دغه غوښتنه وروسته له هغې شوې، چې د امریکا حکومت څو ورځې وړاندې د سپینې ماڼۍ ترڅنګ د مليګارد پر دووعسکرو د یوه افغان له لوري تر برید وروسته د افغانانو پر مخ د کډوالۍ ټولې پروسې وتړلې او د هر ډول ویزو د ورکړې بندیز یې پرې اعلان کړ.
په هغه ګډه اعلامیه کې چې د (P1,P2) کېس لرونکو له لوري په ګډه رسنیو ته استول شوې راغلي: «موږ د امریکا هغه افغان ملاتړي او همکاران یو، چې د خپلو P1/P2 دوسیو ټول پړاوونه مو بشپړ کړي او د الوتنې د نېټې په تمه وو. د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه، دغه پروګرام پرته له کوم وضاحته ځنډول شوی دی».
په اعلامیه کې د پاکستان د سختو شرایطو یادونه هم شوې: «له درېیو کلونو څخه ډېره موده کېږي، چې په پاکستان کې د سخت فشار، کړاو او د سختې وېرې لاندې ژوند کوو». دغو کډوالو د واشنګټن وروستۍ پېښه هم غندلې او په اعلامیه کې یې په دې تړاو لیکلي:« دا کار د یوه فرد عمل و او باید د زرګونه هغه افغانانو لپاره د عامې سزا پلمه نهشي، چې د جدي ګواښونو سره، سره د امریکا ترڅنګ ولاړ وو. د یوه کس تېروتنه د ټولې ټولنې استازیتوب نهکوي او موږ په درناوي سره غوښتنه کوو، چې د عدالت اصل دې مراعات شي».
د طالبانو او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې هم سختې ترینګلې شوې، چې لامل یې د افغانستان په خاوره کې د اسلاماباد ضد ډلو پناه ځایونه بلل شوي دي. هممهاله اسلاماباد د افغان کډوالو د اېستلو بهیر هم ګړندی کړی او دغه افغان کډوالو په خپله اعلامیه کې له دې وضعیت نه هم شکایت کړی دی.
دوی وایي: «پاکستاني پولیس لا هم افغانان نیسي او شړي، ان هغه کسان چې د امریکا رسمي همکاران او د اعتبار وړ اسناد لري. د امریکا د سفارت رسمي لیکونه هم نه منل کېږي او ډېر کسان د معتبرو اسنادو لرلو سربېره هم اېستل کېږي. که موږ افغانستان ته ستانه شو، له امریکا سره د همکارۍ له کبله به د طالبانو له لوري ووژل شو».
د امریکا د کډوالۍ دغه افغان دوسیې لرونکي زیاتوي، سګونه زره هغه قضیې چې پړاوونه یې بشپړ شوي وو؛ اوس په بشپړه توګه ناڅرګند حالت کې دي. دوی له امریکا غواړي، چې پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي او د تخلیې بهیر دې بېرته فعال کړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی: «موږ مجرمین نه یو؛ موږ هغه ملاتړي یو چې د امریکا ترڅنګ ولاړ وو او اوس له امریکا غواړو، چې زموږ ترڅنګ ودرېږي».
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په یوه اعلامیه کې له پاکستان نه غوښتي، هغه افغانان چې ځانګړې حفاظتي اړتیاوې لري؛ د «بېاسناده بهرنیو وګړو د اېستلو له ستراتیژۍ» څخه مستثنا کړي او هغوی ته د پاتې کېدو خوندیتوب ورکړي.
د یونسیار د معلوماتو له مخې؛ یوازې په ۲۰۲۵کال کې له پاکستان نه تر یو مېلیون زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.