طالبانو په ننګرهار کې د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو ۱۸ کسان نیولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په تېره یوه اونۍ کې ۱۸ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیولي دي. له نیول شویو کسانو څخه ۵۴ کیلوګرامه شیشه، له ۱۷۰۰ زیاتې نشه يي ګولۍ او ۱۳ کلیوګرامه د تیزابو جوړولو مواد ترلاسه شوي دي.