د ایډز نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې ۱۳زره کسان په ایډز اخته دي

د ایډز نړۍوال سازمان په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي، په افغانستان کې ۱۳زره کسان په ایډز ناروغۍ اخته دي چې ډېری یې د نشهیي توکو کارولو او ککړو ستنو له لارې په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

د ایډز نړۍوال سازمان په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي، په افغانستان کې ۱۳زره کسان په ایډز ناروغۍ اخته دي چې ډېری یې د نشهیي توکو کارولو او ککړو ستنو له لارې په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.
نن د ډسمبر لومړۍ نېټه د ایډز نړۍواله ورځ ده. په تېر ۲۰۲۴کال کې په نړۍ کې ۶۳۰زره کسان د ایډز ناروغۍ له امله مړه شوي دي؛ خو په دغه راپور کې په تېر ۲۰۲۴کال کې د ایډز ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو د شمېر په اړه څه نهدي ویل شوي.
له بل پلوه د اېډز نړۍوال سازمان د اېډز ناروغۍ د نړۍوالې ورځې په درشل کې په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د نړۍوالو بسپنهورکوونکو د مرستو کمښت د اېډز پر ضد د مبارزې لپاره نړۍوالې هڅې له لوی ناورین سره مخ کړې دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وایي، چې پر کابل د واکمنې ډلې مشر ملاهبت الله د امر پر بنسټ له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې په ټول هېواد کې د اوبو ۴۵۰کوچني بندونه جوړ شوي دي. هغه وایي، روان کال د دغه وزارت په چوکاټ کې ۹۶بندونه جوړ شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د نوموړي له قوله لیکلي، چې تر دې مهاله په زابل کې د عمري بند، په کابل کې د شاه او عروس بند، په نیمروز کې د کمال خان بند د درېیم فاز چارې، په هرات کې د پاشدان بند او په لوګر کې د سرخاب بند چارې بشپړې شوې دي. هغه وایي، دغه بندونو د زرګونه مېګاواټه برېښنا د تولید تر څنګ زرګونه کرنیزې ځمکې هم خړوبې کړې دي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د ویاند په وینا؛ د سیندونو غاړو کې یې تحکیماتي پروژې پلې کړې او همدا راز یې د کانالونو رغېدو په برخه کې هم هڅې کړې دي چې په ټول هېواد کې یې زرګونه هکټاره ځمکې له تخریب ژغورلې دي. مطیع الله عابد وایي، د امو سیند د تحکیماتي پروژې له بشپړېدو سره ۳۰زره هکټاره ځمکه د خړوبېدو وړ ګرځېدلې ده.
طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې خلک نیوکې کوي چې وچکالۍ ځپلي او ان د بهیدونکو سیندونو اوبه سمې نهدي مدیریت شوي. همدا راز لا هم د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د اوبو بندونو د نشتوالي له امله کرنیزې ځمکې شاړې پرتې دي.
په پاکستان کې مېشتو افغانانو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې پرون د یکشنبې په ورځ پولیسو د افغان کډوالو د کورونو دروازې ماتې کړې او لسګونه افغانان یې نیولي دي چې پهکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دغه نیول شوي کډوال سملاسي د کډوالو د ساتنې مرکز ته انتقال شوي او هلته یې د بایومتریک چارې هم بشپړې شوي، چې ښایي نن په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شي.
د راپورونو له مخې؛ د اسلاماباد په بي-۱۷ښارګوټي کې پولیسو د افغان کډوالو د لټون پرمهال هغه دروازې هم ماتې کړې چې پهکې څوک نه اوسېدل. د یادې سیمې یو افغان اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل: «د نور کله پرتله پولیسو ډېر سخت چلند وکړ، د ډېرو کورونو دروازې یې ماتې کړې. په دې کې داسې کورونه هم وو، چې څوک پهکې نه اوسېدل.»
نن دوشنبه هم په بي-۱۷ښارګوټي کې د پولیسو کور په کور عملیات روان دي. په اسلاماباد کې ډېری نیول شوي افغانان هغه کسان دي، چې له ۲۰۲۱کال وروسته پاکستان ته ورغلي او د نورو هېوادونو لپاره یې د ویزې یا پناه غوښتنې قضیې روانې دي.
دغه افغانان وایي، ډېریو افغانانو ته د ځینو سفارتونو لهخوا اسناد هم ورکړل شوي؛ خو یوازې د جرمني سفارت اسناد لرونکي تر ډېره خوندي پاتې کېږي او پاتې نور د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
یاده دې وي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابوالي سره هممهاله په اسلاماباد کې د افغان کډوالو په کورنو د پولیسو چاپې زیاتې شوې، کور په کور د پولیسو لټون روان دی، هره ورځ له ګواښ سره مخ افغانان نیول کېږي او په جبري توګه افغانستان ته ستنول کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دوشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۰مه) خبر ورکړی، د یکشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۱۰۵۳ کورنۍ چې ټولټال ۴۸۳۴ کسان کېږي؛ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.
په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې ۵۴۶ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۳۷۴ کورنۍ د تورخم، ۴۵ کورنۍ د بهرامچې، ۲۲ کورنۍ د اسلامکلا او ۶۶ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې ستنې شوې دي.
د راپور د معلوماتو له مخې؛ دغه راستنو شویو کډوالو ته د یاد کمېسیون لهخوا شاوخوا ۱۰ مېلیونه افغانۍ مالي مرسته هم شوې ده.
یاده دې وي، چې په وروستیو کې پاکستان د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ چټکه کړې، تېرو څو ورځو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیسو عملیات چټک شوي. تېره ورځ د اسلاماباد په بېلابېلو سیمو کې پولیسو د هغه کورنو دروازې هم ماتې کړې، چې ګومان کېده افغان کډوال پهکې اوسېږي.
د طالبانو د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني د ایران د کرنې وزارت له مرستیالې مریم جلیليمقدم سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې کړې. خبرپاڼه وایي، دواړو د پنبې، کنجاړې، مېوو، حبوباتو، د غوښې تولید او مالدارۍ د فارمونو اړوند پر ګډې پانګونې ټینګار کړی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ناسته کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا، د کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو د محصولاتو د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتیاو پر برابرولو او همدارنګه د دواړه خواوو د متخصصینو ترمنځ د تجربو پر تبادلې ټینګار شوی.
وړاندې لیکل شوي: «دواړه لورو د پنبې، کنجاړې، مېوو، حبوباتو، د غوښې تولید او د مالدارۍ د فارمونو د جوړولو په برخو کې پر ګډو پانګونو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې د دواړو وزارتونو ترمنځ تخنیکي او عملي همکارۍ به لا زیاتې شي».
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له پاکستان سره هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې بندې کړې چې له کبله یې د افغانستان تر څنګ د پاکستاني بزګرانو کرنیزو حاصلاتو ته درانه زیانونه اوښتي دي. هممهاله پر کابل واکمنو له ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې ډېرې کړې دي. طالبان غواړي په دې کار سره پر اسلاماباد خپله هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه کمه کړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې دوشنبه د (لېندۍ ۱۰مه) لیکلي، چې په دغه هېواد کې د الوګانو تولید ډېر شوی؛ خو پر ډیورنډ کرښه د تړلو دروازو له امله یې بازار سوړ دی او بیې یې هم خورا ټیټې شوې دي. کاروباریان وایي، حتی د الوګانو د ټرانسپورټ او ساتلو لګښتونه هم په دې بیو نهشي پوره کولی.
د راپور له مخې، پاکستان کې د تېر کال حاصل شوي الوګان په یخچالونو کې ساتل شوي وو؛ خو اوس ان هغه لګښتونه هم نه پوره کوي. هممهاله د خېبر پښتونخوا د الوګانو تازه حاصلات هم بازارونو ته رسېدلي، چې د تېر کال پرتله یې بیې نیمایي ته راټیټې شوې دي.
راپور کې راغلي: «افغانستان ته د کچالو صادراتو د درېدو او منځنۍ اسیا او روسیې ته د ټرانزیټ د بندېدو له کبله د پاکستان کرنیز صنعت ته درنه ضربه رسېدلې». افغانستان د پاکستاني الوګانو تر ټولو لوی پېرودونکی دی او په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان د الوګانو له ټولو صادراتو څه باندې ۴۰سلنه افغانستان ته لېږل شوي دي. دغه درنه تکیه څرګندوي، چې د پاکستان د صادراتو بازار ډېر محدود او ژر زیانمنېدونکی دی.
اقتصادي کارپوهان وايي، چې پاکستان په تېرو درېیو لسیزو کې پر وارداتو ډېره تکیه کړې او د صادراتو وده یې درېدلې ده. اوس د دغه هېواد د اقتصاد په جوړښت کې د صادراتو برخه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې. په کرنه کې صادرات یوازې څو لومړنیو محصولاتو پورې محدود دي او د تنوع نشتوالي بزګران له درنو ګواښونو سره مخامخ کړي دي.
راپور زیاتوي، که څه هم د الوګانو حاصلات ډېر دي؛ خو اوس پر ډیورنډ کرښه د لارو بندېدو له کبله دغه حاصلات تاواني دي.
ورځپاڼه لیکي: «د ستونزې د حل لپاره یو شمېر وړاندیزونه شوي، لکه د ایران له لارې صادرات، د نوو بازارونو موندل او د کښت په تګلاره کې بنسټیز بدلون. خو له ایران نه صادرات د بندیزونو او د لوړو ټرانسپورټي لګښتونو له امله ستونزمن دي او د نوي بازار موندنه کلونه وخت غواړي».
له بلې خوا، د پاکستان ډېری بزګران د هغو سختو معیارونو پوره کولو توان نهلري، چې ګڼ هېوادونه یې د وارداتو لپاره شرط بولي.
په داسې حال کې چې سږکال د الوګانو د کرکیلې ساحه او تولید دواړه زیات شوي او د راتلونکي کال لپاره لا پراخ اټکل کېږي. همدا راز ویل شوي ډېر امکان لري، چې د راتلونکي کال حاصلات هم د بیو د سقوط ښکار شي. راپور کې راغلي، چې دغه وضعیت به پاکستاني بزګرانو ته درانه زیانونه واړوي او په داسې هېواد کې چې د بېوزلۍ کچه پهکې تر ۴۴ سلنې اوښتې، اندېښنې به لا نورې هم زیاتې کړي.
کارپوهان ټینګار کوي، د افغانستان سره د دروازو پرانیستل د روان کال لپاره یوازینی بېړنی حل دی چې کولای شي بزګران وژغوري؛ خو د اوږدمهالي ثبات لپاره پاکستان ته په کار ده، چې حکومت یې نوې پالیسۍ عملي کړي. دغه تګلاره باید د کښت د بڼې بدلول، د قراردادي کښت سیستم رامنځته کول او د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره د بدلونفابریکو پیاوړتیا پهکې شامله وي.
ورځپاڼه په پای کې لیکي، سره له دې چې ننګونې ډېرې دي، متخصصان باور لري چې که سمه تګلاره غوره شي؛ نو پاکستان کولای شي له اوسني کړکېچه ووځي او خپلو کرنیزو محصولاتو ته نوي نړۍوال بازارونه پیدا کړي.