• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد محقق: ترهګر او افراطیان هېڅ قوم پورې اړوند نه‌دي او قوم یې «تروریزم» دی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۶ GMT+۰

په امریکا کې د یوه افغان له لوري د ملي ګارډ د یوې سرتېرې له وژنې او د یوه بل سرتېري له ټپي کېدو وروسته د ځینو بهر مېشتو افغانانو ترمنځ د هویتي مسلې د راپارېدو په تړاو محمد محقق وايي، ترهګر او افراطیان هېڅ قوم پورې اړوند نه‌دي.

د وحدت ګوند مشر محمد محقق د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۰مه) له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د امریکا په پلازمېنه کې د یوه افغان له لوري د ملي ګارډ پر سرتېرو وسله‌وال برید افغانان اغېزمن کړي او په وینا یې افغان ولس باید په اوسني وضعیت کې خپل یووالی وساتي او د یو بل پر وړاندې له منفي تبلیغاتو ډډه وکړي.

محمد محقق زیاته کړه: «دغه ډول کړنې د سخت‌دریځۍ تفکر پایله ده او افغانان باید اصل قضیې ته پام وکړي. هغه کسان چې ترهګر او سخت‌دریځي دي هغوی هېڅ یوه قوم پورې اړوند نه‌دي، دوی د تروریست په نوم یوه قوم پورې اړوند دي.»

محقق له بهر مېشتو افغانانو وغوښتل، چې د واشنګټن په څېر پېښې قومي نه‌کړي او په باور یې داسې مسایل باید ترهګرۍ پورې اړوند وګڼي او همداراز له امریکا یې هم وغوښتل، چې د دغه ډول جنایتونو جرړې ومومي او په وینا یې دوی دې د یوه ځانګړي قوم او یا د یوه ځانګړي هېواد د خلکو پر ځای په ترهګرو پسې شي.

نوموړي له امریکا غوښتي، چې د یوه افغان په کړنه کې ټول افغانان شریک نه‌کړي او پر دې له ټينګار سربېره چې ترهګر قوم نه‌لري زیاته کړه، امریکا د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو لپاره باید پر طالبانو خپلې پيسې بندې کړي.

هغه په ډاګه کړه: «امریکا ته زموږ سپارښتنه دا ده، که غواړې ترهګري له‌منځه یوسې نو په دغه ډول پېښو کې افغانان مه شریکوئ، په لومړي سر کې خپلې کړنې اصلاح کړئ، امریکا له ۴ کلونو راهیسې په افغانستان کې ترهګري تقویه کوي او هره میاشت له ۴۸۰ تر ۵۰۰ میلیونه ډالره طالبانو ته ورکوي، که چېرې دوی غواړي ترهګري له‌منځه یوسې، نو دغه پيسې دې پرې بندې کړي.»

محمد محقق همداراز څرګنده کړه، امریکا د دې پر ځای چې د افغانانو ګرېوان ته لاس واچوي او له دغه هېواده یې وباسي باید په‌خپله یې د ترهګرۍ رېښې وچې کړي او ورسره جوخت یې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت هم اندېښمنونکی وباله.

له دې سره، په امریکا کې له وروستۍ پېښې سره سم د یو شمېر افغانانو تر منځ د هویتي مسلې د راپورته کېدو په غبرګون کې د متحدې جبهې مشر سمېع سادات وايي، «طالبان» د افغانانو ګډ دوښمنان دي او په باور یې طالبانو په خپلو کړنو سره میلیونونه افغانان کډوالۍ ته اړ کړي او ورسره یې افغانستان له ژورو اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ یوه افغان د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د ملي ګارډ پر سرتېرو برید وکړ او په پایله کې یې یوه سرتېرې ووژل شوه او یو بل یې ټپي دی او دی په‌خپله هم نیول شوی دی.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۵

جمعه خان فاتح د ملا هبت‌الله له امر څخه د سرغړونې راپورونه بې‌بنسټه وبلل

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره کسان په ایډز ناروغۍ اخته دي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۹ GMT+۰
په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره کسان په ایډز ناروغۍ اخته دي
100%

د ډسمبر په لومړۍ نېټه چې د ایډز ناروغۍ نړیوالۍ ورځې سره برابره ده، د ملګرو ملتونو پراختیایي صندوق اعلان وکړ، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره کسان د ایډز ناروغۍ سره ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي صندوق موندنې ښیې، چې د افغانستان د نفوس له یو سلنې څخه هم کم په ایډز اخته دي او د مخدره توکو روږدي کسانو، بندیانو، جنسي کارمندانو او د دوی د ملګرو په منځ کې د نورو ډلو په پرتله د دې ناروغۍ خپریدل لوړ دي.

ملګري ملتونه وايي چې هغه خلک چې د ایډز سره ژوند کوي کولی شي اوږد او عادي ژوند وکړي که چیرې دوی مناسب درملنه ترلاسه کړي.

د احصایو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې، په ټوله نړۍ کې له ۶ لکه ۳۰ زره خلک د دې ناروغۍ له امله مړه او له ۱.۳ میلیون څخه ډیر نوي قضیې ثبت شوي.

د ایډز، نري رنځ او ملاریا سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال وجهي صندوق د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې فعال دی او د اړینو روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو سره په ژوند ژغورلو کې مرسته کوي.

د دې پروګرام په چوکاټ کې، له ۷ زره ۵۰۰ څخه ډیر په مخدره توکو روږدي کسان او له لس زره څخه ډیر بندیان د ایډز مخنیوي خدماتو له لارې د ځان ساتنې طریقې زده کړې دي.

په ټولیزه توګه په ۲۰۲۴ کال کې له ۲ میلیون څخه زیاتو خلکو د ایډز، نري رنځ او ملاریا سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوال وجهي صندوق په چوکاټ کې د ایډز، نري رنځ او ملاریا خدماتو څخه ګټه پورته کړې ده.

د ترکیې سفیر د طالبانو د جهادي ارزښتونو د ساتنې له ریاست څخه لیدنه کړې

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۸ GMT+۰
د ترکیې سفیر د طالبانو د جهادي ارزښتونو د ساتنې له ریاست څخه لیدنه کړې
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې په کابل کې د ترکیې سفیر جِنک اونال د یاد وزارت د جهادي ارزښتونو د ساتنې له عمومي ریاست څخه لیدنه کړې. په دې ریاست کې طالبانو د خپلې ډلې د شل کلن انقلاب ارزښتمند اثار نندارې ته ایښي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن شنبه، د لیندۍ ۱۰مه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې په کابل کې د ترکیې سفیر اونال د دې ریاست له مسولینو سره په لیدنه کې ویلي چې ترکیه په افغانستان کې د جهادي موزیمونو جوړولو برخه کې همکارۍ ته چمتو ده.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د جهادي موزیم او کارنامو رییس امداد الله منصور وویل، چې ډېر ژر به په ولایتونو کې جهادي موزیمونه جوړ شي، چې په دغو موزیمونو کې به د شل کلن انقلاب ارزښتمند اثار نندارې ته اېښودل کېږي.

طالبانو تر خپلې دویمې واکمنۍ وروسته په ځینو ولایتونو کې جهادي موزیمونه جوړ کړي دي. په دغه موزیمونو کې د طالبانو ځینې لاسي پوځي وسلې هم نندارې ته وړاندې شوې دي؛ لکه بوشکه‌يي بمونه.

یونېسف: په ختیځ افغانستان کې د زلزلې له امله زیانمن شوي ماشومان ملاتړ ته اړتیا لري

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۵ GMT+۰
یونېسف: په ختیځ افغانستان کې د زلزلې له امله زیانمن شوي ماشومان ملاتړ ته اړتیا لري
100%

د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (یونېسف) اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلي ماشومان لا هم ملاتړ ته اړتیا لري.

یاد سازمان نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په اغېزمن شویو سیمو کې څه باندې شپږ زرو ماشومانو ته د زده‌کړو ۲۰۰ لنډمهالي ځایونه برابر شوي، خو لا هم ملاتړ ته اړتیا ده.

د راپور له مخې، د افغانستان په ختیځ کې له مرګونې زلزلې درې میاشتې تېرېږي، د دې خونړۍ زلزلې له امله نږدې دوه زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، او په لسګونه زره نور عامه وګړي زیانمن شوي دي چې لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام هم ویلي چې د هغه ښوونځی هم د بیا رغولو په حال کې دی چې دوه کاله وړاندې د هرات ولایت په زلزله کې ویجاړ شو او ۵۰۰ زده کوونکي یې له خپلو درسونو بې برخې کړل.

د یادونې ده چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو زلزلو په پایله کې د ځاني زیان ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

طالبانو او ایران د «بیا نوي کیدونکي انرژۍ» سرچینو د پراختیا په اړه خبرې کړي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۶ GMT+۰
طالبانو او ایران د «بیا نوي کیدونکي انرژۍ» سرچینو د پراختیا په اړه خبرې کړي
100%

د طالبانو برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر او د ایران سفیر علی رضا بیکدلي د «بیا نوي کیدونکي انرژۍ» سرچینو پراختیا او د بریښنایی تجهیزاتو تولید په اړه خبرې کړي. ښاغلي بیکدلي په ټولو برخو کې په ځانګړې توګه افغان تخنیکي انجینرانو ته د ویزو په ورکولو کې د بشپړې همکارۍ اعلان کړی.

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت نن دوشنبه، لیندۍ ۱۰مه د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد شرکت رییس عبدالباري عمري ویلي چې په افغانستان کې د «بیا نوي کیدونکي انرژۍ» سرچینو په پراختیا کې د پانګونې کچه تر بل هر وخت ډیره شوې ده.

هغه ایراني شرکتونه وهڅول چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

په ورته وخت کې بیکدلي د افغانستان او ایران ترمنځ د اوږدمهاله تمدني او کلتوري اړیکو ته په اشارې سره وویل چې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري باید پراخه شي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د روان کال کې اعلان وکړ چې شاوخوا ۹۷ سلنه افغانان د لسیزو جګړو او د زیربنایي پانګونې نشتوالي له امله د انرژۍ له فقر او د برېښنا له کمښت سره مخ دي.

که څه هم افغانستان د انرژۍ له پلوه د نړۍ یو له ناامنه هیوادونو څخه دی، د ملګرو ملتونو په وینا، په هیواد کې د نوي کیدونکي انرژۍ ته د لیږد لپاره لوی ظرفیت شتون لري.

افغانستان د اټکل له مخې د ۲۲۲ ګیګاواټه لمریزې انرژۍ او ۶۷ ګیګاواټه بادي انرژۍ ظرفیت سره کولی شي په دوامداره توګه خپلې مخ په زیاتیدونکې انرژۍ اړتیاوې پوره کړي.

د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سره د پاکستان د سبزیجاتو بازارونه سقوط شوي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۸ GMT+۰
د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سره د پاکستان د سبزیجاتو بازارونه سقوط شوي
100%

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د افغانستان سره د لارو تړل، د صادراتو د بندولو سربیره، د منځنۍ اسیا هیوادونو او روسیې ته د ټرانزیټ سوداګري هم ګډوډ کړې ده. د ورځپاڼې په وینا، پاکستان تیره اونۍ د سبزیجاتو په بازار کې د سقوط سره مخ شوی دی.

ډان ورځپاڼې د پاکستان د فیصل اباد پوهنتون د پخواني پروفیسور وقار احمد او د پراختیا او کرنې کارپوه خالد وټو لخوا د دوشنبې په ورځ، د دسمبر په لومړۍ نیټه لیکل شوي تحلیلي راپور کې لیکلي چې افغانستان په پاکستان کې د سبزیجاتو، په ځانګړې توګه د کچالو لپاره ترټولو لوی بازار جوړوي.

د کرنې او تولید حجم له مخې د پاکستان ترټولو زیات سبزیجات، چې له یو میلیون جریبه څخه ډیر ځمکه پوښي، کچالو دي، چې هر کال د صادراتو لپاره د پام وړ اضافي عاید رامینځته کوي.

د نړیوال سوداګرۍ کمیسیون د احصایو له مخې، پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۳۸ میلیون ډالرو په ارزښت له ۷۳۶ ټنو څخه ډیر کچالو صادر کړل، چې له دې جملې څخه ۴۲ سلنه یې افغانستان ته صادر شوي دي.

100%

کارپوهان وايي چې د "بې ثباته" افغان بازار باندې دومره زیات انحصار د اوږدمهاله جوړښتي کمزورۍ څرګندونه کوي. دوی وايي چې د کچالو د کروندګرو بقا په خورا مهمه توګه د افغانستان د پولې په بیا پرانیستلو پورې اړه لري ځکه چې د پاکستان دودیز کرنیز سکتور نشي کولی نوي بازارونه ومومي.

کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې دا ډول غلط اقتصادي پالیسیو د پاکستان لپاره د محصولاتو او صادراتو بازارونو لړۍ محدوده کړې ده او دا چې د کچالو د صادراتو په حجم کې د چټک کمښت له امله له جدي بحران سره مخ دی.

که څه هم د پولې احتمالي بیا پرانیستل ممکن سږکال بزګرانو ته لنډمهاله مهلت ورکړي، کارپوهان وايي چې د دې سکتور اوږدمهاله ثبات ستراتیژیکو او پلان شویو حکومتي مداخلو ته اړتیا لري.