• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکیې له ایران سره د افغان کډوالو د ورتګ مخنیوي په ګډو هڅو ټینګار کړی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۴ GMT+۰

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان له خپل ایراني سیال سره په ګډه ناسته کې ویلي، له افغانستان نه د نامنظمو کډوالو مخنیوی د انقرې او تهران د همکارۍ یوه اساسي برخه ده. هغه وایي، ترکیه او ایران غواړي له طالبانو سره په همغږۍ د افغانانو د کډوالۍ بهیر د کنټرول لپاره ګډ ګامونه واخلي.

فیډان د یکشنبې په ورځ د (لېندۍ ۹مه) په دغه ناسته کې وویل: «موږ ته دا ډېره مهمه ده، چې وګورو څنګه کولای شو په ګډه له نامنظمې کډوالۍ، په ځانګړي ډول له افغانستان نه د خلکو له تګ راتګ سره مبارزه وکړو او د طالبانو له حکومت سره په دې برخه کې همکاري وکړو».

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د نامنظمو کډوالو د کنټرول ستونزې د سیمې له جغرافیایي او امنیتي شرایطو سرچینه اخلي. د ایران او ترکیې وزیرانو همدارنګه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په اړه هم خبرې وکړې.

ترکیه د افغان کډوالو لپاره اروپا ته د رسېدو یوه مهم لاره ده. هر کال زرګونه افغانان اروپا ته د رسېدو په هیله پر دغه مرګونو او له کږلېچونو ډکو لارو مزلونه کوي. ځینې یې خپلو موخو ته رسېږي؛ ګڼ نور یې په لارو کې مري او یا په ترکیه کې نیول کېږي او بېرته افغانستان ته استول کېږي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ افغان وګړي د دغه هېواد د قانوني مېشتېدو له پلوه د لومړیو لسو هېوادونو په ډله کې راځي. د شمېرو له مخې؛ (د لړم تر ۲۹مې نېټې) له ۵۲زره ډېرو افغانانو په ترکیه کې د قانوني استوګنې اسناد ترلاسه کړي.

په ترکیه کې د هغو افغانانو کره شمېر روښآنه نه‌دی، چې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي؛ خو د رسمي شمېرو له مخې افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې په ترکیه کې تر ټولو زیات ناقانونه کډوال یې نیول شوي دي. یوازې د روان کال تر پایه له ۳۸زرو ډېر افغان کډوال چې اسناد یې نه لرل، په ترکیه کې نیول شوي دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په پنجشېر کې د زمردو ۲۶۰ نوي کانونه کشف کړي دي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۸ GMT+۰
طالبانو په پنجشېر کې د زمردو ۲۶۰ نوي کانونه کشف کړي دي
100%

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري خبر ورکړی، چې سږکال په دغه ولایت کې له ۲۶۰ډېر نوي د زمردو کانونه کشف شوي دي. هغه وايي، چې له دې ډلې د شاوخوا ۳۰ کانونو د کېندنې چارې هم پیل شوې دي.

د یکشنبې په ورځ (د لېندۍ په ۹مه) د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې ۲۶ مېلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د امیري په وینا؛ دغه عواید د ۱۶ داوطلبیو له ترسره کولو او د پنجشېر ولایت د کېندل شویو کاني موادو له پلور څخه ترلاسه شوي دي. یاد ریاست همدا راز (د چنګاښ په ۲۸مه) اعلان کړی و، چې د ۶۰۰ څخه د زیاتو کانونو د کېندنو جوازونه یې ورکړي دي.

له څلورو کلونو راهیسې طالبانو د خپل حکومت د عوایدو د زیاتوالي لپاره د طبیعي سرچینو پر استخراج او پلور تمرکز کړی دی. د دوی پلان دا دی، چې د خپلو لګښتونو لویه برخه د کانونو له کېندنو او صادراتو څخه پوره کړي.

د افغان ښځو شبکه: د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د طالبانو په «رسمي سیاست» بدل شوی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۳ GMT+۰
د افغان ښځو شبکه: د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د طالبانو په «رسمي سیاست» بدل شوی
100%

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې غړو د زور زیاتیو د له‌منځه وړلو ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین سره د پیوستون په تړاو ویلي، چې د افغان ښځو پر وړاندې زورزیاتی یوازې یو فردي ستونزه نه، بلکې یو ژور ټولنیز، جوړښتي او سیاسي ناورین دی، چې افغان ښځې ترې اغېزمنې دي.

دغې شبکې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۹مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې پر افغان ښځو د طالبانو له‌خوا لګول شوي بندیزونه او د دوی له‌خوا تاوتریخوالی د دغې ډلې په «رسمي سیاست» بدل شوی دی. دوی له ښوونځې او کار څخه د ښځو محرومول یو منظم او سیستماتیک تاوتریخوالی بللی او خبرداری یې ورکړی، هغه ټولنه چې د ښځو چوپتیا غواړي نه به دوام وکړي او نه به هم د پرمختګ هیله لرلی شي.

دغې شبګې پر نړۍوالو اوسیمه ییزو ټولنو غږ کړی، چې افغان ښځې په دغو سختو ورځو کې یوازې پرینږدي او له هغوی څخه ملاتړ وکړي.

د نومبر له ۲۵مې د ډسمبر تر۱۰مې د ښځو پر وړاندې د زوزیاتیو د له‌منځه وړلو ۱۶ ورځنی نړۍوال کمپاین په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي او په دغه کمپاین کې نارنجي رنګ د سمبول په توګه کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې افغان ښځې له ثانوي او لوړو زده کړو، کار او ازاد ژوند کولو سربېره د طالبانو له‌خوا د لسګونو نورو محدودیتونو سره مخ دي. طالبان بیا وايي، د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټول حقونه خوندي دي.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: د ښځو پر ضد تاوتریخوالی د طالبانو په «سیاست» بدل شوی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۶ GMT+۰
د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: د ښځو پر ضد تاوتریخوالی د طالبانو په «سیاست» بدل شوی
100%

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو له ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین سره د پيوستون په موخه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، د افغان ښځو پر ضد تاوتریخوالی یوازې یوه فردي ستونزه نه، بلکې یو ژور ټولنیز او سیاسي ناورین دی، چې د افغانستان ټولې ښځې ترې اغېزمنې دي.

دغې شبکې په خپله اعلامیه کې چې نن یکشنبه (د لېندۍ ۹مه) خپره شوې، ویلي چې د طالبانو له‌خوا لګول شوي بندیزونه او تاوتریخوالی د دغې ډلې په «رسمي سیاست» بدل شوي دي. د یادې شبکې غړو له زده‌کړو او کار څخه د ښځو او نجونو محرومېدل یو منظم او سیستماتیک تاوتریخوالی بللی او خبرداری یې ورکړی، هغه ټولنه چې د ښځو چوپتیا غواړي، نه دوام کولی شي او نه هم د پرمختګ هیله لرلی شي.

دغې شبکې پر نړۍوالو او سیمه‌ییزو ټولنو غږ کړی، چې افغان ښځې په دغو سختو ورځو کې یوازې پرېنږدي او له هغوی څخه ملاتړ وکړي.

د نومبر له ۲۵مې څخه د ډسمبر تر ۱۰مې نېټې پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو ۱۶ ورځنی نړۍوال کمپاین په ټوله نړۍ کې دوام لري او په دغه کمپاین کې نارنجي رنګ د سمبول په توګه کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه باندې څلور کاله کېږي افغان ښځې له ثانوي او لوړو زده کړو، کار او د ازاد ژوند کولو سربېره، د طالبانو له‌خوا د لسګونو نورو محدودیتونو سره مخ دي او اوس مهال په افغانستان کې د دې ډلې او نړۍوالو سازمانونو له‌خوا هېڅ ځانګړې اداره یا بنسټ نشته چې د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت وکړي.

امرالله صالح: زه افغان یم

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۶ GMT+۰
امرالله صالح: زه افغان یم
100%

د تېر جمهوري نظام د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح د «زه افغان نه‌یم» کمپاین په غبرګون کې په خپله اېکس پاڼه ولیکل: «زه افغان یم.» صالح په دې کار سره څرګنده کړه، هر هغه څوک چې افغانستان پورې اړوند وي، «افغان» دی او په رسمي توګه یې له یاد کمپاین سره خپل مخالفت په ډاګه کړ.

د «زه افغان نه‌یم» کمپاین وروسته له هغې زور واخیست، چې یوه افغان د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي‌سي کې د ملي ګارډ پر سرتېرو وسله‌وال برید وکړ او په دغه برید کې یوه سرتېرې ووژل شوه.

دغې پېښې د افغانانو په منځ کې د هویت بحث راوپاراوه او ورسره یو شمېر کسانو «زه افغان نه‌یم» کمپاین پیل کړ، خو د امرالله صالح په ګډون ډېریو افغانانو له دغه کمپاین سره مخالفت څرګند کړ او د «زه افغان یم» ټرېنډ جوړ کړ او دغه ټرېنډ ته په خپلو خواله رسنیو کې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو زور ورکړ.

د امرالله صالح دغه چاره د ډېریو افغانانو له لوري له ستایلو سربېره بدرګه شوی هم دی.

له دې سره سم، یو شمېر افغانانو د یاد کمپاین په غبرګون کې ویلي، هغه کسان چې ځانونه «افغان» نه‌بولي، د دې حق نه‌لري چې د افغانستان له تذکرې او پاسپورټ څخه استفاده وکړي.

د تېر جمهوري نظام کې د اساسي قانون په څلورمه ماده کې راغلي: «په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې په مستقيم ډول يې په خپله يا يې د خپلو استازو له لارې عملي كوي. د افغانستان ملت عبارت دی له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري. د افغانستان ملت له پښتون، تاجك، هزاره، ازبك، تركمن، بلوڅ، پشه يې، نورستاني، ايماق، عرب، قرغيز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دى. د افغان كلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق كېږي.»

له قلم سره د طالبانو جګړه؛ څنګه سایبري سرتېري پر معتبرو خبریالانو برید کوي؟

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۹ GMT+۰
•
جمشید یما امیري
له قلم سره د طالبانو جګړه؛ څنګه سایبري سرتېري پر معتبرو خبریالانو برید کوي؟
100%

په تبعید کې مېشت افغان خبریالان وايي، چې د طالبانو د سایبري شبکو له لوري د هدفمند او منظمو بریدونو له یوه توپان سره مخ دي؛ داسې بریدونه چې موخه یې د خپلواکې اطلاع‌رسونې او د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د راپور ورکولو د جریان بې‌اعتباره کول دي.

خپلواک افغان خبریالان وایي، چې د خپل مسلکي خبري کار پر مهال په پراخه کچه د انلاین تاوتریخوالي هدف ګرځېدلي دي، هغه تاوتریخوالی چې د طالبانو له خوا مدیریت کېږي.

سره له دې چې په افغانستان کې ازادې او خپلواکې رسنۍ په پراخه توګه ځپل شوي، افغان خبریالان توانېدلي چې د خپلواکې اطلاع‌رسونې سلسله ژوندۍ وساتي. خو دغه خبریالان په دوامداره توګه له انلاین ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ دي، چې موخه یې د دوی د غږ خاموشه کول او د راپورونو بې‌اعتباره کول دي.

د طالبانو شبکه خبریالان په مرګ ګواښي
100%
د طالبانو شبکه خبریالان په مرګ ګواښي

د مرګ له ګواښونو د کورنۍ تر ځورونې پورې

افغان خبریال حبیب توتاخېل افغانستان انترنشنل ته ویلي، چې طالبان له بېلابېلو لارو هڅه کوي څو هغه خبریالان په نښه کړي، چې «د بشري حقونو د نقض او د کورنیو د ځپنې وضعیت افشا کوي.» نوموړي زیاته کړه: «د مرګ ګواښونه، افغانستان ته د نه پرېښودلو، په هېواد کې د کورنیو ځورول او سپکې سپورې ویل د طالبانو د ټولنیزو شبکو د حسابونو د ورځني پلان برخه ده.»

هغه وویل، چې د طالبانو د اړوندو ادارو له‌خوا پرې د «همجنس‌ګرایۍ، له اسلام څخه د وتلو او د پاکستان لپاره د جاسوسۍ» تورونه لګول شوي دي.

100%

توتاخېل وايي، طالبان د عصري ټکنالوژۍ او انځور جوړولو په وسیله هڅه کوي چې هغه همجنس‌ګرا معرفي کړي.
حبیب توتاخېل زیاته کړه: «د کابل لپاره د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدړان په مشخص ډول د همدې نومونو او تورونو له لارې زه ګواښلی یم. زموږ دودیزه ټولنه کې دا ډول نومونه او تورونه ډېر حساسیت‌پارونکي دي.»

حبیب توتاخېل خبریال او د ټولنیزو شبکو فعال دی. د هغه د اېکس پاڼه ۲۴۸ زره تعقیبوونکي لري او عموما د بشري حقونو د وضعیت او د قربانیانو د حق غوښتنې په اړه معلومات خپروي.

دغه رسنیز فعال وویل: «د طالبانو اړوند حسابونه ان زما خور چې په ټولنیزو رسنیو کې فعاله ده، زما د پوسټونو لاندې ټګ کوي او سپکاوی یې کوي.»

پر اېکس‌پاڼه د حبیب طوطاخیل یوه لیک ته د طالبانو د شبکې غبرګون
100%
پر اېکس‌پاڼه د حبیب طوطاخیل یوه لیک ته د طالبانو د شبکې غبرګون

خبریال سمیع یوسفزي هم د طالبانو د سایبري شبکې له سختو ګواښونو او ځورونو پرده پورته کړه.
نوموړي افغانستان انترنشنل ته وویل: «تېره اوونۍ زما یوه ویډیو د طالبانو په واټس‌اپ ګروپونو کې ډېره خپره شوه او سملاسي د دې ډلې اړوند سایبري ډلې پراخ بریدونه پر ما پیل کړل. دغه کسان ډېر فعاله دي او تر ټولو سخت توهین‌‌کوونکي او ګواښونکي الفاظ کاروي.»

یوسفزي وویل، د ده څرګندونې دا وې چې ویلي یې و: «د طالبانو د واکمنۍ مهال کې د افغانستان اقتصاد په رښتیني معنا اقتصاد نه دی، بلکې لویه برخه یې یوازې تبلیغاتي او د پروپاګند پر بنسټ ولاړ اقتصاد دی.»

د خپلواکو خبریالانو بې‌اعتباره کول

یوه بل پېژندل شوي خبریال چې د امنیتي لاملونو له امله یې ونه غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې طالبان هڅه کوي څو د خپلواکو خبریالانو د فعالیت او اطلاع‌رسونې اعتبار له منځه یوسي.

هغه وویل: «کله چې د افغانستان د یوې امنیتي پېښې خبر رسنیو ته ورسېږي او خبریالان یې د مسلکي معیارونو په رعایت له څو سرچینو سره وڅېړي او د پېښې په رښتینولي ډاډمن شي، د خبر له خپرېدو وروسته، د طالبانو اړوند حسابونه د خبریالانو د راپور بې‌اعتباره کولو لپاره سملاسي لیکي: «موږ سیمه کې یو، هېڅ پېښه نه ده شوې.»

دغه خبریال زیاته کړه، هغه کسان چې ډېر مخاطبین لري، هغوی ډېر د طالبانو د بریدونو لاندې راځي.

دې پېژندل شوي خبریال وویل: «ډله‌ییز ریپورټ کول، بلاک کول او د اېکس شرکت ته ایمیل لېږل د طالبانو د هغې تګلارې برخه ده چې د خبریالانو پاڼې له فعالیت څخه وغورځوي.»

له کابل څخه رهبري کېدونکي سایبري بریدونه

د دیار ټلویزیون بنسټګر یاسر ابرار افغانستان انټرنشنل ته وویل: «زما شخصي او رسنیز ادرسونه په هدفمند ډول تر برید لاندې راغلل. څېړنو وښودله چې برید له کابل څخه هدایت شوی او له واکمنې ادارې سره تړاو لري. په دې بریدونو کې د دیار وېب‌سایټ له کاره ولوېد او زما د فېسبوک حساب یوه موده بند شو.»

ابرار وویل، چې یوازې نوموړی هدف نه و، بلکې په یوه ځانګړې موده کې لږ تر لږه پنځه پېژندل شوي تبعیدي خبریالان د سایبري بریدونو ښکار شول. د هغه په وینا، «د برید کوونکو تګلاره او سرچینه یوه وه.»

یاسر ابرار دا مهال د دیار ټلویزیون مسوول دی. هغه د طالبانو له واکمنۍ مخکې له خصوصي رسنیو سره د خبر د ویاند په توګه کار کړی و.

ښځینه خبریالانې تر ټولو ډېرې د دې انلاین تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي. یوې ښځینه خبریالې وویل: «د طالبانو شخصي، جنسي او غېراخلاقي سپکې سپورې مې ځوروي.»

نوموړې ټینګار وکړ، چې ښځینه خبریالانې تر نارینه‌وو ډېرې د طالبانو د سایبري بریدونو هدف ګرځي.

د نارینه‌وو په پرتله ښځینه خبریالانې له ډېر ګواښ سره مخ دي
100%
د نارینه‌وو په پرتله ښځینه خبریالانې له ډېر ګواښ سره مخ دي

د خبریالانو پر ضد د سایبري بریدونو لپاره د لسګونو کسانو ګومارنه

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي، چې د طالبانو مهمو چارواکو په کابل کې لسګونه کسان ګومارلي، څو په ټولنیزو شبکو کې د ځان د تبلیغ او د خبریالانو او اپوزیسیون پر ضد د سایبري بریدونو لپاره فعالیت وکړي.

سرچینو له کابل څخه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو درې عمده سایبري ډلې «بدري مجازي فداییان»، «امارتي ابابیل» او «عمري مدافعان» دي، چې هر یو یې د طالبانو له یوې مهمې څېرې سره تړلې دي.

100%

د «بدري مجازي فداییان» ډله چې د انس حقاني او سعید خوستي تر مدیریت لاندې ده، درې دفترونه په کابل کې لري او شاوخوا ۱۵۰کسان پکې فعالیت کوي. دغه ډله له ۵۰۰څخه زیاتو فېسبوک او ۸۰۰اېکس حسابونو په وسیله په یو وخت کې د طالبانو مثبت تبلیغات او د مخالفانو پر ضد بریدونه ترسره کوي.

د «امارتي ابابیل» ډله د طالبانو د استخباراتو د رییس عبدالحق وثیق تر څارنې لاندې ده او د سیاسي مخالفانو د معلوماتو راټولولو او په داخل او بهر کې د نیوکه کوونکو د ځورولو لپاره فعالیت کوي. دغه ډله له پاکستاني قراردادي هکرانو څخه هم ګټه اخلي.

د «عمري مدافعان» ډله د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب پورې تړلې ده او شاوخوا ۱۰۰ غړي لري. دغه ډله خپل تمرکز د ملا یعقوب پر مثبت تبلیغ او د هغه پر ضد د منتقدینو په ځوابولو ساتي.

سرچینې وایي، چې دغه سایبري شبکې د میاشتني له ۲۰ څخه تر ۱۱۰ زرو افغانیو پورې په تنظیم شوې او هدفمند فعالیت کوي، څو د طالبانو مهمې څېرې تبلیغ کړي او د هغوی مشروعیت پیاوړی کړي.

د خبریالانو د ملاتړ د یوه نړۍوال بنسټ ارشد غړي وویل، چې د طالبانو رسنیز فعالان د مشهورو کسانو او رسنیو په نوم سلګونه جعلي حسابونه جوړوي، په همغږي ډول د منتقدینو پر پوسټونو برید کوي، د طالبانو روایت تبلیغوي او د خپلو مشرانو پیغامونه بیا خپروي.

د یوه بل نړۍوال رسنيز بنسټ د افغانستان مسوول وویل، چې طالبان ورځ تر بلې دغو ډلو ته زیاته بودیجه ځانګړې کوي او له دولتي امکاناتو څخه د رسنیو او خپلواکو خبریالانو د بې‌اعتباره کولو لپاره ګټه اخلي.

د رسنیو څېړونکی ابومسلم خراساني وویل، طالبان له افغانستان څخه یو رسنیز روایت جوړ کړی او د دوی ډېره برخه انرژي د همدې روایت په ترویج لګېږي. نوموړي زیاته کړه: «د طالبان وسیلې د حقیقي روایت د پوښتنې لاندې راوستلو لپاره تخریب، بدنامول، تور لګول، دروغ او ان د دوسیې جوړول دي. سپکې سپورې، حتی شخصي او ناموسي سپکې سپورې، د طالبانو د ستراتیژۍ برخه ده.»

ځینې خبریالان د طالبانو اداره «د سپکو سپورو امارت» بولي. هغوی وایي، د طالبانو ترخه او سپک ادبیات د دې لامل نه کېږي، چې دوی ورته چلند وکړي. دا خبریالان ټینګار کوي، چې دوی به لا هم د بې‌طرفۍ او مسلکي خبري اصولو په مراعتولو خپل کار ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د خبریالانو ښکاره ځپنه

د خپلواکو خبري بنسټونو د راپور له مخې، طالبان واک ته له ستنېدو وروسته د بیان ازادي او د خپلواکو رسنیو شتون له منځه وړی دی. په افغانستان کې د رسنیو تنوع تقریبا ورکه شوې او اوس یوازې هغه رسنۍ د فعالیت اجازه لري چې د طالبانو د تبلیغاتي او رسمي ادبیاتو له تګلارې سره سم کار کوي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پالیسۍ څخه سرغړونه نه کوي.

په افغانستان کې دننه رسنۍ له سخت سانسور او فشار سره مخ دي. خپلواک او منتقد خبریالان یا په زندان کې دي او یا په تېښته کې. په ولایتونو کې ښځینه خبریالانې په عملي ډول «په تور لېست» کې شاملې شوې دي. هره رسنۍ چې له دننه څخه فعالیت کوي، باید د طالبانو له فلټره تېر شي او وښیي چې له رسمي روایت سره همغږې دي.

افغانستان په ۲۰۲۵کال کې د «بې پولو خبریالانو» نړۍوال شاخص کې د ۱۸۰هېوادونو له ډلې ۱۷۵م مقام لري، چې د ۲۰۲۱کال څخه ښکاره سقوط ښيي.

د خبریالانو د نړۍوال فډراسیون د راپور له مخې، د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې له نیمایي څخه ډېرې رسنۍ تړل شوې دي او شاوخوا ۴۷۰ پاتې رسنۍ زیاتره هغه مواد خپروي چې د طالبانو له رسمي سیاستونو سره همغږي وي.

100%

په ورته وخت کې، طالبانو د هېواد دننه یوه پراخه رسنیزه شبکه جوړه کړې ده: لسګونه ټلویزیونونه او راډیوګانې، ورځپاڼې، او په سلګونو د یوټیوب چینلونه، اېکس‌پاڼې او ټېلګرام چینلونه چې په همغږۍ سره د «سراسري امنیت» او «د اسلامي نظام د ټینګېدو» روایت تبلیغوي. په وروستیو اوونیو کې له پاکستان سره شخړه هم د همدې تبلیغاتي کمپاین یوه برخه ګرځېدلې ده.

طالبانو په خپلې نوې واکمنۍ کې د «رسنیو، تبلیغاتو او ضد تبلیغاتو» اهمیت په بې‌ساري ډول درک کړی دی. هغوی چې د جګړې د روایتونو له لارې بیا واک ته ورسېدل، اوس له همدې وسیلو د قدرت د ساتلو او تثبیت لپاره کار اخلي.

څه وخت مخکې ملا یعقوب د طالبانو له رسنیو فعالانو سره ولیدل
100%
څه وخت مخکې ملا یعقوب د طالبانو له رسنیو فعالانو سره ولیدل

ميرويس بلخي چې په امریکا کې د پوهنتون استاد دی وویل، طالبان په دې دوره کې له عصري وسایلو څخه ستراتیژیکه ګټه اخلي: «د دوی د فکر طریقه وروسته پاتې ده، خو د عمل طریقې یې عمل‌ګرا او واقعي دي. د دوی په ایډیالوژۍ کې هدف د وسیلو توجیه کوونکی ده.»

هغه زیاته کړه، چې طالبان ان دې ته تیار دي چې د پورڼ یوې لوبغاړې ته ویزه ورکړي او امنیت یې تأمين کړي، څو د افغانستان د «ثبات» او امنیت انځور وړاندې کړي.

له دې فشارونو سره سره، خبریالان وایي چې دا بریدونه هغوی له خپواکۍ، بې‌طرفه او مسلکي اطلاع‌رسونې څخه نه شي منع کولای.