• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان - امریکایي ټولنې په امریکا کې د وژل شوې سارا بکسټروم په درناوی شمعې روښانه کړې

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۰ GMT+۰

د افغان–امریکايي ټولنې غړو تیره شپه د امریکا د ملي ګارډ سرتیرې سارا بکسټروم په یاد کې د شمعو په بلولو سره دغه پېښه وغندله. یادې ټولنې ویلي، موږ ویاړو چې د امریکا برخه یو او د دې هېواد د امنیت، یووالي او راتلونکي لپاره خپله ژمنتیا بیا تازه کوو.

په امریکا کې د افغان ـ امریکايي ټولنې غړي د سپینې ماڼۍ مخ ته ور ټول شوي وو او د یوه افغان له لوري وژل شوې د امریکا ملي ګارد سرتیرې سارا بکسټروم د درناوی لپاره یې شمعې روښانه کړې.

افغان – امریکایي ټولنې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په سارا بکسټروم او اندرو وُلف باندې د یو افغان وګړي رحمن الله لکڼوال له خوا شوی برید غندي.

دوی ټینګار وکړ چې په دې حساسو شېبو کې باید اجازه ور نه کړو چې د یوه کس کړنه د کډوالو د ټولې ټولنې استازیتوب وکړي، او نه دا چې یوه پېښه د لسیزو باور، ملګرتیا، او ګډه قرباني ټکنۍ کړي.

دوی زیاتوي، هېڅ یوه ټولنه باید د یوه کس د ناسم عمل له امله مجازات نشي.

د تېرې چهار شنبې ورځ په دغه پېښه کې د یو افغان له لوري د ملي ګارډ په دوه عسکرو برید شوی چې یوه سرتېرې په‌ کې وژل شوې او بل سخت ټپي دی

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

ازادۍ جبهه: په میمنه کې مو د طالبانو د امر بالمعروف پر ریاست برید کړی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۰
ازادۍ جبهه: په میمنه کې مو د طالبانو د امر بالمعروف پر ریاست برید کړی
100%

ازادۍ جبهه وایي چې د دې ډلې وسله والو د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پر ریاست برید ترسره کړی دی. د دې ډلې په وینا، په برید کې د طالبانو دوه کسان وژل شوي دي، خو د طالبانو اړوند ادارې د مرګ ژوبلې ادعاوې نه مني.

ازادۍ جبهې په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې برید یې د دې ادارې د محتسبانو د ورځني غونډې د ختمېدو او د هغوی د وتلو پر مهال ترسره کړی. د خبرپاڼې له مخې، لا تر اوسه د میمنې د امر بالمعروف د رییس د برخلیک په اړه دقیقه معلومات نشته.

جبهه زیاتوي چې د طالبانو محتسبان هره ورځ په دې مرکز کې راټولیږي او له هغه وروسته په درې یاپنځه کسیزو ډلو کې ښار ته وځي او د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، د ځورولو فعالیتونه ترسره کوي.

خو د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند په خپلوڅرګندونوکې ویلي چې د یکشنبې په ماښام یوه بریدګر چې غوښتل یې د دوی کارکوونکي په نښه کړي، موخې ته تر رسېدو وړاندې ودرول شو. نوموړي د بریدګر د هویت او د مخنیوي څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

طالبان سبا د خوست په ورزشي سټېډیوم کې د «قصاص» حکم عملي کوي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۹ GMT+۰
طالبان سبا د خوست په ورزشي سټېډیوم کې د «قصاص» حکم عملي کوي
100%

د طالبانو د خوست ولایت مقام رسنیز دفتر وايي چې سبا لس بجې د خوست په ورزشي سټېډیوم کې د «قصاص» حکم تطبیقوي. دوی زیاتوي، چې د طالبانو قضايي ارګانونه د خوست علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ د یوې پيښې پر تورن د قصاص حکم عملي کوي.

د طالبانو د خوست والي رسنیز دفتر نن دوشنبه، د لیندۍ ۱۰مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د ټولو ادارو له مسوولینو، دیني عالمانو او د خپلې ډلې د وسلوالو ترڅنګ له عامو خلکو هم غوښتي دي، چې په ټاکلي وخت د خوست ورزشي سټېډیوم ته ورشي.

دوی همدراز له کډونوالو غوښتنه کړې ده، چې سټېډیوم ته د کامره لرونکو ټېلفونونو او وسلو سره د کډون اجازه نشته او له دې توکو له راوړلو دې ډډه وکړي.

  • افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د رارسېدلو معلوماتو له مخې شاوخوا ۹ میاشتې وړاندې د خوست په عليشيرو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ لس غړي وژل شوي و، چې ددې پيښې تورن کس ته به د قصاص سزا ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د بخښنې نړیوال سازمان په وروستيو کې يو رپورټ خپور کړی وو چې پکې ويل شوي ول چې د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د جګړې اړوند تاوتریخوالی او وژنې کمې شوي خو د شخصي دښمنیو له کبله اوس هم ځینې وخت بې ګناه کسان وژل کېږي.

د «زه افغان یم» کمپاین؛ افغانان: د یو کس عمل په ټول ملت مه تپئ

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۰
د «زه افغان یم» کمپاین؛ افغانان: د یو کس عمل په ټول ملت مه تپئ
100%

په امریکا کې د یوه افغان‌ له‌خوا د ملي ګارد پر دوو عسکرو تر برید وروسته په خواله رسنیو کې د «زه افغان یم» په نوم د افغان کډوالو، سیاسي څېرو، پخوانیو چارواکو او مدني ډلو له‌خوا کمپاین پیل شوی.

دوی وايي، د یو کس انفرادي جرم باید د مېلیونونه افغانانو د هویت، اعتبار او کوربه ټولنو سره د اړیکو پر وړاندې ونه کارول شي. په واشنګټن کې تر یاد برید وروسته خپاره شوي راپورونه ښيي، چې د امریکا د امنیتي ادارو لپاره د پېښې حساسیت او همدارنګه د افغان کډوالو پر وړاندې د احتمالي بدبینۍ وېره، د دې لامل شوې چې دغه پېښې د افغانانو په منځ کې د هویت بحث راوپاراوه او ورسره یو شمېر کسانو د «زه افغان نه‌یم» کمپاین پیل کړ؛ خو د امرالله صالح په ګډون ډېریو افغانانو له دغه کمپاین سره مخالفت څرګند کړ او د «زه افغان یم» ټرېنډ یې جوړ کړ او دغه ټرېنډ ته یې په خواله رسنیو کې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو زور ورکړ.

امرالله صالح: د هویت نه ‌منل «د ځان د انکار» ګواښوونکی عمل دی

د تېر جمهوري نظام پر مهال مرستیال ولسمشر امرالله صالح د «زه افغان نه یم» ټرېنډ ته توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي: «زما ملي هویت لا هم افغان دی، ما د یوه مسلمان په توګه څو ځله په قران لاس اېښی او قسم مې کړی، چې د افغانستان د اساسي قانون دفاع او ساتنه به کوم، دا قسم نه ټوکه وه او نه سیاسي لوبه، د افغانستان اساسي قانون د هېواد ټولو اتباعو ته، له قوم، قبیلې او ژبې پرته، د افغان نوم کاروي.»

صالح زیاته کړه، چې د جمهوریت اساسي قانون ټول وګړي «افغان» ګڼي او تر هغو چې قانوني بدیل ونه لري؛ دغه سند د اعتبار وړ دی. هغه په خپله لیکنه کې د هویت د ګډوډۍ په اړه هم خبرداری ورکړ:« حاشیوي فکرونه تل شته، یوه ټولنه چې ډېری ګډولې لري، همداسې وي. حاشیه‌يي کسان باید دویم هبت‌الله نه‌شي او ټول نفی کوونکي دریځونه خپل نه‌کړي.»

د هغه په وینا، د هویت نه‌منل نه ځواکمنتیا ده او نه حل لاره؛ بلکې د ټولنیز تضاد د یوه نوي باب پرانیستل دي.

احتشام افغان: «افغان د وقار تاریخي نوم دی، طالبان یې استازي نه‌دي»

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال احتشام د افغان هویت پر ضد شعارونه «د فشارونو محصول» بللي او لیکلي یې دي: «زه پر افغان توب ویاړم. افغان یو تاریخي هویت دی، چې د غیرت او وقار معنا لري. طالبان زموږ استازي نه‌دي؛ هغوی پر ملت تپل شوي دي.»

هغه د امرالله صالح د دریځ ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د افغان نوم دفاع د یوه ملت ګډه اړتیا ده.

کامران صدیقي: افغان ټولنې د پېښې پر ځای شمعې بلې کړې

کامران صدیقي هم د هغه مراسمو یادونه کړې، چې افغانانو د پېښې په ځای کې جوړ کړي وو. نوموړي لیکلي: «په واشنګټن ډي‌سي کې د افغانانو ټولنې د شمعو مراسم ترسره کړل او د سارا پر وژل کېدو یې سخت غبرګون وښود. د هغې خدمت ته یې درناوی وکړ او برید یې د نه منلو وړ وباله.»

نوموړي لیکلي، چې د مراسمو ګډونوالو وویل، په دې سختو شېبو کې افغان ټولنه د قربانیانو ترڅنګ ولاړه ده. نوموړي ویلي، چې د افغان کډوالو د مدني دریځونو موخه دا ده چې ثابته کړي: «تاوتریخوالی د افغانانو د هویت برخه نه‌ده.»

مریم سلیمان خېل: «تاوتریخوالی ردوو؛ د قربانیانو کورنیو سره ولاړ یو»

د جمهوري نظام پر مهال د پارلمان غړې مریم سلیمان خېل د افغان ټولنې د هغو مراسمو یادونه کړې، چې د وژل شوې امریکایي سرتېرې سارا بېکسټروم په درناوي جوړ شوي وو.

هغې لیکلي: «زه پر خپلې افغان ټولنې ویاړم، چې د سارا بېکسټروم په درناوي سره راټوله شوه، افغانان غم او عدالت پېژني. موږ هر ډول تاوتریخوالی ردوو او د ملي ګارد هغه زړورې سرتېرې له کورنۍ سره درېږو، چې ژوند یې له لاسه ورکړ.»

اغلې سلیمان خېل ټینګار کړی، چې د افغان ټولنې مدني غبرګونونه باید د کډوالو د باور ساتلو برخه شي.

هزاره ټولنه: «موږ خپله د تاوتریخوالي قربانيان یو؛ هر ډول زور زیاتی غندو»

د امریکا په DMV سیمه کې د هزاره ټولنې د غمرازۍ غونډې په اړه خبریال عارف یعقوبي لیکلي:« د هزاره ټولنې غړو د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او ټینګار یې وکړ، چې تاوتریخوالی په هېڅ ټولنه کې ځای نه‌لري.» هغه ویلي، چې پولیسو له ټولنې سره مسلکي همکاري کړې او د امنیت په ټینګښت کې له نږدې ولاړ وو.

شاه محمود میاخېل: د «من افغان نیستم» شعار د واقعیتونو خلاف دی

د تېر جمهوري نظام پر مهال د دفاع وزارت چارسمبالي شاه محمود میاخېل ویلي، چې د افغان هویت نه‌منل د «ډیپورټیشن» د مخنیوي لپاره هیڅ اغېز نه‌لري. هغه لیکلي: «دا چې څوک وايي ‘افغان یم یا نه یم’، د خپلو افغانانو خبرو ته پاملرنه نه‌کوي؛ خو د سرو بریتو او سرو سریو خبرو ته زیات اهمیت ورکوي.

میاخېل د سي‌ای‌اې د مامورې سارا اډمز د اېکس هغه کمینټ ته اشاره کړې، چې یو کس ته یې لیکلي چې «ته که افغان نه یې نو ځانته باید یو هېواد جوړ کړې؛ تر هغې چې هېواد ونه‌لرې نو افغان یې.»

میاخېل زیاتوي، چې ډېری کسان د ناسمو روایتونو ښکار شوي او د ځان او خپل هویت ترمنځ درز رامنځته کوي.

عاطف مشعل: «هویت له منځه نه‌ځي؛ هویت لوړولای شو»

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل بیا د هویت د سیاسي، تاریخي او ټولنیز ارزښت په اړه مفصل غږېدلی. هغه لیکلي:«هغه څوک چې له خپل هویت لرې شي، د شخصیت باور او ثبات له لاسه ورکوي. افغان یو سیاسي–جغرافیوي هویت دی، چې ټول قومونه رانغاړي.»

مشعل د نړۍوالو څېړنو په حواله ټینګار کوي:«افغانستان د سیمې د ترانزیت او اقتصادي همکاریو طبیعي څلورلاره ده، دا د ملي ځانباورۍ او د هویت د باعزته کېدو یو تاریخي فرصت دی.» هغه په پای کې لیکي:«هویت نه پرېښودل کېږي؛ هویت باعزته کېږي.»

د ټولنیزو څېړنو له مخې؛ هغه افغان کډوال چې په کوربه هېوادونو کې د امنیتي پېښو له امله د بدبېنۍ له ګواښ سره مخ کېږي، ډېری وخت په دفاعي حالت کې درېږي. کارپوهان وايي، د «زه افغان نه یم» کمپاین د همدې فشار یو انعکاس دی؛ خو د غبرګونونو له مخې ښکاري، چې د افغان ټولنې د اکثریت دریځ د هویت د ساتلو، د مسوولیت منلو او د ګډ نوم د درناوي غوښتنه ده.

په خواله رسنیو کې د «زه افغان نه یم» کمپاین داسې مهال راپورته شو، چې د نړۍ په کچه د کډوالۍ موضوع، امنیتي حساسیتونه او ټولنیز قضاوتونه خورا نازک دي.

طالبان وایي،‌ د ملاهبت الله په امر تر اوسه د اوبو ۴۵۰کوچني بندونه جوړ شوي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۲ GMT+۰
طالبان وایي،‌ د ملاهبت الله په امر تر اوسه د اوبو ۴۵۰کوچني بندونه جوړ شوي
100%

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وایي، چې پر کابل د واکمنې ډلې مشر ملاهبت الله د امر پر بنسټ له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې په ټول هېواد کې د اوبو ۴۵۰کوچني بندونه جوړ شوي دي. هغه وایي، روان کال د دغه وزارت په چوکاټ کې ۹۶بندونه جوړ شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د نوموړي له قوله لیکلي، چې تر دې مهاله په زابل کې د عمري بند، په کابل کې د شاه او عروس بند، په نیمروز کې د کمال خان بند د درېیم فاز چارې، په هرات کې د پاشدان بند او په لوګر کې د سرخاب بند چارې بشپړې شوې دي. هغه وایي، دغه بندونو د زرګونه مېګاواټه برېښنا د تولید تر څنګ زرګونه کرنیزې ځمکې هم خړوبې کړې دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د ویاند په وینا؛ د سیندونو غاړو کې یې تحکیماتي پروژې پلې کړې او همدا راز یې د کانالونو رغېدو په برخه کې هم هڅې کړې دي چې په ټول هېواد کې یې زرګونه هکټاره ځمکې له تخریب ژغورلې دي. مطیع الله عابد وایي، د امو سیند د تحکیماتي پروژې له بشپړېدو سره ۳۰زره هکټاره ځمکه د خړوبېدو وړ ګرځېدلې ده.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې خلک نیوکې کوي چې وچکالۍ ځپلي او ان د بهیدونکو سیندونو اوبه سمې نه‌دي مدیریت شوي. همدا راز لا هم د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د اوبو بندونو د نشتوالي له امله کرنیزې ځمکې شاړې پرتې دي.

په اسلام‌اباد کې پولیسو د افغان کډوالو د کورونو دروازې ماتې کړې او لسګونه کسان یې نیولي دي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۷ GMT+۰
په اسلام‌اباد کې پولیسو د افغان کډوالو د کورونو دروازې ماتې کړې او لسګونه کسان یې نیولي دي
100%

په پاکستان کې مېشتو افغانانو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پرون د یکشنبې په ورځ پولیسو د افغان کډوالو د کورونو دروازې ماتې کړې او لسګونه افغانان یې نیولي دي چې په‌کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دغه نیول شوي کډوال سملاسي د کډوالو د ساتنې مرکز ته انتقال شوي او هلته یې د بایومتریک چارې هم بشپړې شوي، چې ښایي نن په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شي.

د راپورونو له مخې؛ د اسلام‌اباد په بي-۱۷ښارګوټي کې پولیسو د افغان کډوالو د لټون پرمهال هغه دروازې هم ماتې کړې چې په‌کې څوک نه اوسېدل. د یادې سیمې یو افغان اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل: «د نور کله پرتله پولیسو ډېر سخت چلند وکړ، د ډېرو کورونو دروازې یې ماتې کړې. په‌ دې کې داسې کورونه هم وو، چې څوک په‌کې نه اوسېدل.»

نن دوشنبه هم په بي-۱۷ښارګوټي کې د پولیسو کور په کور عملیات روان دي. په اسلام‌اباد کې ډېری نیول شوي افغانان هغه کسان دي، چې له ۲۰۲۱کال وروسته پاکستان ته ورغلي او د نورو هېوادونو لپاره یې د ویزې یا پناه غوښتنې قضیې روانې دي.

دغه افغانان وایي، ډېریو افغانانو ته د ځینو سفارتونو له‌خوا اسناد هم ورکړل شوي؛ خو یوازې د جرمني سفارت اسناد لرونکي تر ډېره خوندي پاتې کېږي او پاتې نور د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابوالي سره هم‌مهاله په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو په کورنو د پولیسو چاپې زیاتې شوې، کور په کور د پولیسو لټون روان دی، هره ورځ له ګواښ سره مخ افغانان نیول کېږي او په جبري توګه افغانستان ته ستنول کېږي.