• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان او عراق له زندانونو نږدې ۲۰۰ افغانان خوشې شول

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۱۹۰ افغان کډوال چې د عراق او پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې ۱۷۱ کسان چې د پاکستان په زندانونو کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې بندیان وو، د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، ۱۹ نور کسان چې د عراق په زندانونو کې له ۶ تر ۹ میاشتو پورې بندیان وو؛ د نیمروز له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

همدا وړمه اونۍ د پاکستان پولیسو د اسلام‌اباد په «ارجنټاین پارک» کې تر نیمې شپې چاپې وروسته د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۳۹ نیول شوي افغان کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړل. د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې؛ په نیول شویو کسانو کې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د پخواني حکومت کارکوونکي شامل وو.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

جمهوري پالو د امریکا د کډوالۍ په تګلارو کې د بدلون غوښتنه کړې

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۸ GMT+۰

په واشنګټن کې د امریکا پر ملي ګارد د یوه افغان کډوال تر برید وروسته د دغه هېواد د استازو جرګې دننه یې د کډوالۍ پر تګلارو ناندرۍ او لانجې ډېرې کړې دي. د جمهوري پالو استازي غوښتنه کوي، چې د امریکا د کډوالۍ نظام باید بیا له سره وڅېړل شي او پراخ بدلونونه په‌کې رامنځته شي.

د وایومېنګ ایالت جمهوري‌ پاله استازې هیریت هېګمن د بایډن د حکومت د کډوالۍ پر تګلارو نیوکه وکړه او ویې ویل: «د افغانستان له پېښې وروسته د بایډن د ادارې پرېکړو د ملي امنیت د یوه احتمالي کړکېچ دروازه پرانیستې ده. اړینه ده، چې له سره څېړنې وکړو چې چا ته د داخلېدو اجازه ورکړو او څوک باید له هېواده وباسو».

د فلورېډا ایالت جمهوري ‌پال استازي رینډي فاین بیا ان د قانوني کډوالۍ په تړاو هم سخت دریځ خپل کړ. د هغه په خبره: «حتا د قانوني کډوالۍ په برخه کې مو داسې کسان منلي، چې له دغه هېواده کرکه لري؛ خو ورته مو د استوګنې، تابعیت یا لیدنې اجازه ورکړې. موږ باید هغوی ټول خپلو هېوادونو ته ستانه کړو».

همدارنګه رېچ مک‌ کورمېک او اسټین سکاټ چې دواړه د جورجیا ایالت جمهوري ‌پال استازي دي، د کره اصلاحاتو غوښتونکي دي. دوی د قانوني کډوالۍ ملاتړ کوي؛ خو ټینګار یې دا دی چې باید هغه کسان د کډوالو په توګه ومنل شي، چې امریکا ته یې ګټه رسېږي.

مک ‌کورمېک وویل: «د کډوالۍ نظام باید هر کال د امریکا له اړتیاوو سره سم جوړ شي؛ ځینې کلونه موږ د ودانیزو چارو، معلوماتي ټېکنالوژۍ، روغتیا او کرنې په برخه کې زیات کاري ځواک ته اړتیا لرو او ځینې کلونه کمه».

سکاټ هم زیاته کړه: «قانوني کډوالي د هېواد لپاره یوه شتمني ده؛ خو بیا چې څوک د امریکا له کلتور سره د برابرېدو توان ولري باید پرې فکر وشي».

د لېندۍ په ۵مه نېټه یو افغان کډوال رحمان‌الله لکڼوال په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر عسکرو برید وکړ، چې په پایله کې یې یوه ښځینه سرتېرې ووژل شوه او یو بل عسکر ټپي شو. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه برید په غبرګون کې اعلان وکړ، چې د افغانستان په ګډون د ۱۹ هېوادونو د هغو وګړو پر راتګ بندیز لګول شوی، چې د امریکا لپاره د «لوړ خطر سیمې» ګڼل کېږي.

ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ: «دغه جنایت موږ ته راپه یادوي، چې زموږ د ملي امنیت تر ټولو ستره دنده دا ده چې پر هغو کسانو بشپړ کنټرول ولرو چې زموږ هېواد ته راځي او دلته پاتې کېږي».

اوچا: په ۲۰۲۶کال کې به تر ۲۱مېلیونه ډېر افغانان د بشري مرستو اړتیا ولري

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په راتلونکي ۲۰۲۶کال کې به په افغانستان کې ۲۱.۹ مېلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري. د یاد سازمان په تازه راپور کې راغلي، چې دغه شمېر د افغانستان د نفوس نږدې ۴۵سلنه جوړوي.

د ملګرو ملتونو یاده اداره زیاتوي، که څه هم دغه شمېر د ۲۰۲۵کال پرتله نږدې څلور سلنه راټیټ شوی؛ خو افغانستان لاهم د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې د جګړې له نشتوالي سره، سره د بشري اړتیاوو تر ټولو لوړه کچه کې دی.

اوچا څرګندوي، چې دغه اړتیاوې د ژورو جوړښتي کمزوریو، د خوراکي خونديتوب د خرابېدو او د پرله‌پسې طبیعي افتونو او ټولنیزو ناخوالو پایله ده. دې لړ کې وچکالي، د کډوالو پراخه ستنېدنه، زلزلې، سېلابونه، د ناروغیو خپرېدل او د خوندیتوب له پلوه د ګواښونو زیاتوالی شامل دی.

د اوچا د راپور له مخې؛ په افغانستان کې خوراکي خونديتوب د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې؛ اټکل کېږي چې راتلونکی کال به ۱۷.۴ مېلیونه کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ وي، چې له دې ډلې ۵.۲ مېلیونه په بېړني حالت کې دي.

د یاد سازمان په باور؛ افغانستان کې وچکالي لاهم روانه ده او ۱۲ ولایتونه یې سخت ځپلي دي، چې تر اوسه ۳.۴ مېلیونه وګړي ترې اغېزمن شوي دي. د هوا پېژندنې وړاندوینې ښيي، چې د «لا نینیا» اقلیمي بدلون له امله به د ۲۰۲۶کال په لومړیو میاشتو کې بارانونه له معمول څخه کم او تودوخه له اوسطه لوړه شي.

راپور کې راغلي، پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه، د چاودېدونکو توکو پاتې شوني، د جنسیتي تاوتریخوالي پېښې، د ماشومانو کار او د نجونو ژر ودونه له جدي ستونزو څخه دي. د راپور پر بنسټ؛ هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د چاودېدونکو توکو د پاتې شونو له امله وژل کېږي يا هم ټپيان کېږي.

پر دې سربېره، د کډوالو پراخې ستنېدنې د خلکو وضعیت لا پېچلی کړی. یوازې په ۲۰۲۵کال کې له ایران او پاکستان نه تر ۲.۵۲ مېلیونه ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي، چې پر کوربه ټولنو، بنسټیزو خدمتونو او د خلکو پر روزګار یې فشارونه ډېر کړي دي.

اوچا وایي، د ۲۰۲۶کال لپاره یې پلان دا دی چې ۱۷.۵ مېلیونه اړمنو کسانو ته مرستې ورسول شي. دغه مرستې به د خوړو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو، تغذیې، پاکو اوبو، د حفظ‌الصحې توکو او څو اړخیزو نغدي مرستو په بڼه وي. د دغه پروګرام د پلي کېدو لپاره ۱.۷۲ مېلیارد ډالرو ته اړتیا ده او تمرکز به یې پر هغو سیمو وي، چې د بشري اړتیاوو کچه په‌کې لوړه او د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.

ایرانی چارواکی: دوغارون له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا سټراتېژيکه دروازه ده

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۹ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي والي وايي، چې د سرحدي سیمو د سوداګرۍ او پانګونې اسانتیا د ایران د دولت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او د دوغارون بندر کولای شي له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره د دغه هېواد د نویو اقتصادي همکاریو مهمه دروازه شي.

غلام حسین مظفري د صدا او سیما سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د دوغارون ازادې سیمې جوړول یو سټراتېژيک فرصت دی. هغه زیاته کړه، که افغانستان هم اسلام‌کلا کې ورته ازاده اقتصادي سیمه جوړه کړي؛ نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې ازادې سیمې د رامنځته کېدو زمینه برابرېږي.
هغه څرګنده کړه، چې دغه وړاندیز رسماً د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته سپارل شوی دی.

د دوغارون بندر وړتیاوې

د یاد ایراني چارواکي په وینا؛ هره ورځ نږدې ۲زره بار وړونکي موټرونه د دوغارون له لارې تګ راتګ کوي او دغه بندر باید د هېواد د نورو سرحدي بندرونو لپاره د بېلګې حیثیت خپل کړي. هغه هرات ته د خپل وروستي سفر اساسي لاسته راوړنه د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د باور زیاتوالی یاد کړ.

نوموړی وایي، طالبانو ژمنه کړې چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د اسلام‌کلا بندر کې د مساپرو د تګ راتګ لاره له سوداګریزې هغې جلا کړي؛ څو د ټرانزیټ بهیر چټک شي.

د یادونې وړ ده، چې د ایران خراسان رضوي والي د روان ۱۴۰۴کال د روانې لېندۍ میاشتې په پیل کې هرات ته سفر کړی و او هلته یې له طالب چارواکو سره لیدنې کتنې کړې وې. د یاد سفر پر مهال د دواړو ولایتونو ترمنځ ۳۲ مادې لرونکی اقتصادي تړون هم لاسلیک شو.
د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې؛ تر ټولو مهمې هوکړې په‌کې د بار وړونکو موټرو د تېرېدو ظرفیت زیاتول، د مساپرو او سوداګریزو لارو جلا کول او د کانونو، کرنې او صنعتي ښارګوټو په برخه کې ګډې همکارۍ شاملې وې. د سفر اصلي موخه د سوداګرو ترمنځ د باور پیاوړتیا او د ګډو پانګونو او سوداګرۍ لپاره د نوو زمینو برابرېدل وو.

د صادراتو وده او سیمه‌ییزې لاسته راوړنې

مظفري چې د افغانستان اقتصادي پراختیا د دواړو هېوادونو د امنیت لپاره ګټوره بولي، وویل چې په روان کال کې سره له دې چې د ایران ملي صادرات کم شوي؛ خو د خراسان رضوي صادرات مثبت ۳۶ بېلانس ثبت کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې د ازبکستان له سفر وروسته د دغه ولایت صادرات هغه هېواد ته ۱۴۳سلنه زیات شوي او د پاکستان له سفر وروسته هم په ایراني صادراتو کې ۳۷سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د خراسان رضوي د والي په خبره؛ د ایران او افغانستان ترمنځ ډېری مالي راکړه ورکړه د صرافیو له لارې ترسره کېږي او افغان سوداګرو ته باید د ریال په وسیله د توکو پېرلو پر مهال د اسعارو د تضمین شرط ورنه کړل شي. هغه دا هم وویل، چې د ایران او افغانستان د مرکزي بانکونو ترمنځ د پولي تړون مقدمات برابر شوي او دا به د دواړو لوریو مالي ستونزې هوارې کړي.
مظفري په ایران کې د بهرنیو صرافیو شته‌والی یو مهم اقدام بللی دی.

طالبان هم هڅه کوي، چې د ایران په ګډون له منځنۍ اسیا سره خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتې کړي. پر کابل واکمنو له اسلام‌اباد سره د کړکېچ په لړ کې له افغان سوداګرو غوښتي، چې پر پاکستان خپله سوداګریزه تکیه کمه کړي او پر ځای یې نورې بدیلې لارې ولټوي.

امریکایي څارنوالان د افغان بریدګر رحمان‌الله لکڼوال او طالبانو ترمنځ اړیکې څېړي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۲ GMT+۰

د ډيلي بېسټ وېب‌پاڼې د راپور له مخې، که څه هم د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د امريکا د ملي ګارډ پر عسکرو برید سره د خپلې ډلې هر ډول تړاو رد کړی؛ خو د قضیې پلټونکي امریکايي چارواکي په دې تړاو لا هم اندېښنې لري.

سرچينو ‌ډيلي بېسټ ته ويلي، څېړونکي لا هم هغه معلومات ارزوي چې ښايي رحمان‌الله لکڼوال د طالبانو يا د یادې ډلې اړوندو کسانو له لوري د خپلې کورنۍ د ګواښ، زور يا فشار له مخې دغه وژونکي بريد ته اړ شوی وي.

راپور زياتوي، څېړونکو ته لویه پوښتنه دا ده چې لکڼوال څنګه سره له دې چې د امريکايي ادارو له‌خوا یې په پراخه توګه امنیتي مخینه څېړل شوې وه او د امريکايي ځواکونو نږدې همکار پاتې شوی و؛ بيا هم په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر عسکرو ډزې وکړې.

پلټونکي پوښتنه کوي، یو داسې کس چې نه یې جرمي سابقه وه او نه افراطي تمایلات؛ نو ولې د سلګونه کیلومټره لارې په وهلو او یوازې د یوې توفنګچې په لرلو یې پر وسلو سمبالو امریکایي عسکرو برید وکړ؟ د دوی په باور؛ لکڼوال داسې پیاوړی محرک لاره، چې ځانمرګي ته ورته دغه ډول برید ترسره کړي.

ډيلي بېسټ لیکي، د څېړونکو د جدي فرضیو له ډلې یوه دا ده چې لکڼوال له داسې وړاندیز سره مخ شوی و چې د ردولو وس یې نه‌لاره: «یا به برید کوي او یا به یې کورنۍ په افغانستان کې شکنجه او ووژل شي».

پلټونکي دغه احتمال نه ردوي، چې ښایي طالبانو یا د یادې ډلې اړوندو کسانو لکڼوال د ملي ګارډ پر عسکرو د برید لپاره هڅولی وي. راپور وایي، که دغه فرضیه پياوړې شي؛ نو د ټرمپ د حکومت بدګوماني به د طالبانو پر وړاندې نوره هم ډېره شي.

ډونالد ټرمپ او د هغه يو شمېر نږدې چارواکو، د اېف‌‌بي‌ای رییس، د سپينې ماڼۍ ویاند او د دفاع وزير په ګډون یو شمېر نورو ۲۹کلن لکڼوال یو ترهګر او وېره خپروونکی بللی دی. دغه ۲۹کلن افغان واده کړی،‌ پنځه ماشومان لري او چارواکو یې د اعدام د احتمال په تړاو هم څرګندونې کړې دي.

طالبانو د لکڼوال له لوري د شوي برید غندنه نه‌ده کړې او نه یې هم د امریکايي ولس سره خواخوږي ښودلې. امیرخان متقي په کابل کې ویلي، چې دغه برید یوازې «يُو شخصي عمل» و او له نورو افغانانو سره هېڅ تړاو نه‌لري. هغه زیاته کړه، چې لکڼوال د امريکايانو له لوري روزل شوی و.

لکڼوال د پخواني افغان پوځ د صفري قطعو غړی و او د سيمه‌ييزو عملياتو پرمهال یې د سي‌ای‌اې ځواکونو سره د طالبانو، داعش او القاعده ډلو د غړو په نيولو او وژلو کې مرسته کړې وه.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کريستي نُوم ويلي، چې لکڼوال امریکا ته تر کډوالۍ وروسته «سخت افراطي شوی» دی. امریکايي چارواکو تر اوسه د برید د اصلي انګېزې په اړه رسمي معلومات نه‌دي خپاره کړي.

راپور زیاتوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یادې ډلې په ځانګړې توګه په پښتني سيمو کې یو شمېر پخواني امنیتي عسکر وژلي دي. یوې استخباراتي سرچينې چې افغانانو سره یې امریکا ته په تخلیه کې مرسته کړې ده، بېسټ ته ويلي: «امریکایان د دغه کسانو پر فشار او کړاو هېڅ درک نه‌لري. د ډېریو کورنۍ په افغانستان کې دي او طالبانو ښکاره ویلي، چې که هدف کس پیدا نه‌کړي، د هغه کورنۍ ته ځي».

طالبانو بیا د نړۍوالو بنسټونو او رسنیو هغه راپورونه رد کړي، چې وايي دوی پخواني امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

اسد قیصر: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له امله د خیبر پښتونخوا اقتصاد زیانمن شوی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۱ GMT+۰

د پاکستان د پارلمان پخوانی رییس او د تحریک انصاف ګوند جګپوړی غړی اسد قیصر وايي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له امله د خیبر پښتونخوا اقتصاد زیانمن شوی. هغه ویلي، د دغه کړکېچ له امله په پښتونخوا کې د پانګونې کچه خورا ټېټه شوې او د صنعت برخه یې هم زیانمنه کړې ده.

نوموړي دغه څرګندونې پرون چهارشنبه (د لېندۍ ۱۲مه) په یوې خبري ناسته کې کړې دي.

په یاده ناسته کې د مرکزي بانک مشر ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې پاکستان د خپلو پالیسیو پر بدلون له سره غور وکړي. هغه ویلي، که د پاکستان لومړی وزیر د اپوزیسیون خبرې نه اوري؛ نو باید د خپلو خلکو غږ واوري.

دا په داسې حال کې ده، چې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر سختو نښتو وروسته د تورخم په ګډون له پاکستان سره د افغانستان ټولې لارې له نږدې دوو میاشتو راهیسې تړلې دي. په خیبرپښتونخوا کې ځایي خلکو او سوداګرو په وار، وار لاریونونه وکړل او د پاکستان له حکومته یې د لارو د بېرته پرانیستلو غوښتنه وکړه؛ خو دغه لارې لاهم تړلې پاتې دي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې بیا ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوامداره توګه د لارو بندېدو له امله د سوداګرۍ حجم له ۵ میلیارد ډالرو څخه ۱ میلیارد ډالرو ته راټېټ شوی.

تازه د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د بشردوستانه موخو لپاره د تورخم او چمن سوداګریزې لارې پرانېزي. یادې لارې به یوازې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانېستل شي.