• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر ډیورنډ بندې دروازې؛ پاکستان کې الوګان خورا ارزانه شوي او کاروباریان یې تاواني کړي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۷ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې دوشنبه د (لېندۍ ۱۰مه) لیکلي، چې په دغه هېواد کې د الوګانو تولید ډېر شوی؛ خو پر ډیورنډ کرښه د تړلو دروازو له امله یې بازار سوړ دی او بیې یې هم خورا ټیټې شوې دي. کاروباریان وایي، حتی د الوګانو د ټرانسپورټ او ساتلو لګښتونه هم په دې بیو نه‌شي پوره کولی.

د راپور له مخې، پاکستان کې د تېر کال حاصل شوي الوګان په یخچالونو کې ساتل شوي وو؛ خو اوس ان هغه لګښتونه هم نه پوره کوي. هم‌مهاله د خېبر پښتونخوا د الوګانو تازه حاصلات هم بازارونو ته رسېدلي‌، چې د تېر کال پرتله یې بیې نیمایي ته راټیټې شوې دي.

راپور کې راغلي: «افغانستان ته د کچالو صادراتو د درېدو او منځنۍ اسیا او روسیې ته د ټرانزیټ د بندېدو له کبله د پاکستان کرنیز صنعت ته درنه ضربه رسېدلې». افغانستان د پاکستاني الوګانو تر ټولو لوی پېرودونکی دی او په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان د الوګانو له ټولو صادراتو څه باندې ۴۰سلنه افغانستان ته لېږل شوي دي. دغه درنه تکیه څرګندوي، چې د پاکستان د صادراتو بازار ډېر محدود او ژر زیانمنېدونکی دی.

اقتصادي کارپوهان وايي، چې پاکستان په تېرو درېیو لسیزو کې پر وارداتو ډېره تکیه کړې او د صادراتو وده یې درېدلې ده. اوس د دغه هېواد د اقتصاد په جوړښت کې د صادراتو برخه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې. په کرنه کې صادرات یوازې څو لومړنیو محصولاتو پورې محدود دي او د تنوع نشتوالي بزګران له درنو ګواښونو سره مخامخ کړي دي.

راپور زیاتوي، که څه هم د الوګانو حاصلات ډېر دي؛ خو اوس پر ډیورنډ کرښه د لارو بندېدو له کبله دغه حاصلات تاواني دي.

ورځپاڼه لیکي: «د ستونزې د حل لپاره یو شمېر وړاندیزونه شوي، لکه د ایران له لارې صادرات، د نوو بازارونو موندل او د کښت په تګلاره کې بنسټیز بدلون. خو له ایران نه صادرات د بندیزونو او د لوړو ټرانسپورټي لګښتونو له امله ستونزمن دي او د نوي بازار موندنه کلونه وخت غواړي».

له بلې خوا، د پاکستان ډېری بزګران د هغو سختو معیارونو پوره کولو توان نه‌لري، چې ګڼ هېوادونه یې د وارداتو لپاره شرط بولي.

په داسې حال کې چې سږکال د الوګانو د کرکیلې ساحه او تولید دواړه زیات شوي او د راتلونکي کال لپاره لا پراخ اټکل کېږي. همدا راز ویل شوي ډېر امکان لري، چې د راتلونکي کال حاصلات هم د بیو د سقوط ښکار شي. راپور کې راغلي، چې دغه وضعیت به پاکستاني بزګرانو ته درانه زیانونه واړوي او په داسې هېواد کې چې د بې‌وزلۍ کچه په‌کې تر ۴۴ سلنې اوښتې، اندېښنې به لا نورې هم زیاتې کړي.

کارپوهان ټینګار کوي، د افغانستان سره د دروازو پرانیستل د روان کال لپاره یوازینی بېړنی حل دی چې کولای شي بزګران وژغوري؛ خو د اوږدمهالي ثبات لپاره پاکستان ته په کار ده، چې حکومت یې نوې پالیسۍ عملي کړي. دغه تګلاره باید د کښت د بڼې بدلول، د قراردادي کښت سیستم رامنځته کول او د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره د بدلون‌فابریکو پیاوړتیا په‌کې شامله وي.

ورځپاڼه په پای کې لیکي، سره له دې چې ننګونې ډېرې دي، متخصصان باور لري چې که سمه تګلاره غوره شي؛ نو پاکستان کولای شي له اوسني کړکېچه ووځي او خپلو کرنیزو محصولاتو ته نوي نړۍوال بازارونه پیدا کړي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

پخوانی برتانوي افسر: په افغانستان کې د برېتانیا ځانګړو ځواکونو جنګي جرمونه کړي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۲ GMT+۰
پخوانی برتانوي افسر: په افغانستان کې د برېتانیا ځانګړو ځواکونو جنګي جرمونه کړي
100%

یوه پخواني جګپوړي برتانوي افسر ویلي، چې په افغانستان کې د برېتانیا ځانګړو ځواکونو د شکمنو کسانو په اعدامولو او د ماشومانو په وژلو سره «جنګي جرمونه» ترسره کړي دي. هغه وایي، د دوو ماشومانو د وژلو شاهد و چې له مور او پلار سره یې یوځای ووژل شول.

رویټرز خبري اژانس د نوموړي په حواله لیکلي، د دغه کړنې د مخنیوي لپاره یې هڅې د لوړ پوړو افسرانو له بې‌غورۍ سره مخ شوې. هغه دا هم وویل، چې د ځانګړو ځواکونو ګڼ غړي له دغه وضعیت څخه خبر وو.

د N5461 په مستعار نوم د ځانګړو ځواکونو یو بل افسر هم ویلي، چې په افغانستان کې ناقانونه وژنې شوې دي. د برتانوي ځواکونو له‌خوا په افغانستان کې د ۵۴ شکمنو کسانو د وژنې په اړه د بي‌بي‌سي له‌خوا د یوه مستند تر خپرېدو وروسته د برېتانیا دفاع وزارت په دې تړاو پلټنې پیل کړې. دغه پلټنې د ۲۰۱۰کال څخه تر ۲۰۱۳کاله پورې د برتانوي ځواکونو شپني عملیات څېړي.

د N1466 په نوم یو بل افسر بیا ویلي، چې هغه دغه موضوع د ځانګړو ځواکونو له مشر سره شریکه کړې وه؛ خو یوازې د عملیاتو د تاکتیک بیاکتنه وشوه او کوم جنایي اقدام نه‌و شوی.

دغه پخواني افسر په خپلو خبرو کې ویلي، هغه ژوره اندېښنه لاره ځکه چې د بې‌ګناه خلکو، په ګډون د ماشومانو ناقانونه وژنې هم ترسره کېدې. هغه یادونه کړې، چې دغه ناقانونه وژنې یوازې د UKSF1 د یوې کوچنۍ ډلې پورې محدودې نه وې؛ بلکې په پراخه کچه د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو له‌خوا ترسره شوې وې.

نوموړي ټینګار کړی، چې هغه د دغه ناقانونه کړنو په ملاتړ یا پټولو کې برخه نه‌ده اخیستې او د ځانګړو ځواکونو د افسرانو د اصلي اصولو خلاف چلند یې نه‌دی منلی.

له ګواښ سره مخ؛ پاکستان کې مېشت افغانان له امریکا نه د بیامېشتېدو پروګرام د پیل غوښتنه کوي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۶ GMT+۰
له ګواښ سره مخ؛ پاکستان کې مېشت افغانان له امریکا نه د بیامېشتېدو پروګرام د پیل غوښتنه کوي
100%

په پاکستان کې د امریکا د کډوالۍ قضیو لرونکو افغان کډوالو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه غوښتنه کړې، چې د دوی د بیا مېشتېدو پروګرام دې بېرته له سره پیل کړي. دوی وایي، په پاکستان کې له سختو فشارونو، ستونزمن اقتصادي حالت او د اېستل کېدو له وېرې سره مخ دي.

دغه غوښتنه وروسته له هغې شوې، چې د امریکا حکومت څو ورځې وړاندې د سپینې ماڼۍ ترڅنګ د ملي‌ګارد پر دووعسکرو د یوه افغان له لوري‌ تر برید وروسته د افغانانو پر مخ د کډوالۍ ټولې پروسې وتړلې او د هر ډول ویزو د ورکړې بندیز یې پرې اعلان کړ.

په هغه ګډه اعلامیه کې چې د (P1,P2) کېس لرونکو له لوري په ګډه رسنیو ته استول شوې راغلي: «موږ د امریکا هغه افغان ملاتړي او همکاران یو، چې د خپلو P1/P2 دوسیو ټول پړاوونه مو بشپړ کړي او د الوتنې د نېټې په تمه وو. د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه، دغه پروګرام پرته له کوم وضاحته ځنډول شوی دی».

په اعلامیه کې د پاکستان د سختو شرایطو یادونه هم شوې: «له درېیو کلونو څخه ډېره موده کېږي، چې په پاکستان کې د سخت فشار، کړاو او د سختې وېرې لاندې ژوند کوو». دغو کډوالو د واشنګټن وروستۍ پېښه هم غندلې او په اعلامیه کې یې په دې تړاو لیکلي:« دا کار د یوه فرد عمل و او باید د زرګونه هغه افغانانو لپاره د عامې سزا پلمه نه‌شي، چې د جدي ګواښونو سره، سره د امریکا ترڅنګ ولاړ وو. د یوه کس تېروتنه د ټولې ټولنې استازیتوب نه‌کوي او موږ په درناوي سره غوښتنه کوو، چې د عدالت اصل دې مراعات شي».

د طالبانو او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې هم سختې ترینګلې شوې، چې لامل یې د افغانستان په خاوره کې د اسلام‌اباد ضد ډلو پناه ځایونه بلل شوي دي. هم‌مهاله اسلام‌اباد د افغان کډوالو د اېستلو بهیر هم ګړندی کړی او دغه افغان کډوالو په خپله اعلامیه کې له دې وضعیت نه هم شکایت کړی دی.

دوی وایي: «پاکستاني پولیس لا هم افغانان نیسي او شړي، ان هغه کسان چې د امریکا رسمي همکاران او د اعتبار وړ اسناد لري. د امریکا د سفارت رسمي لیکونه هم نه منل کېږي او ډېر کسان د معتبرو اسنادو لرلو سربېره هم اېستل کېږي. که موږ افغانستان ته ستانه شو، له امریکا سره د همکارۍ له کبله به د طالبانو له لوري ووژل شو».

د امریکا د کډوالۍ دغه افغان دوسیې لرونکي زیاتوي، سګونه زره هغه قضیې چې پړاوونه یې بشپړ شوي وو؛ اوس په بشپړه توګه ناڅرګند حالت کې دي. دوی له امریکا غواړي، چې پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي او د تخلیې بهیر دې بېرته فعال کړي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی: «موږ مجرمین نه یو؛ موږ هغه ملاتړي یو چې د امریکا ترڅنګ ولاړ وو او اوس له امریکا غواړو، چې زموږ ترڅنګ ودرېږي».

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په یوه اعلامیه کې له پاکستان نه غوښتي، هغه افغانان چې ځانګړې حفاظتي اړتیاوې لري؛ د «بې‌اسناده بهرنیو وګړو د اېستلو له ستراتیژۍ» څخه مستثنا کړي او هغوی ته د پاتې کېدو خوندیتوب ورکړي.

د یونسیار د معلوماتو له مخې؛ یوازې په ۲۰۲۵کال کې له پاکستان نه تر یو مېلیون زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

فعالان وايي، افغان کډوال دې په امريکا کې پر قانوني بنسټونو باور ولري

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۴ GMT+۰
فعالان وايي، افغان کډوال دې په امريکا کې پر قانوني بنسټونو باور ولري
100%

د يو افغان له‌خوا د امريکا د ملي ګارد پر دوو عسکرو له ډزو وروسته او ورپسې د افغان کډوالو پر وړاندې د منفي غبرګونونو له ډېرېدو سره، يو شمېر فعالان او کارپوهان ټينګار کوي، چې دوی دې نه وېرېږي. د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف یعقوبي وایي، قانوني ادارې د کډوالو تر شا ولاړې دي.

له هغې پېښې وروسته چې رحمان‌الله لکڼوال پر دوو امريکايي عسکرو برید وکړ، د امریکا حکومت افغانانو ته د ویزو پر ورکړه بندیز لګولی دی. خو تر دې ډېر د اندېښنې وړ اقدام د ټرمپ د حکومت دا پرېکړه ده، چې د هغو افغانانو د ګرین‌کارټونو دوسيې بيا له سره څېړي چې د بايډن په دوره کې امريکا ته لېږدول شوي او دايمي استوګنه يې ترلاسه کړې ده.

يو شمېر افغان پناه‌غوښتونکو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې د يوه افغان له‌خوا پر ملي ګارد بريد «د دوی ټول ژوند ګډوډ کړ» او دوی یې له ناامنۍ او ګواښ سره مخ کړي دي. دغه افغان کډوال وېره لري، چې د امريکايي ټولنې د نظر بدلون به پر افغان کډوالو بده اغېزه وکړي او هغه کسان چې د طالبانو د ناوړه کړنو قربانيان دي او د سقوط او کډوالۍ له روحي ټپونو ځورېږي، د تبعيض، رواني او جسمي زيانونو له ګواښ سره به مخ شي.

يحيی حقيقي چې په پورټلېنډ ښار کې د افغان کډوالو د ملاتړ شبکې مسوول دی، وايي د لکڼوال له ډزو وروسته ۱۰ افغانې کورنۍ چې له یوه دفتر سره کار کوي، هغوی ته خبر ورکړی چې له هغوی غوښتنه شوې د امريکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ICE) دفتر ته ځانونه حاضر کړي.

هغه وايي، لا روښانه نه‌ده چې د دغه غوښتنې لامل څه دی. حقيقي زياته کړه: «موږ پوهېږو، چې څوک په دغسې ملاقاتونو کې حاضر نه‌شي؛ نيول کېږي او بيا د هېواد پرېښودو له ګواښ سره مخامخېږي». دا پېښه چې د افغانانو لپاره د وېزو د بندېدو او د محدوديتونو د لوړولو لامل شوه، د کډوالو د ملاتړو ډلو اندېښنې یې نورې هم زياتې کړې دي.

د «ورلډ رېليف» بشرپال بنسټ مرستيال متیو سورنز وايي: «بې له دې چې د تورن کس ملت، مذهب يا قانوني حالت څه دی؛ له امريکا غواړو چې دغه عمل د يوه شخص کار وبولي، نه دا چې نور کسان چې يوازې له هغه سره ځينې ګډې ځانګړتياوې لري، په ناحقه محکوم کړي».

يو شمېر فعالان او کارپوهان ټينګار کوي، چې افغان کډوال دې د قانوني پروسو، پلټنو او يا نورو اقداماتو له امله هېڅ ډول اندېښنه نه کوي.

د افغانستان انټرنشنل خبريال عارف یعقوبي ليکي: «دا داسې نه ده، چې ټول به وشړل شي يا ټول قانوني بهيرونه به ودرول شي. تاسو په امريکا کې يوازې نه ياست. قانوني ادارې په بشپړ ډول ستاسو تر څنګ ولاړې دي». هغه زياتوي، چې دولتي ادارې خپلې چارې د قانون له مخې پر مخ وړي او يوازې هغه کسان نيول کېږي چې سرغړونه، جرم يا د قوانينو ماتول ترې ثابت شي.

د نړۍوالو اړيکو کارپوه جعفر رسولي په خبره؛ امريکا د قانون حاکميت لرونکی هېواد دی او افغان کډوال کولای شي خپل شکايتونه د محکمو له لارې تعقيب کړي. هغه افغانستان انټرنشنل ته وويل: «دغې پېښې د کډوالو ضد ډلو لپاره يو فرصت برابر کړ؛ خو افغانان په امريکا کې پياوړي ملاتړي لري. امريکايان منصف دي او د يو کس د کړنو له امله پر ټول ملت قضاوت نه کوي».

تر دې وړاندې هم د امريکا فدرالي محکمو د ټرمپ حکومت د هغو پرېکړو پر ضد حکمونه ورکړي وو، چې د ولسمشر يا وزارتونو په فرمان د پناه‌غوښتونکو د شړلو هڅه کېده. د ټرمپ حکومت د دغه حکمونو درناوی کړی او بیا یې قضيه د امریکا سترې محکمې ته لېږلې وه.

د کډوالو د حقونو ملاتړ کوونکي هيله لري، چې د امريکا قضايي نظام به د زیان‌ منونکو کسانو او ټولنو ملاتړ وکړي. سره له دې، د امريکا محافظه‌کارې سترې محکمې ډېری وخت د ټرمپ حکومت له پرېکړو سره خواخوږي ښودلې ده. همدغه محکمې درېیمو هېوادونو ته د پناه‌غوښتونکو د شړلو ملاتړ وکړ، حال دا چې د بشري حقونو او پناه‌غوښتونکو د ملاتړ بنسټونو استدلال کاوه، چې د یوګانډا په څېر هېوادونه د کډوالو د ساتنې لپاره مناسب نه‌دي.

ترکیې له ایران سره د افغان کډوالو د ورتګ مخنیوي په ګډو هڅو ټینګار کړی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۴ GMT+۰
ترکیې له ایران سره د افغان کډوالو د ورتګ مخنیوي په ګډو هڅو ټینګار کړی
100%

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان له خپل ایراني سیال سره په ګډه ناسته کې ویلي، له افغانستان نه د نامنظمو کډوالو مخنیوی د انقرې او تهران د همکارۍ یوه اساسي برخه ده. هغه وایي، ترکیه او ایران غواړي له طالبانو سره په همغږۍ د افغانانو د کډوالۍ بهیر د کنټرول لپاره ګډ ګامونه واخلي.

فیډان د یکشنبې په ورځ د (لېندۍ ۹مه) په دغه ناسته کې وویل: «موږ ته دا ډېره مهمه ده، چې وګورو څنګه کولای شو په ګډه له نامنظمې کډوالۍ، په ځانګړي ډول له افغانستان نه د خلکو له تګ راتګ سره مبارزه وکړو او د طالبانو له حکومت سره په دې برخه کې همکاري وکړو».

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د نامنظمو کډوالو د کنټرول ستونزې د سیمې له جغرافیایي او امنیتي شرایطو سرچینه اخلي. د ایران او ترکیې وزیرانو همدارنګه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په اړه هم خبرې وکړې.

ترکیه د افغان کډوالو لپاره اروپا ته د رسېدو یوه مهم لاره ده. هر کال زرګونه افغانان اروپا ته د رسېدو په هیله پر دغه مرګونو او له کږلېچونو ډکو لارو مزلونه کوي. ځینې یې خپلو موخو ته رسېږي؛ ګڼ نور یې په لارو کې مري او یا په ترکیه کې نیول کېږي او بېرته افغانستان ته استول کېږي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ افغان وګړي د دغه هېواد د قانوني مېشتېدو له پلوه د لومړیو لسو هېوادونو په ډله کې راځي. د شمېرو له مخې؛ (د لړم تر ۲۹مې نېټې) له ۵۲زره ډېرو افغانانو په ترکیه کې د قانوني استوګنې اسناد ترلاسه کړي.

په ترکیه کې د هغو افغانانو کره شمېر روښآنه نه‌دی، چې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي؛ خو د رسمي شمېرو له مخې افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې په ترکیه کې تر ټولو زیات ناقانونه کډوال یې نیول شوي دي. یوازې د روان کال تر پایه له ۳۸زرو ډېر افغان کډوال چې اسناد یې نه لرل، په ترکیه کې نیول شوي دي.

طالبانو په پنجشېر کې د زمردو ۲۶۰ نوي کانونه کشف کړي دي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۸ GMT+۰
طالبانو په پنجشېر کې د زمردو ۲۶۰ نوي کانونه کشف کړي دي
100%

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري خبر ورکړی، چې سږکال په دغه ولایت کې له ۲۶۰ډېر نوي د زمردو کانونه کشف شوي دي. هغه وايي، چې له دې ډلې د شاوخوا ۳۰ کانونو د کېندنې چارې هم پیل شوې دي.

د یکشنبې په ورځ (د لېندۍ په ۹مه) د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې ۲۶ مېلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د امیري په وینا؛ دغه عواید د ۱۶ داوطلبیو له ترسره کولو او د پنجشېر ولایت د کېندل شویو کاني موادو له پلور څخه ترلاسه شوي دي. یاد ریاست همدا راز (د چنګاښ په ۲۸مه) اعلان کړی و، چې د ۶۰۰ څخه د زیاتو کانونو د کېندنو جوازونه یې ورکړي دي.

له څلورو کلونو راهیسې طالبانو د خپل حکومت د عوایدو د زیاتوالي لپاره د طبیعي سرچینو پر استخراج او پلور تمرکز کړی دی. د دوی پلان دا دی، چې د خپلو لګښتونو لویه برخه د کانونو له کېندنو او صادراتو څخه پوره کړي.