ګوترېش: خبریالان باید خپل کار له ګواښ، زیان او لاسوهنې پرته ترسره کړای شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د منځني ختیځ د سولې په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵کال د رسنیو نړۍوال سیمنار ته په خپله وینا کې وویل، په غزه کې د جګړو له پیل راهیسې د رسنیو ۲۶۰ کارکوونکي وژل شوي، چې دا د خبریالانو لپاره په وروستیو لسیزو کې تر ټولو خونړۍ جګړه بلل کېږي.