• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران په هرمزګان کې د دوو افغان کډوالو مړي موندل شوي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۱ GMT+۰

په ایران کې د هرمزګان ولایت لوېدیځ ته د پارسیان ولسوالۍ اړوند په تېرو ۲۴ساعتونو کې د دوو افغان کډوالو مړي موندل شوي دي. د یادې سیمې ځایي چارواکي وايي، دواړه پېښې «مشکوکې» دي او د مړینې لامل یې څېړي.

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې؛ لومړی مړی چې د ۳۵ کلن افغان دی، د پارسیان ښار په اوبو کې موندل شوی. دغه کس په همدې سیمه کې د موټرو د پاکولو کار کاوه او د خلکو له‌خوا د راپورونو ترلاسه کولو وروسته، د ژغورنې ډلو او پولیسو مړی له اوبو را اېستلی دی.

ځايي چارواکو ویلي، چې د مړینې لامل لا تراوسه روښانه نه‌دی او په اړه یې پلټنې روانې دي.

له دې پېښې یوازې څو ساعته وروسته، د همدې ولسوالۍ په «شیو» ساحلي بندر کې د یوه بل افغان کډوال مړی هم موندل شوی. د ایران سیمه‌ییزو رسنیو په وینا؛ دغه تنکی ځوان د یوې کښتۍ د ساتونکي په توګه کار کاوه او مړی یې د هماغې کښتۍ دننه ترلاسه شوی.

مسوولین وايي، لا تر اوسه د مړینې لامل نه‌دی روښانه شوی؛ خو پولیس په دې اړه پلټنه کوي.

دواړه پېښې په هغو سیمو کې شوې، چې د افغان کډوالو د استوګنې او کار د زیات تمرکز له امله پېژندل کېږي. راپورونه ښيي، چې په دواړو پېښو کې د مړینې لامل د خبر تر خپرېدو پورې نه و روښانه او ایراني چارواکو د قضايي او امنیتي څېړنو پر دوام ټینګار کړی.

پارسیان د هرمزګان ولایت په لوېدیځه څنډه کې پرته یوه وړه ولسوالي ده، چې نږدې ۵۰زره نفوس لري. که څه هم د یادې سیمې د مېشتو افغان کډوالو رسمي شمېر نه‌دی خپور شوی؛ خو سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې ګڼ افغان کډوال په بندري، ودانیزو او خدماتي برخو کې کار کوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د امنیت وزیره: تر دې وروسته د هغو هېوادونو یو کس هم نه‌منو چې زموږ اتلان وژني

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۷ GMT+۰

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم د سې‌شنبې په سهار وختي (د لیندۍ ۱۱مه) له ولسمشر ټرمپ سره تر کتنې وروسته وویل، تر دې وروسته د هغو هېوادونو یو کس هم نه‌مني چې اتلان یې وژني. نوموړې د هېڅ هېواد نوم نه‌دی اخیستی، خو همدا تېره اوونۍ یوه افغان د ملي ګارډ یوه سرتېرې ووژله.

تېره اوونۍ یوه افغان د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې سپينې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو برید وکړ او په پایله کې یې یوه سرتېرې ووژل شوه او یو بل یې ټپي شو او په‌خپله یې هم د نورو ځواکونو له لوري ونیول شو.

له دغې پېښې وروسته په امریکا کې پر افغانانو محدودیتونه ډېر شول او ان دا چې دغه هېواد ته د تللو افغانانو اسناد بیا څېړل کېږي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې د سې‌شنبې په سهار وختي په خپله اېکس پاڼه پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، وویل: «ما همدا اوس له ولسمشر سره ولیدل. زه وړاندیز کوم چې پر هر هغه لعنتي هېواد بشپړ د سفر بندیز ولګول شي چې زموږ هېواد له قاتلینو او هغو کسانو ډکوي چې یوازې د امتیاز په لټه کې دي.»

نوموړې زیاته کړې: « زموږ نیکونو دغه هېواد په خپلو وینو، خولو او د ازادۍ پر بنسټ جوړ کړی- نه د دې لپاره چې بهرني یرغلګر زموږ اتلان ووژني. موږ هغوی نه غواړو. ان یو یې هم نه.»

هغې تر دې مخکې د جو بایډن پر ادارې په نیوکو سره ویلي و، چې د «متحدینو د ښه راغلاست» پروګرام په نوم یې څه باندې ۱۰۰زره افغانان له کومې پلټنې پرته امریکا ته لېږدولي دي.

چین په تاجکستان کې له خپلو وګړو غوښتي چې له افغان- تاجک پولې ووځي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۷ GMT+۰

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ګډې پولې په شاخوا کې د پنځو چیناییانو له وژل کېدو او د پنځو نورو له ټپي کېدو وروسته چین په یادو سیمو کې له خپلو شرکتونو او کارکوونکو غوښتي، چې سمدستي د تاجکستان له هغو سیمو ووځي، چې له افغانستان سره په ګډه پوله پرتې دي.

په تاجکستان کې د چین سفارت په یوې اعلامیه کې په افغان- تاجک ګډه پوله کې له چینایي شرکتونو او کارکوونکو غوښتي، چې ژر تر ژره دې له یادو سرحدي سیمو ووځي.

د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۰مه) وویل، چې تېره اونۍ کې د افغانستان له خاورې په دوو بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. ولسمشر امام علي رحمان امنیتي ادارو ته امر کړی چې وضعیت او د سرحدي امنیت د پیاوړتیا لپاره پر لارو چارو بیاکتنه وکړي.

تاجکستان تایید کړه چې د افغانستان له خاورې په سرحدي بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

افغانستان له تاجکستان سره څه باندې ۱۳۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۷مه) د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس‌الدین شاهین سیمه کې د درېیو چینایي وګړو وژنه وغندله او زیاته یې کړه: «د لومړنۍ ارزونې او معلوماتو پر بنسټ په دې کې هغه کړۍ لاس لري، چې په سیمه کې د ګډودۍ، بې‌ثباتۍ او هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.»

لومړۍ پېښه د تېرې چهارشنبې په ورځ د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس‌الدین شاهین سیمه کې رامنځته شوه او په‌کې ۳ چیناییان ووژل شول او دویمه پېښه د یکشنبې په ماښام (د لیندۍ ۹مه) د تاجکستان شادک مرزي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د سړک جوړولو پر چینايي کارګرو وسله‌وال برید وشو.

طالبانو په بدخشان کې پر چینایي وګړو د برید په تړاو د دوو کسانو د نیولو خبر ورکړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو امنیتي مسوولینو بیا د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۰مه) وویل، پر چینايي وګړو د وروستي وسله‌وال برید په تړاو یې دوه کسان د دغه ولایت په میامی ولسوالۍ کې نیولي دي.

طالبانو په غزني او بلخ کې دوه کسان په دُرو ووهل

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۳ GMT+۰

طالبانو په غزني او بلخ ولایتونو کې دوه کسان په عام محضر کې په ۳۹- ۳۹ دُرو ووهل. پر یادو کسانو د غلا او الکولي مشروباتو د قاچاق تورونه و. له دغو کسانو یو یې په یونیم کال تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.

طالبانو په عام محضر کې پر دُرو د «تورنو» کسانو د وهلو په لړ کې د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۰مه) د غزني په ګېلان ولسوالۍ کې یو کس د غلا په تور په عام محضر کې په ۳۹ دُرو وواهه او پر یونیم کال تنفیذي بند هم محکوم کړ.

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، یو بل کس یې بیا په بلخ ولایت کې د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور په ۳۹ دُرو وهلی دی.

د خبرپاڼې له‌مخې، یادې پرېکړې د سترې محکمې له تاییدۍ وروسته عملي شوي دي.
طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۳۳۰ کسان په دُرو وهلي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، طالبانو په تېرو درېیو (اګسټ، سپټمبر او اکټوبر) میاشتو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۳۳۱ کسان د «نامشروع اړیکو، له کورونو د تېښتې، بد اخلاقۍ، زنا، لواطت، غلا، رشوت، د شرابو په ګډون د نشه يي توکو کاروبار، جعل او فرېبکارۍ» په تورونو د خلکو په مخ کې لسګونه دُرې وهلي او یو شمېر یې پر څو کاله تنفیذي بندونو هم محکوم کړي دي.

د بې‌ځایه شویو نړۍوالې ادارې ټرمپ او ګوترېش ته د افغان کډوالو په استازیتوب لیک لېږلی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۵ GMT+۰

د بې‌ځایه شویو نړۍواله اداره چې د نړۍ په کچه د بې‌ځایه شویو او کډوالو افغانانو استازیتوب کوي، په یوه پرانیستي لیک کې له ډونالډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتنه کړې، چې د واشنګټن په تازه مرګوني پېښه کې ټول افغانان تورن نه کړي او پر دوی دې سیاسي فشارونه نه واردوي.

دغې ادارې په خپل لیک کې په واشنګتن ډي‌سي کې د رحمان‌الله لکڼوال له خوا د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې غندلي او د پیښې د قربانیانو له کورنۍ سره یې غمرازي کړې ده.

رحمان‌الله لکنوال چې د افغانستان د حکومت د سقوط په لومړیو ورځو کې امریکا ته تللی و، د لیندۍ په پنځمه د سپینې ماڼۍ په څنډه کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې وکړې. یوه ورځ وروسته، یوه سرتېرې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې مړه شوه.

یادې ادارې ویلي، له دې پېښې وروسته په امریکا کې د افغان کډوالو په اړه ناسم بحثونه پارېدلي چې دوی د یوه فرد کړنه پر ټولو افغانانو تپي.

په لیک کې ټینګار شوی، چې افغان کډوال له جګړې، سیاسي فشار، اقتصادي سقوط او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د سیستماتیک ظلم او جنسیتي تبعیض له امله له خپلو کورونو وتلي دي، نه په خپله خوښه او باید د یوه کس د کړنې له امله ټولې ټولنې ته د شک په سترګه ونه کتل شي.

لیک کې راغلي: «موږ په درناوې غوښتنه کوو چې د دې غمیزې په نامه باید پر افغان کډوالو، پناه غوښتونکو یا نورو بېځایه شویو افغانانو د ټولییزې سزا، بدنامۍ او سیاستي غبرګون هڅې ونه شي.»

لیک کې راغلي، چې اوس مهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانان له منظم ظلم، د جنسیت پر بنسټ تبعیض «جنسیتي اپارټایډ»، سیاسي تعقیب، اقتصادي سقوط او د انسانیت ضد ناورین سره مخ دي. لیک زیاتوي، چې دا یوازې ادعا نه ده؛ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لکه د یوناما او د بشري حقونو د شورا راپورونه یې مستند ثبوتونه دي.

لیک کې زیاته شوې، چې د بې‌ځایه شویو ادارې د ارېزونا ایالت پوهنتون سره په ګډه د «افغانستان څلور کاله وروسته: جبري بې‌ځایه‌کېدل، اصلي لاملونه او د سولې لار» تر نامه لاندې نړۍوال کنفرانس جوړ کړ. د لیک له مخې، په دې کنفرانس کې د امریکا او متحدینو پخواني ډېپلوماټان، جنرالان، د پخواني حکومت غړي، کارپوهان، د ښځو مشران او نور متخصصین برخه وال وو.

لیک کې ویل شوي، چې د دوی ګډو موندنو یو لړ سپارښتنې وړاندې کړې چې کولای شي د جبري بې‌ځایه کېدو اصلي لاملونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو سره په مطابقت په داسې ډول حل کړي، چې د امریکا کورنی امنیت، سیمه ییز ثبات او نړۍوال امنیت پیاوړی کړي.

په دغه پرانیستي لیک کې د بې‌ځایه شویو نړۍوالې ادارې له ولسمشر ټرمپ او د ملګرو ملتونو له سرمنشي او امنیت شورا څخه غوښتي، چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د افغانستان لپاره یو مشروع او ټولګډونه سیاسي بهیر رهبري کړي او بې‌ځایه شوې ښځې باید د هر سیاسي بهیر په مرکز کې وي، د ترهګرۍ، جنګي جرمونو او جنسیتي ځورونې قضیو ته حساب ورکونه جدي کړي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د هر ډول سیاسي تعامل شرط وګرځوي، له یونیسیار او سیمي هېوادونو سره په ګډه دې د افغان کډوالو جبري شړل ودروي او د پخوانیو نظامي ځواکونو د خوندیتوب لپاره دې اقدام وکړي، پر طالبانو لګول شوي بندیزونه دې وساتل شي، خو بشري مرستې دې خوندي کړي او د افغانستان اقتصادي، روغتیايي او اقلیمي بحران ته دې د جدي ګواښ په توګه وګوري.

په دې غوښتنو کې یوه یې دا ده، چې امریکا باید د افغانانو لپاره د بیا میشتېدو، د کورنیو یوځای کېدو او قانوني اقامت لارې پراخې کړي.

دا لیک په داسې حال کې ټرمپ او ګوترېش ته لېږل کېږي، چې د لیندۍ په پنځمه رحمان‌الله لکڼوال چې د افغانستان د حکومت د سقوط په لومړیو ورځو کې امریکا ته تللی و، د سپینې ماڼۍ په څنډه کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې وکړې. یوه ورځ وروسته، یوه سرتېرې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې مړه شوه.

له دې پېښې وروسته، ډونالډ ټرمپ د افغانانو د کډوالۍ پر ټولو دوسیو د رسېدګۍ پروسه ودروله او اعلان یې وکړ، چې د هغو افغانانو دوسیې هم بیا له سره پلټل کېږي چې د بایډن د ادارې په کلونو کې امریکا ته داخل شوي دي.

ټرمپ همدارنګه د افغانستان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې ورکولو بهیر د نامعلومه وخت لپاره وځنډاوه.

د امریکا ولسمشر بیا د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د دې پرېکړې لپاره «مشخص وخت» په پام کې نه لري او دا تعلیق به «د اوږدې مودې لپاره» په خپل حال پاتې شي.

همدا راز امریکا ته د تګ په تمه په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دوی باید د رحمان‌الله لکڼوال د انفرادي برید قرباني نه شي؛ هغه افغان چې په امریکا کې یې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې کړې وې. دوی له امریکا غوښتي، چې د وړ کډوالو د لېږد بهیر دې بېرته پیل کړي.

نبیل: هغه کسان چې «زه افغان نه یم» شعارونو تر شا سیاست کوي، د هېڅ قوم حقیقي استازي نه‌دي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۳ GMT+۰

د امریکا په پلازمېنه کې د ملي ګارډ پر سرتېرو د یوه افغان له برید وروسته د ځینو بهر مېشتو افغانانو ترمنځ د هویتي مسلې د راپارېدو په تړاو د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی رييس رحمت‌الله نبیل وايي، قومي او هویتي شعارونه انرژي ضایع کوي او د افغانستان له ستونزو د خلکو پام اړوي.

رحمت‌الله نبیل د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د طالبانو په ګډون هېڅوک د افغانستان د ټولو پښتنو د استازیتوب دعوه نه‌شي کولی او همداراز بل هېڅوک هم د یوه قوم مطلق استازی نه‌دی.

نبیل زیاته کړې: «هغه کسان هم چې د «زه افغان نه یم» او ورته هویتي شعارونو تر شا سیاست کوي، د هېڅ قوم حقیقي استازي نه دي؛ زموږ ولس څو ځله ثابته کړې چې داسې چلندونه او روایتونه نه د خلکو باور زیاتوي او نه یې ولس د منلو وړ بولي.»

نوموړی په واشنګټن کې د یوه افغان له لوري له یوه وسله‌وال برید وروسته افغانانو او په ځانګړې توګه امریکا مېشتو افغانانو لپاره وضعیت سخت بولي او زیاتوي: هویتي شعارونه یوازې د خلکو حوصله او انرژي ضایع کوي او د افغانستان له اصلي ستونزې د خلکو پام ګرځوي.

رحمت‌الله نبیل په ډاګه ویلي: «ستونزه نه په نومونو پورې تړلې ده او نه د قومونو په تنوع؛ اصلي بحران طالبان، طالباني فکر او هغه افراطي چلندونه دي چې ازادي، عدالت، د وګړیتوب مساوي حق او انساني کرامت د زور، تاوتریخوالي او ناپوهۍ قرباني کوي.»

هغه د ښې راتلونکې لپاره حل لاره د قومونو پر ځای د اکثریت وطنپاله او «خاین» لږکیو تر منځ د کرښې راکښل ګني او دغه کرښه عادلانه او ملي بولي، ځکه چې معیار یې وجدان، عمل او مسوولیت دی، نه قومي او مذهبي هویتونه.

د نبیل په وینا، د هویتي شخړې پر ځای باید د مساوي حقونو، بنسټيزو ازادیو او په ټولنه کې د دین د باعزته ځای د بېرته راژوندي کولو لپاره مبارزه وشي.

هغه وايي: «زما په اند هغه څوک چې قوم د واک وسیله جوړوي او هغه کسان چې دین د خلکو د وېرولو او ځورولو وسیله ګرځوي، دواړه زموږ ملت له عدالت او هوساینې لرې کوي.»

نوموړي همدارزا ویلي، هغه «خاین» اقلیت چې د زور او تبعیض په بڼه ولاړ دی، که د قوم په نوم او که د دین په نوم وي باید د افغانستان له راتلونکې لرې وساتل شي.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا په واشنګټن ډي‌سي کې د یوه افغان له لوري د ملي ګارډ پر سرتېرو له وسله‌وال برید وروسته د ځینو بهر مېشتو افغانانو ترمنځ هویتي مسله راپورته شوې او ډېریو سیاستوالو له دغه وضعیت سره مخالفت څرګند کړی او د افغانانو پر یووالي يې ټينګار کړی دی.