• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په بلخ کې د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور یو کس په دُرو وهلی دی

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۶ GMT+۰

طالبانو په بلخ ولایت کې د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور یو کس په عام محضر کې په دُرو وهلی دی.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کس د بلخ د ښاري محکمې د پرېکړې پر بنسټ په عام محضر کې ۳۹ دُوري وهلی دی.

دا‌ په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ د خوست ولایت په مرکز کې د زرګونو نندارچیانو د سترګو په وړاندې یو کس «قصاص» کړ.

د طالبانو له خوا مجرمانو ته په عام محضر کې دغه ډول میداني سزاګانې ورکول تل د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو له خوا له سخت غبرګون سره مخ کېږي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په خوست کې یو کس په عام محضر کې اعدام کړ

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۸ GMT+۰

طالبانو نن سې‌شنبه په خوست ولایت کې هغه کس په عام محضر کې اعدام کړ، چې لس میاشتې وړاندې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ د ۱۳ غړو پر وژنې تورن وو. طالبانو د دغه کس د «قصاص» حکم د خوست ورزشي لوبغالي کې ترسره کړ.

د خوست ولایت په ورزشي لوبغالي کې نن سې‌شنبه هغه کس په عام محضر کې اعدام شو، چې د طالبانو د عدلي او قضايي ارګانونو په وینا لس میاشتې وړاندې یې د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي وژلي وو. د قربانیانو په ډله کې ښځې، نارینه او پنځه ماشومان هم شامل وو.

په خوست کې د طالبانو استیناف محکمې رییس مولوي عین‌الله خلیل د یاد کس د اعدام غونډې پر مهال په خبرو کې وویل، چې «بې‌ځایه وژنې د سرطان دانې مثال لري او د دې رنځ د مخنیوي لپاره یوازینۍ حل لاره قصاص دی.»

ورته مهال د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ په عام محضر کې اعدام «بې‌رحمانه او د نړۍوالو قوانینو خلاف» کړنه بللې. هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په خوست کې په عام محضر کې د قصاص ترسره کېدل «بې‌رحمانه، ظالمانه او د نړۍوالو قوانینو خلاف» کړنه ده.

هغه ټینګار کړی: «په عام محضر کې اعدامونه د انسانیت خلاف کړنې دي او د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ هېڅ ډول توجیه نه‌لري.» هغه له طالبانو غوښتي، چې دغه ډول سزاوې «سملاسي ودروي».
د یادونې وړ ده، چې طالبانو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ورته سزاوې عملي کړې دي.

رېچارډ بېنېټ: په عام محضر کې د «قصاص» حکم عملي کول د نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه ده

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېت ویلي، چې په خوست ولایت کې په عام محضر کې د طالبانو له‌خوا د اعدام پرېکړې عملي کول «بې‌رحمانه او د نړۍوالو قوانینو» خلاف کړنه ده. نوموړي د دغه اقدام د سملاسي مخنیوي غوښتنه کړې ده.

رېچارډ بېنېټ د سې‌شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د افغانستان په خوست ولایت کې په عام محضر کې د اعدام د ترسره کېدو خبرونه ترلاسه شوي دي. بېنېټ ویلي:« په عام محضر کې اعدامونه بې‌رحمانه، ظالمانه او غیرعادي سزاوې دي او د نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.»

هغه ویلي، دغه ډول سزاوې باید سملاسي ودرول شي. نوموړي لیکلي: «په عام محضر کې اعدامونه د انسانیت خلاف عمل کړنه ده او د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ هېڅ ډول توجیه نه‌لري، نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې د امنیت او عدالت ملاتړ وکړي.»

د طالبانو د خوست والي رسنیز دفتر پرون دوشنبه (د لېندۍ ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، د طالبانو قضايي ارګانونه د خوست علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ د یوې پېښې پر تورن د قصاص حکم عملي کوي. طالبانو د ټولو ادارو له مسوولینو، دیني عالمانو او د خپلې ډلې د وسله‌والو ترڅنګ له عامو خلکو هم غوښتي، چې په ټاکلي وخت د خوست ورزشي لوبغالي ته ورشي.

دوی همدراز له ګډونوالو غوښتنه کړې ده، چې لوبغالي ته د کامره لرونکو ټېلفونونو او وسلو سره د ګډون اجازه نه‌شته او د یادو توکو له راوړلو دې ډډه وکړي. افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د رارسېدلو معلوماتو له مخې؛ شاوخوا ۹ میاشتې وړاندې د خوست په عليشېر ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ لس غړي وژل شوي و، چې د یادې پېښې تورن کس ته طالبان نن د قصاص سزا ورکوي.

طالبان سبا د خوست په ورزشي سټېډیوم کې د «قصاص» حکم عملي کوي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۹ GMT+۰

د طالبانو د خوست ولایت مقام رسنیز دفتر وايي چې سبا لس بجې د خوست په ورزشي سټېډیوم کې د «قصاص» حکم تطبیقوي. دوی زیاتوي، چې د طالبانو قضايي ارګانونه د خوست علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ د یوې پيښې پر تورن د قصاص حکم عملي کوي.

د طالبانو د خوست والي رسنیز دفتر نن دوشنبه، د لیندۍ ۱۰مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د ټولو ادارو له مسوولینو، دیني عالمانو او د خپلې ډلې د وسلوالو ترڅنګ له عامو خلکو هم غوښتي دي، چې په ټاکلي وخت د خوست ورزشي سټېډیوم ته ورشي.

دوی همدراز له کډونوالو غوښتنه کړې ده، چې سټېډیوم ته د کامره لرونکو ټېلفونونو او وسلو سره د کډون اجازه نشته او له دې توکو له راوړلو دې ډډه وکړي.

  • افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د رارسېدلو معلوماتو له مخې شاوخوا ۹ میاشتې وړاندې د خوست په عليشيرو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ لس غړي وژل شوي و، چې ددې پيښې تورن کس ته به د قصاص سزا ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د بخښنې نړیوال سازمان په وروستيو کې يو رپورټ خپور کړی وو چې پکې ويل شوي ول چې د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د جګړې اړوند تاوتریخوالی او وژنې کمې شوي خو د شخصي دښمنیو له کبله اوس هم ځینې وخت بې ګناه کسان وژل کېږي.

طالبانو او ایران دوغارون کې د افغان بانکونو د څانګو پرانېستل کېدو په اړه خبرې کړي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د مرکزي بانک رییس نوراحمد آغا او د ایران د مرکزي بانک مشر محمدرضا فرزین په کابل کې لیدلي او د مالي او بانکي همکاریو په اړه يې خبرې کړې دي. د دې لیدنې پر مهال په ایران کې د دُوغارون آزادې سیمې کې د افغانستان د بانکونو د څانګو د پرانېستل کېدو پر موضوع هم بحث کړی.

د ایران د کورنیو رسنیو په وینا، په دوغارون کې د افغان بانکونو د څانګو جوړول د ایران او د طالبانو د ادارې تر منځ د مالي تبادلو د اسانتیا لپاره د یوه ممکنه حل لارې په توګه وړاندې شوي دي. په دې ناسته کې د خراسان رضوي والي غلام‌حسین مظفري هم ګډون درلود او د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو بانکي فعالیتونو او د مالي معاملو اړوند میکانیزمونو په اړه خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او طالبانو حکومتونه د نړۍوالو تر سختو بندیزونو لاندې دي.

د طالبانو د مرکزي بانک پخواني رییس هدایت‌الله بدري د روان کال د ثور په میاشت کې د ملګرو ملتونو له مرستیال سرمنشي سره په لیدنه کې ویلي وو چې له بندیزونو سره سره، «نړۍوالې مالي معاملې د غیر رسمي لارو ترسره کېږي».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي مخکې ویلي وو چې د دغه هېواد سوداګري له افغانستان سره د ټولو اروپايي هېوادونو له مجموعي سوداګرۍ هم زیاته ده.

سی‌بي‌اېس نیوز: د امریکا په شمالي کلفرونیا کې د ډزو له امله څلور کسان وژل شوي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۶ GMT+۰

سی‌بي‌اېس نیوز خبر ورکړی چې د امریکا د کلفرونیا ایالت شمال کې د سټاکټن ښار په یوې کورنۍ مېله کې د ډزو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي. د بریدګر هویت لا نه دی څرګند شوی او د راپورونو له مخې هغه له سیمې تښتېدلی دی.

د سن‌خواکین ولسوالۍ د پولیسو ویاندې هېدر برنټ خبریالانو ته ویلي چې ډزې د شنبې په ورځ د ماښام شاوخوا شپږو بجو پر مهال د یو مېلمستون په تالار کې شوې دي. د هغې په وینا، د پېښې قربانیان له ځوانانو نیولې تر لویانو پورې دي.

هغې زیاته کړې چې تر اوسه په دې تړاو هېڅوک نه دي نیول شوي او نه هم د شکمن کس په اړه کوم څرګند معلومات یا یې د برید په تړاو احتمالي انګېزه شته. د سټاکټن د ښاروالۍ مرستیال جېسن لي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې ډزې «د یو ماشوم د زېږون د جشن» پر مهال شوې دي.

د کلفرونیا پولیسو مخکې هم تایید کړې وه چې د جمعې په ورځ د سن‌خوزه ښار په یوه پلورنځي کې ډزې شوې وې. د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي وو. د اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس په راپور کې راغلي چې دواړه ټپیان د مرمیو د ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

درې ورځې وړاندې هم په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو عسکرو ډزې شوې وې چې په پایله کې یو تن د سختو ټپونو له امله ژوند بایللی دی.