• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رېچارډ بېنېټ: په عام محضر کې د «قصاص» حکم عملي کول د نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه ده

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېت ویلي، چې په خوست ولایت کې په عام محضر کې د طالبانو له‌خوا د اعدام پرېکړې عملي کول «بې‌رحمانه او د نړۍوالو قوانینو» خلاف کړنه ده. نوموړي د دغه اقدام د سملاسي مخنیوي غوښتنه کړې ده.

رېچارډ بېنېټ د سې‌شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د افغانستان په خوست ولایت کې په عام محضر کې د اعدام د ترسره کېدو خبرونه ترلاسه شوي دي. بېنېټ ویلي:« په عام محضر کې اعدامونه بې‌رحمانه، ظالمانه او غیرعادي سزاوې دي او د نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.»

هغه ویلي، دغه ډول سزاوې باید سملاسي ودرول شي. نوموړي لیکلي: «په عام محضر کې اعدامونه د انسانیت خلاف عمل کړنه ده او د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ هېڅ ډول توجیه نه‌لري، نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې د امنیت او عدالت ملاتړ وکړي.»

د طالبانو د خوست والي رسنیز دفتر پرون دوشنبه (د لېندۍ ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، د طالبانو قضايي ارګانونه د خوست علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ د یوې پېښې پر تورن د قصاص حکم عملي کوي. طالبانو د ټولو ادارو له مسوولینو، دیني عالمانو او د خپلې ډلې د وسله‌والو ترڅنګ له عامو خلکو هم غوښتي، چې په ټاکلي وخت د خوست ورزشي لوبغالي ته ورشي.

دوی همدراز له ګډونوالو غوښتنه کړې ده، چې لوبغالي ته د کامره لرونکو ټېلفونونو او وسلو سره د ګډون اجازه نه‌شته او د یادو توکو له راوړلو دې ډډه وکړي. افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د رارسېدلو معلوماتو له مخې؛ شاوخوا ۹ میاشتې وړاندې د خوست په عليشېر ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ لس غړي وژل شوي و، چې د یادې پېښې تورن کس ته طالبان نن د قصاص سزا ورکوي.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۳

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۴

په بلوچستان کې یو خبریال د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی

۵

سهيل اپریدی: د پنجاب حکومت له لوري پښتونخوا ته د غنمو لېږد بندول به کرکې نورې هم زياتې کړي

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ تر ۳زره ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه ستانه کړای شوي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۸ GMT+۰
تېره ورځ تر ۳زره ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه ستانه کړای شوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۱مه) خبر ورکړی، د دوشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۵۸۰ کورنۍ چې ټولټال ۳۱۶۴ کسان کېږي؛ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې ۴۲۹ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۸۵ کورنۍ د تورخم، ۱۵ کورنۍ د بهرامچې، ۲۴ کورنۍ د اسلام‌کلا او ۲۷ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې ستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي، چې ستنو شویو کډوالو ته اړین خدمات برابر شوي دي. د راپور د معلوماتو له مخې؛ دغه راستنو شویو کډوالو ته د یاد کمېسیون له‌خوا شاوخوا ۶ مېلیونه او ۲۶۴زره افغانۍ مالي مرسته هم شوې ده.

یاده دې وي، چې په دې ورستیو کې د افغانستان دوه ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان د افغان کډوالو جبري اېستنې لړۍ چټکه کړې. په دغه دواړو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلنده هم شکایت کوي او وایي، چې غیرانساني چلند ورسره کېږي.

طالبان: افغانستان د اوبو بندونو له لارې شاوخوا ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۹ GMT+۰
طالبان: افغانستان د اوبو بندونو له لارې شاوخوا ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوي
100%

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، افغانستان اوس‌مهال د اوبو بندونو له لارې شاوخوا ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوي. د دغه وزارت د چارواکو په وینا؛ د اوبو مدیریت، د برېښنا تولید او کرنیزو ځمکو خړوبولو په برخه کې یې مهم پروګرامونه په پلان کې دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند قاري مطیع‌الله عابد ویلي، په وروستیو کلونو کې مهمې پروژې بشپړې شوې چې له لارې یې زرګونه هکتاره ځمکه خړوبېږي او د برېښنا تولید ته هم ګټه رسېږي.

عابد وویل، په فراه ولایت کې د بخش‌اباد بند چارې روانې دي چې له بشپړېدو وروسته به ۲۷ مېګاواټه برېښنا تولید کړي او شاوخوا ۶۸زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي. د نوموړي په وینا؛ په پکتیکا کې د پلتوني بند کارونه هم روان دي، چې د یو مېګاواټه برېښنا تولید او ۲۵۰۰ هکتاره ځمکې خړوبولو وړتیا لري.

هغه وایي، د کجکي بند د وروستي فاز له بشپړېدو وروسته به د دغه بند د برېښنا تولید له ۵۱ مېګاواټه څخه ۱۵۱ مېګاواټه ته لوړ شي او په کاپیسا کې د باغدرې بند د بشپړېدو سره به ۱۴۶ مېګاواټه برېښنا تولید شي.

همدارنګه په غزني کې د سلطان بند او په لوګر کې د خروار بند دویم فاز چارې هم دوام لري، چې تر بشپړېدو وروسته به زرګونه هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

د ښاغلي عابد په وینا؛ یاد وزارت د اوبو د عادلانه وېش لپاره نوی د اوبو چارو د تنظیم قانون هم ترتیب کړی، چې له مخې به یې د هېواد د اوبو مدیریت په معیاري ډول ترسره کېږي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند ویلي، دغه وزارت د کابل ښار د پاکو اوبو مدیریت لپاره درې ستراتېژیکې پروژې په پلان کې لري چې په‌کې د شاتوت بند جوړول، له پنجشېر نه کابل ته د اوبو لېږد او له شاه او عروس بند نه کابل ته د اوبو انتقال شامل دي. نوموړی زیاتوي، دغه وزارت د سیندونو د مهار او د بندونو د پراختیا لپاره پنځه کلن عملیاتي پلان هم ترتیب کړی چې د دې پلان په عملي کېدو سره به د بندونو جوړولو بهیر په منظم ډول پرمخ ولاړ شي.

افغانستان د اوبو او انرژۍ د سرچینو له مخې د برېښنا د تولید لوی ظرفیت لري، چې د شته سرچینو له مخې د ټول ظرفیت کچه شاوخوا ۲۳زره مېګاواټه اټکل شوې ده؛ خو د دغه وزارت د وروستیو راپورونو له مخې په هېواد کې یوازې شاوخوا ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدېږي. دغه چاره د کابل ښار او نورو ولایتونو اوسېدونکو ترمنځ د برېښنا د کمښت او پرله‌پسې پرچاوۍ د اندېښنو زیاتېدو لامل شوې ده.

کابل ښاریان شکایت کوي، چې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې درې ساعته برېښنا لري او د هېواد نورو ولایتونو اوسېدونکي هم د ورته وضعیت ښکار دي. د دې ترڅنګ د فابریکو او تولیدي واحدونو مالکان بیا وايي، چې د برېښنا د نشتوالي له امله یې کارونه ټکني شوي او د تولیدي چارو په پرمخ وړلو کې ستونزې لري.

پاکستان ته د افغان مېرمنو د ملاتړ بنسټ: له ګواښ سره مخ افغان مېرمنې افغانستان ته مه ستنوئ

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۳ GMT+۰
پاکستان ته د افغان مېرمنو د ملاتړ بنسټ: له ګواښ سره مخ افغان مېرمنې افغانستان ته مه ستنوئ
100%

د افغان ښځینه فعالینو د همغږۍ ټولنې (AWACB) په یوه پرانیستي لیک کې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې له دغه هېواده د افغان مېرمنو جبري اېستل ژر تر ژره ودروي. دوی خبرداری ورکړی، چې له ګواښ سره مخ مېرمنې که بېرته افغانستان ته وشړل شي؛ نو د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.

په دغه لیک کې راغلي، دا هغه مېرمنې دي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې خپل ژوند، کار او هر څه شاته پرېښودل؛ ځکه د ښځو د حقونو د دفاع او مدني مبارزې له امله د طالبانو له‌خوا له جدي ګواښ سره مخ وې.

د یادې ټولنې په وینا، دغه مېرمنو پاکستان د خوندي ځای په توګه غوره کړ؛ خو اوس له ناڅرګند برخلیک، نیونې او جبري اېستنې سره مخ دي. په لیک کې ویل شوي:« د دې پر ځای چې خوندي شي، دغه مېرمنې اوس د نیونې، ځورونې او د جبري ستنونې له ګواښ سره مخ دي.»

د یادې ټولنې وروستي راپورونه ښيي، چې په پاکستان کې د افغان مېرمنو وضعیت ورځ تر بلې پېچلی کېږي. په تېرو څو اونیو کې پنځه افغان فعالانې له پاکستان نه بېرته افغانستان ته اېستل شوې، چې له دې ډلې درې مېرمنې ورکې دي او دوه نورې د افغانستان دننه پټې ګرځي او هېڅ خوندي ځای نه‌لري.

د دوی په وینا؛ دغه وضعیت نور د عادي تګلارو برخه نه ګڼل کېږي، بلکې د ژوند او مرګ جدي ناورین ته رسېدلی دی. دغه مېرمنې چې د بشري حقونو، رسنیو، قضا، حقوقو او مدني ټولنې په برخو کې فعاله وې؛ د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي.

د مېرمنو یادې ټولنې څرګنده کړې، چې د پاکستان وروستۍ تګلارې د بشري مسوولیتونو خلاف دي. یادې ټولنې ټینګار کړی، چې د افغان مېرمنو جبري اېستل د نړۍوال اصل خلاف عمل دی او د پاکستان د بشري ژمنتیاوو سره په ټکر کې دی. دوی وایي، دغه کړنه د نړۍوالو بشري حقونو نقض ګڼل کېږي او د اخلاقي مسوولیت له اصولو ښکاره سرغړونه ده.

د دوی په وینا؛ په پاکستان کې افغان مېرمنې له ګڼو جدي ستونزو سره مخ دي؛ د چک‌پاینټونو له امله د نیونې وېره لري، خوندي تګ‌راتګ نه‌شي کولی، کورونه په کرایه نه ورکول کېږي، د وېزو فیسونه خورا لوړ دي چې کله تر ۱۵۰۰ډالرو پورې رسېږي.

یادې ټولنې له پاکستاني حکومته غوښتي، چې د افغان ښځینه فعالانو جبري اېستل سملاسي ودروي او له ګواښ سره مخ مېرمنو ته لنډمهاله خوندیتوب او د قانوني پاتې کېدو اجازه ورکړي.

دوی د هغو ښارونو مشخصول هم غوښتي، چې افغان مېرمنې په‌کې د شړلو له ګواښ پرته پاتې کېدای شي، د کورنیو سفرونو پر مهال خوندي تګ‌راتګ تضمین شي، د وېزو د پروسې پر مهال د استوګنې د ځای ستونزې هوارې شي او د یوې ارزانې، عادلانه، رڼې او اوږدمهالې وېزې بهیر رامنځته شي.

په لیک کې راغلي، چې پاکستان له لسیزو راهیسې د افغانانو کوربه پاتې شوی. اوس هغه وخت رارسېدلی، چې دغه بشري خواخوږي لا پسې پیاوړې شي؛ ځکه د افغانستان زړورې ښځې تر ټولو سختو شېبو کې د مرستې غوښتنه ترې کوي.

یادې ټولنې ټینګار کړی:« هغو ښځو چې د بشري حقونو د دفاع لپاره یې خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړی و، اوس خپله د ژوند ژغورلو غوښتنه کوي.» په لیک کې راغلي، مخکې تر دې چې نورې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړي د پاکستان حکومت باید بېړنی اقدام وکړي.

په کابل کې د «صنعت او کلتور» په نوم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۵ GMT+۰
په کابل کې د «صنعت او کلتور» په نوم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د «تسل» نندارتونونو جوړولو شرکت په ګډه په کابل کې درې ورځنی ملي او نړۍوال نندارتون پرانیست، چې په‌کې شاوخوا ۲۰۰ غرفې د هېواد صنعتي او کلتوري محصولات نندارې ته وړاندې کوي.

د «تسل ګروپ» رییس تسل خان ویلي، دغه بنسټ تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ نندارتونونه جوړ کړي او په راتلونکي کې د ملي او نړۍوالو نندارتونونو د پراختیا اراده لري.

همدارنګه، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو جوړولو رییس مولوي قابل محمد عابد د یادو پروګرامونو اهمیت ته په اشارې ویلي: «د دغه شان نندارتونونو جوړول زموږ د تولیداتو او محصولاتو د معرفي کېدو ترڅنګ د ملي اقتصاد څرخ په حرکت کې راولي، سوداګر او صنعت‌کاران سره نښلوي او د پانګونې، صادراتو او بازارموندنې لپاره مهم فرصتونه برابروي.»

د نوموړي په وینا؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سږ کال د هېواد دننه او بهر د ۵۲ نندارتونونو جوړولو پلان لري. یاد نندارتون چې د کابل په ماشین‌خانه کې جوړ شوی، (د لېندۍ له ۱۰مې تر ۱۲مې پورې) به د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.

په دغه نندارتون کې په شاوخوا ۲۰۰ غرفو کې خوراکي او غیرخوراکي توکي، هنري اثار، د ښځو لاسي صنایع، غالۍ، درمل، برېښنايي وسایل او نور کلتوري او صنعتي محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.

په دغه نندارتون کې بیا د ښځو د ګډون په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د ایران په هرمزګان کې د دوو افغان کډوالو مړي موندل شوي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۱ GMT+۰
د ایران په هرمزګان کې د دوو افغان کډوالو مړي موندل شوي
100%

په ایران کې د هرمزګان ولایت لوېدیځ ته د پارسیان ولسوالۍ اړوند په تېرو ۲۴ساعتونو کې د دوو افغان کډوالو مړي موندل شوي دي. د یادې سیمې ځایي چارواکي وايي، دواړه پېښې «مشکوکې» دي او د مړینې لامل یې څېړي.

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې؛ لومړی مړی چې د ۳۵ کلن افغان دی، د پارسیان ښار په اوبو کې موندل شوی. دغه کس په همدې سیمه کې د موټرو د پاکولو کار کاوه او د خلکو له‌خوا د راپورونو ترلاسه کولو وروسته، د ژغورنې ډلو او پولیسو مړی له اوبو را اېستلی دی.

ځايي چارواکو ویلي، چې د مړینې لامل لا تراوسه روښانه نه‌دی او په اړه یې پلټنې روانې دي.

له دې پېښې یوازې څو ساعته وروسته، د همدې ولسوالۍ په «شیو» ساحلي بندر کې د یوه بل افغان کډوال مړی هم موندل شوی. د ایران سیمه‌ییزو رسنیو په وینا؛ دغه تنکی ځوان د یوې کښتۍ د ساتونکي په توګه کار کاوه او مړی یې د هماغې کښتۍ دننه ترلاسه شوی.

مسوولین وايي، لا تر اوسه د مړینې لامل نه‌دی روښانه شوی؛ خو پولیس په دې اړه پلټنه کوي.

دواړه پېښې په هغو سیمو کې شوې، چې د افغان کډوالو د استوګنې او کار د زیات تمرکز له امله پېژندل کېږي. راپورونه ښيي، چې په دواړو پېښو کې د مړینې لامل د خبر تر خپرېدو پورې نه و روښانه او ایراني چارواکو د قضايي او امنیتي څېړنو پر دوام ټینګار کړی.

پارسیان د هرمزګان ولایت په لوېدیځه څنډه کې پرته یوه وړه ولسوالي ده، چې نږدې ۵۰زره نفوس لري. که څه هم د یادې سیمې د مېشتو افغان کډوالو رسمي شمېر نه‌دی خپور شوی؛ خو سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې ګڼ افغان کډوال په بندري، ودانیزو او خدماتي برخو کې کار کوي.