نبیل د پنجشنبې په ورځ پر اېکس ولیکل، چې د امریکا استخباراتي ادارې د سیاسي سیالیو له اغېزو سره ډېرې ښکېلې شوې او خپل مسلکي تمرکز یې په لویه کچه له لاسه ورکړی دی.
نبیل وايي، جهان شاه صافی د افغانستان د ملي امنیت ریاست یو له خورا فعالو او اغېزناکو افسرانو و او د ده کار په ترهګرۍ ضد مبارزه، د افراطي شبکو پېژندنه او د استخباراتي سرچینو اداره کې مهم و.
نبیل ویلي، چې د هغه پلار حاجي جانداد خان صافی د پخواني شوروي اتحاد پر ضد په جهاد کې یو مهم قوماندان، د کونړ مشهور قومي مشر او د طالبانو او وروسته د داعش کلک مخالف و. د نبیل په وینا، د طالبانو په لومړي رژیم کې، جانداد خان له احمد شاه مسعود سره یو ځای جګړه وکړه.
د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رییس په وینا،دغه شالید صافي ته اجازه ورکړه چې د طالبانو، داعش، او نورو محلي ډلو په ځینو حلقو کې مهمې او باوري استخباراتي سرچینې جوړې او اداره کړي.
نوموړي ویلي، « دا د هغه دنده کې یوه عادي او حیاتي برخه وه، او د ګواښونو موندل او د ترهګرۍ د فعالیتونو مخنیوی یې ډېر اغېزناک و».
نوموړی وايي، چې په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته صافي پلان درلود چې کونړ ته ستون شي او له خپلو خلکو سره د طالبانو پر وړاندې مقاومت پیل کړي، خو د امنیتي اندېښنو له امله امریکایي ځواکونو هغه ته په افغانستان کې د پاتې کېدو اجازه ورنه کړه.
رحمت الله نبیل پوښتلي، چې په امریکا کې د سیاستونو سیالۍ کله ناکله هغه کسان تر شک او تور لاندې راولي چې په رښتیا یې د ترهګرو پر ضد جګړه کی ونډه لرله، خو ځینو ریښتینو خطرناکو ډلو ته بیا په حیرانوونکي ډول نرم چلند او سور فرش ورته غوړول کیږی؟
نوموړي ویلي، چې «دا ډول تضادونه موږ دې ته اړ باسي چې په داسې مسایلو کې په ډېر احتیاط او د سیاسي او استخباراتي حالت په ښه پوهه قضاوت وکړو».