• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فعالان وايي، افغان کډوال دې په امريکا کې پر قانوني بنسټونو باور ولري

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۴ GMT+۰

د يو افغان له‌خوا د امريکا د ملي ګارد پر دوو عسکرو له ډزو وروسته او ورپسې د افغان کډوالو پر وړاندې د منفي غبرګونونو له ډېرېدو سره، يو شمېر فعالان او کارپوهان ټينګار کوي، چې دوی دې نه وېرېږي. د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف یعقوبي وایي، قانوني ادارې د کډوالو تر شا ولاړې دي.

له هغې پېښې وروسته چې رحمان‌الله لکڼوال پر دوو امريکايي عسکرو برید وکړ، د امریکا حکومت افغانانو ته د ویزو پر ورکړه بندیز لګولی دی. خو تر دې ډېر د اندېښنې وړ اقدام د ټرمپ د حکومت دا پرېکړه ده، چې د هغو افغانانو د ګرین‌کارټونو دوسيې بيا له سره څېړي چې د بايډن په دوره کې امريکا ته لېږدول شوي او دايمي استوګنه يې ترلاسه کړې ده.

يو شمېر افغان پناه‌غوښتونکو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې د يوه افغان له‌خوا پر ملي ګارد بريد «د دوی ټول ژوند ګډوډ کړ» او دوی یې له ناامنۍ او ګواښ سره مخ کړي دي. دغه افغان کډوال وېره لري، چې د امريکايي ټولنې د نظر بدلون به پر افغان کډوالو بده اغېزه وکړي او هغه کسان چې د طالبانو د ناوړه کړنو قربانيان دي او د سقوط او کډوالۍ له روحي ټپونو ځورېږي، د تبعيض، رواني او جسمي زيانونو له ګواښ سره به مخ شي.

يحيی حقيقي چې په پورټلېنډ ښار کې د افغان کډوالو د ملاتړ شبکې مسوول دی، وايي د لکڼوال له ډزو وروسته ۱۰ افغانې کورنۍ چې له یوه دفتر سره کار کوي، هغوی ته خبر ورکړی چې له هغوی غوښتنه شوې د امريکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ICE) دفتر ته ځانونه حاضر کړي.

هغه وايي، لا روښانه نه‌ده چې د دغه غوښتنې لامل څه دی. حقيقي زياته کړه: «موږ پوهېږو، چې څوک په دغسې ملاقاتونو کې حاضر نه‌شي؛ نيول کېږي او بيا د هېواد پرېښودو له ګواښ سره مخامخېږي». دا پېښه چې د افغانانو لپاره د وېزو د بندېدو او د محدوديتونو د لوړولو لامل شوه، د کډوالو د ملاتړو ډلو اندېښنې یې نورې هم زياتې کړې دي.

د «ورلډ رېليف» بشرپال بنسټ مرستيال متیو سورنز وايي: «بې له دې چې د تورن کس ملت، مذهب يا قانوني حالت څه دی؛ له امريکا غواړو چې دغه عمل د يوه شخص کار وبولي، نه دا چې نور کسان چې يوازې له هغه سره ځينې ګډې ځانګړتياوې لري، په ناحقه محکوم کړي».

يو شمېر فعالان او کارپوهان ټينګار کوي، چې افغان کډوال دې د قانوني پروسو، پلټنو او يا نورو اقداماتو له امله هېڅ ډول اندېښنه نه کوي.

د افغانستان انټرنشنل خبريال عارف یعقوبي ليکي: «دا داسې نه ده، چې ټول به وشړل شي يا ټول قانوني بهيرونه به ودرول شي. تاسو په امريکا کې يوازې نه ياست. قانوني ادارې په بشپړ ډول ستاسو تر څنګ ولاړې دي». هغه زياتوي، چې دولتي ادارې خپلې چارې د قانون له مخې پر مخ وړي او يوازې هغه کسان نيول کېږي چې سرغړونه، جرم يا د قوانينو ماتول ترې ثابت شي.

د نړۍوالو اړيکو کارپوه جعفر رسولي په خبره؛ امريکا د قانون حاکميت لرونکی هېواد دی او افغان کډوال کولای شي خپل شکايتونه د محکمو له لارې تعقيب کړي. هغه افغانستان انټرنشنل ته وويل: «دغې پېښې د کډوالو ضد ډلو لپاره يو فرصت برابر کړ؛ خو افغانان په امريکا کې پياوړي ملاتړي لري. امريکايان منصف دي او د يو کس د کړنو له امله پر ټول ملت قضاوت نه کوي».

تر دې وړاندې هم د امريکا فدرالي محکمو د ټرمپ حکومت د هغو پرېکړو پر ضد حکمونه ورکړي وو، چې د ولسمشر يا وزارتونو په فرمان د پناه‌غوښتونکو د شړلو هڅه کېده. د ټرمپ حکومت د دغه حکمونو درناوی کړی او بیا یې قضيه د امریکا سترې محکمې ته لېږلې وه.

د کډوالو د حقونو ملاتړ کوونکي هيله لري، چې د امريکا قضايي نظام به د زیان‌ منونکو کسانو او ټولنو ملاتړ وکړي. سره له دې، د امريکا محافظه‌کارې سترې محکمې ډېری وخت د ټرمپ حکومت له پرېکړو سره خواخوږي ښودلې ده. همدغه محکمې درېیمو هېوادونو ته د پناه‌غوښتونکو د شړلو ملاتړ وکړ، حال دا چې د بشري حقونو او پناه‌غوښتونکو د ملاتړ بنسټونو استدلال کاوه، چې د یوګانډا په څېر هېوادونه د کډوالو د ساتنې لپاره مناسب نه‌دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

ترکیې له ایران سره د افغان کډوالو د ورتګ مخنیوي په ګډو هڅو ټینګار کړی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۴ GMT+۰
ترکیې له ایران سره د افغان کډوالو د ورتګ مخنیوي په ګډو هڅو ټینګار کړی
100%

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان له خپل ایراني سیال سره په ګډه ناسته کې ویلي، له افغانستان نه د نامنظمو کډوالو مخنیوی د انقرې او تهران د همکارۍ یوه اساسي برخه ده. هغه وایي، ترکیه او ایران غواړي له طالبانو سره په همغږۍ د افغانانو د کډوالۍ بهیر د کنټرول لپاره ګډ ګامونه واخلي.

فیډان د یکشنبې په ورځ د (لېندۍ ۹مه) په دغه ناسته کې وویل: «موږ ته دا ډېره مهمه ده، چې وګورو څنګه کولای شو په ګډه له نامنظمې کډوالۍ، په ځانګړي ډول له افغانستان نه د خلکو له تګ راتګ سره مبارزه وکړو او د طالبانو له حکومت سره په دې برخه کې همکاري وکړو».

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د نامنظمو کډوالو د کنټرول ستونزې د سیمې له جغرافیایي او امنیتي شرایطو سرچینه اخلي. د ایران او ترکیې وزیرانو همدارنګه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په اړه هم خبرې وکړې.

ترکیه د افغان کډوالو لپاره اروپا ته د رسېدو یوه مهم لاره ده. هر کال زرګونه افغانان اروپا ته د رسېدو په هیله پر دغه مرګونو او له کږلېچونو ډکو لارو مزلونه کوي. ځینې یې خپلو موخو ته رسېږي؛ ګڼ نور یې په لارو کې مري او یا په ترکیه کې نیول کېږي او بېرته افغانستان ته استول کېږي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ افغان وګړي د دغه هېواد د قانوني مېشتېدو له پلوه د لومړیو لسو هېوادونو په ډله کې راځي. د شمېرو له مخې؛ (د لړم تر ۲۹مې نېټې) له ۵۲زره ډېرو افغانانو په ترکیه کې د قانوني استوګنې اسناد ترلاسه کړي.

په ترکیه کې د هغو افغانانو کره شمېر روښآنه نه‌دی، چې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي؛ خو د رسمي شمېرو له مخې افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې په ترکیه کې تر ټولو زیات ناقانونه کډوال یې نیول شوي دي. یوازې د روان کال تر پایه له ۳۸زرو ډېر افغان کډوال چې اسناد یې نه لرل، په ترکیه کې نیول شوي دي.

طالبانو په پنجشېر کې د زمردو ۲۶۰ نوي کانونه کشف کړي دي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۸ GMT+۰
طالبانو په پنجشېر کې د زمردو ۲۶۰ نوي کانونه کشف کړي دي
100%

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري خبر ورکړی، چې سږکال په دغه ولایت کې له ۲۶۰ډېر نوي د زمردو کانونه کشف شوي دي. هغه وايي، چې له دې ډلې د شاوخوا ۳۰ کانونو د کېندنې چارې هم پیل شوې دي.

د یکشنبې په ورځ (د لېندۍ په ۹مه) د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې ۲۶ مېلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د امیري په وینا؛ دغه عواید د ۱۶ داوطلبیو له ترسره کولو او د پنجشېر ولایت د کېندل شویو کاني موادو له پلور څخه ترلاسه شوي دي. یاد ریاست همدا راز (د چنګاښ په ۲۸مه) اعلان کړی و، چې د ۶۰۰ څخه د زیاتو کانونو د کېندنو جوازونه یې ورکړي دي.

له څلورو کلونو راهیسې طالبانو د خپل حکومت د عوایدو د زیاتوالي لپاره د طبیعي سرچینو پر استخراج او پلور تمرکز کړی دی. د دوی پلان دا دی، چې د خپلو لګښتونو لویه برخه د کانونو له کېندنو او صادراتو څخه پوره کړي.

د افغان ښځو شبکه: د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د طالبانو په «رسمي سیاست» بدل شوی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۳ GMT+۰
د افغان ښځو شبکه: د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د طالبانو په «رسمي سیاست» بدل شوی
100%

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې غړو د زور زیاتیو د له‌منځه وړلو ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین سره د پیوستون په تړاو ویلي، چې د افغان ښځو پر وړاندې زورزیاتی یوازې یو فردي ستونزه نه، بلکې یو ژور ټولنیز، جوړښتي او سیاسي ناورین دی، چې افغان ښځې ترې اغېزمنې دي.

دغې شبکې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۹مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې پر افغان ښځو د طالبانو له‌خوا لګول شوي بندیزونه او د دوی له‌خوا تاوتریخوالی د دغې ډلې په «رسمي سیاست» بدل شوی دی. دوی له ښوونځې او کار څخه د ښځو محرومول یو منظم او سیستماتیک تاوتریخوالی بللی او خبرداری یې ورکړی، هغه ټولنه چې د ښځو چوپتیا غواړي نه به دوام وکړي او نه به هم د پرمختګ هیله لرلی شي.

دغې شبګې پر نړۍوالو اوسیمه ییزو ټولنو غږ کړی، چې افغان ښځې په دغو سختو ورځو کې یوازې پرینږدي او له هغوی څخه ملاتړ وکړي.

د نومبر له ۲۵مې د ډسمبر تر۱۰مې د ښځو پر وړاندې د زوزیاتیو د له‌منځه وړلو ۱۶ ورځنی نړۍوال کمپاین په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي او په دغه کمپاین کې نارنجي رنګ د سمبول په توګه کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې افغان ښځې له ثانوي او لوړو زده کړو، کار او ازاد ژوند کولو سربېره د طالبانو له‌خوا د لسګونو نورو محدودیتونو سره مخ دي. طالبان بیا وايي، د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټول حقونه خوندي دي.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: د ښځو پر ضد تاوتریخوالی د طالبانو په «سیاست» بدل شوی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۶ GMT+۰
د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: د ښځو پر ضد تاوتریخوالی د طالبانو په «سیاست» بدل شوی
100%

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو له ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین سره د پيوستون په موخه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، د افغان ښځو پر ضد تاوتریخوالی یوازې یوه فردي ستونزه نه، بلکې یو ژور ټولنیز او سیاسي ناورین دی، چې د افغانستان ټولې ښځې ترې اغېزمنې دي.

دغې شبکې په خپله اعلامیه کې چې نن یکشنبه (د لېندۍ ۹مه) خپره شوې، ویلي چې د طالبانو له‌خوا لګول شوي بندیزونه او تاوتریخوالی د دغې ډلې په «رسمي سیاست» بدل شوي دي. د یادې شبکې غړو له زده‌کړو او کار څخه د ښځو او نجونو محرومېدل یو منظم او سیستماتیک تاوتریخوالی بللی او خبرداری یې ورکړی، هغه ټولنه چې د ښځو چوپتیا غواړي، نه دوام کولی شي او نه هم د پرمختګ هیله لرلی شي.

دغې شبکې پر نړۍوالو او سیمه‌ییزو ټولنو غږ کړی، چې افغان ښځې په دغو سختو ورځو کې یوازې پرېنږدي او له هغوی څخه ملاتړ وکړي.

د نومبر له ۲۵مې څخه د ډسمبر تر ۱۰مې نېټې پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو ۱۶ ورځنی نړۍوال کمپاین په ټوله نړۍ کې دوام لري او په دغه کمپاین کې نارنجي رنګ د سمبول په توګه کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه باندې څلور کاله کېږي افغان ښځې له ثانوي او لوړو زده کړو، کار او د ازاد ژوند کولو سربېره، د طالبانو له‌خوا د لسګونو نورو محدودیتونو سره مخ دي او اوس مهال په افغانستان کې د دې ډلې او نړۍوالو سازمانونو له‌خوا هېڅ ځانګړې اداره یا بنسټ نشته چې د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت وکړي.

امرالله صالح: زه افغان یم

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۶ GMT+۰
امرالله صالح: زه افغان یم
100%

د تېر جمهوري نظام د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح د «زه افغان نه‌یم» کمپاین په غبرګون کې په خپله اېکس پاڼه ولیکل: «زه افغان یم.» صالح په دې کار سره څرګنده کړه، هر هغه څوک چې افغانستان پورې اړوند وي، «افغان» دی او په رسمي توګه یې له یاد کمپاین سره خپل مخالفت په ډاګه کړ.

د «زه افغان نه‌یم» کمپاین وروسته له هغې زور واخیست، چې یوه افغان د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي‌سي کې د ملي ګارډ پر سرتېرو وسله‌وال برید وکړ او په دغه برید کې یوه سرتېرې ووژل شوه.

دغې پېښې د افغانانو په منځ کې د هویت بحث راوپاراوه او ورسره یو شمېر کسانو «زه افغان نه‌یم» کمپاین پیل کړ، خو د امرالله صالح په ګډون ډېریو افغانانو له دغه کمپاین سره مخالفت څرګند کړ او د «زه افغان یم» ټرېنډ جوړ کړ او دغه ټرېنډ ته په خپلو خواله رسنیو کې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو زور ورکړ.

د امرالله صالح دغه چاره د ډېریو افغانانو له لوري له ستایلو سربېره بدرګه شوی هم دی.

له دې سره سم، یو شمېر افغانانو د یاد کمپاین په غبرګون کې ویلي، هغه کسان چې ځانونه «افغان» نه‌بولي، د دې حق نه‌لري چې د افغانستان له تذکرې او پاسپورټ څخه استفاده وکړي.

د تېر جمهوري نظام کې د اساسي قانون په څلورمه ماده کې راغلي: «په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې په مستقيم ډول يې په خپله يا يې د خپلو استازو له لارې عملي كوي. د افغانستان ملت عبارت دی له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري. د افغانستان ملت له پښتون، تاجك، هزاره، ازبك، تركمن، بلوڅ، پشه يې، نورستاني، ايماق، عرب، قرغيز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دى. د افغان كلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق كېږي.»