (P2) او (SIV) د بیا مېشتېدو پروګرامونو بیا پیل، د افغانانو د توقیف، شړلو او یا ډله‌ییزې سزا مخنیوی، د بند پاتې کورنیو لپاره بېړنی بشري ملاتړ، د هغو افغان همکاریانو خوندیتوب چې د امریکا ماموریتونو ته یې خدمت کړی، او همدارنګه د امریکايي سیاستوالو له لوري د زیان رسونکو څرګندونو په اړه عامه وضاحت.

په پای کې دغه سازمان یو ځل بیا ټینګار کوي، چې د افغان کډوالو ساتنه یو قانوني او اخلاقي مسوولیت دی او د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره د بېړني او همغږي اقدام غوښتنه یې کړې.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خوړو او درملو د احتکار پر مخنیوي ټینګار کړی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۰
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خوړو او درملو د احتکار پر مخنیوي ټینګار کړی
100%

د طالبانو تر واک لاندې د خوړو او درملو ملي بورډ ددې ډلې د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې بورډ د غړو په ګډون ناسته کړې. په دې ناسته کې د خوړو او درملو شرکتونو له خوا د احتکار پر مخنیوي ټینګار شوی.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ نن یکشنبه، د لیندۍ ۹مه په اېکس کې لیکلی، چې په دې غونډه کې لومړی د بورډ غړو د خپلو ورسپارل شويو کړنو او فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.

وروسته د درملو د تولید په برخو کې د اسانتیاوو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هراړخیز بحث او ارزونه وشوه.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ لیکلی، چې د هېواد په مرکز، ولایتونو او ولسوالیو کې د خوړو او درملو د تولید او واردولو ځایونو د څارنې د پیاوړتیا او همدارنګه د شرکتونو له لوري د احتکار د مخنیوي په هکله ټینګار شوی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سره هم مهاله د افغانانو شکایتونه دا دي، چې ځینې دوکانداران په خوراکي توکو او درملو کې له احتکاره کار اخلي.

پاکستان د بلوچستان له ګردي ځنګل پنډغالي څخه ټول افغان کډوال اېستلي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۴ GMT+۰
پاکستان د بلوچستان له ګردي ځنګل پنډغالي څخه ټول افغان کډوال اېستلي
100%

د پاکستان حکومت د بلوچستان ایالت په چاغي ولسوالۍ کې له ګردي ځنګل پنډغالي څخه ټول افغان کډوال اېستلي او افغانستان ته یې ستانه کړي دي. پاکستاني چارواکو ویلي، کډوال یې د حکومت د پالیسۍ له مخې افغانستان ته اخراج کړي او اوس یې په پنډغالي کې د خالي کورونو او ودانیو ویجاړول پیل کړي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د بلوچستان ایالت په چاغي ولسوالۍ کې د ګردي ځنګل په نوم د افغان کډوالو یاد پنډغالی چې پر ۱۹۸۰ کال فعال شوی و او زرګونه افغان کډوال پکې مېشت وو اوس په یو کنډواله بدل شوی دی.

په یاد پنډغالي کې تر ډېره د افغانستان د سویلي ولایتونو اوسېدونکي اوسېدل.

سرچینو ویلي، چې له یاد پنډغالي څخه ټول افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

پر همدغه مهال د پاکستان دولتي راډیو ویلي، چې له ګردي ځنګل پنډغالي څخه ټول افغان کډوال اېستل شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې افغان کډوال یې د حکومت د پالیسۍ له مخې افغانستان ته ستانه کړي او اوس یې په پنډغالي کې د خالي کورونو او ودانیو ویجاړول پیل کړي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزیره وايي چې لکڼوال په امریکا کې افراطي شوی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۴ GMT+۰
د امریکا د کورني امنیت وزیره وايي چې لکڼوال په امریکا کې افراطي شوی
100%

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم د یکشنبې په ورځ وویل، چې په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارد پر غړو د برید تورن عامل امریکا ته له راتګ وروسته افراطیت ته مخه کړې ده. نوم وویل، چارواکي فکر کوي، چې رحمان الله لکڼوال افراطیت ته له مخې کولو وړاندې په واشنګټن ایالت کې اوسېدلی و.

چارواکو ۲۹ کلن لکڼوال د چارشنبې ورځې په ډزو کې تورن معرفي کړی.

د رویټرز د معلوماتو پر بنسټ، هغه د ټرمپ تر ادارې لاندې د اپریل په میاشت کې پناه ترلاسه کړې وه.

د نوم څرګندونې ښيي چې لکڼوال، چې په افغانستان کې دسي ای اې تر ملاتړ لاندې قطعې غړی و، کیدای شي امریکا ته له تګ وروسته افراطیت ته مخه کړې وي.

نوم این بي سي ته وویل: «موږ باور لرو چې هغه دلته په دې هېواد کې افراطیت ته مخه کړې».

نوم وویل چې د امریکا چارواکو تر اوسه د لکڼوال له پېژندویه کسانو «څه مرسته» ترلاسه کړې خو خبرداری یې ورکړ چې امریکا به د دې ډزو په تړاو هر چا ته رسیدګي وکړي.

هغې وویل: «هر څوک چې د دې په اړه معلومات لري باید پوه شي چې موږ به پسې ورشو، او عدالت ته به یې راولو».