طالبان وایي له جلال‌اباد ښار څخه یې ۲۹ سوالګر راټول کړي دي

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د جلال‌اباد ښار له بېلابېلو سیمو ۲۹ سوالګر راټول کړي دي. دغه مدیریت زیاتوي چې دغه سوالګر یې د بایومتریک او اړوندو ادارو ته د مرستو لپاره ورپیژندلي دي.