• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګوترېش د ۲۰۲۶کال بودیجه کې د ۵۷۷ میلیونه ډالرو او د ۱۸سلنه دندو د کمولو وړاندیز وکړ

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د بودیجې کمېټې ته په خپل رسمي وړاندیز کې وویل، غواړي د ۲۰۲۶کال اساسي بودیجه د ۵۷۷ میلیونه ډالرو په اندازه کمه کړي او د ملګرو ملتونو رسمي دندې له ۱۸سلنې څخه زیات کمې کړي.

ګوترېش هڅه کوي، چې د لګښتونو د راکمولو او د موثریت لوړولو لارې پیدا کړي، په داسې حال کې چې ملګري ملتونه سږکال د خپلې ۸۰مې کلیزې په درشل کې له مالي کړکېچ سره مخ دي او د دې ستونزې لویه برخه د امریکا د نه ورکړل شویو پیسو له امله رامنځته شوې ده.

هغه د ۱۹۳ هېوادونو عمومي اسامبلۍ د بودیجې کمېټې ته وویل: «موږ په ۲۰۲۴کال کې ۷۶۰میلیونه ډالره پاتې تادیات لرل، چې له هغې څخه ۷۰۹میلیونه لا هم نه دي ورکړل شوي. موږ د ۲۰۲۵ کال ۸۷۷ میلیونه ډالره هم نه دي ترلاسه کړي. په دې توګه، اوس ټول پاتې تادیات ۱،۵۸۶ میلیارده ډالرو ته رسېږي.»

هغه د ۲۰۲۶کال لپاره د ۳،۲۳۸ میلیارده ډالرو اساسي بودیجه وړاندیز کړه، چې د روان کال په پرتله ۱۵سلنه کموالی ښيي. په دې بودیجه کې سیاسي، بشري، وسلو ضد، اقتصادي، ټولنیزې او د اړیکو برخې شاملې دي.

دا په داسې حال کې دی، چې متحده ایالات د ملګرو ملتونو د اساسي بودیجې تر ټولو لوی تمویل کوونکی دی او د عمومي اسامبلۍ د پرېکړې له مخې ۲۲سلنه پیسې ورکوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملګري ملتونه «ستر ظرفیت لرونکی» سازمان بللی، خو ویلي یې دي چې ملګري ملتونه خپل ظرفیت نه کاروي او غواړي د امریکا تمویل هم کم کړي.

ګوترېش د مارچ په میاشت کې د «یوان ۸۰» په نوم د اصلاحاتو ټاسک فورس جوړ کړ، چې هدف یې د لګښتونو کمول او موثریت ښه کول دي.

د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه جلا بودیجه لري. د اکټوبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو ویلي وو، چې د ناسم تمویل او د امریکا د راتلونکي تمویل د ناڅرګند وضعیت له امله به په نړۍ کې د نهه ماموریتونو په کچه یو پر څلورمه برخه سوله ساتي ځواکونه کم شي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

تاجکستان تایید کړه چې د افغانستان له خاورې په سرحدي بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۱ GMT+۰
تاجکستان تایید کړه چې د افغانستان له خاورې په سرحدي بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي
100%

د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ وویل چې تېره اونۍ کې د افغانستان له خاورې په دوو بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. ولسمشر امام علي رحمان امنیتي ادارو ته امر کړی چې وضعیت او د سرحدي امنیت د پیاوړتیا لپاره پر لارو چارو بیاکتنه وکړي.

د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر نن دوشنبه، د لیندۍ ۱۰مه ویلي چې امام علي رحمان د افغان وګړو غیرقانوني او پارونکي اقدامات په کلکه وغندل او د ستونزې د حل او د داسې پیښو د بیا تکرار مخنیوي لپاره یې د اغیزمنو اقداماتو امر وکړ.

له دې وړاندې تاجک چارواکو افغانستان پولې په اوږدو کې د مخدره توکو قاچاق وړونکو او د سرو زرو غیرقانوني کان کیندونکو په اړه خبرداری ورکړی و.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ ۶مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د افغانستان له خاورې څخه په یوه برید کې د «شاهین ایس اېم» د سرو زرو د استخراج شرکت درې چینایي کارکوونکي وژل شوي دي. تاجکستان ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې ورانکارې ډلې لا هم د سرحدي وضعیت د ګډوډولو هڅې کوي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا برید د افغانستان له پولې د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ په پوله کې د یاد شرکت د کارکوونکو پر استوګنځي شوی دی.

افغان - امریکایي ټولنې په امریکا کې د وژل شوې سارا بکسټروم په درناوی شمعې روښانه کړې

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۰ GMT+۰
افغان - امریکایي ټولنې په امریکا کې د وژل شوې سارا بکسټروم په درناوی شمعې روښانه کړې
100%

د افغان–امریکايي ټولنې غړو تیره شپه د امریکا د ملي ګارډ سرتیرې سارا بکسټروم په یاد کې د شمعو په بلولو سره دغه پېښه وغندله. یادې ټولنې ویلي، موږ ویاړو چې د امریکا برخه یو او د دې هېواد د امنیت، یووالي او راتلونکي لپاره خپله ژمنتیا بیا تازه کوو.

په امریکا کې د افغان ـ امریکايي ټولنې غړي د سپینې ماڼۍ مخ ته ور ټول شوي وو او د یوه افغان له لوري وژل شوې د امریکا ملي ګارد سرتیرې سارا بکسټروم د درناوی لپاره یې شمعې روښانه کړې.

افغان – امریکایي ټولنې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په سارا بکسټروم او اندرو وُلف باندې د یو افغان وګړي رحمن الله لکڼوال له خوا شوی برید غندي.

دوی ټینګار وکړ چې په دې حساسو شېبو کې باید اجازه ور نه کړو چې د یوه کس کړنه د کډوالو د ټولې ټولنې استازیتوب وکړي، او نه دا چې یوه پېښه د لسیزو باور، ملګرتیا، او ګډه قرباني ټکنۍ کړي.

دوی زیاتوي، هېڅ یوه ټولنه باید د یوه کس د ناسم عمل له امله مجازات نشي.

د تېرې چهار شنبې ورځ په دغه پېښه کې د یو افغان له لوري د ملي ګارډ په دوه عسکرو برید شوی چې یوه سرتېرې په‌ کې وژل شوې او بل سخت ټپي دی

مسعود پزشکیان: له هغو پولو چې سوداګري، علم او کلتور تېرېږي، هېڅکله به هم ترهګري وانه‌وړي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۹ GMT+۰
 مسعود پزشکیان: له هغو پولو چې سوداګري، علم او کلتور تېرېږي، هېڅکله به هم ترهګري وانه‌وړي
100%

د ایران ولسمشر د یکشنبې په ماښام په تهران کې د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې وویل، په داسې مهال کې چې د مسلمان ملتونو ګډ دوښمنان د فشارونو د زیاتولو په لټه کې دي، نو اسلامي هېوادونو ته هم په‌کار ده، چې یو بل ته شرایط اسانه او له پېچلي کولو یې ډډه وکړي.

د ایران د ولسشمرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له‌مخې، مسعود پزشکیان په دې کتنه کې چې د یکشنبې په ماښام (د لیندۍ ۹مه) ترسره شوه، وویل: «ایران او ترکیه سره وروڼه دي او لازمه ده چې په خپلو کې اړیکې پراخې کړي او باوري یو له هغو پولو چې سوداګري، علم او کلتور تېرېږي، هېڅکله به هم ترهګري او وسلې ونه‌اړول شي.»

پزشکیان همداراز په ډاګه کړه، که اسلامي هېوادونه سره یو موټي وي، نو په نړۍ کې به هېڅ داسې قدرت نه‌وي چې مسلمان ملتونو ته ستونزې جوړې کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فېډان وویل، په اوسنیو شرایطو کې اسلامي هېوادونه باید په ګډه او همغږې توګه خپلې همکارۍ پراخې کړي او همداراز یې په ډاګه کړه، چې د ایران او ترکیې په ګډون اسلامي هېوادونه کولی شي د اسلامي امت پر وړاندې شته اختلافونه لري کړي.

سېنټکام: امریکایي او سوریایي ځواکونو د داعش د وسلو د زېرمو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۱ GMT+۰
سېنټکام: امریکایي او سوریایي ځواکونو د داعش د وسلو د زېرمو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي
100%

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د یکشنبې په ورځ وویل، چې تېره اوونۍ یې د سوریې په سوېل کې د داعش د وسلو د ساتنې ۱۵مرکزونه له منځه وړي دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام)په وينا، دوی او سوریایي ځواکونو د نومبر له ۲۴مې تر ۲۷مې پورې د رېف دمشق په ولایت کې د هوايي بریدونو او ځمکنیو چاودنو له لارې دا مرکزونه پېژندلي او ویجاړ کړي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې سېنټکام خپره کړې، ویل شوي: «په ګډو عملیاتو کې له ۱۳۰ څخه زیات هاوان او راکټونه، ګڼ شمېر برید کوونکې وسلې، ماشینګڼې، د ټانک ضد ماینونه او د بمونو د جوړولو مواد له منځه یووړل شول.»

داعش وسله‌واله ډله چې یو وخت یې په سوریه او عراق کې پر میلیونونو خلکو سخت افراطي حاکمیت تپلی و، څو کاله مخکې د امریکا په مشرۍ د نړۍوال اېتلاف له خوا سخته وځپل شوه؛ خو بیا هم وتوانېده چې ځان بیا منظم او پیاوړی کړي.

د سېنټکام د سمندري ځواکونو لوړپوړي قوماندان براډ کوپر وویل، چې دا عملیات به د داعش پر ضد ترلاسه شوې بریاوې "دایمي او ثابتې" کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په ۱۰مه له سوریایي ولسمشر احمد الشرع سره چې یو وخت د القاعدې پخوانی قوماندان و او تر دې وروستیو پورې د امریکا د بندیزونو لاندې و تر خبرو وروسته وویل، چې د سوریې د بریا لپاره به هر ډول هڅه وکړي.

سوریایي حکومت هغه وخت ویلي وو، چې د دغو خبرو له پیل مخکې یې په ټول هېواد کې د داعش د پټو مرکزونو پر ضد مخکېني عملیات ترسره کړي دي.

په واشنګټن کې له ټرمپ سره په لیدنه کې د الشرع یو اساسي هدف دا و، چې د امریکا هغه سخت بندیزونه چې پر هېواد یې لګېدلي، په بشپړ ډول لرې شي.

د لیدنې په جریان کې د امریکا د خزانې وزارت اعلان وکړ، چې د قیصر بندیزونو د تطبیق ځنډول به د ۱۸۰ورځو لپاره نور هم تمدید کړي، خو د دغو بندیزونو بشپړ لرې کېدل یوازې د امریکا د کانګرس صلاحیت دی.

اوکرایني او امریکایي چارواکو د اوکراین د سولې په تړاو خبرې وکړې

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۱ GMT+۰
اوکرایني او امریکایي چارواکو د اوکراین د سولې په تړاو خبرې وکړې
100%

امریکايي او اوکرایني چارواکو د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۹مه) په فلوریډا کې یوه مهمه ناسته وکړه، څو د سولې پر هغې طرحې بحث وکړي چې ټاکل شوې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو لپاره لار هواره کړي.

په دې ناسته کې د اوکراین د امنیت شورا رییس رستم عمروف د اوکراین د مرکچي پلاوي مشري کوله او له امریکایي لوري استیو ویتکاف او جارډ کوشنر په دې ناسته کې حاضر وو. ویل کېږي، چې ویتکاف به په راتلونکو ورځو کې د روسیې له چارواکو سره هم وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، هیله لري چې دغه خبرې به د درې کلنې جګړې د ختمېدو لپاره د عملي پرمختګ سبب شي. د ده په وینا، هدف دا دی چې اوکراین په خپلواکه او باثباته بڼه پاتې شي.

دغه ناسته وروسته له هغه ترسره کېږي، چې د امریکا له لوري د سولې نوې طرحې په اړه دوه اوونۍ پرله‌پسې خبرې روانې وې. دا طرحه تر ډېرو نیوکو لاندې راغله او منتقدین یې روسیې ته د امتیاز ورکولو په معنا ګڼي.

بلخوا، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي هیله څرګنده کړې چې د جنیوا تېرې ناستې پرېکړې به ژر وروستۍ شي.