• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: افغانستان د اوبو بندونو له لارې شاوخوا ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۹ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، افغانستان اوس‌مهال د اوبو بندونو له لارې شاوخوا ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوي. د دغه وزارت د چارواکو په وینا؛ د اوبو مدیریت، د برېښنا تولید او کرنیزو ځمکو خړوبولو په برخه کې یې مهم پروګرامونه په پلان کې دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند قاري مطیع‌الله عابد ویلي، په وروستیو کلونو کې مهمې پروژې بشپړې شوې چې له لارې یې زرګونه هکتاره ځمکه خړوبېږي او د برېښنا تولید ته هم ګټه رسېږي.

عابد وویل، په فراه ولایت کې د بخش‌اباد بند چارې روانې دي چې له بشپړېدو وروسته به ۲۷ مېګاواټه برېښنا تولید کړي او شاوخوا ۶۸زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي. د نوموړي په وینا؛ په پکتیکا کې د پلتوني بند کارونه هم روان دي، چې د یو مېګاواټه برېښنا تولید او ۲۵۰۰ هکتاره ځمکې خړوبولو وړتیا لري.

هغه وایي، د کجکي بند د وروستي فاز له بشپړېدو وروسته به د دغه بند د برېښنا تولید له ۵۱ مېګاواټه څخه ۱۵۱ مېګاواټه ته لوړ شي او په کاپیسا کې د باغدرې بند د بشپړېدو سره به ۱۴۶ مېګاواټه برېښنا تولید شي.

همدارنګه په غزني کې د سلطان بند او په لوګر کې د خروار بند دویم فاز چارې هم دوام لري، چې تر بشپړېدو وروسته به زرګونه هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

د ښاغلي عابد په وینا؛ یاد وزارت د اوبو د عادلانه وېش لپاره نوی د اوبو چارو د تنظیم قانون هم ترتیب کړی، چې له مخې به یې د هېواد د اوبو مدیریت په معیاري ډول ترسره کېږي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند ویلي، دغه وزارت د کابل ښار د پاکو اوبو مدیریت لپاره درې ستراتېژیکې پروژې په پلان کې لري چې په‌کې د شاتوت بند جوړول، له پنجشېر نه کابل ته د اوبو لېږد او له شاه او عروس بند نه کابل ته د اوبو انتقال شامل دي. نوموړی زیاتوي، دغه وزارت د سیندونو د مهار او د بندونو د پراختیا لپاره پنځه کلن عملیاتي پلان هم ترتیب کړی چې د دې پلان په عملي کېدو سره به د بندونو جوړولو بهیر په منظم ډول پرمخ ولاړ شي.

افغانستان د اوبو او انرژۍ د سرچینو له مخې د برېښنا د تولید لوی ظرفیت لري، چې د شته سرچینو له مخې د ټول ظرفیت کچه شاوخوا ۲۳زره مېګاواټه اټکل شوې ده؛ خو د دغه وزارت د وروستیو راپورونو له مخې په هېواد کې یوازې شاوخوا ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدېږي. دغه چاره د کابل ښار او نورو ولایتونو اوسېدونکو ترمنځ د برېښنا د کمښت او پرله‌پسې پرچاوۍ د اندېښنو زیاتېدو لامل شوې ده.

کابل ښاریان شکایت کوي، چې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې درې ساعته برېښنا لري او د هېواد نورو ولایتونو اوسېدونکي هم د ورته وضعیت ښکار دي. د دې ترڅنګ د فابریکو او تولیدي واحدونو مالکان بیا وايي، چې د برېښنا د نشتوالي له امله یې کارونه ټکني شوي او د تولیدي چارو په پرمخ وړلو کې ستونزې لري.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

پاکستان ته د افغان مېرمنو د ملاتړ بنسټ: له ګواښ سره مخ افغان مېرمنې افغانستان ته مه ستنوئ

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۳ GMT+۰
پاکستان ته د افغان مېرمنو د ملاتړ بنسټ: له ګواښ سره مخ افغان مېرمنې افغانستان ته مه ستنوئ
100%

د افغان ښځینه فعالینو د همغږۍ ټولنې (AWACB) په یوه پرانیستي لیک کې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې له دغه هېواده د افغان مېرمنو جبري اېستل ژر تر ژره ودروي. دوی خبرداری ورکړی، چې له ګواښ سره مخ مېرمنې که بېرته افغانستان ته وشړل شي؛ نو د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.

په دغه لیک کې راغلي، دا هغه مېرمنې دي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې خپل ژوند، کار او هر څه شاته پرېښودل؛ ځکه د ښځو د حقونو د دفاع او مدني مبارزې له امله د طالبانو له‌خوا له جدي ګواښ سره مخ وې.

د یادې ټولنې په وینا، دغه مېرمنو پاکستان د خوندي ځای په توګه غوره کړ؛ خو اوس له ناڅرګند برخلیک، نیونې او جبري اېستنې سره مخ دي. په لیک کې ویل شوي:« د دې پر ځای چې خوندي شي، دغه مېرمنې اوس د نیونې، ځورونې او د جبري ستنونې له ګواښ سره مخ دي.»

د یادې ټولنې وروستي راپورونه ښيي، چې په پاکستان کې د افغان مېرمنو وضعیت ورځ تر بلې پېچلی کېږي. په تېرو څو اونیو کې پنځه افغان فعالانې له پاکستان نه بېرته افغانستان ته اېستل شوې، چې له دې ډلې درې مېرمنې ورکې دي او دوه نورې د افغانستان دننه پټې ګرځي او هېڅ خوندي ځای نه‌لري.

د دوی په وینا؛ دغه وضعیت نور د عادي تګلارو برخه نه ګڼل کېږي، بلکې د ژوند او مرګ جدي ناورین ته رسېدلی دی. دغه مېرمنې چې د بشري حقونو، رسنیو، قضا، حقوقو او مدني ټولنې په برخو کې فعاله وې؛ د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي.

د مېرمنو یادې ټولنې څرګنده کړې، چې د پاکستان وروستۍ تګلارې د بشري مسوولیتونو خلاف دي. یادې ټولنې ټینګار کړی، چې د افغان مېرمنو جبري اېستل د نړۍوال اصل خلاف عمل دی او د پاکستان د بشري ژمنتیاوو سره په ټکر کې دی. دوی وایي، دغه کړنه د نړۍوالو بشري حقونو نقض ګڼل کېږي او د اخلاقي مسوولیت له اصولو ښکاره سرغړونه ده.

د دوی په وینا؛ په پاکستان کې افغان مېرمنې له ګڼو جدي ستونزو سره مخ دي؛ د چک‌پاینټونو له امله د نیونې وېره لري، خوندي تګ‌راتګ نه‌شي کولی، کورونه په کرایه نه ورکول کېږي، د وېزو فیسونه خورا لوړ دي چې کله تر ۱۵۰۰ډالرو پورې رسېږي.

یادې ټولنې له پاکستاني حکومته غوښتي، چې د افغان ښځینه فعالانو جبري اېستل سملاسي ودروي او له ګواښ سره مخ مېرمنو ته لنډمهاله خوندیتوب او د قانوني پاتې کېدو اجازه ورکړي.

دوی د هغو ښارونو مشخصول هم غوښتي، چې افغان مېرمنې په‌کې د شړلو له ګواښ پرته پاتې کېدای شي، د کورنیو سفرونو پر مهال خوندي تګ‌راتګ تضمین شي، د وېزو د پروسې پر مهال د استوګنې د ځای ستونزې هوارې شي او د یوې ارزانې، عادلانه، رڼې او اوږدمهالې وېزې بهیر رامنځته شي.

په لیک کې راغلي، چې پاکستان له لسیزو راهیسې د افغانانو کوربه پاتې شوی. اوس هغه وخت رارسېدلی، چې دغه بشري خواخوږي لا پسې پیاوړې شي؛ ځکه د افغانستان زړورې ښځې تر ټولو سختو شېبو کې د مرستې غوښتنه ترې کوي.

یادې ټولنې ټینګار کړی:« هغو ښځو چې د بشري حقونو د دفاع لپاره یې خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړی و، اوس خپله د ژوند ژغورلو غوښتنه کوي.» په لیک کې راغلي، مخکې تر دې چې نورې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړي د پاکستان حکومت باید بېړنی اقدام وکړي.

په کابل کې د «صنعت او کلتور» په نوم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۵ GMT+۰
په کابل کې د «صنعت او کلتور» په نوم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د «تسل» نندارتونونو جوړولو شرکت په ګډه په کابل کې درې ورځنی ملي او نړۍوال نندارتون پرانیست، چې په‌کې شاوخوا ۲۰۰ غرفې د هېواد صنعتي او کلتوري محصولات نندارې ته وړاندې کوي.

د «تسل ګروپ» رییس تسل خان ویلي، دغه بنسټ تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ نندارتونونه جوړ کړي او په راتلونکي کې د ملي او نړۍوالو نندارتونونو د پراختیا اراده لري.

همدارنګه، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو جوړولو رییس مولوي قابل محمد عابد د یادو پروګرامونو اهمیت ته په اشارې ویلي: «د دغه شان نندارتونونو جوړول زموږ د تولیداتو او محصولاتو د معرفي کېدو ترڅنګ د ملي اقتصاد څرخ په حرکت کې راولي، سوداګر او صنعت‌کاران سره نښلوي او د پانګونې، صادراتو او بازارموندنې لپاره مهم فرصتونه برابروي.»

د نوموړي په وینا؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سږ کال د هېواد دننه او بهر د ۵۲ نندارتونونو جوړولو پلان لري. یاد نندارتون چې د کابل په ماشین‌خانه کې جوړ شوی، (د لېندۍ له ۱۰مې تر ۱۲مې پورې) به د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.

په دغه نندارتون کې په شاوخوا ۲۰۰ غرفو کې خوراکي او غیرخوراکي توکي، هنري اثار، د ښځو لاسي صنایع، غالۍ، درمل، برېښنايي وسایل او نور کلتوري او صنعتي محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.

په دغه نندارتون کې بیا د ښځو د ګډون په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د ایران په هرمزګان کې د دوو افغان کډوالو مړي موندل شوي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۱ GMT+۰
د ایران په هرمزګان کې د دوو افغان کډوالو مړي موندل شوي
100%

په ایران کې د هرمزګان ولایت لوېدیځ ته د پارسیان ولسوالۍ اړوند په تېرو ۲۴ساعتونو کې د دوو افغان کډوالو مړي موندل شوي دي. د یادې سیمې ځایي چارواکي وايي، دواړه پېښې «مشکوکې» دي او د مړینې لامل یې څېړي.

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې؛ لومړی مړی چې د ۳۵ کلن افغان دی، د پارسیان ښار په اوبو کې موندل شوی. دغه کس په همدې سیمه کې د موټرو د پاکولو کار کاوه او د خلکو له‌خوا د راپورونو ترلاسه کولو وروسته، د ژغورنې ډلو او پولیسو مړی له اوبو را اېستلی دی.

ځايي چارواکو ویلي، چې د مړینې لامل لا تراوسه روښانه نه‌دی او په اړه یې پلټنې روانې دي.

له دې پېښې یوازې څو ساعته وروسته، د همدې ولسوالۍ په «شیو» ساحلي بندر کې د یوه بل افغان کډوال مړی هم موندل شوی. د ایران سیمه‌ییزو رسنیو په وینا؛ دغه تنکی ځوان د یوې کښتۍ د ساتونکي په توګه کار کاوه او مړی یې د هماغې کښتۍ دننه ترلاسه شوی.

مسوولین وايي، لا تر اوسه د مړینې لامل نه‌دی روښانه شوی؛ خو پولیس په دې اړه پلټنه کوي.

دواړه پېښې په هغو سیمو کې شوې، چې د افغان کډوالو د استوګنې او کار د زیات تمرکز له امله پېژندل کېږي. راپورونه ښيي، چې په دواړو پېښو کې د مړینې لامل د خبر تر خپرېدو پورې نه و روښانه او ایراني چارواکو د قضايي او امنیتي څېړنو پر دوام ټینګار کړی.

پارسیان د هرمزګان ولایت په لوېدیځه څنډه کې پرته یوه وړه ولسوالي ده، چې نږدې ۵۰زره نفوس لري. که څه هم د یادې سیمې د مېشتو افغان کډوالو رسمي شمېر نه‌دی خپور شوی؛ خو سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې ګڼ افغان کډوال په بندري، ودانیزو او خدماتي برخو کې کار کوي.

د امریکا د امنیت وزیره: تر دې وروسته د هغو هېوادونو یو کس هم نه‌منو چې زموږ اتلان وژني

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۷ GMT+۰
د امریکا د امنیت وزیره: تر دې وروسته د هغو هېوادونو یو کس هم نه‌منو چې زموږ اتلان وژني
100%

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم د سې‌شنبې په سهار وختي (د لیندۍ ۱۱مه) له ولسمشر ټرمپ سره تر کتنې وروسته وویل، تر دې وروسته د هغو هېوادونو یو کس هم نه‌مني چې اتلان یې وژني. نوموړې د هېڅ هېواد نوم نه‌دی اخیستی، خو همدا تېره اوونۍ یوه افغان د ملي ګارډ یوه سرتېرې ووژله.

تېره اوونۍ یوه افغان د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې سپينې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو برید وکړ او په پایله کې یې یوه سرتېرې ووژل شوه او یو بل یې ټپي شو او په‌خپله یې هم د نورو ځواکونو له لوري ونیول شو.

له دغې پېښې وروسته په امریکا کې پر افغانانو محدودیتونه ډېر شول او ان دا چې دغه هېواد ته د تللو افغانانو اسناد بیا څېړل کېږي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې د سې‌شنبې په سهار وختي په خپله اېکس پاڼه پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، وویل: «ما همدا اوس له ولسمشر سره ولیدل. زه وړاندیز کوم چې پر هر هغه لعنتي هېواد بشپړ د سفر بندیز ولګول شي چې زموږ هېواد له قاتلینو او هغو کسانو ډکوي چې یوازې د امتیاز په لټه کې دي.»

نوموړې زیاته کړې: « زموږ نیکونو دغه هېواد په خپلو وینو، خولو او د ازادۍ پر بنسټ جوړ کړی- نه د دې لپاره چې بهرني یرغلګر زموږ اتلان ووژني. موږ هغوی نه غواړو. ان یو یې هم نه.»

هغې تر دې مخکې د جو بایډن پر ادارې په نیوکو سره ویلي و، چې د «متحدینو د ښه راغلاست» پروګرام په نوم یې څه باندې ۱۰۰زره افغانان له کومې پلټنې پرته امریکا ته لېږدولي دي.

چین په تاجکستان کې له خپلو وګړو غوښتي چې له افغان- تاجک پولې ووځي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۷ GMT+۰
چین په تاجکستان کې له خپلو وګړو غوښتي چې له افغان- تاجک پولې ووځي
100%

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ګډې پولې په شاخوا کې د پنځو چیناییانو له وژل کېدو او د پنځو نورو له ټپي کېدو وروسته چین په یادو سیمو کې له خپلو شرکتونو او کارکوونکو غوښتي، چې سمدستي د تاجکستان له هغو سیمو ووځي، چې له افغانستان سره په ګډه پوله پرتې دي.

په تاجکستان کې د چین سفارت په یوې اعلامیه کې په افغان- تاجک ګډه پوله کې له چینایي شرکتونو او کارکوونکو غوښتي، چې ژر تر ژره دې له یادو سرحدي سیمو ووځي.

د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۰مه) وویل، چې تېره اونۍ کې د افغانستان له خاورې په دوو بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. ولسمشر امام علي رحمان امنیتي ادارو ته امر کړی چې وضعیت او د سرحدي امنیت د پیاوړتیا لپاره پر لارو چارو بیاکتنه وکړي.

تاجکستان تایید کړه چې د افغانستان له خاورې په سرحدي بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

افغانستان له تاجکستان سره څه باندې ۱۳۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۷مه) د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس‌الدین شاهین سیمه کې د درېیو چینایي وګړو وژنه وغندله او زیاته یې کړه: «د لومړنۍ ارزونې او معلوماتو پر بنسټ په دې کې هغه کړۍ لاس لري، چې په سیمه کې د ګډودۍ، بې‌ثباتۍ او هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.»

لومړۍ پېښه د تېرې چهارشنبې په ورځ د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس‌الدین شاهین سیمه کې رامنځته شوه او په‌کې ۳ چیناییان ووژل شول او دویمه پېښه د یکشنبې په ماښام (د لیندۍ ۹مه) د تاجکستان شادک مرزي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د سړک جوړولو پر چینايي کارګرو وسله‌وال برید وشو.

طالبانو په بدخشان کې پر چینایي وګړو د برید په تړاو د دوو کسانو د نیولو خبر ورکړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو امنیتي مسوولینو بیا د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۰مه) وویل، پر چینايي وګړو د وروستي وسله‌وال برید په تړاو یې دوه کسان د دغه ولایت په میامی ولسوالۍ کې نیولي دي.