• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په روسیه کې بندي امریکایي سرتېری د زندان پر کارکوونکو د برید له امله پر بیا بند محکوم شو

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۴ GMT+۰

د روسیې په بند کې د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی غړی رابرټ ګیلمن په روسیه کې د زندان پر کارکوونکو د برید په تور یو ځل بیا تورن شو او دوه کاله نور بند پرې ولګول شو. له دې سره د هغه د بند موده ۱۰ کلونو ته وغځېده.

ګیلمن په ۱۴۰۱ کال کې پر روسي پولیس د برید په تور ونیول شو او په ۱۴۰۳ کال کې د زندان پر کارکونکو د برید په تور د هغه بند وغځېده.

ګیلمن ویلي، وروسته له هغه یې په دغه عمل لاس پورې کړی چې هغه ته ګواښ وشو چې له ونژو بندخونې څخه به تر ټولو لوړ امنیتي زندان ته ولېږدول شي. د هغه وکیل ویلي، چې نوموړی به بیا اعتراض (اپیل) ونه کړي.

هغه له نهو برمته شویو امریکایي سرتېرو له ډلې څخه یو دی چې د بندیانو له تبادلې وروسته لا هم په روسیه کې بندي دی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په بلخ کې د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور یو کس په دُرو وهلی دی

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۶ GMT+۰

طالبانو په بلخ ولایت کې د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور یو کس په عام محضر کې په دُرو وهلی دی.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کس د بلخ د ښاري محکمې د پرېکړې پر بنسټ په عام محضر کې ۳۹ دُوري وهلی دی.

دا‌ په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ د خوست ولایت په مرکز کې د زرګونو نندارچیانو د سترګو په وړاندې یو کس «قصاص» کړ.

د طالبانو له خوا مجرمانو ته په عام محضر کې دغه ډول میداني سزاګانې ورکول تل د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو له خوا له سخت غبرګون سره مخ کېږي.

طالبانو او ایران دوغارون کې د افغان بانکونو د څانګو پرانېستل کېدو په اړه خبرې کړي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د مرکزي بانک رییس نوراحمد آغا او د ایران د مرکزي بانک مشر محمدرضا فرزین په کابل کې لیدلي او د مالي او بانکي همکاریو په اړه يې خبرې کړې دي. د دې لیدنې پر مهال په ایران کې د دُوغارون آزادې سیمې کې د افغانستان د بانکونو د څانګو د پرانېستل کېدو پر موضوع هم بحث کړی.

د ایران د کورنیو رسنیو په وینا، په دوغارون کې د افغان بانکونو د څانګو جوړول د ایران او د طالبانو د ادارې تر منځ د مالي تبادلو د اسانتیا لپاره د یوه ممکنه حل لارې په توګه وړاندې شوي دي. په دې ناسته کې د خراسان رضوي والي غلام‌حسین مظفري هم ګډون درلود او د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو بانکي فعالیتونو او د مالي معاملو اړوند میکانیزمونو په اړه خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او طالبانو حکومتونه د نړۍوالو تر سختو بندیزونو لاندې دي.

د طالبانو د مرکزي بانک پخواني رییس هدایت‌الله بدري د روان کال د ثور په میاشت کې د ملګرو ملتونو له مرستیال سرمنشي سره په لیدنه کې ویلي وو چې له بندیزونو سره سره، «نړۍوالې مالي معاملې د غیر رسمي لارو ترسره کېږي».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي مخکې ویلي وو چې د دغه هېواد سوداګري له افغانستان سره د ټولو اروپايي هېوادونو له مجموعي سوداګرۍ هم زیاته ده.

سی‌بي‌اېس نیوز: د امریکا په شمالي کلفرونیا کې د ډزو له امله څلور کسان وژل شوي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۶ GMT+۰

سی‌بي‌اېس نیوز خبر ورکړی چې د امریکا د کلفرونیا ایالت شمال کې د سټاکټن ښار په یوې کورنۍ مېله کې د ډزو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي. د بریدګر هویت لا نه دی څرګند شوی او د راپورونو له مخې هغه له سیمې تښتېدلی دی.

د سن‌خواکین ولسوالۍ د پولیسو ویاندې هېدر برنټ خبریالانو ته ویلي چې ډزې د شنبې په ورځ د ماښام شاوخوا شپږو بجو پر مهال د یو مېلمستون په تالار کې شوې دي. د هغې په وینا، د پېښې قربانیان له ځوانانو نیولې تر لویانو پورې دي.

هغې زیاته کړې چې تر اوسه په دې تړاو هېڅوک نه دي نیول شوي او نه هم د شکمن کس په اړه کوم څرګند معلومات یا یې د برید په تړاو احتمالي انګېزه شته. د سټاکټن د ښاروالۍ مرستیال جېسن لي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې ډزې «د یو ماشوم د زېږون د جشن» پر مهال شوې دي.

د کلفرونیا پولیسو مخکې هم تایید کړې وه چې د جمعې په ورځ د سن‌خوزه ښار په یوه پلورنځي کې ډزې شوې وې. د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي وو. د اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس په راپور کې راغلي چې دواړه ټپیان د مرمیو د ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

درې ورځې وړاندې هم په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو عسکرو ډزې شوې وې چې په پایله کې یو تن د سختو ټپونو له امله ژوند بایللی دی.

ازادۍ جبهه ادعا کوي چې په بدخشان کې یې ۳طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۲ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، په بدخشان ولایت کې یې په طالب وسله والو راکټي برید کړی چې درې طالبان یې په‌کې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغه جبهې یکشنبه د (لیندۍ ۹مه)‌ یوې اعلامیه کې ادعا کړې چې د شنبې په ماښام، د بدخشان ولایت فیض اباد کې یې وسله والو د طالبانو پر امنیتي حوزه برید کړی چې په ترڅ کې یې دوه طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دواړو خواوو ترمنځ نږدې ۱۵ دقیقې نښته شوې، چې په کې د سپکو او درنو وسلو څخه استفاده شوې ده. تر اوسه طالبانو ددغه برید په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

دغه برید د افغانستان په شمال کې د ازادۍ جبهې د عملیاتو تازه پېښه بلل کېږي، چې د طالبانو پر حضور او امنیتي مرکزونو یې کړي دي.

د طالبانو کرنې وزارت وایي، سږ کال هېواد کې د انځرو ۱۵۲زره ټنه حاصلات ترلاسه شوي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د کرنې،‌ اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، سږ کال په بېلابېلو ولایتونو کې د انځرو له بڼونو نه ۱۵۱زره او ۷۰۰ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوې دي. وایي، دا شمېر تېر زېږدیز کال کې د انځورو حاصلات ۱۱۱مټریک ټنه و چې ۳۹زره ټنه زیاتوالی په‌کې راغلی.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند شیر محمد حاتمي په خبره: «په ټول هېواد کې د تېر کال پرتله د انځرو حاصلاتو کې ۳۹زره او ۹۸۰ټنه زیاتوالی راغلی». هم مهاله‌ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په خبره،‌ په روان ۱۴۰۴کال کې د ۲۱۴مېلیونه ډالرو ارزښت ۴۳زره ټنه انځر بهرنیو هېوادونو ته صادر شوې دي.

د نوموړي په وینا: «په تېرو اتو میاشتو کې ډېر صادرات هندستان،‌ متحده عربي اماراتو، چین، پاکستان، عراق، امریکا او اسټرالیا ته ترسره شوي دي». کندهار کې د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رییس محمد حنیف خلیل وایي، د حاصلاتو د پراختیا یو مهم لامل بزګرانو ته روزنیز پروګرامونه او عامه پوهاوی دی.

د فرید احمد عظیمي په نوم یو افغان سوداګر له طالبانو نه غواړي چې د وچې میوې په برخه کې د سوداګرو لپاره د ویزو تر څنګ د ټرانسپورټي خدمتونو، ټرانزیټي خدمتونو، بانکي راکړې ورکړې او نورو برخو کې باید اوارې کړې. د هغه په خبره، که دا اسانتیاوې برابرې شي؛ نو سوداګري به لا پراخوالی ومومي.

افغان سوداګر شکایت لري چې ډېر کله په افغانستان کې د بانکي خدمتونو د بندیزونو او محدودیتونو له امله نورو هېوادونو ته په اسانۍ پیسې نه‌شي لېږلی او له همدې کبله یې په راکړو ورکړو کې خنډونه او ځنډونه رامنځته کېږي.