امرالله صالح: زه افغان یم

د تېر جمهوري نظام د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح د «زه افغان نهیم» کمپاین په غبرګون کې په خپله اېکس پاڼه ولیکل: «زه افغان یم.» صالح په دې کار سره څرګنده کړه، هر هغه څوک چې افغانستان پورې اړوند وي، «افغان» دی او په رسمي توګه یې له یاد کمپاین سره خپل مخالفت په ډاګه کړ.




