تېره ورځ تر ۳زره ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه ستانه کړای شوي

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د سېشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۱مه) خبر ورکړی، د دوشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۵۸۰ کورنۍ چې ټولټال ۳۱۶۴ کسان کېږي؛ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.




