• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سمیع سادات: د امریکا د کورني امنیت اداره باید جهان شاه صافی خوشې کړي او بښنه وغواړي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۴ GMT+۰

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات په امریکا کې د جهان شاه صافي نیولو ته په غبرګون کې ویلي، چې نوموړی ترهګر نه بلکې اغېزناک استخباراتي افسر دی، چې د ترهګرو ډلو ضد ګڼو عملیاتو مشري یې کړې ده. سادات د امریکا له کورني امنیت وزارت غوښتي چې نوموړی خوشې کړي او بښنه وغواړي.

سمیع سادات پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې جهان شاه صافی ترهګر نه بلکې د افغانستان یو له خورا اغېزناکو استخباراتي مامورینو څخه و، چې په کونړ ولایت کې یې دنده ترسره کوله او د القاعده او داعش ډلو پر وړاندې یې د ترهګرۍ ضد عملیاتو مشري کوله.

جنرال سمیع سادات د امریکا د کورني امنیت له لوري پر جهان شاه صافي لګول شوي تور ته چې ګواکې د داعش مالي ملاتړ یې کاوه، توند غبرګون ښودلی او وايي، چې برید جنرال جهان شاه ساپی په شخصي توګه پیژني او د جهان شاه ساپي پلار جانداد خان د شوروي پر وړاندې جهاد ترسره کړی دی.

سمیع سادات ویلي، چې د افغانستان پخوانيو نظامیانو ته چې د ترهګرۍ پر ضد یې مبارزه کړې، د ترهګر خطاب کول د جکړې د وخت له متحدینو سره خیانت دی.

سمیع سادات زیاته کړې:«د استخباراتو د افسر په توګه موږ ټولو معلوماتو راټولولو لپاره سرچینې کار وو، خو د امریکا د کورني امنیت وزارت دومره ناپوهه دی چې په دې نه پوهیږي.»

سمیع سادات ویلي، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت دې د جهان شاه صافي په وړاندې د کړي چلند په اړه بښنه وغواړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د جهان شاه صافي په نوم یې یو افغان له داعش ډلې سره د مالي ملاتړ په تور نیولی دی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي چې په هرات کې یې د غلا او نورو جرمونو په تور ۸۸ کسان نیولي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې په تېره یو میاشت کې د هرات امنیه قوماندانۍ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د ګڼو جرمونو په تور ۸۸ کسان نیولي دي.

له دغه وزرات څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د غلو د بانډونو غړي دي او په دغه ولایت کې یې په غلاوو او نورو جرمونو کې لاس درلود.

خبرپاڼه زیاتوي چې په هرات کې طالب پولیسو له دغو نیول شویو کسانو څخه ۱۸ عرادې مختلف النوع موټر او له څلور میلیونو ډیرې افغانۍ چې غلا کړې یې وې، ترلاسه کړې او بېرته یې خپلو اصلي څښتنانو ته سپارلې دي.

طالبان په داسې حال کې د ۸۸ تنو غلو د نیولو خبر ورکوي چې تازه په هرات کې وسله والو یو محلي سوداګر وژلی او د هغه سل زره افغانۍ یې له ځان سره وړې دي.

طالبانو د ایراني ځواکونو ډزو کې د ۱۱ وژل شویو افغانانو په تړاو ایران ته اعتراض لیک سپارلی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۰

طالبانو ویلي، چې په هرات کې د یادې ډلې والي اسلام جار د ایران کونسل سره لېدنه کې له یاد هېواد سره پر پوله د ایراني ځواکونو په ډزو کې د ۱۱ تنو افغانانو د وژل کېدو په تړاو، نوموړي ته خپل رسمي اعتراض لیک سپارلی دی.

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعید ویلي، چې اسلام جار له د ایراني ځواکونو له خوا د افغانو د وژلو پیښې په اړه خواشینې ښودلې او په هرات کې یې د ایران له کونسل څخه غوښتنه کړې، چې ایران باید یاده پېښه په بشپړه او شفافه توګه وڅېړي او عاملان یې محکمې ته وسپاري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اسلام جار ټینګار وکړ :« د پولو پر سر د اوسېدونکو ژوند ساتنه د ګاونډیتوب او ښو اړیکو اساسي کرښه ده او د ایران اړخ باید د دې ډول پېښو د تکرار مخنیوي لپاره عملي اقدامات وکړي.»

طالبانو ویلي، چې په هرات کې د ایران کونسل پر پوله د ایراني ځواکونو له خوا د ۱۱ افغانانو د وژلو پیښې په اړه خواشینې ښودلې او ژمنه یې کړې، چې د طالبانو اعتراض او غوښتنې به تر لوړپوړو ایراني چارواکو ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي و، چې د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري د ۱۱ افغانانو د وژلو پيښې د څېړلو په موخه یاد هېواد ته یو پلاوی لېږي.

طالبانو له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د پرانیستلو شرایط بیا تکرار کړل

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۰

د طالبانو مرکزي ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی چې له پاکستان سره مهمې سوداګریزې او ترانزیټي لارې یوازې هغه وخت پرانیزي، چې له اسلام اباده قوي ډاډ ترلاسه شي چې د سیاسي یا اقتصادي فشار د وسیلې په توګه به دا لارې بیا نه تړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ په اعلان وکړ، چې د پاکستان له خوا د سیاسي او اقتصادي فشار په توګه د سوداګریزو لارو بندولو ددواړو خواوو ولسونو ته درانه زیانونه واړول، خو سره له دې افغانستان توانېدلی د سیمې له نورو هیوادونو خپل واردات پوره کړي.

هغه زیاته کړه، « «دا چې افغانستان د خپل ضرورت وړ توکي له ګڼو نورو هیوادونو څخه پوره کوي، نو اسلامي امارت پرېکړه وکړه چې د سوداګري او ټرانزیټ د پراختیا او دواړو لوریو ته د ولسونو د هوسایي او باعزته تجارت په خاطر له پاکستان سره سوداګریزې لارې به هغه وخت بېرته پرانیستل کېږي، چې د پاکستان حکومت څخه قوي اطمنان تر لاسه شي، چې په راتلونکي کې دغه لارې د سیاسي فشار، غیر قانوني استفادې او ولسونو د ځورولو لپاره ونه تړل شي».

نوموړي دغه راز د لارو پرانېستل د دواړو هیوادونو د تجارانو او خلکو د حقونو په خوندیتابله پورې مشروط کړي.

د طالبانو دغه دریځ داسې مهال دی، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د چارشنبې په ورځ ویلي، چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت سره له مشورې وروسته یې پرېکړه کړې، چې د تورخم او سپین بولدک ـ چمن لارې به افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد په موخه پرانېزي.

پاکستان د اقتصادي او امنیتي فشارونو له امله په تیرو کلونو کې وخت په وخت سرحدونه تړلي، خو کابل ټینګار کوي چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ ثبات یوازې د اسلام اباد د باوري ژمنو له لارې ممکن دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې له تېرو دوو میاشتو راهیسې بندې دي او طالبانو په دې وروستیو کې سوداګرو ته امر کړی، چې نورې بدیلې لارې ولټوي.

د طالبانو د ادارې چارواکو د نویو بدیلو لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو، ایران او هند ته مخه کړې او ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د چارشنبې په ورځ وویل، چې د لارو تړل کېدو د افغانستان پر بازار هیڅ منفي اغیز نه دی کړی.

سیګار: امریکا د روان کال په درېیو لومړیو میاشتو کې افغانستان ته ۱۲۰ مېلیونه ډالر لېږدولي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۸ GMT+۰

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې امریکا د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته هم د بشري مرستو لېږد ته دوام ورکړی او یوازې د روان زېږدیز کال په درېیو لومړیو میاشتو کې یې افغانستان ته ۱۲۰ مېلیونه ډالر استولي دي.

په راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ د (لېندۍ ۱۲مه) خپور شوی راغلي، متحده ایالاتو د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته تر اوسه پورې د یادې ډلې تر واک لاندې افغانستان ته د بشري او پرمختیايي مرستو په نوم له ۳.۸۳ میلیارد ډالرو ډېرې مرستې لېږلې دي.

په افغانستان کې د مېلیارډونه ډالرو ضایع کېدل

سیګار وايي، امریکا د ۲۰۰۲کال څخه تر ۲۰۲۱کاله پورې د افغانستان د بیارغونې لپاره ټولټال ۱۴۴.۷ مېلیارده ډالر ځانګړي کړي وو چې له دې ټولې بودجې څخه ۲۶ تر ۲۹ مېلیارده ډالر د ضیاع، درغلۍ او ناوړه‌ګټې ښکار شوي دي.

د سیګار د معلوماتو له مخې؛ دوی ټول ټال ۱٬۳۲۷ قضیې د ضیاع، درغلۍ او ناوړه استفادې ثبت کړې، چې له دې ډلې ۹۳ سلنه یې د ضایع کېدو پېښې جوړوي.

سیګار زیاتوي، چې یاد دفتر د ۲۰۰۹کال څخه د ۲۰۲۵کال تر اګسټ میاشتې پورې نږدې ۹۰۰ ډوله راپورونه، د فعالیت ارزونې، پلټنې، د خبرداریو لیکونه او نور مستند راپورونه خپاره کړي دي. د دغه دفتر د وینا له مخې؛ سیګار په خپل ماموریت کې ۱٬۹۱۱ موارد د کنټرول نیمګړتیاوې هم ثبت کړې دي.

په راپور کې ویل شوي، د سیګار ځانګړو پلټونکو د امریکا او افغانستان د ۱۷۱ کسانو په محکومېدو کې مرسته کړې چې پایله یې د ۱.۷ میلیارد ډالرو په اندازه جرمانې، د شتمنیو نیول، ملکي هوکړې، بېرته ترلاسه شوې پیسې او د امریکا حکومت ته سپما شوې مالي ګټې وې.

د اسلام‌اباد په ګډون د پاکستان ۴ښارونو کې افغانانو ته د کورونو پر کرایه ورکولو بندیز ولګېد

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۸ GMT+۰

د پاکستان فدرالي چارواکو ویلي، چې د پلازمېنې اسلام‌اباد په ګډون څلورو ګاونډیو ولسوالیو راولپېنډۍ، اټک، مري او هریپور کې د افغانانو په ګډون پر بې‌اسناده بهرنیو وګړو یوشمېر بندیزونه لګېدلي. دوی وایي، هېڅوک ورته کورونه په کرایه نه‌شي ورکولی، برېښنا او سیم‌کارتونه هم پرې بندېږي.

پنج‌شنبه د (لېندۍ ۱۳مه) د اېسکپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ هغه بهرنيان چې قانوني اسناد ونه لري، نه‌شي کولای کار ترلاسه کړي، کور يا هټۍ په کرايه ونيسي او د دوی د موبایل سيم‌کارتونو بندولو لړۍ هم پيل شوې ده. ځايي ادارو او پوليسو تر اوسه له ۲۵زرو زيات کورونه د کور په کور سروې کې پلټلي دي.

دغه موضوع د چهارشنبې په ورځ د اسلام‌اباد ښاروالۍ دننه «د بې‌اسناده مېشتو بهرنيانو د چارو د ګډې کاري ډلې» په ناسته کې هم څېړل شوې ده. دغه ناسته د پاکستان د پلازمېنې ښاروال محمدعلي رندهاوه او د کمېشنر په مشرۍ جوړه شوې وه. په غونډه کې د اسلام‌اباد د پولیسو قوماندان سيد علي ناصر رضوي، مرستيال کمېشنر عرفان نواز میمن او د ګاونډیو ولسوالیو امنیتي او اداري چارواکو د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.

چارواکو په ناسته کې وویل، چې د بې‌اسناده بهرنيانو د بېرته ستنولو بهير په بېلابېلو سيمو کې په چټکۍ روان دی او زياتره کسان «په خپله خوښه» پاکستان پرېږدي. چارواکو زیاته کړې، د هغو کورونو او هټیو خاوندانو پر ضد قانوني ګامونه اخيستل شوي چې بې‌اسناده بهرنیو وګړو ته یې ځای ورکړی دی.

ځايي کمېشنر لارښوونه وکړه، چې د بې‌اسناده بهرنيانو د تګ راتګ د مخنيوي لپاره دې جدي تدابير ونيول شي او د برېښنا او نورو اساسي خدماتو بندیز دې ژر تر ژره عملي شي. هغه ټینګار وکړ، چې هېڅ بهرنی باید له معتبرو اسنادو پرته د کار یا استوګنې اجازه ترلاسه نه‌کړي او ټول راټول شوي معلومات دې د کورنيو چارو وزارت له مرکزي دفتر سره شریک کړای شي.

له بلې خوا د اسلام‌اباد د پولیسو سرقوماندان سیدعلي ناصر رضوي وویل، د بې‌اسناده کسانو د غونډو او ډلو د ختمولو لپاره باید پرېکنده ګامونه پورته شي او هغو کسانو سره دې قانوني چلند وشي چې غواړي د جعلي اسنادو له لارې روغتيايي خدمات يا پېژندپاڼه ترلاسه کړي.

د پاکستان د مخابراتو ادارې مسؤولینو هم راپور ورکړ، چې د بې‌اسناده مېشتو کسانو د سيم‌کارتونو بندولو لړۍ روانه ده. د دوی په وينا؛ په اسلام‌اباد کې د کور په کور د معلوماتو ټولولو لړۍ چټکه روانه ده او په‌کې د کورنۍ د غړو پېژندنه، د شناختي کارت شمېرې او نور اړین جزیيات ثبتېږي.