• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بې‌ځایه شویو نړۍوالې ادارې ټرمپ او ګوترېش ته د افغان کډوالو په استازیتوب لیک لېږلی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۸ GMT+۰

د بې‌ځایه شویو نړۍواله اداره چې د نړۍ په کچه د بې‌ځایه شویو او کډوالو افغانانو استازیتوب کوي، په یوه پرانیستي لیک کې له ډونالډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتنه کړې، چې د واشنګټن په تازه مرګوني پېښه کې ټول افغانان تورن نه کړي او پر دوی دې سیاسي فشارونه نه واردوي.

دغې ادارې په خپل لیک کې په واشنګتن ډي‌سي کې د رحمان‌الله لکڼوال له خوا د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې غندلي او د پیښې د قربانیانو له کورنۍ سره یې غمرازي کړې ده.

رحمان‌الله لکنوال چې د افغانستان د حکومت د سقوط په لومړیو ورځو کې امریکا ته تللی و، د لیندۍ په پنځمه د سپینې ماڼۍ په څنډه کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې وکړې. یوه ورځ وروسته، یوه سرتېرې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې مړه شوه.

یادې ادارې ویلي، له دې پېښې وروسته په امریکا کې د افغان کډوالو په اړه ناسم بحثونه پارېدلي چې دوی د یوه فرد کړنه پر ټولو افغانانو تپي.

په لیک کې ټینګار شوی، چې افغان کډوال له جګړې، سیاسي فشار، اقتصادي سقوط او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د سیستماتیک ظلم او جنسیتي تبعیض له امله له خپلو کورونو وتلي دي، نه په خپله خوښه او باید د یوه کس د کړنې له امله ټولې ټولنې ته د شک په سترګه ونه کتل شي.

لیک کې راغلي: «موږ په درناوې غوښتنه کوو چې د دې غمیزې په نامه باید پر افغان کډوالو، پناه غوښتونکو یا نورو بېځایه شویو افغانانو د ټولییزې سزا، بدنامۍ او سیاستي غبرګون هڅې ونه شي.»

لیک کې راغلي، چې اوس مهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانان له منظم ظلم، د جنسیت پر بنسټ تبعیض «جنسیتي اپارټایډ»، سیاسي تعقیب، اقتصادي سقوط او د انسانیت ضد ناورین سره مخ دي. لیک زیاتوي، چې دا یوازې ادعا نه ده؛ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لکه د یوناما او د بشري حقونو د شورا راپورونه یې مستند ثبوتونه دي.

لیک کې زیاته شوې، چې د بې‌ځایه شویو ادارې د ارېزونا ایالت پوهنتون سره په ګډه د «افغانستان څلور کاله وروسته: جبري بې‌ځایه‌کېدل، اصلي لاملونه او د سولې لار» تر نامه لاندې نړۍوال کنفرانس جوړ کړ. د لیک له مخې، په دې کنفرانس کې د امریکا او متحدینو پخواني ډېپلوماټان، جنرالان، د پخواني حکومت غړي، کارپوهان، د ښځو مشران او نور متخصصین برخه وال وو.

لیک کې ویل شوي، چې د دوی ګډو موندنو یو لړ سپارښتنې وړاندې کړې چې کولای شي د جبري بې‌ځایه کېدو اصلي لاملونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو سره په مطابقت په داسې ډول حل کړي، چې د امریکا کورنی امنیت، سیمه ییز ثبات او نړۍوال امنیت پیاوړی کړي.

په دغه پرانیستي لیک کې د بې‌ځایه شویو نړۍوالې ادارې له ولسمشر ټرمپ او د ملګرو ملتونو له سرمنشي او امنیت شورا څخه غوښتي، چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د افغانستان لپاره یو مشروع او ټولګډونه سیاسي بهیر رهبري کړي او بې‌ځایه شوې ښځې باید د هر سیاسي بهیر په مرکز کې وي، د ترهګرۍ، جنګي جرمونو او جنسیتي ځورونې قضیو ته حساب ورکونه جدي کړي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د هر ډول سیاسي تعامل شرط وګرځوي، له یونیسیار او سیمي هېوادونو سره په ګډه دې د افغان کډوالو جبري شړل ودروي او د پخوانیو نظامي ځواکونو د خوندیتوب لپاره دې اقدام وکړي، پر طالبانو لګول شوي بندیزونه دې وساتل شي، خو بشري مرستې دې خوندي کړي او د افغانستان اقتصادي، روغتیايي او اقلیمي بحران ته دې د جدي ګواښ په توګه وګوري.

په دې غوښتنو کې یوه یې دا ده، چې امریکا باید د افغانانو لپاره د بیا میشتېدو، د کورنیو یوځای کېدو او قانوني اقامت لارې پراخې کړي.

دا لیک په داسې حال کې ټرمپ او ګوترېش ته لېږل کېږي، چې د لیندۍ په پنځمه رحمان‌الله لکڼوال چې د افغانستان د حکومت د سقوط په لومړیو ورځو کې امریکا ته تللی و، د سپینې ماڼۍ په څنډه کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې وکړې. یوه ورځ وروسته، یوه سرتېرې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې مړه شوه.

له دې پېښې وروسته، ډونالډ ټرمپ د افغانانو د کډوالۍ پر ټولو دوسیو د رسېدګۍ پروسه ودروله او اعلان یې وکړ، چې د هغو افغانانو دوسیې هم بیا له سره پلټل کېږي چې د بایډن د ادارې په کلونو کې امریکا ته داخل شوي دي.

ټرمپ همدارنګه د افغانستان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې ورکولو بهیر د نامعلومه وخت لپاره وځنډاوه.

د امریکا ولسمشر بیا د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د دې پرېکړې لپاره «مشخص وخت» په پام کې نه لري او دا تعلیق به «د اوږدې مودې لپاره» په خپل حال پاتې شي.

همدا راز امریکا ته د تګ په تمه په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دوی باید د رحمان‌الله لکڼوال د انفرادي برید قرباني نه شي؛ هغه افغان چې په امریکا کې یې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې کړې وې. دوی له امریکا غوښتي، چې د وړ کډوالو د لېږد بهیر دې بېرته پیل کړي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۵

جمعه خان فاتح د ملا هبت‌الله له امر څخه د سرغړونې راپورونه بې‌بنسټه وبلل

•
•
•

نور کیسې

نبیل: هغه کسان چې «زه افغان نه یم» شعارونو تر شا سیاست کوي، د هېڅ قوم حقیقي استازي نه‌دي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۳ GMT+۰
نبیل: هغه کسان چې «زه افغان نه یم» شعارونو تر شا سیاست کوي، د هېڅ قوم حقیقي استازي نه‌دي
100%

د امریکا په پلازمېنه کې د ملي ګارډ پر سرتېرو د یوه افغان له برید وروسته د ځینو بهر مېشتو افغانانو ترمنځ د هویتي مسلې د راپارېدو په تړاو د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی رييس رحمت‌الله نبیل وايي، قومي او هویتي شعارونه انرژي ضایع کوي او د افغانستان له ستونزو د خلکو پام اړوي.

رحمت‌الله نبیل د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د طالبانو په ګډون هېڅوک د افغانستان د ټولو پښتنو د استازیتوب دعوه نه‌شي کولی او همداراز بل هېڅوک هم د یوه قوم مطلق استازی نه‌دی.

نبیل زیاته کړې: «هغه کسان هم چې د «زه افغان نه یم» او ورته هویتي شعارونو تر شا سیاست کوي، د هېڅ قوم حقیقي استازي نه دي؛ زموږ ولس څو ځله ثابته کړې چې داسې چلندونه او روایتونه نه د خلکو باور زیاتوي او نه یې ولس د منلو وړ بولي.»

نوموړی په واشنګټن کې د یوه افغان له لوري له یوه وسله‌وال برید وروسته افغانانو او په ځانګړې توګه امریکا مېشتو افغانانو لپاره وضعیت سخت بولي او زیاتوي: هویتي شعارونه یوازې د خلکو حوصله او انرژي ضایع کوي او د افغانستان له اصلي ستونزې د خلکو پام ګرځوي.

رحمت‌الله نبیل په ډاګه ویلي: «ستونزه نه په نومونو پورې تړلې ده او نه د قومونو په تنوع؛ اصلي بحران طالبان، طالباني فکر او هغه افراطي چلندونه دي چې ازادي، عدالت، د وګړیتوب مساوي حق او انساني کرامت د زور، تاوتریخوالي او ناپوهۍ قرباني کوي.»

هغه د ښې راتلونکې لپاره حل لاره د قومونو پر ځای د اکثریت وطنپاله او «خاین» لږکیو تر منځ د کرښې راکښل ګني او دغه کرښه عادلانه او ملي بولي، ځکه چې معیار یې وجدان، عمل او مسوولیت دی، نه قومي او مذهبي هویتونه.

د نبیل په وینا، د هویتي شخړې پر ځای باید د مساوي حقونو، بنسټيزو ازادیو او په ټولنه کې د دین د باعزته ځای د بېرته راژوندي کولو لپاره مبارزه وشي.

هغه وايي: «زما په اند هغه څوک چې قوم د واک وسیله جوړوي او هغه کسان چې دین د خلکو د وېرولو او ځورولو وسیله ګرځوي، دواړه زموږ ملت له عدالت او هوساینې لرې کوي.»

نوموړي همدارزا ویلي، هغه «خاین» اقلیت چې د زور او تبعیض په بڼه ولاړ دی، که د قوم په نوم او که د دین په نوم وي باید د افغانستان له راتلونکې لرې وساتل شي.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا په واشنګټن ډي‌سي کې د یوه افغان له لوري د ملي ګارډ پر سرتېرو له وسله‌وال برید وروسته د ځینو بهر مېشتو افغانانو ترمنځ هویتي مسله راپورته شوې او ډېریو سیاستوالو له دغه وضعیت سره مخالفت څرګند کړی او د افغانانو پر یووالي يې ټينګار کړی دی.

خالد حنفي: که په اسلامي نظام کې امربالمعروف او نهې عن المنکر نه‌وي هغه اسلامي نظام نه‌دی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۱ GMT+۰
خالد حنفي: که په اسلامي نظام کې امربالمعروف او نهې عن المنکر نه‌وي هغه اسلامي نظام نه‌دی
100%

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزیر خالد حنفي وايي، په هر هغه اسلامي نظام کې چې امربالمعروف او نهې عن المنکر نه‌وي، نو هغه اسلامي نظام نه‌دی. په نړۍ کې شاوخوا ۵۷ اسلامي هېوادونه دي، خو په غوڅ اکثریت کې یې دغه اداره نه‌شته.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وزیر خالد حنفي په بلخ کې په یوې غونډه کې «امربالمعروف او نهې عن المنکر» د اسلامي نظام روح وباله او زیاته یې کړه: «که په اسلام نظام کې امر بالمعروف او نهې عن المنکر نه‌وي، هغه ته اسلامي نظام څوک ویلی نه شي.»

د اسلامي همکاریو سازمان ۵۷ غړي هېوادونه لري، خو په غوڅ اکثریت کې یې د امربالمعروف او نهې عن المنکر اداره نه‌شته.

خالد حنفي په دې غونډه کې په ډاګه کړه: «د اسلامي شريعت پر سر له چاسره معامله نه‌کوو او خپلې چارې ټولې له خپل شرعي قانون سره سم مخ ته وړو.»

حنفي له محتسبینو وغوښتل، چې په خپلو چارو کې له نرمښت او غوره چلند څخه کار واخلي او که مسوولین منکرات ترسره کوي، له هغوی سره باید نرمي ونه‌کړي او تېروتنو ته یې پام ور واړوي.

نوموړي همداراز له ځایي مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو وغوښتل، چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون پلي کولو او تر نورو رسولو کې له یاد وزارت سره مرسته وکړي.

د امریکا د ویزو غوښتونکي افغانان وایي، چې دوی باید د یوه کس د کړنو قرباني نه شي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۵ GMT+۰
د امریکا د ویزو غوښتونکي افغانان وایي، چې دوی باید د یوه کس د کړنو قرباني نه شي
100%

امریکا ته د تګ په تمه په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دوی باید د رحمان‌الله لکڼوال د انفرادي برید قرباني نه شي؛ هغه افغان چې په امریکا کې یې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې کړې وې. دوی له امریکا غوښتي، چې د وړ کډوالو د لېږد بهیر دې بېرته پیل کړي.

د دغو کډوالو په وینا، دوی درې کاله کېږي چې په پاکستان کې په تمه دي او ټاکل شوې وه د الوتنې نېټه یې ژر معلومه شي.

دوی ټینګار کړی، چې زرګونه بشپړې شوې دوسیې دا مهال په ځنډ کې دي او د دغو کسانو ژوند د سخت فشار او د اېستلو له ګواښ سره مخ دی.

هغوی ویلي، چې د پاکستان چارواکي لا هم د افغان وګړو نیولو او اېستلو ته دوام ورکوي.

په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی، چې د دغو کسانو بېرته افغانستان ته ستنول به هغوی د طالبانو له «سمدستي ګواښ» سره مخ کړي.

په دې اعلامیه کې چې د پاکستان په رسنیو کې هم خپره شوې، ویل شوي چې زرګونه بشپړې دوسیې اوس په نامعلوم وضعیت کې پرتې دي او له امریکا غوښتل شوي، چې خپلې ژمنې پوره کړي او خپل پخواني همکاران خوندي وساتي.

دغو کډوالو ویلي: «موږ مجرمان نه یوو. موږ د امریکا تر څنګ ولاړ وو او اوس له امریکا غواړو چې زموږ تر څنګ ودرېږي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هم د پاکستان په اړه د افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له پاکستاني حکومت څخه یې غوښتي، هغه افغانان چې ځانګړې مرستې ته اړتیا لري، د «غېرقانوني وګړو د اېستلو» له پروګرام څخه دې مستثنی کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لیندۍ په پنځمه رحمان‌الله لکنوال چې د افغانستان د حکومت د سقوط په لومړیو ورځو کې امریکا ته تللی و، د سپینې ماڼۍ په څنډه کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې وکړې. یوه ورځ وروسته، یوه سرتېرې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې مړه شوه.

له دې پېښې وروسته، دونالډ ټرمپ د افغانانو پر ټولو مهاجرتي دوسیو د رسېدګۍ پروسه ودروله او اعلان یې وکړ، چې د هغو افغانانو دوسیې هم بیا له سره پلټل کېږي چې د بایډن د ادارې په کلونو کې امریکا ته داخل شوي دي.

ټرمپ همدارنګه د افغانستان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې ورکولو بهیر د نامعلومه وخت لپاره وځنډاوه.

د امریکا ولسمشر بیا د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د دې پرېکړې لپاره «مشخص وخت» په پام کې نه لري او دا تعلیق به «د اوږدې مودې لپاره» په خپل حال پاتې شي.

طالبانو په بدخشان کې پر چینایي وګړو د برید په تړاو د دوو کسانو د نیولو خبر ورکړ

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۲ GMT+۰
طالبانو په بدخشان کې پر چینایي وګړو د برید په تړاو د دوو کسانو د نیولو خبر ورکړ
100%

په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي، چې د دې ډلې امنیتي ځواکونو پر چینایي وګړو د ډله‌ییز برید په تور دوه کسان نیولي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې حریت راډیو د راپور له مخې، کامګار څرګنده کړې چې دغه کسان نن دوشنبه د مایمي ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیول شوي او اوسمهال له دوی څخه څېړنې روانې دي.

دغه کسان په داسې حال کې نیول کېږي، چې د بدخشان ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د یکشنبې په ماښام (د لیندۍ ۹مه) د بدخشان ولایت د مایمي ولسوالۍ د رضوي کلي د تاجکستان شادک مرزي سیمه کې پر دوو چینايي وګړو برید شوی دی.

سرچینې وايي، یادو دوو چینايي وګړو د دې سیمې د سړک جوړولو په پروژو کې کار کاوه او پرې د سپکو وسلو ډزې شوې دي.

د سیمې امنیتي چارواکو ویلي، چې د پېښې اصلي علت او د برید چلند به د څېړنو له بشپړېدو وروسته معلوم شي.

تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ هم د تاجکستان د ختلان ولایت په یوه سیمه کې درې چینايي وګړي د افغانستان له خاورې د ډرون په برید کې وژل شوي وو.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې د افغانستان له خاورې څخه د ختلان ولایت د سرحدي سیمې په شاوخوا کې د «شاهین اېس‌اېم» د سرو زرو د استخراج شرکت پر کاري ځای برید شوی، چې په پایله کې یې درې چینايي کارکوونکي وژل شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د تاجکستان پر پوله د چینايي وګړو وژل کېدل غندلي. یاد وزارت ویلي، چې د ابتدایي ارزونو او د طالبانو د اړوندو ادارو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د هغو ډلو کار دی چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډوډۍ، بې ثباتۍ او بې باورۍ د رامنځته کېدو هڅې کوي.

محمد محقق: ترهګر او افراطیان هېڅ قوم پورې اړوند نه‌دي او قوم یې «تروریزم» دی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۶ GMT+۰
محمد محقق: ترهګر او افراطیان هېڅ قوم پورې اړوند نه‌دي او قوم یې «تروریزم» دی
100%

په امریکا کې د یوه افغان له لوري د ملي ګارډ د یوې سرتېرې له وژنې او د یوه بل سرتېري له ټپي کېدو وروسته د ځینو بهر مېشتو افغانانو ترمنځ د هویتي مسلې د راپارېدو په تړاو محمد محقق وايي، ترهګر او افراطیان هېڅ قوم پورې اړوند نه‌دي.

د وحدت ګوند مشر محمد محقق د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۰مه) له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د امریکا په پلازمېنه کې د یوه افغان له لوري د ملي ګارډ پر سرتېرو وسله‌وال برید افغانان اغېزمن کړي او په وینا یې افغان ولس باید په اوسني وضعیت کې خپل یووالی وساتي او د یو بل پر وړاندې له منفي تبلیغاتو ډډه وکړي.

محمد محقق زیاته کړه: «دغه ډول کړنې د سخت‌دریځۍ تفکر پایله ده او افغانان باید اصل قضیې ته پام وکړي. هغه کسان چې ترهګر او سخت‌دریځي دي هغوی هېڅ یوه قوم پورې اړوند نه‌دي، دوی د تروریست په نوم یوه قوم پورې اړوند دي.»

محقق له بهر مېشتو افغانانو وغوښتل، چې د واشنګټن په څېر پېښې قومي نه‌کړي او په باور یې داسې مسایل باید ترهګرۍ پورې اړوند وګڼي او همداراز له امریکا یې هم وغوښتل، چې د دغه ډول جنایتونو جرړې ومومي او په وینا یې دوی دې د یوه ځانګړي قوم او یا د یوه ځانګړي هېواد د خلکو پر ځای په ترهګرو پسې شي.

نوموړي له امریکا غوښتي، چې د یوه افغان په کړنه کې ټول افغانان شریک نه‌کړي او پر دې له ټينګار سربېره چې ترهګر قوم نه‌لري زیاته کړه، امریکا د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو لپاره باید پر طالبانو خپلې پيسې بندې کړي.

هغه په ډاګه کړه: «امریکا ته زموږ سپارښتنه دا ده، که غواړې ترهګري له‌منځه یوسې نو په دغه ډول پېښو کې افغانان مه شریکوئ، په لومړي سر کې خپلې کړنې اصلاح کړئ، امریکا له ۴ کلونو راهیسې په افغانستان کې ترهګري تقویه کوي او هره میاشت له ۴۸۰ تر ۵۰۰ میلیونه ډالره طالبانو ته ورکوي، که چېرې دوی غواړي ترهګري له‌منځه یوسې، نو دغه پيسې دې پرې بندې کړي.»

محمد محقق همداراز څرګنده کړه، امریکا د دې پر ځای چې د افغانانو ګرېوان ته لاس واچوي او له دغه هېواده یې وباسي باید په‌خپله یې د ترهګرۍ رېښې وچې کړي او ورسره جوخت یې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت هم اندېښمنونکی وباله.

له دې سره، په امریکا کې له وروستۍ پېښې سره سم د یو شمېر افغانانو تر منځ د هویتي مسلې د راپورته کېدو په غبرګون کې د متحدې جبهې مشر سمېع سادات وايي، «طالبان» د افغانانو ګډ دوښمنان دي او په باور یې طالبانو په خپلو کړنو سره میلیونونه افغانان کډوالۍ ته اړ کړي او ورسره یې افغانستان له ژورو اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ یوه افغان د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د ملي ګارډ پر سرتېرو برید وکړ او په پایله کې یې یوه سرتېرې ووژل شوه او یو بل یې ټپي دی او دی په‌خپله هم نیول شوی دی.