د ملګرو ملتونو یاده اداره زیاتوي، که څه هم دغه شمېر د ۲۰۲۵کال پرتله نږدې څلور سلنه راټیټ شوی؛ خو افغانستان لاهم د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې د جګړې له نشتوالي سره، سره د بشري اړتیاوو تر ټولو لوړه کچه کې دی.
اوچا څرګندوي، چې دغه اړتیاوې د ژورو جوړښتي کمزوریو، د خوراکي خونديتوب د خرابېدو او د پرلهپسې طبیعي افتونو او ټولنیزو ناخوالو پایله ده. دې لړ کې وچکالي، د کډوالو پراخه ستنېدنه، زلزلې، سېلابونه، د ناروغیو خپرېدل او د خوندیتوب له پلوه د ګواښونو زیاتوالی شامل دی.
د اوچا د راپور له مخې؛ په افغانستان کې خوراکي خونديتوب د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې؛ اټکل کېږي چې راتلونکی کال به ۱۷.۴ مېلیونه کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ وي، چې له دې ډلې ۵.۲ مېلیونه په بېړني حالت کې دي.
د یاد سازمان په باور؛ افغانستان کې وچکالي لاهم روانه ده او ۱۲ ولایتونه یې سخت ځپلي دي، چې تر اوسه ۳.۴ مېلیونه وګړي ترې اغېزمن شوي دي. د هوا پېژندنې وړاندوینې ښيي، چې د «لا نینیا» اقلیمي بدلون له امله به د ۲۰۲۶کال په لومړیو میاشتو کې بارانونه له معمول څخه کم او تودوخه له اوسطه لوړه شي.
راپور کې راغلي، پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه، د چاودېدونکو توکو پاتې شوني، د جنسیتي تاوتریخوالي پېښې، د ماشومانو کار او د نجونو ژر ودونه له جدي ستونزو څخه دي. د راپور پر بنسټ؛ هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د چاودېدونکو توکو د پاتې شونو له امله وژل کېږي يا هم ټپيان کېږي.
پر دې سربېره، د کډوالو پراخې ستنېدنې د خلکو وضعیت لا پېچلی کړی. یوازې په ۲۰۲۵کال کې له ایران او پاکستان نه تر ۲.۵۲ مېلیونه ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي، چې پر کوربه ټولنو، بنسټیزو خدمتونو او د خلکو پر روزګار یې فشارونه ډېر کړي دي.
اوچا وایي، د ۲۰۲۶کال لپاره یې پلان دا دی چې ۱۷.۵ مېلیونه اړمنو کسانو ته مرستې ورسول شي. دغه مرستې به د خوړو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو، تغذیې، پاکو اوبو، د حفظالصحې توکو او څو اړخیزو نغدي مرستو په بڼه وي. د دغه پروګرام د پلي کېدو لپاره ۱.۷۲ مېلیارد ډالرو ته اړتیا ده او تمرکز به یې پر هغو سیمو وي، چې د بشري اړتیاوو کچه پهکې لوړه او د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.