د دغو کډوالو په وینا، دوی درې کاله کېږي چې په پاکستان کې په تمه دي او ټاکل شوې وه د الوتنې نېټه یې ژر معلومه شي.
دوی ټینګار کړی، چې زرګونه بشپړې شوې دوسیې دا مهال په ځنډ کې دي او د دغو کسانو ژوند د سخت فشار او د اېستلو له ګواښ سره مخ دی.
هغوی ویلي، چې د پاکستان چارواکي لا هم د افغان وګړو نیولو او اېستلو ته دوام ورکوي.
په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی، چې د دغو کسانو بېرته افغانستان ته ستنول به هغوی د طالبانو له «سمدستي ګواښ» سره مخ کړي.
په دې اعلامیه کې چې د پاکستان په رسنیو کې هم خپره شوې، ویل شوي چې زرګونه بشپړې دوسیې اوس په نامعلوم وضعیت کې پرتې دي او له امریکا غوښتل شوي، چې خپلې ژمنې پوره کړي او خپل پخواني همکاران خوندي وساتي.
دغو کډوالو ویلي: «موږ مجرمان نه یوو. موږ د امریکا تر څنګ ولاړ وو او اوس له امریکا غواړو چې زموږ تر څنګ ودرېږي.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هم د پاکستان په اړه د افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له پاکستاني حکومت څخه یې غوښتي، هغه افغانان چې ځانګړې مرستې ته اړتیا لري، د «غېرقانوني وګړو د اېستلو» له پروګرام څخه دې مستثنی کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د لیندۍ په پنځمه رحمانالله لکنوال چې د افغانستان د حکومت د سقوط په لومړیو ورځو کې امریکا ته تللی و، د سپینې ماڼۍ په څنډه کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې وکړې. یوه ورځ وروسته، یوه سرتېرې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې مړه شوه.
له دې پېښې وروسته، دونالډ ټرمپ د افغانانو پر ټولو مهاجرتي دوسیو د رسېدګۍ پروسه ودروله او اعلان یې وکړ، چې د هغو افغانانو دوسیې هم بیا له سره پلټل کېږي چې د بایډن د ادارې په کلونو کې امریکا ته داخل شوي دي.
ټرمپ همدارنګه د افغانستان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې ورکولو بهیر د نامعلومه وخت لپاره وځنډاوه.
د امریکا ولسمشر بیا د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د دې پرېکړې لپاره «مشخص وخت» په پام کې نه لري او دا تعلیق به «د اوږدې مودې لپاره» په خپل حال پاتې شي.