• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران له افغانستان سره د کرنیزو محصولاتو په سوداګرۍ کې د اوږدمهاله همکاریو ژمنه وکړه

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۷ GMT+۰تازه شوی: ۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۰

په کابل کې د ایران د سفارت مسوولینو او د کرنې وزارت لوړپوړو چارواکو د طالبانو د کرنې او مالدارۍ خونې له غړو سره لیدنه کې ویلي، چې ایران د افغانستان له کرنیز سکتور سره اوږدمهاله همکاریو ته ژمن دی او ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د نباتاتو د ساتنې او قرنطینه تړون لاسلیک شي.

په کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد هېواد د سفارت چارسمبالي په کابل کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ خونې له غړو سره د لیدنې پر مهال څرګنده کړه، چې د افغانستان د امنیت او اقتصاد د ښه کېدو په پایله کې ایراني شرکتونه چې د مېوې د اوبو د تولید په برخه کې فعالیت کوي، د افغانستان د مېوې بازار ته تر پخوا ډېر پام کوي.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان کرنیز محصولات او وچه مېوه د ایران او سیمې په بازارونو کې ښه اقتصادي ارزښت لري.

همداراز کابل کې د ایران تجارتي اتشې ژمنه وکړه، چې د ایراني شرکتونو او افغان پانګه‌والو ترمنځ به د سوداګرۍ د پیاوړتیا په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

همدارنګه، د ایران د کرنې وزارت مرستیالې او د نباتاتو د ساتنې ادارې رییسې جلیلي مقدم وویل، چې له افغانستان سره د ایران د همکارۍ لیدلوری اوږدمهاله او دایمي دی. هغې ټینګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو د کرنې، مالدارۍ او کب نیونې په برخه کې د سوداګرو د اسانه تجارت ملاتړ کوي.

د هغې په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د قرنطینه او نباتاتو د ساتنې د همکاریو رسمي تړون به د ایران د کرنې وزیر له خوا افغانستان ته د سفر پر مهال لاسلیک شي.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ خونې غړو په دې لیدنه کې د کرنیزو محصولاتو او وچې مېوې د لېږد په چټکتیا، د بندرونو او سرحدونو پر اوږدو کې د درېدلو وخت د کمولو او د ټرانزیټ د اسانتیاوو غوښتنه وکړه.

بلخوا بیا په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعید ویلي، چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې له هرات څخه ۱۹،۹۷ میلیونه کیلوګرامه وچه مېوه اتریش، بلجیم، کاناډا، هالنډ، جرمني، امریکا، ایران، قطر، ترکیې، هند او سعودي عربستان ته صادره شوې ده.

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند په خپل اېکس کې لیکلي، چې له هرات څخه بهرنیو هېوادونو ته د وچو مېوو په صادراتو کې بادام، پسته، وچ انځر، کشته، ممیز، الو بخارا، د پستې مغز، چارمغز، ممپلي او نخود شامل وو، چې ټولییز ارزښت یې ۵۷۷۰۳۱۹۶ ډالرو ته رسېږي.

نوموړي ویلي، چې له هرات څخه نورو هېوادونو ته د مېوو په صادراتو کې د تېرکال د ورته مودې په پرتله درې برابره زیاتوالی راغلی دی.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د کډوالو حقونو د څار نړۍوال بنسټ: د افغان کډوالو ساتنه یو قانوني او اخلاقي مسوولیت دی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۴ GMT+۰
د کډوالو حقونو د څار نړۍوال بنسټ: د افغان کډوالو ساتنه یو قانوني او اخلاقي مسوولیت دی
100%

د کډوالو حقونو د څار نړۍوال بنسټ ویلي، چې د یو فرد کړنه باید د هغو افغانانو لپاره د ډله‌ییزې سزا لامل نه شي، چې په وفادارۍ سره یې د امریکا ماموریتونو ته خدمت کړی. دغه سازمان همداراز ټینګار کړی، چې د افغان کډوالو ساتنه یو قانوني او اخلاقي مسوولیت دی.

یاد بنسټ نن یکشنبه (د لیندۍ ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یوه افغان له خوا د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو شوی برید په کلکو ټکو غندلی او خپله خواخوږي یې څرګنده کړې ده.

دغه بنسټ زیاتوي، چې د امریکا د کډوالۍ ادارې له خوا د افغانانو د کډوالۍ اړوند لړۍ د ناڅاپي ځنډول ګڼ شمېر ښځې، ماشومان او کورنۍ چې د امریکا له خوا تایید شوي، په نورو هېوادونو کې له سختو شرایطو سره مخ کړي دي.

دغه سازمان د امریکا له حکومت څخه غوښتي، چې سمدستي په دې پالیسۍ غور او بیاکتنه وکړي، د بیا مېشتېدنې پروګرامونه له سره فعال کړي او د هغو افغان متحدینو ژوند خوندي کړي، چې د امریکا د ملاتړ لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی وو.

سازمان ټینګار کوي، چې منل شوي او ارزول شوي افغان متحدین باید د یو فردي کړنې له امله زیانمن نه شي.

دغه بنسټ د امریکا له حکومته څو مهمې غوښتنې کړي دي: د هغو ټولو پالیسیو بیاکتنه چې له امله یې افغان کډوال اغېزمن شوي، د (P1)، (P2) او (SIV) د بیا مېشتېدو پروګرامونو بیا پیل، د افغانانو د توقیف، شړلو او یا ډله‌ییزې سزا مخنیوی، د بند پاتې کورنیو لپاره بېړنی بشري ملاتړ، د هغو افغان همکاریانو خوندیتوب چې د امریکا ماموریتونو ته یې خدمت کړی، او همدارنګه د امریکايي سیاستوالو له لوري د زیان رسونکو څرګندونو په اړه عامه وضاحت.

په پای کې دغه سازمان یو ځل بیا ټینګار کوي، چې د افغان کډوالو ساتنه یو قانوني او اخلاقي مسوولیت دی او د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره د بېړني او همغږي اقدام غوښتنه یې کړې.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خوړو او درملو د احتکار پر مخنیوي ټینګار کړی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۰
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خوړو او درملو د احتکار پر مخنیوي ټینګار کړی
100%

د طالبانو تر واک لاندې د خوړو او درملو ملي بورډ ددې ډلې د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې بورډ د غړو په ګډون ناسته کړې. په دې ناسته کې د خوړو او درملو شرکتونو له خوا د احتکار پر مخنیوي ټینګار شوی.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ نن یکشنبه، د لیندۍ ۹مه په اېکس کې لیکلی، چې په دې غونډه کې لومړی د بورډ غړو د خپلو ورسپارل شويو کړنو او فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.

وروسته د درملو د تولید په برخو کې د اسانتیاوو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هراړخیز بحث او ارزونه وشوه.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ لیکلی، چې د هېواد په مرکز، ولایتونو او ولسوالیو کې د خوړو او درملو د تولید او واردولو ځایونو د څارنې د پیاوړتیا او همدارنګه د شرکتونو له لوري د احتکار د مخنیوي په هکله ټینګار شوی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سره هم مهاله د افغانانو شکایتونه دا دي، چې ځینې دوکانداران په خوراکي توکو او درملو کې له احتکاره کار اخلي.

پاکستان د بلوچستان له ګردي ځنګل پنډغالي څخه ټول افغان کډوال اېستلي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۴ GMT+۰
پاکستان د بلوچستان له ګردي ځنګل پنډغالي څخه ټول افغان کډوال اېستلي
100%

د پاکستان حکومت د بلوچستان ایالت په چاغي ولسوالۍ کې له ګردي ځنګل پنډغالي څخه ټول افغان کډوال اېستلي او افغانستان ته یې ستانه کړي دي. پاکستاني چارواکو ویلي، کډوال یې د حکومت د پالیسۍ له مخې افغانستان ته اخراج کړي او اوس یې په پنډغالي کې د خالي کورونو او ودانیو ویجاړول پیل کړي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د بلوچستان ایالت په چاغي ولسوالۍ کې د ګردي ځنګل په نوم د افغان کډوالو یاد پنډغالی چې پر ۱۹۸۰ کال فعال شوی و او زرګونه افغان کډوال پکې مېشت وو اوس په یو کنډواله بدل شوی دی.

په یاد پنډغالي کې تر ډېره د افغانستان د سویلي ولایتونو اوسېدونکي اوسېدل.

سرچینو ویلي، چې له یاد پنډغالي څخه ټول افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

پر همدغه مهال د پاکستان دولتي راډیو ویلي، چې له ګردي ځنګل پنډغالي څخه ټول افغان کډوال اېستل شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې افغان کډوال یې د حکومت د پالیسۍ له مخې افغانستان ته ستانه کړي او اوس یې په پنډغالي کې د خالي کورونو او ودانیو ویجاړول پیل کړي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزیره وايي چې لکڼوال په امریکا کې افراطي شوی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۴ GMT+۰
د امریکا د کورني امنیت وزیره وايي چې لکڼوال په امریکا کې افراطي شوی
100%

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم د یکشنبې په ورځ وویل، چې په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارد پر غړو د برید تورن عامل امریکا ته له راتګ وروسته افراطیت ته مخه کړې ده. نوم وویل، چارواکي فکر کوي، چې رحمان الله لکڼوال افراطیت ته له مخې کولو وړاندې په واشنګټن ایالت کې اوسېدلی و.

چارواکو ۲۹ کلن لکڼوال د چارشنبې ورځې په ډزو کې تورن معرفي کړی.

د رویټرز د معلوماتو پر بنسټ، هغه د ټرمپ تر ادارې لاندې د اپریل په میاشت کې پناه ترلاسه کړې وه.

د نوم څرګندونې ښيي چې لکڼوال، چې په افغانستان کې دسي ای اې تر ملاتړ لاندې قطعې غړی و، کیدای شي امریکا ته له تګ وروسته افراطیت ته مخه کړې وي.

نوم این بي سي ته وویل: «موږ باور لرو چې هغه دلته په دې هېواد کې افراطیت ته مخه کړې».

نوم وویل چې د امریکا چارواکو تر اوسه د لکڼوال له پېژندویه کسانو «څه مرسته» ترلاسه کړې خو خبرداری یې ورکړ چې امریکا به د دې ډزو په تړاو هر چا ته رسیدګي وکړي.

هغې وویل: «هر څوک چې د دې په اړه معلومات لري باید پوه شي چې موږ به پسې ورشو، او عدالت ته به یې راولو».

طالبانو د واشنګټن ډي سي برید کې د پاکستان د احتمالي لاس لرلو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۹ GMT+۰
طالبانو د واشنګټن ډي سي برید کې د پاکستان د احتمالي لاس لرلو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې
100%

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین وايي، چې دوی د واشنګټن په ډزو کې د پاکستان د لاس لرلو د احتمال په اړه تحقیقات غواړي. شاهین ویلي، چې کابل هیڅ امکان نه ردوي او دا چې یوه بې طرفه او مسلکي څیړنه باید د برید عاملان معلوم کړي.

د هند نیوز ۱۸ خبري اژانس وايي چې طالبانو په واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې له ډزو وروسته سهیل شاهین ددې ډلې د رسمي دریځ وړاندې کولو د مسوول په توګه ټاکلی دی.

شاهین له نیوز ۱۸ سره په یوه مرکه کې وویل چې د طالبانو پالیسي روښانه ده او دا چې "افغان خاوره" باید د کوم فرد یا شبکې له خوا په بهر کې د بریدونو ترسره کولو لپاره ونه کارول شي.

کله چې د پیښې په اړه د پاکستان د پوځي استخباراتو د احتمالي رول په اړه وپوښتل شو، نیوز ۱۸ لیکلي چې هغه دا امکان رد نه کړ، خو ویې ویل چې ترڅو تحقیقات بشپړ نه شي څه نه شي ویلی.

هغه د پاکستان استخباراتي اداره تورنه کړه، چې هڅه کوي د طالبانو اعتبار ته زیان ورسوي او افغانان د امنیتي ګواښ په توګه په داسې وخت کې انځور کړي چې کابل د هند په ګډون نړۍ ته نږدې کیږي.

د طالبانو او ډیلي د اړیکو په اړه، شاهین وویل چې دا تعامل د ملي ګټو پر بنسټ ولاړ دی او د هند او افغانستان اړیکې تاریخي سابقه لري.

له ډزو وروسته د افغان کډوالو د پروسې پر وړاندې د سپینې ماڼۍ د سخت اقدام په اړه راپورونو ته په غبرګون کې سهیل شاهین وویل چې دا د متحده ایالاتو حکومت پورې اړه لري چې جامع تحقیقات وکړي.

د شاهین په وینا لومړني راپورونه ښیي چې بریدګر د پخواني افغان حکومت "په افغانستان کې امریکایي سرتیرو" سره د کار کولو سابقه لري خو حقیقت یوازې د تحقیقاتو له لارې معلومېدلی شي.

په دې وروستیو کې یو افغان رحمان الله لکڼوال د متحده ایالاتو د ملي ګارډ پر دوو سرتیرو ډزې وکړې، چې دواړه سرتیري یې ټپیان کړل خو یوه سرتیرې یوه ورځ وروسته د خپلو ټپونو له امله مړه شوه.