• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د امنیت وزیره: تر دې وروسته د هغو هېوادونو یو کس هم نه‌منو چې زموږ اتلان وژني

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۷ GMT+۰

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم د سې‌شنبې په سهار وختي (د لیندۍ ۱۱مه) له ولسمشر ټرمپ سره تر کتنې وروسته وویل، تر دې وروسته د هغو هېوادونو یو کس هم نه‌مني چې اتلان یې وژني. نوموړې د هېڅ هېواد نوم نه‌دی اخیستی، خو همدا تېره اوونۍ یوه افغان د ملي ګارډ یوه سرتېرې ووژله.

تېره اوونۍ یوه افغان د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې سپينې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو برید وکړ او په پایله کې یې یوه سرتېرې ووژل شوه او یو بل یې ټپي شو او په‌خپله یې هم د نورو ځواکونو له لوري ونیول شو.

له دغې پېښې وروسته په امریکا کې پر افغانانو محدودیتونه ډېر شول او ان دا چې دغه هېواد ته د تللو افغانانو اسناد بیا څېړل کېږي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې د سې‌شنبې په سهار وختي په خپله اېکس پاڼه پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، وویل: «ما همدا اوس له ولسمشر سره ولیدل. زه وړاندیز کوم چې پر هر هغه لعنتي هېواد بشپړ د سفر بندیز ولګول شي چې زموږ هېواد له قاتلینو او هغو کسانو ډکوي چې یوازې د امتیاز په لټه کې دي.»

نوموړې زیاته کړې: « زموږ نیکونو دغه هېواد په خپلو وینو، خولو او د ازادۍ پر بنسټ جوړ کړی- نه د دې لپاره چې بهرني یرغلګر زموږ اتلان ووژني. موږ هغوی نه غواړو. ان یو یې هم نه.»

هغې تر دې مخکې د جو بایډن پر ادارې په نیوکو سره ویلي و، چې د «متحدینو د ښه راغلاست» پروګرام په نوم یې څه باندې ۱۰۰زره افغانان له کومې پلټنې پرته امریکا ته لېږدولي دي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

۵
ځانګړی

د افغان طالبانو پر وړاندې د پاکستان د ځينې مذهبي ډلو او علماوو نظر بدل شوی

•
•
•

نور کیسې

جمهوري غوښتونکي سناتور په امریکا کې د دوه‌ګوني تابعیت د پای ته رسولو طرحه وړاندې کړه

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۲ GMT+۰

په امریکا کې جمهوري غوښتونکي سناتور برني مورینو د داسې قانون طرحه وړاندې کړې، چې له مخې به یې د دوه‌ګوني تابعیت لرل ختم شي او امریکایان به اړ وي، چې د دوو تابعیتونو له منځه یو انتخاب کړي.

د دې قانون له مخې، هر هغه امریکایی چې د بل هېواد تابعیت لري، باید د امریکا تابعیت د ساتلو لپاره خپل بل تابعیت پرېږدي؛ که نه نو د امریکا تابعیت به یې په اتومات ډول لغوه شي.

مورینو چې له کولمبیا څخه امریکا ته کډوال شوی ټینګار کوي، چې د امریکا تابعیت د «مشخصې وفادارۍ» غوښتنه کوي او دوه‌ګونی تابعیت له دې اصل سره په ټکر کې دی.

دا طرحه په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د امریکا د تابعیت او کډولۍ د پالیسي په اړه بحثونه ورځ تر بلې تودېږي.

تازه د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، چې د ټرمپ اداره د پناه‌غوښتونکو دوسیو ارزونه او د ځانګړو مهاجرت ویزو (اېس‌ای‌وي) ټولې پروسې رسمي درولې دي. هغه پروګرامونه چې ډېرو افغانانو د بایډن د حکومت پر مهال امریکا ته د داخلېدو لپاره ترې کار اخیسته.

د دې پرېکړې په اعلان سره روښانه شوې، چې په ډله‌ییزه توګه د ولسمشر ټرمپ د شړلو هڅې لا هم روانې دي او د کډوالۍ پالیسۍ لا سختېږي.

ټرمپ همدارنګه د افغانستان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې ورکولو بهیر د نامعلوم وخت لپاره وځنډاوه.

چین په تاجکستان کې له خپلو وګړو غوښتي چې له افغان- تاجک پولې ووځي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۷ GMT+۰

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ګډې پولې په شاخوا کې د پنځو چیناییانو له وژل کېدو او د پنځو نورو له ټپي کېدو وروسته چین په یادو سیمو کې له خپلو شرکتونو او کارکوونکو غوښتي، چې سمدستي د تاجکستان له هغو سیمو ووځي، چې له افغانستان سره په ګډه پوله پرتې دي.

په تاجکستان کې د چین سفارت په یوې اعلامیه کې په افغان- تاجک ګډه پوله کې له چینایي شرکتونو او کارکوونکو غوښتي، چې ژر تر ژره دې له یادو سرحدي سیمو ووځي.

د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۰مه) وویل، چې تېره اونۍ کې د افغانستان له خاورې په دوو بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. ولسمشر امام علي رحمان امنیتي ادارو ته امر کړی چې وضعیت او د سرحدي امنیت د پیاوړتیا لپاره پر لارو چارو بیاکتنه وکړي.

تاجکستان تایید کړه چې د افغانستان له خاورې په سرحدي بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

افغانستان له تاجکستان سره څه باندې ۱۳۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۷مه) د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس‌الدین شاهین سیمه کې د درېیو چینایي وګړو وژنه وغندله او زیاته یې کړه: «د لومړنۍ ارزونې او معلوماتو پر بنسټ په دې کې هغه کړۍ لاس لري، چې په سیمه کې د ګډودۍ، بې‌ثباتۍ او هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.»

لومړۍ پېښه د تېرې چهارشنبې په ورځ د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس‌الدین شاهین سیمه کې رامنځته شوه او په‌کې ۳ چیناییان ووژل شول او دویمه پېښه د یکشنبې په ماښام (د لیندۍ ۹مه) د تاجکستان شادک مرزي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د سړک جوړولو پر چینايي کارګرو وسله‌وال برید وشو.

طالبانو په بدخشان کې پر چینایي وګړو د برید په تړاو د دوو کسانو د نیولو خبر ورکړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو امنیتي مسوولینو بیا د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۰مه) وویل، پر چینايي وګړو د وروستي وسله‌وال برید په تړاو یې دوه کسان د دغه ولایت په میامی ولسوالۍ کې نیولي دي.

متحده ایالاتو په رسمي ډول د جی۲۰ هېوادونو د ۲۰۲۶ کال مشري پر غاړه واخیسته

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۱ GMT+۰

متحده ایالاتو د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر له لومړۍ نېټې څخه د شلو سترو اقتصادي هېوادونو ډلې د ۲۰۲۶کال مشري په رسمي ډول پر غاړه واخیسته. د سپینې ماڼۍ په وینا، د ټرمپ تر مشرۍ لاندې به د جي۲۰ تمرکز بېرته د دې ډلې اصلي هدف ته راوګرځول شي، چې هغه د اقتصادي ودې او نړۍوالې هوساینې پیاوړتیا ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نویو اصلاحاتو په لړ کې به درې اساسي محوري موضوعات: د مقرراتو د بار کمولو له لارې اقتصادي هوساینې ته وده ورکول، د ارزانه او خوندي انرژۍ د عرضې پیاوړتیا او د نوې ټېکنالوژۍ او نوښتونو پرمخ بیول به د مشرتابه په اجنډا کې شامل وي.

تمه کېږي، چې متحده ایالات به د دې غونډې کوربه توب د فلورېډا ایالت په میامي ښار کې وکړي، هغه هم په داسې کال کې چې د متحده ایالاتو د جوړېدو د ۲۵۰ کلنۍ نمانځنه کېږي. له دې وړاندې د جي۲۰ مشري د سوېلي افریقا په غاړه وه.

د جي شل ډله څه ده؟
په ۱۹۹۹ کال کې د اسیایي هېوادونو له مالي ناورین وروسته د نړۍ شلو لویو هېوادونو په دې درک سره چې نور نه شي کولای د یوه هېواد په پولو کې دغسې ناورین کابو کړي او نړۍوالې اقتصادي همکارۍ ته اړتیا لري، نو یوه اقتصادي ډله یې جوړه کړه.
دغه اقتصادي ډله اوسمهال د نړۍ د (جي ډي پي) د ناخالصو کورني تولید اتیا سلنه او د نړۍوالې سوداګرۍ پنځه اویا سلنه برخه جوړوي.
برېتانیا، امریکا، اروپايي ټولنه، روسیه، سعودي عربستان، سوېلي افریقا، هند، ترکیه، ارجنټاین، اسټرالیا، برازیل، کاناډا، چین، فرانسه، جرمني، اندونیزیا، ایټالیا، جاپان، سوېلي کوریا او مکسیکو د دغه سازمان غړي هېوادونه دي.
که څه هم د دغې اقتصادي ډلې د جوړېدو په لومړیو کلونو کې یوازې د مالیې وزارتونو مشرانو له یو بل سره کتل؛ خو د ۲۰۰۸ کال له مالي ناورین وروسته د غړو هېوادونو مشرانو پرېکړه وکړه، چې په کال کې یو ځلې غونډه وکړي.

ګوترېش د ۲۰۲۶کال بودیجه کې د ۵۷۷ میلیونه ډالرو او د ۱۸سلنه دندو د کمولو وړاندیز وکړ

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د بودیجې کمېټې ته په خپل رسمي وړاندیز کې وویل، غواړي د ۲۰۲۶کال اساسي بودیجه د ۵۷۷ میلیونه ډالرو په اندازه کمه کړي او د ملګرو ملتونو رسمي دندې له ۱۸سلنې څخه زیات کمې کړي.

ګوترېش هڅه کوي، چې د لګښتونو د راکمولو او د موثریت لوړولو لارې پیدا کړي، په داسې حال کې چې ملګري ملتونه سږکال د خپلې ۸۰مې کلیزې په درشل کې له مالي کړکېچ سره مخ دي او د دې ستونزې لویه برخه د امریکا د نه ورکړل شویو پیسو له امله رامنځته شوې ده.

هغه د ۱۹۳ هېوادونو عمومي اسامبلۍ د بودیجې کمېټې ته وویل: «موږ په ۲۰۲۴کال کې ۷۶۰میلیونه ډالره پاتې تادیات لرل، چې له هغې څخه ۷۰۹میلیونه لا هم نه دي ورکړل شوي. موږ د ۲۰۲۵ کال ۸۷۷ میلیونه ډالره هم نه دي ترلاسه کړي. په دې توګه، اوس ټول پاتې تادیات ۱،۵۸۶ میلیارده ډالرو ته رسېږي.»

هغه د ۲۰۲۶کال لپاره د ۳،۲۳۸ میلیارده ډالرو اساسي بودیجه وړاندیز کړه، چې د روان کال په پرتله ۱۵سلنه کموالی ښيي. په دې بودیجه کې سیاسي، بشري، وسلو ضد، اقتصادي، ټولنیزې او د اړیکو برخې شاملې دي.

دا په داسې حال کې دی، چې متحده ایالات د ملګرو ملتونو د اساسي بودیجې تر ټولو لوی تمویل کوونکی دی او د عمومي اسامبلۍ د پرېکړې له مخې ۲۲سلنه پیسې ورکوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملګري ملتونه «ستر ظرفیت لرونکی» سازمان بللی، خو ویلي یې دي چې ملګري ملتونه خپل ظرفیت نه کاروي او غواړي د امریکا تمویل هم کم کړي.

ګوترېش د مارچ په میاشت کې د «یوان ۸۰» په نوم د اصلاحاتو ټاسک فورس جوړ کړ، چې هدف یې د لګښتونو کمول او موثریت ښه کول دي.

د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه جلا بودیجه لري. د اکټوبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو ویلي وو، چې د ناسم تمویل او د امریکا د راتلونکي تمویل د ناڅرګند وضعیت له امله به په نړۍ کې د نهه ماموریتونو په کچه یو پر څلورمه برخه سوله ساتي ځواکونه کم شي.

طالبانو په غزني او بلخ کې دوه کسان په دُرو ووهل

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۳ GMT+۰

طالبانو په غزني او بلخ ولایتونو کې دوه کسان په عام محضر کې په ۳۹- ۳۹ دُرو ووهل. پر یادو کسانو د غلا او الکولي مشروباتو د قاچاق تورونه و. له دغو کسانو یو یې په یونیم کال تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.

طالبانو په عام محضر کې پر دُرو د «تورنو» کسانو د وهلو په لړ کې د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۰مه) د غزني په ګېلان ولسوالۍ کې یو کس د غلا په تور په عام محضر کې په ۳۹ دُرو وواهه او پر یونیم کال تنفیذي بند هم محکوم کړ.

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، یو بل کس یې بیا په بلخ ولایت کې د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور په ۳۹ دُرو وهلی دی.

د خبرپاڼې له‌مخې، یادې پرېکړې د سترې محکمې له تاییدۍ وروسته عملي شوي دي.
طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۳۳۰ کسان په دُرو وهلي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، طالبانو په تېرو درېیو (اګسټ، سپټمبر او اکټوبر) میاشتو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۳۳۱ کسان د «نامشروع اړیکو، له کورونو د تېښتې، بد اخلاقۍ، زنا، لواطت، غلا، رشوت، د شرابو په ګډون د نشه يي توکو کاروبار، جعل او فرېبکارۍ» په تورونو د خلکو په مخ کې لسګونه دُرې وهلي او یو شمېر یې پر څو کاله تنفیذي بندونو هم محکوم کړي دي.